دخپریدو نیټه : 2014-08-20 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
په افغانستان کې د مديریت تشه او ستونزې
هدایت الله زاهد
په افغانستان کې وروستۍ ټاکنې او ټاکنيز وضعيت يو ډول هرڅه تر خپل اغيز لاندې راوستي دي، له کاره تر کوره هرځای کې د ټاکنو، ماتې او بريا خبرې دي، وړمه شپه مو په کور کې لوبيا پخ کړې وه، کورنۍ چکني هم ورسره وه، خوند يي ډير ښه و خو اوږه پکې زياته وه چې د اوږې دې ډيروالي مې يو وار بیا فشار ګډ وډ کړ او د سخت خوب له لاسه رانه د ماسخوتن لمونځ پاتې شو، خو د لمانځه په تشويش کې خوب د شپې ډير ناوخته بیرته را ويښ کړم.
له را ويښيدو سره سم مې دا وارې د افغانستان ټاکنې او روان وضعيت د فلمي خيال پلو په څير په ذهن کې راڅرګند شو، ذهني شننو مې بیلابیل لرلیدونه لرل، خو هغه څه چې تل يي دردولی يم د افغانانو قربانۍ دي، خو يادې قربانۍ تل د يوې ناسالمې رهبرۍ له امله په سیند لاهو شوي دي.
د کمونستانو رژيم پرته له دې چې د افغاني ټولنې شته اسلامي، افغاني او نور دوديز ارزښتونه په پام کې ونيسي،ملا، مشر، با نفوذه څيرې يي په نښه کړې، ډير يي و وژل او ډير نور يي شکنجه کړل او ويي ځورول چې دې کړنو په خپل وخت کې ستر انساني ناورین رامنځ ته کړ چې لا يي هم سلسله روانه ده او د روسي جنرال هغه خبره مې نن هم په ذهن کې ګرځي چې يو وخت يي تر خپلې ماتې وروسته په يو مجلس کې ځان ته د ډاډ ورکړې په توګه کړې وه(( شل کاله موږ جګړه وکړه او شونې ده زموږ وسله هم تر شلو ديرشو کلونو پورې په افغانستان کې جګړه وکړي.))
ولس هم ددې زیاتي پر وړاندې بې تفاوته پاتې نشو، د خپل سر، مال، او ژوند په بیه يي قرباني ورکړه، پاڅون پيل شو، او افغانانو دومره ستونزې وګاللې چې د بشريت په شته معاصر پير کې ساری نلري، ولې بيا هم ځان پالو مشرانو او رهبرانو دا قيام له خپل اصلي مسير څخه بل لوري ته بوته، د وخت نظام نسکور شو، شتمني تالا والا شوه او هرڅه چور چپاول شول، همداسې يو وار بیا زرګونو انسانان قرباني شول چې دا افغاني ټولنې ته د روس تر ماتې وروسته يو بل ستر ناورین و.
د طالبانو له راتګ سره سم، چې هغه وخت د هيواد په يوه سيمه کې څو قومندانانو او زور واکو راج چلاوو، خلکو داسې انګيرله چې دا ډله به دوی له دې زياتي، چپاول، او تيري څخه وژغوري، ولې بيا هم د تل په څير د ښه مديریت تشه ډکه نشوه، بلکه طالبانو په سياسي، اقتصادي، ټولنيزه او.... برخو کې په افراطي کړو وړو پيل وکړ او د دوی سیاست تر ډيره له افراطه سرچينه اخيسته چې باالاخره د نړۍ ۴۶ هیوادونو ورته حشر وکړ او د طالبانو د هغه وخت نظام يي هم په پوځي زور نسکور کړ، چې د دوی د نسکوريدو لامل او د بهرنيانو راتګ بيا هم له کمزوري مديريت څخه سرچينه اخلي.
د طالبانو تر ماتې وروسته افغانستان، افغانيت او اسلاميت ته اوښتی زیان جبیره نشو، بلکه دې ډلې اسلام د ترور، وحشت،افراطيت، وژنو.... دين معرفی کړ ان تر دې چې وتلي افغاني نواميس لکه پټکی، ږيره،د ښځو جامې او نور هم وکاريدل او يو ډول زموږ د ټولنې ارزښتونه هم ددې جګړې او تيري قرباني شول.
