د ناروغۍ تشخیض د درملنی لومړی شرط دی . هره ناروغی ځانته د تشخیض خپلی لاری او متودونه لری . د ناروغی ټولنی علاج هم خپله درملنه لری . ټولنپوهان او سیاستوال هغه کسان دی چی باید د هر ډول اقدام وړاندی د ټولنی نبض و ګوری او د ناروغۍ ریښی یی پیدا کړی . لکه د هر وکړی ارګانیزم چی ځانته چی د ناروغیو په وړاندی د مقاومت خپلی ځانګړتیاوی لری ، همداسی هره ټولنه هم د ټولنیزو ناخوالو په وړاندی د اغیزمن کیدو بیلابیلی کچی لری . د پرمختللو ټولنو د اغیزمن کیدو کچه د دودیزو ټولنو سره توپیر لری .
زما را یادی چی څو کاله مخکی د روسیی دغه اوسنی اولسمشر ، پوتین کله چی د خپلی واکمنی په لومړی دوره کی وو ، یوه ورځ یی د موضوع سره په تړاو په افغانستان کی د امریکایی ائتلاف د قواوو دشتون په اړوند وویل : « . . . . لکه څنګه چی پر افغانانو باندی په زور سره چا سوسیالیزم و نه شو تپلای ، همداسی به څوک و نه کړای شی چی خپله را وارده کړی دموکراسی ور باندی و تپی » . البته پوتین پدی خبره سره غوښته چی د سره اردو جنایتونو ته د اوړو پزه جوړی کړی او داسی وښئی چی ګواکی یوازی روسان ندی چی په افغانستان کی یی ماته خوړلی ده . د پوتین لدی موخی نه که تیر شو ، دده د لوړو څرګندونو څخه دا په ډاګه کیږی چی هره ټولنه خپلی ځانګړتیاوی لری او ددغو ځانکړتیاوو په پام کی نیولوسره د ټولنیزو پدیدو په وړاندی غبرګونونه ښئی .
دموکراسی هم یوه له هغو ټولنیزو پدیدو څخه ده چی د فرمان له مخی نافذه کیدلای شی مګر قبلیدلای نشی . دا پدیده له بلی هری پدیدی نه زیات د ټولنی د عینی او ذهنی شرایطو سره تړلی ده . البته شک نسته چی زموږ ټولنه هم دموکراسئ ته عینی اړتیا لری مګر ددغی ټولنی د پرمختګ اوسنی پړاو لا تر اوسه پوری ددغی پدیدی د بنسټیز کیدو د پاره اماده شوی ذهنی شرایط برابر کړی ندی .
ددی خبری د ثبوت د پاره کیدلای شی همدغه د اولسمشری اوسنی ټولټاکنی ښه بیګه و ګڼل شی . که ازاد ټاکنیز سیسټم د دموکراسی بنسټ بولو او که د نوموړو ټولټاکنو د پاره د دموکراتیک اساسی قانون شتون ، د ټاکنو د دموکراتیک قانون شتون ، د ټاکنیزو دموکراتیکو کمیسیونونو شتون لکه د انتخاباتو کمیسیون او په انتخاباتو کی د سرغړونو د څیړلو د کمیسیون شتون ، اړونده بودجه او نور مالی او تخنیکی لاسرسی ددی کار د ښه پر مخ بیولو د پاره اماده شوی عینی شرایط و ګڼو ، بیا نو د نوماندانو د ټیمونو ، د کمیسیونونو د کارکونکو ، د رایه ورکونکو او بیلابیلو مدنی ټولنو ( کورنی او بهرنی ) د غړو کړوړه په پام کی ونیسو ، داسی ښکاری د عینی شرایطو په خلاف ذهنی شرایط لا تر اوسه د هغه څه نه ډیر واټن لری چی د دموکراسئ اړین توکی یی بللای شو . ددی خبری مانا داده چی دموکراسی لا تر اوسه پوری زموږ په ټولنه کی نه یوازی د بی خبرو پرګنو د پاره بلکه د روڼ اندو او سیاسی نخبه ګانو د پاره هم د شعار په بڼه کی پاته ده . هری ډلی ته دموکراسی تر هغه ځایه د منلو وړ ده چی د دوی ګټی یی د لاری تضمین شی او هغه چی دوی یی غواړی ، ددوی حق یی وګڼی .
ددغو اوسنی ټولټاکنو د کړکیچ اصلی زڼی چی اولس یی تر سږمو راوستی او پر خپلو ورکړو رایو باندی یی پښیمانه کړیدی ، همدغه موضوع ده او بس . ډاکتر صاحب عبدالله چی د ټاکنو په لومړی پړاو کی یی زیاتی رایی په برخه شوی وی ، که څه هم پدی باندی خفه وو چی ۵۰ جمع یو یی ندی پوره کړی ، خو هر څه یی دموکراتیک بلل او د ټاکنیزو کمیسیونونو ټول کړه وړه ورته قانونی او دمراتیک ښکاریده . د دویم پړاو د ورځی په مازدیګر یی هم د رایو تیر شوی جریان د دموکراسئ د اصولو سره برابر و ګاڼه او هر څه یی وستایل . خو کله چی یی ماښام د خپلو استازو څخه د تلیفون د لاری د محلونو نتیجی تر لاسه کړی ، په دا بله ورځ یی دواړو کمیسیونو ته بدرد وویل ، هغوی یی خاینان وبلل او خپلی اړیکی یی ور سره پری کړی . وروسته یی د موازی حکومت تر اعلان پوری په تهدیدونو لاس پوری کړ .
