دخپریدو نیټه : 2014-08-10 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
ایرانیانو په کندهار کي یو تاریخي مسجد ونړاوه !
هادي
د کندهار په تاریخي ښآر کي د احمدشا ابدالي د وخت یو دوپړیزه مسجد دایراني لاسپوڅو لخوا له بیخه وکښل سو ، دغه مسجد چي د دسدوزو په تاریخي او نامتو کوڅه کي ئې موقعیت درلود د ملاشال مسجد په نوم مشهوره وچي په کندهار کي د بخارائې سبک له مشهورو ودانیو څخه یو هغه و چي دستر امپراتور اعليحضرت احمدشا ابدالي په عصر کي د سمرقند او بخارا د انجینرانو لخوا په دوه پوړه کي ودان سوی و .
ددغه مسجد تر شا څو تاریخي کورونه هم د همدې مسجد سره له بیخه کښل سوي دي .
هغه کس چي دغه مسجد او کورونه ئې نړولي دي نجیب الله سروري نومیږي چي د کندهار د شیعه ګانو څخه دی چي له ایرانه ئې نا معلومه شتمني کندهار ته راوړی ده او اوس غواړي د مسجد پر ځای یو تجارتي مارکیټ جوړ کي او مسجد د مارکیټ پرسر په دوه دوکانه ساحه کي ابادکړي !!!! .
نوموړي یاد کورونو د مرحوم حاجي محمدشاه خان کشمیري له زامنو په دې ورستیو کي رانیولې وه جالبه داده چی د زاړه کورونو مالکینوهر یو کمال شا کشمیري او احمدشا کشمیري د مسجد ودانۍ هم پر خرڅه کړی ده ، ځکه چی د مارکیټ دروازه د مسجد پر منځ برابره وه د الله په کور باندي په تجارت ئې د کورونو مځکي لوړ قیمت پیداکړی وو .
په اسلامي او افغاني دود چي کمه مځکه د الله پاک د کور لپاره وقف سي هغه بیا هیڅ څوک خرڅولای او رانیولای نسي !
خو د افغانستان د نافذه قوانینو له مخي د تاریخي ابداتو خرڅول او ورانول یو لوی جرم دی چي د تاریخي ابداتو د قانون لمخي باید خرڅونکی او ورانونکی دواړه ۱۸ – ۱۸ کاله په بند محکوم سي .
تر ټولو جالبه ئې دغه ده چي ددغه مسجد مځکه د کندهار د املاکي نرخونو برخلاف د نجیب الله سروري لخوا متر په ۵۰۰ امریکائې ډالره رانیول سوی دی . چي د نوموړي د شوم اهدافو ښکارندوئې کوي .
دشرم خبره خو دغه ده \ي دغه تاریخي مسجد د کندهار د بې کفایته ادارې تر سترګو لاندي نړول سوي دی چي د کندهار ښآروال او د ښاروال مرستیال دواړو د مسجد پرځای د مارکیټ جوړولو غیري قانوني امر ورکړي دي .
د کندهار شرابي ښاروال قاضي عمر اود اطلاعاتو او کلتور د شرابي ریس دواخان مینه پال څخه د دغسي یو غیري اسلامي عمل ها خوا د بل څه شي تمه کیدای سي ؟
د کندهار رسنۍ او کندهاریان باید ددغسي تاریخي ورانیو مخي ته ودریږي او پرنږدي چي په تاریخي ابداتو ئې پردي خاوري واړوي .