مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-08-12   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

(روکيان) د شيطانانو او پرېښتو تر منځ‎

نورالله غازي يار‎


روکيان د اريوب ځاځيو ولسوالۍ يوه داسې سيمه ده، چې په دې تېرو لسو کلونو کې له سختو مصيبتونو، دردونو، غمونو اومرګونو له لاسه، دژوند تر ټولو سختې شېبې تېروي، دغه سيمه د طالبانو(!) په يو ډول خطرناک او وحشتناک مرکز بدله شوې ده، چې د نوروسيمو نه هم خلک د جاسوسۍ په تور اويا حکومت سره د کار کولو له کبله راتيښتوي او دلته يې د خلکو په منځ کې په ټوپکو زربه کوي . له دې سيمې په دې تېرو څوکلونو کې په سلګونو کورنۍ د ناامنۍ له کبله نورو سيمو ته کډه شوي دي، ځايي خلک د طالبانو له لاسه داسې ژوند کوي، لکه ددوی روح چې د همدغو ملايکو(!) په لاس کې وي، ددوی د ظلمت تر تورې پردې لاندې داسې ژېړ زبيښلی اوسېږي، لکه شنه غرني بوټي چې له يوه لوی کمره نه لاندې شي اولمر يوازې له نريو وتونو څخه ګوري . ددې سيمې ماشومان هم د همدغو ټوپکوالو تقليد کوي، لرګين ټوپکونه يې جوړ کړي وي، نور ماشومان ويروي اود طالبانو کانې کوي .
په دې سيمه کې د وحشت لومړۍ پيل له ( مولوي ظهيرالدين ) څخه شوی، نوموړی مولوي په خپله پلرنۍ ځمکه کې يوه ديني مدرسه جوړه کړه، چې د ديني علوموتر څنګ يې پکې عصري علوم هم تدريسول او هم يې دسيمي ځوانانو ته په وړيا توګه د انګليسي اوکمپيوټر زده کړه ور کوله . مولوي ظهيرالدين ورسته خپله مدرسه د کرزي دولت په لومړيو وختونو کې، چې د معارف وزير يونس قانوني و، رسمي کړه او د يوه خام اونامناسب تعمير پر ځای يې پوخ اوعصري تعمير رامنځته کړ، مولوي صاحب مدرسه يوازې د علم اوپوهې د لاس ته راوړلو ځای باله؛ خو وسلوالو طالبانو به ورته تل ويل، چې بايد په دې مدرسې کې مونږ خپل فعالیتونه هم پر مخ يوسو؛ مولوي صيب دا ورسره نه منله، دی چې يو عالم، پوه او د پرمختګ پلوی و، نه يې غوښتل چې د علم حاصلولو ځای دي پر وسلو او وسلوالو ولړل شي، هغه و چې په ( ۱۳۸۹ د جوزا په ۲۴ مه ) نيټه د طالبانو له خوا د خبرو لپاره وغوښتل شو، چې په سهار يې مړی په يوه غره کې په داسې ډول ومودل شو، چې د پيژندلو نه و .
له دې پېښې وروسته پر روکيان اوشاوخوا سيمو د طالبانو د وحشت سيوری پرېوت . درې کاله وړاندې په پسرلي کې د امريکا ړندو الوتکو دشپې له خوا د روکيان پر سيمه سخته بمباري وکړه، چې د ( روکيان لېسې ) د دوو زده کوونکو اويوڅو تنکيو ځوانانو په ګډون نهه تنه پکې ووژل شول، چې نور يې ځايي طالبان وو؛ خو داسې طالبان چې د سيمي پر خلکو يې هيڅ کار نه درلود.
د روکيان خلکولا خپلې اوښکې نه وې پاکې کړې، چې يو لړ نوي طالبان راپيدا شول، دوی به په هر ځای کې ويل چې دا نهه کسه چې شهيدان شوي، دا ددې سيمې د جاسوسانو کار دی، چې ډېر زر به ترې خپل انتقام واخيستلی شي! لومړۍ پيل يې د روکيان لېسې له ملازيمينو وکړ، لومړۍ يې دروکيان لېسې درې ملازمين، دسيمي څيني مخور مشران او نور ولسي وګړي د خلکو له منځه وتښتول او بيا يې ډېر په بې رحمانه ډول ووژل، چې شمير يې تر دې دمه لسګونو تنوته رسېږي .
هر کله چې پر دې سيمه عمليات کېږي، خلک ورته خوښ وي، دوی فکر کوي چې ګواکي دغه عمليات به ټوپکوال له منځه يوسي؛ خو کله هم چې پر دې سيمه عمليات شوي،پر ځای ددې چې ټوپکوال له منځه يوسي، ولسي خلک يې وژلي، ټپي کړي او ځورولي دي .
دوې ورځې مخکې ( ۱۳۹۳د اسد په ۱۵ ) بيا پر دې سيمه د شپې له خوا د امريکايی او افغان کمانډو ځواکونو له خوا ګډ عمليات پيل شول، په لومړي سر کې خلک خوشاله ښکاريدل، چې ګواکي نور به د وحشت لمنه له دې ښکلې سيمي ټوله شي؛ خو د خلکو د زياتې ځورونې او کړونې نه ورسته يې د سيمي نږدي اتلس ـ نولس کسان شهيدان کړل، چې په دې کې يوازې څلور پينځه کسه يې طالبان دي، نور ټول د ولس هغه تنکې ځوانان، ماشومان او ښځې دي، چې هر کله د همدغو ټوپکوالو له لاسه کړيدلي، ځوريدلي او ويريدلي وو .
ددې سيمې خلکو په خپلو خپلوانو پسې جنازې وکړې، وکوکيدل، وژړېدل؛ خو يوې بلې وېرې يې بيا په ژوبلو زړونو کې سر راپورته کړی دی، چې خپل غم يې هم ترې هېر کړی، هغه دا چې اوس به بيا هغه ټوپکوال، لکه د جنګي فلممونو اصلي کريکټران، چې د مرميو په باران کې هرکله روغ پاتې کېږي، ددې سمې له خلکو بيا په څه ډول او څومره وحشت د جاسوسۍ غچ واخلي .
اوس ددې سيمې خلک په دې پوهيدلي، چې دا د بهرنيانو ډرامه ده، چې کله په تور لباس کې د شيطان په شکله کې زمونږ ويني زبېښې او کله هم د پرېښتو په سپين لباس کې

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery