دخپریدو نیټه : 2014-08-05 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
امریکا او انسان وژنه
لیکوال : محمدالله تبسم
په اوسني دور کې یوپیژندل شوی ټکې چې په نړیوالو مطبوعاتو کې او د هر انسان په ذهن کې پروت دی هغه د ترورېزم ټکی دی. چې د یوولسم ستمبر په امریکا په نړیوال تجارتي مرکز له حملې نه وروسته د امریکا له خولی په ټول نړی کې عام شو. دلته زه ضرورت نه محسوسوم چې د تروریزم په معنی او مفهوم وغږیږم. خو په توله کې په انساني ټولنه کې ویره او ډار خپرول تروریزم دی او له دی نه لا لوی تروریزم د انسان وژنه ده البته د خپلو شخصي ګټو لپاره. نو زه غواړم چې د امریکا د تولنې د انسانانو له خوا چې څومره تروریزم شوی دی او څومره انسان وژنه شوی ده له هغې نه پرده پورته کړم. او د نړی د نورو علاقو انسانان او په خاصه توګه پښتانه وپوهیږي چې له د نړی تر ټولو ډیره انسان وژنه امریکايي انسانانو کړې ده. او باید ددې وحشي انسانانو له شره د نړی نور انسانان د ځان د خلاصولو او د خپلې دفاع کولو هڅه پیدا کړي.
که څه هم د امریکې بعضې انسان وژنه مذهبي اړخ هم لري خو زه غواړم په ټوله کې د یوه انسان په توګه په هر ځای کې د امریکې د لاسه انسان وژنه وڅیړم. او غواړم هغوی چې د انسانیت بغارې وهي او د نړی هر انسان خپل ورور ګڼي ورته ډارن یا دروغجن ووایم ځکه چې که د امریکې انسان ددوی ورور دی نو د امریکې له خوا وژل شوي انسانان هم ددوی ورونه دي. ولې ددې خپل ظالم ورور غندنه نه کوي. او ولې ورته چوپه خوله ناست دي. لوستونکې دې پوهه وي چې دا لیکنه شاید رانه غزیږي او د کتاب بڼه خپله کړي. ځکه د امریکا وحشت په یو څو پاڼو کې د ځاییدلو نه دی.
پېژندل شوی نقار او ژبپوه نوم چامسکی په خپل کتاب (pirates and emperors, old and new ) کې د امریکا تعریف د سکندر او د بحري قزاق په واقعه کې روښانه کړی.چامسکي وايي سکندر د بحري قزاقیانو یوډله ونیوله. او بیا یې د هغوی له مشره وپوښتل چې تا به کوم جرات داسې غیر انساني او غیر اخلاقي کار کولو جرات وکړ. د قزاقیانو مشر جواب ورکړ چې په تا او به ما کې هیڅ فرق نشته . ته د لویو کشتیو او فوځ په لرلو سره د نورو خلکو وطنونه او علاقې لوټې او زه هم همدا کا د وړو کشتیو او لږ فوج په لرلو سره کوم. ددې قیصې په رڼا کې چامسکي د امریکې په باره کې وایي. چې په دنیا کې د امریکې د استعماریت په نتیجه کې چې انساني ژوند ته څومره تاوان رسیږي. او څومره تباهي او بربادي چې منځ ته راځي دومره تباهي ټولې تروریستي ډلې نه شي کولای. چې له دې سره خو چامسکی په خپل اقرار امریکا یو تروریست هیوا د معرفي کوي.
زه (لیکونکی) د یونان په ساموس جزیره کې د سمندر له غاړی روان ناست وم چې یو بل کس په بله چوکې ناست وو په دی کې یو شین سترګې انسان د هغه بل کس څنګ ته راغی او د کوم ځای پوښتنه یې ورڅخه وکړه. ناست کس ورته وویل چې ته د کوم ځای د شین سترګي د جواب نه راته معلومه شوه چې امریکايي سیلانی وو او یونان ته د سیل لپاره راغلی وو. خو څنګه چې په چوکی ناست کس د امریکايي سیلانی له خولی دا واوریدل چې د امریکا دی. نو ورته یې په غوضه وویل چې تاسو په دنیا کې کبرجن ، احمق او ظالمان خلک یاست. او زه له هر امریکايي نه نفرت کوم.
یو څه وخت مخکې رسنیو د جر مني په میدان هوايي کې د یوه جرمني له خوا چې مسلمان هم نه وو د ددو امریکایانو د وژلو خبر خپور کړ. له قاتل نه چې د ولې پوښتنه وشوه نو ویې ویل چې ما د امریکایانو د ظلم د لیدلو او د انسانانو د وژلو د نه برداشت له وجې دا کار وکړ
.
په ټوله نړی کې د رپوټونو له مخې د امریکا د شخصي مفاداتو او استعماریت له وجې د قربانانو شمیر ۳۷ لوی قومونه یا انساني ټولنې دي. چې په هر یوه باید په تفصیل سره خبرې وشي.
۱: فلسطین
که چیرې مونږ صرف د ۱۹۹۰ ع نه وپس او تر ننه پورې د ټولې نړی حالاتو ته غور وکړو. نو د چامسکي د یوناني او د جرمني په خبرو کې به صداقت راته ښکاره شي. د دنیا په مختلفو ملکونو کې چې امریکا څنګه مداخله کړی نو دا ددی خبرې ښکاره ثبوت دی چې امریکا د استعماریت په پالیسې روانه ده.
