دخپریدو نیټه : 2014-08-06 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
(دموکراسی) ولسواکی که وسیله
لومړئ برخه
ډا کټر حا مد
ددموکراسی په هکله څه چی د یوه ا صل پتوګه منل شوی او یا منل کیږی هغه ولسواکی ده خو که جزیات تر څیړنی لاندی ونیسوهر هیواد او یا هره ټولنه پخپل آند دموکراسی ته یو روڼ تعریف لری او د خپلو ټولنیزو اړتیا وو او فرهنګ تر سیوری لاندی دموکراتیک اصول او لاری ټاکی ، د بیلګی پتوګه که د نړی تر ټولو ستره دموکراسی یا هندوستان دنړی دد موکراسی له ستر مد عی یا د امریکا له متحده ایالاتو سره پرتله کړو نو ډیر زیات توپیرونه به مو تر سترګو شی ځکه ددواړو بیلګوتر منځ ژور ټولنیز ، فرهنګی ، ا قتصادی او مذهبی توپیرونه شتون لری او همدا توپیرونه دي چی دموکراسی ته بیل بیل رنګونه ورکوی او تر خپل ژور اغیز لاندی یی راولی خو زموږ موخه لدی څیړنی څخه دد موکرا تیکو اصولو څیړنه او پرتله کول دی چی څنګه یو شمیر دولتونه د موکراتیک اصول د ځان په ګټه کاروی اویا که په زغرده واویو د موکراسی د خپلو ګټو د تر لاسه کولو لپاره یو ه وسیله ګرځوی زما په اند که همداسی دوام ومومی نو دموکراسی به خپل ارزښت له لاسه ورکړی اودیوه ا غیزمن ولسواک نظام تر سرلیک لاندی به یی څوک منلو ته تیار نه وی په ځانګړی ډول د دریمی نړی او نوی له جګړو وتلی هیوادونه ځکه په بنسټیزو حقوقو کی ټول انسانان سره برابردي او توپیر نه منونکئ دی .
دموکراسی دری بنسټیز اصول لری چی عبارت دی له :
۱: ټا کنی یا انتخا بات : دو لسواکی تر ټولو مهم اصل ټا کنی دي چی دا ټا کنی به عمومی ، سر تا سری ، رڼی ، عا دلانه ، پټی او په ځینو حا لاتو او هیوادونو کی کیدای شی چی په ښکاره ډول تر سره شی یعنی هغه څوک چی شرا یط یی پوره کړی وی او وغواړی چی ګډون وکړی دا حق ورکړل شویدی تر څو په هغه چا چی د هیواد د مشرتابه اویا د وکالت لپاره وړکس وی باور وکړی او ویی ټا کی او هیڅوک که هغه دولتی چارواکئ او یا نوماند وی نشی کولای څوک په زور اویا زر وهڅوی چی په ټا کنو کی برخه واخلی ځکه دا د هما غه شخص فطری او مدنی حق دئ که هغه په هر حا لت کی وی روغ او یا رنځور وی ، پخپل هیواد او یا بل هیواد کی ژوند کوی متهم او یا مجرم وی ، په کور اویا په بند خونه کی وی با ید دا حق یی تا مین شی او البته په ټا کنو کی د ټولو خلکو رایه مساوی ده بډایینه او یا دولتی پست کوم امتیاز نلری هروړ کس دیوی رایی حق لری اوبس .
لکه څنګه چی واک د ولس ملکیت دئ نه د یوه کس پدی معنی هغه څوک چی د جمهور ریس پتوګه د خلکو لخوا وټاکل شی هغه پخپل سر بیله دی چی منل شوی قانون ورته اجازه نه وی ور کړی هیڅ کړنی د قا نونی چلند پنوم نشی توجیه کولای اوکړنی به یی کوم قا نونی ارزښت ونلری او که د ولسی ګټو پر ضد عمل تر سره کړی دا بیا د یکتا تور ی ګڼل کیږی نه ولسواکی .
د هری رایی پا ڼی سر ه به د یوه ملی اما نت پتوګه چلند کیږی او هیڅ اړوند جوړښت او یا فرد نشی کولای چی بیله قا نونی نیګړتیاوو د چا دا حق با طل وګڼی او په مختلفو نومونو او بها نو یی له شمیره وبا سی چی دا د ټا کنو یو کلی یا ټولیز اصل دئ نو په همدی توګه هغه نوماند چی ټا کنی ګټی هغه به د جمهور ریس او یا په صدارتی نظام کی د صدر ا عظم پتوګه لوړه کوی او با یلونکئ نوما ند به په ورین تندی دا پا یله منی او د سیاسی اپوزیشن پتوګه به د ولس د ښیکړی لپاره د دولت چا ل چلند د قا نو ن په دایر ه کی تر څار لاندی نیسی اوکه کوم اعتراض ولری اړوندو قا نونی جوړښتونو ته به یی رسوی او دا جوړښتونه بیا مکلف دی چی اعتراضونه په عا دلانه ډول وڅیړی او پایله یی ولس ته وړاندی کړی .
خو څرنګه چی د ننئ نړئ ولسونه د بل هر وخت په پرتله یو له بل سره نیږدی اړیکی لری او یو له بل څخه اغیزمن کیدای شی نو ددی لپاره د لا نوری ښی روڼتیا په موخه نړیوال نظارت یا څار هم د ټا کنو په مهال اوهم درای پا ڼو دشمیرلو په مهال د ټولټاکنو د روڼتیا لپاره د یوه اصل پتوګه منل شویدئ خو د ټا کنو یو شمیر اجرایوی کړنلاری او طرزالعملونه بیا د هری ټولنی د فرهنګی ، ټولنیز ، امنیتی ، ا قتصادی او حتی مذهبی ا صلونو او ځانګړتیا وو په پا م کی نیولو سره ټا کل کیږی خو د ټا کنو پورته یاد شوی بنسټیز اصول بیا ددی شرایطو تا بع ندی او د نړی په هره ټولنه کی یو شان ا رزښت لری .
که د ا فغا نستا ن په وروستنیو ټولټا کنو با ندی ځغلند نظر وا چوو نو څرګنده ده چی یو نوماند دا ټول اصول تر پښو لاندی کوی او ددی لپاره چی پایلی پخپله ګټه وڅرخوی نیږدی له څلورو میا شتو زیات وخت کیږی چی ټول ولس یی یرغمل او په یوه بی برخلیکه حالت کی یی سا تلئ اوبیت الما ل یی په میلیاردونو افغانی زیا نمن کړیدی نه قا نونی بسټونه منی او نه هم قا نون خوله بده مرغه نړیوال ولسواکی مدعیان او د هیواد په کړکیچ کی ښکیلو بهرنیا نو د ملګرو ملتونو په ګډون د څار اومشوری له برید څخه چی ما یی مخکی یادونه وکړه د لاسوهنی تر کچی خپل لاسونه را اوږده کړل او په لوی لاس یی دا ملی پروسه د بحران خواته روانه کړه پرله پسی یی یوه نوماند ته امتیا زات ورکړل او منل شوی افغانی کړنلاری یی د اروپا یی او یا امریکا یی کړنلارو قربا نی کړی او پدی ډول یی ددی جغرا فیی د ټولومنل شویو ا صلونو سره چی ددی ټولنی ټول ارزښتونه پکی نغښتی وو یوه لویه جفا وکړه ددی په ځا ی یی با ید دغه راڼه اصول پیا وړی کړی وائ ځکه زموږ د ټولنی همدا رښتونی حقا یق دي خو که ځواب یی دا وی چی هغه هیوادونه چی نوی د موکراسی تجربه کوی دا ستونزی پکی عا دی دي نو زما په اند دا به عا دلانه ځوا ب نه بلکه یوه بله تیرایستنه وی دلیل یی دا دی چی په دری ګونو دورو ریاست جمهوری ټاکنو کی ستونزی وار په وار زیا تیدی که د لومړئ دوری هغه له نورو سره پرتله کړو نو یوروښا نه ځواب به تر لاسه کړو او هغه دا چی نړیواله ټولنه هم قا نون ما تونکو او قا نون نه منونکو ته یو ډول امتیاز ورکوی او په امتیاز اخیستنه یی عا دت کړیدی یا په بله اصطلاح د ددی قا نون نه منونکو ډلوپروړاندی یی ولسی اراده او ولسواکی قربانی کړیده دا چی نړیواله ټولنه د هغوی په وجود کی خپلی ګټی وینی دا جدا سوال دی او ډیراوږد ځواب او د قیقه څیړنه غواړی چی زما ددی لیکنی موضوع هم نده خو په هر صورت په هغو ټولنو کی چی زموږ پشا ن نوی ولسواکی تجربه کوی د ا ډول د قا نون ا ود ولسی ارادو قربانی به د ولسواکی په وړاندی خلک یو ډول بی با وره کړی ځکه یو زیات شمیر هیوادوال پدی اند دی چی موږ بی وخته دموکراسی تجربه کوو او لږ تر لږه موږ باید له ۱۵ – ۲۰ کلونویو کلک قا نون پلئ کونکئ دولت درلودای تر څویی وسله وال بی وسلی کړی او نا مسوله وسله والی ډ لی یی لمنځه وړی او سر کښ سرونه یی د قا نون په وړاندی ټیټ کړی او د بشری حقوقو ما تونکی او جنګی مجرمین یی د قا نون منګولوته سپارلی وای نو هله به دموکراسی یوه اغیزمنه پا یله لرلی وای خو له بده مرغه د نړیوالی ټولنی زیا تیدونکی امتیازات او ددی ډلی زیا تیدونکی غوښتنی ولس له یو ډول نا هیلئ او په ولسواکو پروسو یی له بی با ورئ سره مخ کړیدئ او ولس فکر کوی چی دا امتیاز ورکونه او غوښتنی نه خلا صیدونکی او لا یتنا هی کچی ته رسیدونکی دي چه بد بختانه ددی دروند قیمت به همدا در په دره ولس ورکوی له بده مرغه د ولسواکی دا پلورنه یواځی زموږ په هیواد کی نه بلکه زموږ پشان په سوونو میلیونه ا نسا نان په نړی کی د ولسواکی پدی زرینه چاړه حلا لیږی او د ولسواکی تر دی خواږه شعار لاندی د مریانو په څیر پلورل کیږی چی دا کاروبار د ولسواکی د لویو مد عیا نو لخوا تر سره کیږی یعنی که روښانه یی ووایود نړی ځواکمنو هیوادونو د دموکراسی پنوم بی وسه او بی وزلی هیوادونه پخپل ا نحصار کی سا تلی دی یواځی د ګوتو په شمیر کسان امتیاز اخلی او پا تی نور ولسونه د بټی د خا شا کو په څیر ددموکراسی د پخولو پنوم سوځول کیږی .
یا دښت : د همدی سرلیک په دویمه برخه کی به د ولسواکی په دوه نورو اصلونو او اغیز یی په بی وزله ټولنو خبری وکړو لوستل یی مه هیروئ .