مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-08-04   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

ولسي شاعر باقي جان ماما ومړ


 عبدالباقي خان قريشي چي اولسي نوم يې باقي جان ماما و دښوونځي تر لوستلو مخکې يې شاعري څرګنده سوه، دده ولسي شاعري دوخت دسندرغاړو پام هم ځان ته واړاوه په لغمان کې خوږ ژبی سندرغاړی ملا ګل محمد (ګلګی) پرې خبر سو ملاګي په خپل خواږه اواز دده نظمونه خپاره کړه ،په ننګرهار کې رحيم غمزده يې شعرونو ته کمپوزونه جوړ کړه او بيا يې اولسونو ته ورسول ، په کنړ کې منور استاد ته يې اشعار په ګوتو ورغلل ترنم يې کړل او داولسونو په زړونو يې کښينول ، په هلمند کي خوږ ژبي سندرغاړي منګل يې هم ترانو ته ازانګې ورکړې باقي جان ماما اولسي شاعر وو ځکه داولس خوښ وه د اولس خبرې يې اولس ته کولې ځکه په اولس ښې لګيدلې دی چي په ۱۳۱۵ لمريز کال کې دلغمان ولايت دالينګار دحرمل دسيمې دصوفيانو په کلي کې دحاجي عزيز ګل قريشي په غولي کې سترګې غړولي وې ابتدايي زدکړې يې په لغمان کې تر سره کړې وې او بيا په کال ۱۳۴۰لمريز دزراعت دمامور په حيث هلمند ولايت ته ليږدول سوی و چي تر ۱۳۸۵ لمريز کال پورې يې درسمي مامور په حيث ددې ولايت په بيلابيلو دولتي ادارو کې دنده ترسره کړه، شاعري يې روانه ساده او عام فهمه ده دیوه شاعر په حيث يې دوخت ټولې پيښې تر عامو خلکو ژر حص کړي او له ورايه يې په شاعرۍ کې څرګندې کړي دي ، بدو دودونو ته يې بد ويلي او درغولو لپاره یې حل لارې په خپله شاعری کې پري ايښي
 يو ځای وايي :
پرېده دغه لاره چي خپل سر به په کې ورکې ته
 ځان به در په در کې ته
 داملکي پريده چي اولس دې که ټول ستړی تا
 څه کار شروع کړی تا
 ولې نه پوهيږې هيڅ ماغزه نه لرې سر کې ته
 ځان به در په در کې ته

 ډيرو په دې کار کې خپل سرونه بايلولي دي
 دې ارمان کې تللي دي
 دغه قمار پريږده چي تاوان به په کې ورکې ته
 ځان به در په در کې ته

 دی اميدواره سړی و، دديرې سړی و، له رباب سره يې نه شکيدونکې مينه وه ورسره صوفي سړی هم و، دټولو ښکلا ګانو ستايونکی و خو دسترګو له ستاينې هيڅ نه دی موړ سوی :
خوښي مې تر ټولو بادامي سترګې
 داسترګي په ټولو کې نامي سترګې
 او بل ځای بيا وايي
 دسترګو دروازې چي ته يو ځل کړې لاندې باندې
 اور بل کړې په ما باندې

 دسپين مخ دې ښه وخت دی
 الله درکړی بخت دی
 بيخي به ليونی شم که په سپينه خوله وخاندې
 اور بل کړې په ما باندې

 باڼه دې لکه درګې
 ترې لاندې غټې سترګې
 له ويرې کتی نشم ، زه ستا سترګو ته له وړاندې
 اور بل کړې په ما باندې

 ستا سترګو بنديوان کړم
 شيدا دې په خپل ځان کړم
 ما هيڅ ليدلې نه وې داسې سترګې چيرته تاندې
 اور بل کړې په ما باندې

 راګير دې باقي جان که
 نوکر دې دخپل ځان که
 دبرق په شان نیول کوي ستا سترګي دي ځلاندې
 اور بل کړې په ما باندې

 باقي جان ماما دژوند په وروستۍ لسيزه کې په دې بريالی سو چې دخپلو شعرونو يوه وړه ټولګه (رښتيا وينا) داستاد لعل پاچا ازمون په زيار چاپ کړي چي له بده مرغه له دې کتابه هم ډيره شاعري ناچاپه پاتې ده ، شاعري يې پاته ده خو دی دروان ۱۳۹۳ زيږديز کال د زمري دمياشتې په اوومه نيټه دکوچني اختر په دوهمه ورځ دورپيښې ناروغۍ له امله زموږ له منځه دتل لپاره ولاړه

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery