دخپریدو نیټه : 2014-08-06 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
عادل سلطان (احمد شاه ابدالي)
رحمت الله پښتون
د ۸۰۰ ه کال شروع ده او تر څنګ یې د سلطان احمد شاه ابدالي د ګجرات د والي توب اته ۸ کاله پوره سول. په دغو ورځو کي یو خاص مناسب پیدا سو. د دربار غړو عرض وکړ چي د زېږېدني جشن په نهایت خوښۍ سره عطا سي – اسلامي ۸۰۰ ه کاله هم پوره سول او د سلطان د سلطنت هم ۸ کاله پوره سول. دا یو نېک فال دی. انشاءالله د سلطان په خاندان کي به هم سلطنت ۸۰۰ کاله نور جاري وي.
سلطان احمد شاه ابدالي نهایته نېک، عادل او رحیم پادشاه ؤ – دده د نېکیو څخه تاریخي صفحات ډکي دي. هغه د دغه قسم لهو ولعب څخه متنفر ؤ، لاکن د وزیرانو او امیرانو مخلصانه تقاضا څخه د یو خاص حد دپاره یې د جشن کولو اجازه ورکړه. په سلطنت کي د څراغونو رسم په زیاته کچه سره کیدی او زیاتو عوامو پکښي برخه اخیستل.
د سلطان یز زوم ؤ چي زیات ښایسته ځوان او نهایته اخلاق لرلو سربېره د شاهي خاندان رکن اعظم هم ؤ. په اتفاقي ډول یو مزدور دده د لاس څخه ومړ – کله چي سلطان ته خبر ورسېدی، نو وه یې فرمایل: اسلامي قانون کي د فقیر او امیر تر منځ فرق نسته. زما زوم کېدل د انصاف څخه نه سي بچ کېدلای. هغه ګرفتاره کړی او محکمې ته یې وسپارئ.
په محکمه کي با قاعده مقدمه شروع سول – او د شاهدانو څخه ثابته سول چي واقعي قاتل دی ؤ. قاضي د مقتول وارثان خبر کړل او د مړي په بدل کي یې قیمت ادا کړ، او ۲۲ اشرفیاني ورکړې. وارثانو د مقتول پر راضي نامې امضا وکړل. کله چي دا مسئله خلاصه سول، نو د آخري فیصلې لپاره سلطان ته وړاندي سول چي پر هغه د قاضي فیصله په لاندي شکل وه.
«حضور! د مقدمې په تحقیق او د شاهدانو په شاهدۍ سره اثبات سول چي قاتل هم دی ؤ او پر هغه د قصاص حق د شرع مطابق ضروري دی، لاکن د مقتول وارثان په قیمت د مړي راضي دي او د وارثانو په مشورې سره مو ۲۲ اشرفیاني تجویز کړلې لپاره د آخرې فیصلې ستا سر په حضور کي فوق الذکر مسئله تقدیموم.»
کله چي سلطان ټوله معامله زېر نظر کړل، نو یې وفرمایل: پدې کي شک نسته چي وارثان راضي سوي، لاکن حقیقتاً دا فیصله ډېره کمزوره ده او کامله یقین دی چي پدې کښي د زوم کېدلو تاثیر هم پروت دی. د وارثانو به دا قول وي چي زموږ په دغه عمل سره به پادشاه ممنونه سي. دوهم دا چي ددې فیصلې نتیجه دا سول چي د شاهي خاندان غړي په غریب او مسکینان مړه کوي. زه سیاستاً، انتظاماً، شرعاً او اخلاقاً ددې فیصلې خلاف یم. څرنګه چي ماته معلوم دی چي ددې څخه به زما لور هم مجروح کیږي، او هغې ته باید د کونډي نوم برداشت سي، لاکن زه د خپل اولاد او خاندان لپاره د داسي غریب ځانونه نه سم تباه کولای. ددې ټوله حالاتو او واقعاتو په نظر کولو سره پدې طرحه مناسب نه بولم چي فیصله همداسي بر کراره پاته سي. د یو شاهي خاندان د رکن لپاره ۲۲ اشرفیاني هیڅ اهمیت نه لري. یو جسم ډېر قېمتي وي که څه هم هغه د غریب دا هم وي. نو لدې وجهي دا فیصله منسوخ کوم او حکم ورکوم چي قاتل د قصاص په طریقې سره سزا ورکول سي او دا حکم هم ورکوم چي د قاتل جسم په بازار کي یوه ورځ او یوه شپه وځړول سي تر څو دولتمند ته هیڅ جرعت او امید پیدا نه سي چي د غریب په وینو بازۍ وکړي.
هر ډول راضي کولو سره پادشاه خپله فیصله منسوخ نه کړل، او سلطان خپل آخري حکم وا نه خیست. بلاخره یې قاتل د قصاص په حکم محکوم کړ