دخپریدو نیټه : 2014-08-06 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
د کندز په ولایت کی خلک له ټوپکمارو تر پوزی راغلي دي
فا تح صلاح الدین
کندز د هیواد په شمال شرق کی پروت ولایت دئ چی نیږدی شا وخوا ۱.۲ میلیونه نفوس شپږ ولسوالی او یو مرکز لری د بغلان ، تخار ، بلخ ، سمنګان له ولایتونو اود تا جکستان له هیواد سره سرحد لری یو زراعتی ولایت دئ چی پراخی کرنیزی ځمکی او ډیری اوبه لری ، ډیری وګړی یی په کرنه او ما لداری بوخت دی دوه عمده سیندونه لری چی د کندز دسیند او بل یی د چاردری دسیند پنوم یا دیږی چی له همدی دوو سیندونو څخه په کرنه کی کار اخیستل کیږی خو دامو سیند چی د ا فغا نستان او تا جکستان ګډه پوله جوړی یواځی د امام صا حب ولسوالی خړوبوی او نور کرنیز ارزښت نلری خو هر کال په زرهاوو جرییه کرنیزه ځمکه لاندی کوی او زموږ خاوره تا جکستان ته پریږدی ځکه ها غاړه ډیر پیا وړی سا حلی تحکیمات لری اوزموږ لوری ته د امو د سا حلی تحکیماتو پنوم څو کاله کیږی چی پیسی حواله کیږی خو د پار لمان د ریس په ګډون ځینی زورواکی او حکومتی چارواکی دا پیسی پخپلو شخصی بلډینګونو لګوی او داسی ویل کیږی چی د کرنی او ما لداری وزارت ځینی لوړ پوړی چار واکی هم خپله خپله ونډه تری اخلی او بیا یی دوبئ ته ا نتقا لوی .
د نفوسو له اړخه یی نیږدی ۵۲٪ پښتا نه ، ۳۰٪ ازبک او ترکمن او پا تی ۲۰٪ نور قومونه لکه تا جک ایماق او هزاره جوړوی ، د روسانو په وړاندی د جهاد په کلونوکی حزب اسلامی ، جمیعت اسلامی او اتحاد اسلامی یی مخکښ تنظیمونه وو چی کله کله به یی پخپلو منځونو کی وسله والی جګړی هم کولی خوپه ټولیز ډول یو تنظیمی انډول شتون درلود چی دی انډول یو ډول عا م خلک خوندی سا تلئ وو خو د طا لبانو له نسکورید وروسته د نوی دموکراتیک حکومت په راتګ ډیری پښتانه د طا لبانو څخه د ملا تړ پنوم ووژل بی وسلی او یا بند خونو ته وا چول شول او څو مهم پخوانی جهادی قومندا نان لکه مرزا نا صری ، ارباب هاشم خان او ځینی نور د نظار شورا لخوا د چورلکی د سقوط په پلان شوی قصدی پیښه کی ژوندی وسوځول شول او پدی توګه د کندز خلک لاس تړلی د نظار شورا بد نامه قومندان میر علم ته په لاس ورغلل خو تر ۲۰۰۶ کلونو پوری چی نوموړی قومندان دولتی دنده درلوده خلک هوسا وو خو وروسته له هغی چی خپله دنده یی له لاسه ورکړه د ما رشال فهیم په لا رښوونه یی په زرګونوغیر مسول ټوپکمار را وپنځول او ښخی کړی وسلی یی پری وویشلی