په منځنی اسیا کې چې تر اوسه امن نشته نو ددې غټه وجه د امریکا لاسوهنه ده. څنګه چې امریکه د اسرایلو په ښکاره حمایه کوي. نو د فلسطینیانو په خلاف په هر ظلم کې امریکا شامله ده. که اسراییل د ملل متحد له قراردادونو په څرګنده سرغړاوی کوي. نو امریکا بیا هم د اسرایلو په حمایت بې ځایه د خپله رایه ورکوي. له ۱۹۴۸ع نه تر ننه پورې په لکونو فلسطینیان د اسراییلو په لاس وژل شوي. چې مثالونه یې په مخکې کلونو کې د صابرا او ستلا د فلسطینی مهاجرو د کیمپونو ورنول او یا اوس د اسراییلو بې رحمانه ببمارۍ دي. همدا سې له سیاسي شننو نه دا راته جوتیږي چې د اسراییلو له منځته راتلو نه تر ننه امریکا له اسرایلو نه په منځنې د هغه د یوه عسکر به حیث کار اخیستې. او د خپلو ګټو او د منځنې اسیا د تیلو د کنترول لپاره یې تل اسراییل تایید کړي. تر دې چې ځینو امریکايي سیاسینود اسرایلو دا اوسنې وحشي بمبارۍ ته هم د جواز ټکی ورکړ او دا یې د اسراییلو حق وګاڼه.
۲: عراق
په ۱۹۹۱ع کې امریکا د خپلو ملګرو ملکونو سره یو ځای په عراق حمله وکړه. حمله یې د عراقي قبضې د کویت د خلاصولو په نوم وکړه خو د کویت د ازادولو نه وروسته چې امریکې د عراقیانو په خلاف د ظلم او زیاتي له کومې پالېسۍ نه کار واخیست هغه د انسانیت نه خلاف عمل وو. د حملې په وخت کې د جنورۍ له اووم تاریخ نه د فرورۍ تر اته ویشتم تاریخه پورې امریکایی طیارو ۱۱۰۰۰۰ پروازه کړي وو. او په هرو ۳۰ ثانیو کې یې یو بم غورزولی وو. چې ۸۸۵۰۰ ټنه چاودیدونکي مواد یې استعمال کړي وو.
او د انسانانو د وژنې په هکله یې لا تر اوسه ښکاره تعداد نه شو معلوم خو د UNICEF د اټکل له مخې له ۱۹۹۰ع نه تر ۱۹۹۷ ع پوری په کې له شل لکو زیات عراقیان وژل شوي وو. چې تقریبا پنځه لکه په کې ماشومان وو.
یوی انګلیسی مجلې The Lancetد امریکې د دویم ځل په عراق باندې د حملې په هکله د معلوماتو په ترڅ 2007ع دا خپاره کړي وو چې له ۲۰۰۳ع نه تر ۲۰۰۷ ع په عراق باندې د امریکا به حمله کې ۶۵۰۰۰۰ عراقیان وژل شوي او له ۲۰ لکو نه زیاتو عراق پرایښې او نورو هیوادونو ته مهاجر شوي. او تقریبا شل لکه عراقیان په عراق کې دننه د کورنو د ورانیدو له وجې په کیمپونو کې اوسیږي. ا اعداد او د عراق ابادي په نظر کې نیولو سره د امریکا وحشت او د انسانیت وژل د خپلو مفاداتو په مخکې ښه واضحوي. خو دافسوس خبره داده چې د امریکې ګانګرس د دې دومره عراقیانو په قیصه کې نه بلکې د خپلو درې زره امریکایی عسکرو د وژل کیدو له وجې له غمجن دی.
په عراق باندې د امریکې د حملې اثرات ډیر وخت پاتې وي. لکه څرنګه چې امریکا د استعماریت پالیسي (divide and rule) په عراق کې هم په مخ بوتله او عراقیان یې په مذهبي او نسلي ډلو وویشل. او په نتیجه کې به تباهي تر څو نسلونو غزیږي. چې ددې ټولې تباهې او انسان وژنې پړه د امریکا په غاړه ده. او ددې جنګ او بربادې اثر به یوازې په عراق نه ټوله منځنې اسیا باندې وي. چې ورسره د ایران او عرب کشاله هم تړلې ده. لیکن ددې ټول بحران کې د امریکې هدف اول خپل مفادات او بیا د اسرایلو په خلاف د عراق یو مظبوط حکومت له منځه وړل وو. چې اسرایلو ته یو خنډ وو. امریکا په دې لړ کې به عراق خپل یو لاس پوڅې او د خپل امر تابع حکومت رامنځته کړ چې د هغې په موجودګې امریکا د عراق د تیلو ذخایر په خپل ولکه کې ساتلې شي.
3: صومایله
تقریبا د دوه لسیزو نه راپه دیخوا په کورنیو جګړو کې ښکیله صومایله کې چې کله اسلام پالو یو مستقل او مستحکم حکومت رامنځته کړ.او په صومالیه کې د امن او امان یوه فضا رامنځته شوه. نو امریکې د عیسوي تورپوستو په مرسته په صومایله حمله وکړه. په اوله حمله کې یې د صومالیې تقریبا ۴۰۰ کلي ویجاړ او انسان یې په کې مړه کړل. له هغې نه وروسته تر اوسه پورې صومالیه د کورنې جګړې ښکار ده. په موګادیشو کې هم امریکې خپل لاس پوڅې دولت جوړ کړ او امریکا یې تقریبا ۳۳۰۰ کلو میتره ساحل په قبضه کې اخیستی چې په نتیجه کې به یې د صومالې غوندې مرکزي موقعیت د امریکې مفاداتو د افریقا په وچه کې فایده ناکه وي. نور بیا