دخپریدو نیټه : 2014-08-04 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
د شمال ټلوالی احتمالی کودتا
م ، زهیر
د ۱۳۹۳ د جوزا د میاشتی د۱۶ می نیټی وروسته چی کله د ټاکنو د خپلواک کمیسیون له خوا دجمهوری ریاست د ټاکنو لومړنی پایلی اعلان شوی نو د ډاکټر عبدالله پلویانو د دی اعلان په وړاندی ډیر کلک او چټک غبرګون وښود . په سبا یی په زوره د لویی جرګی خیمی ته ننوتل او یوه غونډه یی جوړه کړه . همدا راز ټولو ولیدل چی په خیمه کی دننه یی د ولسمشر کرزی عکس څیری او تر پښو لاندی کړاو پر ځای یی د ډاکټر عبدالله عکس د منتخب ولسمشر په نامه وځړاوه . په دی غونډه کی ډاکټر عبدالله وویل چی مونږ به خپل حق لاسته راوړو او خپل حکومت به اعلان کړو همدا راز ګواښ یی وکړ چی که زه غږ پورته کړم نو هرڅه به په بله واوړی.واشنګټن پوست او نیویارک ټایمز ورځپاڼو هم په خپلو رپوټونو کی د شمال ټلوالی له خوا د پوځی کودتا په بڼه په هیواد کی دیو جدی بحران د احتمال وړاند وینه وکړه . په ورته وخت کی د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر جان کری په بیړنی راتګ سره د دواړو نوماندانو ترمنځ د جوړ جاړی په ترڅ کی د دی احتمالی بحران مخه ونیول شوه .هغه څه چی غواړو پری بحث وکړو هغه دا دی چی آیا د شمال ټلوالی دا ځواک درلود چی په ښکاره د داسی یو اقدام ګواښ وکړی؟ د دی ډلی یو غړی فضل احمد معنوی چی مخکی د ټاکنو د خپلواک کمیسیو ن مشر او تر ګوښه کیدو وروسته د همپالنی د ټيم غړی شو، په یوه تلویزیونی مرکه کی وویل چی مونږ د خپل حق د تر لاسه کولو لپاره د چا مرستی ته اړتیا نلرو ، مونږ کولای شو چی بی له کومی ستونزی ارګ تر خپلی ولکی لاندی راولو چی نه به د ارګ ساتونکی او نه بل څوک زمونږ په وړاندی مقاومت ونکړی .
هو ! د شمال ټلوالی د تیرو دیارلس کلونو په موده کی د دی وړتیا پیدا کړیده چی د ملی امنیتی بنسټونو ( ملی اردو – ملی پولیس او ملی امنیت )څخه په ناوړی ګټي اخیستنی په دی بنسټونو کی داسی نفوذ وکړی چی د همداسی موکی لپاره تری کار واخیستلای شی . د ملی امنیت ریاست په لیکو کی د محمد عارف او امرالله صالح د مدیریت په وخت کی چی دواړه د پنجشیر دی د پنجشیر او جمعیت غړی په پراخه توګه ځای پر ځای شول . دغه راز کله چی بسم الله محمدی لوی درستیز وو ، د ملی اردو په لیکو کی یی هم د خپلو کسانو په مقررولو کی د دفاع د وزیر رحیم وردک سره ښکر په ښکر وو او چی کله د کورنیو چارو د وزیر په توګه وټاکل شو نو لومړی کار یی چی وکړ په نوو مقرریو یی پیل وکړ . د ( تاند ویبسایټ ) د۱۳۹۰ کال د جوزا د ۳۰ می نیټی د خپرونی له مخی د بسم الله خان د وزارت په موده کی د ۶۷ جنرالی په بستونو کی د جمعیت کسان مقرر شول چی له دی ډلی نه یی ۱۶ پخوانی وو او ۵۱ نور د بسم الله په وخت کی نوی مقرر شول . له دی ۶۷ کسانو څخه یوازی ۴۳ تنه د پنجشیر او نور ډیری شمیر د شمالی ولایاتو څخه جمعیتیان مقرر شول . په دی کسانو کی یو ځوان چی د یونس قانونی ورور دی او د ده هم سن کسان په اردو او پولیسو کی د تورنی تر رتبی لوړه رتبه نلری ، د جنرالی رتبی ته لوړ کړای شو . د بسم الله خان وروسته چی ډګرجنرال مجتبی پتنګ د کورنیو چارو د وزیر په توګه مقرر شو نو داخبره یی په ډاګه وکړه چی ماته تنظیمی پولیس را پاتی دی . البته د ښاغلی پتنګ مطلب بل کوم تنظیم نه وو بلکی یوازینی تنظیم چی په هغه وزارت کی غوښن نفوذ لری هغه د جمعیت او نظار شورا ده.