او پدی ډول یی دولس د وینو په زبیښلو پیل وکړاو په ټولنه کی یی تر ټولو نا وړه او منفور کسان چی په لسګونه بیګنا ه انسانان یی وژلی وو او د ګڼو غلاوو چور او چپاول تاریخچه یی درلوده د خپلو قومندا نانو پتوګه وټا کل اوامر یی ورته وکړ چی له ولس څخه به د عشر پنوم با ج اخلی یو څه به ده ته ورکوی او نوره به خپل وسله وال کسان پری ساتی او ځینی سیمی چی کرنیزی ځمکی پکی زیا تی وی لکه قچی کوبه ایی یی د قومندان نظام پنا مه یوه کس ته وسپارلی او عشر یی ورته په ټیکه ورکړ او هم یی د ولس د سر ، مال او نا موس برخلیک ورکړ تر څو څه چی کولای شی پری ویی کړی د ا قتاش د سوجانو ، تای جری ، ابراهیم خیلو ، دروازه کن او ایشا نانو واک یی د قدیرک او عبدالحکیم پنا مه غلو او لوفرانو ته ورکړنو هما غه وو چی دوه کاله وړاندی همدی غلو نیږدی ۱۵ کسه ځوانان د لوی کنم په کلی کی پدی نوم چی پښتا نه دی او پښتا نه د طا لبانو ملا تړی دی په ډله ایز ه توګه په شها دت ورسول او څو کسه چی ښځی او ما شومان هم پکی ووکورونو ته ور ننوتل او ټپیان یی کړل فهیم دغه غله او قا تلین په چورلکو کی کا بل ته یوړل اوڅو میاشتی یی له ځا نه سره وسا تل او تر اوسه پوری آزاد ګریوان کرځی اود ارګ لخوا یی ملا تړ همداسی دوام لری ، د کندز مرکز پوری اړونده دلوی کنم وړوکی کنم اندیجانی دیو جر ددرګل خان کلی او د وکیل سید امیر د سوجانو کلی واګی یی د فیضک پنا مه یو ه بل غله ته وسپارلی چی له بزګرو څخه یی همدا سږکال دوه ځلی عشرونه ټول کړ ل او شپه او ورځ یی د غلو او ډاکو بازار ګرم کړیدی چی همدا دوه هفتی وړاندی یی د اندیجا نیو په کلی کی دوه واړه ما شومان په مرمیو وویشتل چی یوه یی ځا ی په ځای ساه ورکړه او بل یی ټپی دی او دری کا له وړاندی د همدی فیضک ټوپکمارو دری کسان چی یو یی د جومات امام وو او دوه کسه نوره چی د لعل محمد او علی محمد پنوم یا دیدل او وروڼه وو د الیکاه په کلی کی په رڼا ورځ دټولو خلکو په وړاندی په جنازه کی په شها دت ورسول او همدا قا تلین بیا د قومندان میرعلم لخوا له هر ډول قا نونی کړنو څخه د ما رشال فهیم په ملا تړ وسا تل شول او تر نن ورځی ازاده تڼئ ګرځی ، په همدی توګه یی نور په لسګونو واړه قومندا نان شتون لری چی د کندز خلک تری تر پوزی را غلی دی او په کلو کی د همدی ټوپکمارو له ویری په سلها وو جریبه کرنیزه ځمکه شنډه شویده ځکه د شپی لخوا د اوبو لګولو لپاره څوک له کورونو نشی وتلئ او هم د سربند پنامه له خلکو څخه ډیر با ج اخلی چی ددی کلو ډیرئ وګړي او کورنی له خپلو سیمو وتلو ته اړشوی دی .
د کندز په ښار کی په لسګونو وسله والی ډلی د همدی میر علم لخوا په کار بوختی دی چی په ښار کی وسله والی ډاکی تښتونی او اجرتی وژنی کوی او ددی ډلو په سرکی د زکریا پنجشیری پنوم یو غل ګومارل شویدئ له بده مرغه د نظار شورا خپل دغه قا تلین او اوبا شان د خپلو موخو لپاره کاروی او د ملی ا منیت ریا ست د ولایت مقام او د امنیه قومندان چی د همدی ډلی پوری تړلی شخص دی پدی ټولو جنا یا تو با ندی کره ا سنا د لری خو دا چی اوس همدا کسان د عبدالله قا نونی بسم الله او نورو زورواکو لخوا سا تل کیږ ی او هیڅوک جرات نشی کولای تر څویی قا نونی ادارو ته وسپاری .