د اوباما تلیفونی خبرو او د جان کیری راتګ پر ډاکتر اشرف غنی باندی دا وتپل چی ده ته به د اجرائیه رئیس پست ورکوی او د ( ملی یووالی حکومت ) به ورسره جوړوی . ددی دپاره چی د خلګو په سترګو کی خاوری واچولی شی ، دټولو رایو بیا شمیرل یی د رایو د پاکولو په موخه بهانه و ګرځول . داچی وخت کم وو ، جان کیری اطریش ته روان وو او پدی هکله د جزئیاتو په لیکلی موافقه بریالی نه شوه ، نو د هری ډلی استازو به په رسنیو کی ضد او نقیضی څرګندونی کولی . کله چی عبدالله له اشرف غنی نه ددغی خبری د جزئیاتو په اړه د تړون د لاسلیک کولو غوښتنه وکړه او هغه دا کار په یوه بله یا پلمه د رایو د پایلو تر اعلان پوری ځنډاوه ،عبدالله په خبره شو او د رایو دبیا شمیرلو د پروسی د ځنډولو غوښتنه یی یو په بل پسی کول اوعلت به یی د بیا شمیرلو په معیارونو کی نیمګړتیا په ګوته کول . پدی توګه د بیا شمیرنی بهیر پنځه ځلی د اوږدو او لنډو خنډونو سره مخامخ شو .
زما په اند پدی ټوله موده کی د معیارونو او لایحو خبره یوازی د دیګ سرپوښ وو . هغه څه چی تر ټولو مهم زڼی ښکاری هغه د دیګ د منځ توکی دی . دا توکی د ( ملی یووالی حکومت ) پنامه یو ائتلاف دی . دغه مبهمه پدیده بیا چی داګړی هیڅ حقوقی بنسټ او د حالاتو سره تړلی مناسب تعریف هم نلری ، د درو برخو څخه جوړه شوی ده :
۱ ـ ملی توب ،
۲ ـ یووالی ،
۳ - حکومت .
د نوموړی ټیم دخبرو څخه په ډاګه مالومیږی چی د اصلاحاتو او همګرایی ډلی ته لومړی دوی برخی ( ملی توب او یووالی ) اصلا د یوه غیران ارزښت هم نلری . دوی ته یوازی دریمه برخه ( حکومت ) مهمه دی . د اجرائیه پست ریاست چی په اریانا تلویزیون کی د ښاغلی فضل احمد معنوی د څرګندونو سره سم په نیغه د صدارت مانا ورکوی ، زه یی د اساسی قانون سره په نیغه په ټکر کی بولم . د اوباما په سپارښت د جان کیری تر مشرتابه لاندی تړون دوی برخی درلودی :
۱ – سیاسی برخه : دا برخه د تړون اصلی منځپانګه جوړوی . دلته د اجرائیه پست ( صدارتی مقام ) د لاری په حکومت کی د ډاکتر صاحب عبدالله ونډه تضمینول دی .
۲ – تخنیکی برخه : دا برخه ظاهری بڼه لری چی د رایو پاکولو په موخه د ټولو رایو بیا شمیرل دی . د همدی کبله ده چی هر وخت د سیاسی برخی په جزئیاتو کی ستونزی پیدا سی ، سمدستی یی تخنیکی برخه تر اغیز لاندی راځی او د بیا شمیرلو پروسه د خنډ سره مخامخ شی .
د اصلاحاتو او همګرایی د ټیم پدغسی کار سره ماته د خپل ماشوم ژوی کیسه را یاده شی : کله چی یی د آیسکریم لپاره پیسی غوښتی وی او مور یی نه وی ور کړی ، نو د ډوډۍ خوړلو پر وخت میز ته شا ور وګرځوی ، تندی یی تریو نیولی وی ، سترګی موږی او مور ته وایی زه ډوډۍ نخورم ، تا ولی ماته د آیسکریم د پاره پیسی رانکړی . داچی بچیان پر مور ګران وی او وږی یی لیدلای نشی ، نو سمدستی پیسی ورکړی او یا یی د ورکولو په وعده باندی ارام کړی څو د ډوډۍ خوړلو میز ته بیرته مخ را واړوی .
پدی کی شک نشته چی د امریکا تر فشار لاندی به ډاکتر عبدالله په یوه یا بل شکل د نوی جوړیدونکی حکومت یوه برخه وګرځی ، خو لوستونکی دی دلته زما څو لاندی خبری په یاد ولری :
۱ ـ په دودیزه ټولنه کی لویدیزه دموکراسی په اسانۍ سره خپل اړین ځای په لنډ وخت کی تر لاسه کولای نشی .
۲ – پدغسی ټولنو کی اولسمشر د اساسی قانون ساتونکی ندی بلکه خپل ځان ور باندی ساتی .
۳ – د ډاکتر صاحبانو ، عبدالله او اشرف غنی تر منځ به د ( ملی وحدت ) تش پنامه حکومت د هیواد د ټیکاو لامل و نه ګرځی بلکه تل به د ناندریو سره مخامخ وی او د بی ثباتۍ ستنه به جوړه کړی .
۴ ـ سال خوش از بها رش پیدا است . دا غړکه سر د اوسه څیری مالومیږی او په ګنډلو به یی د ډاکتر اشرف غنی او ټول اولس ګوتی تڼاکی شی .
۵ – خدای دی وکړی چی زما دغه وړاندوینی رښتیا نه شی .
پای . ۵ / ۸ / ۲۰۱۴