دغه راز د ملی اردو په لیکو کی هم د دفاع د وزیر په توګه د بسم الله خان په ټاکلو سره هغه کسان په مهمو پوستونو کی ځای په ځای شوی چی د همدی ډلی پوری تړاو لری . په کابل کی دملی اردو د فرقی قوماندان د بسم الله خان په وخت کی د بست څخه د لوړی رتبی یعنی ډګرجنرالی رتبی ته لوړ کړای شو . په کابل کی میشته دری څلور نور جزوتامونه هم په قوی توګه د همدی ډلی په کنترول کی دی چی د زیاتو جزیاتو اړتیا یی په دی لیکنه کی نه لیدل کیږی . په امنیتی بنسټونو کی د جمعیت او نظار شورا نفوذ له دی څخه هم جوته کیږی چی په ډیرو مواردو کی هم د ملی امنیت هم د ملی پولیسو او هم دملی اردو د رنجر او پیکپ موټرو پر ښیښو اوس هم د نظار شورا د قوماندان احمد شاه مسعود او یا مارشال فهیم عکسونه لګول شوی وی او د ۱۳۷۱ کلونو د تنظیمونو د خپلسریو وخت اوس هم په ذهن کی تداعی کوی.
البته پورتنیو مواردو ته په پام سره هغه څه چی ډاکټر عبدالله د لویی جرګی په خیمه کی د ګواښ په توګه وویل چی که زه وغواړم نو هر څه به په بله واوړی ، دا یو واقعی ګواښ وو . د امریکایی ورځپاڼو په قول د شمال ټلوالی په کابل کی د پولیسو په امنیتی حوزو کی خپل کسان ځای په ځای کړی وو او د دی انتظار یی درلود چی که د دوی مشرتابه د موازی حکومت اعلان وکړی نو دوی به ارګ ته ننوځی چی نه به د ارګ ساتونکی او نه نور امنیتی ځواکونه هم نه یوازی د دوی مخنیوی ونکړی بلکی امنیت به یی هم خوندی کړی خو د دوی دا پلان هغه وخت دماتی او ناهیلی سره مخ شو چی جان کری او بارک اوباما عبدالله ته ګوت څنډنه وکړه چی دوی به د هیڅ ډول غیر قانونی عمل ملاتړ ونکړی او ورسره به د کومی غیر قانونی هڅی په صورت کی د امریکا مرستی د افغانستان سره بندی شی . البته یوازی دا لامل به هم نه وو ښایی شمال ټلوالی داهم سنجولی وی چی که دوی په داسی عمل لاس پوری کړی نو د څو میاشتو دننه به بیا هم لکه د برهان الدین ربانی ګرځنده حکومت ، داځل به یی د تاجکستان په کولاب ښار کی هم پښی ټینګی نشی . خو د دی هرڅه سره د ډاکټر اشرف غنی احمد زی په وینا د دی بحران په مخنیوی سره د یو ملیون افغانانو ژوند وژغورل شو .
د اصلاحاتو او همپالنی ټیم چی د ملا تیر یی جمعیت او نظار شورا جوړوی د داسی مرض ښکار دی چی ځان تر هر چا لوړ بولی او مخکی له مخکی ځان ته د دی حق قایل دی چی باید په راتلونکی کی هم واکمنی د دوی په لاس کی وی او په هره بیه چی وی باید ټاکنی دوی وګټی . تر دی دمه هم د ټاکنو راتلونکی روښانه نه دی ، د همپالنی ټیم چی خپل رقیب مخکښ وینی بیا هم هڅه کوی چی د رایو د تفتیش په روان بهیر کی ستونزی رامنځته کړی . په دی ډول چی یا باید نړیوال ناظرین او د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دوی د غرض نه ډک وړاندیزونه چی د تحول او تداوم د ټیم د رایو د باطلیدلو لپاره طرح شوی ، ومنی او یا به هم خپل بایکاټ ته دوام ورکوی . په دی توګه اوس هم پرهیواد د بحران تورو وریځو سیوری غوړولی دی ، له بله پلوه ولسمشر کرزی د خپلی دیارلس کلنی واکنی وروسته هیواد د داسی ګړنګ پر سر درولی دی چی نور دی هم نشی کولای هغه رهبری کړی . نوموړی په دی موده کی یوازی د توطیو له لاری د سیاسی ټولنو او سازمانونو په ړنګولو ، د مفسدینو په غښتلی کولو ، په نړیواله سطحه د ځان او دولت دبی اعتباره کولو ، په ملی سطحه د بی امنیتی او د خلکو د نا هیلی د منځته راوړلو پرته بله لاسته راوړنه نه درلوده او د شمال ټلوالی هم د ښاغلی کرزی تر ږیری لاندی د ملی امنیتی بنسټونو څخه په ناوړه ګټه اخیستلو ځان ښه غښتلی کړیدی . د دی ستونزو حل به د ښاغلی اشرف غنی احمد زی لپاره چی ښایی راتلونکی ولسمشر وی ، د کرزی د ډیر ناوړه میراث په توګه پاتی وی