همدارنګه د همدی میر علم قومندان لخوا په خان آباد ، علی آباد او چهار دری ولسوالیو کی په زرګونه وسله وال ټوپکماران ګومارل شویدی چی ښه بیلګه یی څو ورځی وړاندی د همدی ټوپکمارو لخواپه خان آباد ولسوالئ کی د یوی کورنئ د څو غړو ډله ایزه وژنه وه چی په مطبوعا تو کی به ټولو هیوادوالو لوستی وی چی دا یی یواځی یوه کوچنئ بیلګه وه هره ورځ بیګناه انسا نان د همدی قومندان میر علم د ترورستانو لخوا په شها دت رسیږی چی زیات خلک یی له ویری او تهدید څخه نشی کولای چی محلی حکومت ته عا رض شی اویا ستونزه مطبو عا تی کړی ځکه له یوی خوا د کندز ولایت ټول محلی چارواکی د والی او د ملی امنیت د ریس په ګډون د ارګ د لومړی مرستیال په سپارښتنه دا جرات نشی کولای تر څو ددوی همدا غله ، قا تلین او داړه ماران عدلی او قضا یی اورګا نونو ته د تعقیب لپاره ورو پیژنی چی له بده مرغه د کندز ولایت د ا منیی قومندان هم د نظار د شورای غړئ دئ او پخپله همدا امنیه قومندان د خان آباد په چهار سری او ځینو نورو سیمو کی د اندرابیانوغیر مسولی ټوپکماری ملیشی لری چی له خلیل اندرابی ( پخوانی امنیه قومندان) څخه ورته په میراث پا تی دي ځکه اوسنئ د امنیه قومندان هم د اندراب اوسیدونکئ او په بغلان ولایت کی په یوی ټوپکماری کورنئ پوری تړاو لری چی یو ورور یی په پارلما ن کی د بغلان وکا لت کوی یو ورور یی د رسول محسنی پنوم چی د بغلان د ولایتی شورای ریس وو دوه کاله پخوا په چاو دنه کی ووژل شو چی د بغلان ولایت له مشهورو ټوپکمارانو شمیرل کیده .
له بده مرغه نه یواځی دا چی قومندان میرعلم یو غل او داړه مار دئ بلکه یو متعصب شخص هم دئ او ډیر وخت کیږی چی د نورو قومونو مخور او متنفذین چی دده اوامروته غاړه کښینږدی ترور کوی او ددی لپاره یی ځا نګړی ډلی جوړی کړیدی او هر مهال چی وغواړی په ډیره اسانئ خپل هدف لمنځه وړی چی زما سر ه د دوی په لاس د ترور شویو کسانو یو لوی نوملړ شتون لری خو ددی لپاره یی دلته نومونه نه اخلم چی مهال ورته منا سب نه وینم دا هغه ترخه حقا یق دي چی د کندز نجیب ولس تر هری ښځی ، سپین ږیری او ما شوم پوری پری پوهیږی او د لمر په څیر ټولو ته جوته ده خو د خپل ژوند د ژغورلو لپاره د هیچا له ستونی آواز نه خیژی ځکه دا کسان مستقیماْ د ارګ لخوا سا تل کیږی .
د ټا کنو په دویم پړاو لا نجو کی د میر علم وسله والو کسانو د کندز ولایت څلورګونه حوزی محا صره کړی وی او غوښتل یی چی د اړتیا په مهال د کندز ښار ته پخپله ګټه سقوط ورکړی تر څو په رسمی توګه پکی خپل موازی حکومت اعلان کړی ځکه په حقیقت کی د کندز واک له همدوی سره دی او دولت تش پنا مه شتون لری.
په پای کی می له اوسنئ او راتلونکی ریس جمهورڅخه هیله داده چی په کندز ولایت کی د ټوپکمارو پنوم دی انسانی وبا ته د پای ټکئ کیږدی او نور دی د کندز په مظلوم ولس زړه وسوځوی او د خپلو ایتلا فیونو د خوشحا لولو لپاره دی ددی مظلوم ولس بر خلیک دوی ته نه سپاری کنه یوه ورځ به د ولس د زغم دغه جام لبریز شی چی پایله به یی خدای مکړه بیا ډیره ویرونکی انسا نی فا جعه وزیږوی ځکه هغه متل دئ چی وایی ٫٫ چی په تنګ سو نو په جنګ سو،، .