دخپریدو نیټه : 2014-08-09 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
بله تاریخی تیروتنه وشوه!
خبره له شف شف راووتله او معلومه شوه چی ډاکټر اشرف غنی او عبدالله د ملی وحدت په نوم تړون لاسلیک کړ پداسی حال کی چی ټول جزیات یی لا تر اوسه میډیا ته ندی راوتی خو جان کری د امریکا د بهرنیو چارو وزیر چی د دواړو رقیبانو (اشرف غنی، عبدالله) تر منځ د نوموړی تړون په لاسلیک کولو کی منځ غاړی وو ویلی دی چی په اجرایی پوست باندی د افغانستان د اساسی قانون په رڼا کی هوکړه شوی ده.
زما په ګمان باید د ډاکټر اشرف غنی او عبدالله تر منځ دا تاریخی تیروتنه نه وای شوی، دا تړون نه وای لاسلیک شوی اوګډ یا ایتلافی حکومت نه وای جوړ شوی دا ځکه چی:
اول دا چی افغانان د جګړی او جګړه مارانو ورپسی د رشوت او رشوتخورانو همدارنګه د بی کفایته دولت او سیاستمدرانو له له لوری بی حده ډیر ستړی شوی وو نو یو لوی خطر یی په عاړه واخیست او د رایو مرکزونو ته یی ځانونه ورسول او خپلی رایی یی ورکړی پدی خاطر چی په ټول هیواد او ورپسی په شخصی ژوند کی یی بدلون راشی او یو داسی مشر وټاکی تر څو همدغه یادو شویو ناخوالو ته د پای ټکی کیږدی او ارمانونه یی پوره شی. خو د ایتلافی حکومت په جوړیدلو سره یی فکر کوم چی دا ارمان پوره نه شی.
دوهم دا چی افغانانو د ولسواکۍ پر لوری لومړۍ قدم اوچت کړی وو او په ډیرو سختو شرایطو کی یی لکه چی پورته یی یادونه وشوه د سر په بیه خپلی رایی ورکړی وی بی نتجی شوی.دا ځکه چی ایتلافی حکومت یی ټولی ارزوګانی د خاورو سره خاوری کوی، کله چی ګډ حکومت جوړیږی بیا نو د ولس رای څه معنی لری؟ نو ویلی شو چی د ګډ یا ایتلافی حکومت جوړیدل به د ولس زړونه د ټاکنو تور کړی او په راتلونکی کی به هیڅوک هم نه په ټاکنو باور لری او نه په سیاستمدرانو، نو ویلی شو چی د ایتلافی حکومت جوړیدل پر ولسواکۍ یو لوی ګذار دی چی عاملین یی ولسونه نه بلکی سیاستمداران دی او دا سیاستمدران دی چی ولسواکی په نطفه کی خنثا کوی او دا کار باید نه وای شوی.
دریم دا چی دا نوی ګډ یا ایتلافی حکومت د افغانانو په خوښه نه بلکی د امریکا یو بل نوی ماډل دی چی جوړیږی او ګرانه به وی چی نتجه ورکړی، دا ځکه چی جان کری په حکومت کی د یوه نوی پوست چی اجرایی پوست نومیږی یادونه کړی ده او دا یی هم ویلی دی چی دا پوست د افغانستان له اساسی قانون سره په ټکر کی ندی پدای حال کی چی د افغانستان په اساسی قانونو کی داسی څه وجود نه لری، چی ایجادیږی. د دغه نوی پوست رامنځ ته کول پدی خاطر امریکایان عواړی ترڅو د ولسمشر صلاحیتونه تقسیم کړی او دا هم پدی خاطر چی د ولسمشر لپاره یو سردرد پیدا کړی او په حکومت کی د نظر یوالی شتون ونه لری تر څو امریکایان د بی اتفاقی په نتجه کی چی د ولسمشر او دغه نوی اجرایوی ریس تر منځ به یی رامنځ ته کوی او دی ته به لاره همواروی چی خپلی اجنډاوی په اسانه سره پلی کړی چی دا یی لا تر ټولو خطرناکه خبره ده.
بل خوا که موږ دا ومنو چی افغانان او افغانستان له ولسواکۍ او د ولس په خوښه د جوړ شوي حکومت څخه لا ډیر واټن لری او لا باید پدی خاطر سازشونه وشی، دا ځکه چی د ولس لاسونه او پښی د جګړه مارانو او زورواکانو له خوا تړل شوی دی،خلک نه شی کولی چی خپله خوښه وکاروی او یو منتخب حکومت وټاکی ولی برعکس دی ته عاړه کیږدی چی ایتلافی یا ګډ حکومت ومنی نو دا نوی حکومت چی جوړیږی باید د دوو اشخاصواو یا دوو ټیمونو (ډاکټر اشرف غنی او عبدالله ټیمونو ) تر سرحده پوری نه وی محدود او بیا د بون تجروبی تکرار نه شی په افغانستان کی نور زورور هم شته او که هغوی ته ونډه ورنکړل شی نو جګړه به کله هم ختمه نه شی چی طالبان او حزب اسلامی حکمتیار یی د مثال په ډول یادولای شو.
مننه
ډاکټر ګل مرجان منګل
2014/۹/اګست