د طالبانو له نسکوريدو سره سم هيواد نه نړۍ واله ټولنه راغله، انتقالي او د دموکراسي دوره پيل شوه نړۍ والو په خبرو کې افغانانو ته شنه او سره باغونه وښودل او خلکو هم فکر وکړ چې نور نو که خدای کول له ستونزو به خلاص شي، ولس په لومړي پړاو ټاکنو کې را ووت، ښځو او نارينه وو رايه ورکړه، خو بیا هم متاسفانه تیرې کړنې تکرار شوې، او واک د بهرنيانو له لوري هغو ته په لاس ورکول شو چې په غصب ، اختلاس او ..... نورو کړنو کې يي لاس درلود، دې ډلو هم له شته موکې ښه پورته کړه او باالاخره په هیواد کې دوی يو وار بيا په سياسي ، اقتصادي او پوځي واک بدل شول چې د واک ستر لامل يي د سياسي واک تر څنګ د امريکايانو هغه قراردادونه و چې دوی ته د تيلو، لوژستيک، ودانيزو پروژو او نورو په نوم په واک کې ورکول شول.
همداسې په دوهم پړاو ټاکنو کې په ۲۰۰۹ کال کې يو وار بیا خلکو رايه ورکړه، خو بیا هم د رهبريت پر سر ستونزې را ولاړې شوې چې دلته يي په عواملو بحث نه کوو.
ولس هغه وخت داسې خيال کاوۍ چې له ولسواکۍ سره به افغانستان سياسي تاريخ بدلون ومومي او واک به يو وار بيا په سوله ايز ډول سره له يو کس څخه بل ته وليږدول شي، او افغان ولسمشر ښاغلی حامدکرزی به په افغانستان کې د دموکراسۍ بنسټ ايښودونکی معرفي شي.
په ټول کې په ټاکنيزو بهيرونو کې د افغان ولس ګډون وښوده چې دوی يو متمدن او ولس پال خلک دي او نړۍ وال د سيمې سره په هره برخه کې سيالي کولای شي.
په دریم پړاو کې چې د روان ۱۳۹۳ کال د وري په لومړۍ نيټه تر سره شوې، بيا دوهم پړاو ته ولاړې او د غبرګولي په ۲۴ نيټه تر سره شوې، په دواړو پړاوونو کې خلکو د تيرو دورو په خورا ډير توپير سره چې سخته ناامني وه، ستونزې وې، بیا هم رايه ورکړه، د خلکو ګوتې پرې شوې، خو يو وار بیا ددې پروسې د رهبريت د مديريت کمزورتيا ستونزه رامنځ ته شوه او دې کمزوري مديريت دا وارې خلک د يو والي پر ځای د نفاق، سيمو، ژبو او لوري په خوا سوق کړل، چې تر اوسه هم د واک، پايلو، ماتې او بريا پر سر ناندرۍ روانې دي او تر اوسه هم ملت په دې نه پوهيږي چې د دوی دا ماته سياسي کيښتۍ به کوم ځای ته ورسيږي.
ملت تر پرون نن ځکه ناهيلی دی، چې يو لوري ته شعوري کچه لوړه شوې، بل لوري ته رسنۍ ډيرې شوي دي او اطلاعات ژر ژر تر خلکو پورې رسيږي، خلک له هندوستان، ماليزيا،ترکيي څخه خبر دي چې پرون پکې ټاکنې وشوې نن ګټونکی معلوم شو او بايلونکي ورته مبارکي ورکړه، ښه مثال يي سوريه ده، په سوریه کې کورنۍ نښته، د لکونو خلکو مړينه، چې شونې ده د کډوالو او کورنیو تلفاتو په برخه کې يي د افغانستان د تيرو کلونو ريکارډ مات کړی وي ولې بيا هم پکې ټاکنې په پوره آرامۍ او سکون سره پای ته ورسيدې. د ملت دا ناهيلي له ځان سره دوه پيغامونه لري، يو دا چې دوی داسې انګيري چې سياستوال تر دوی ځان ته ارزښت ورکوي، ځکه د واک پر سر شخړې کوي او بل دا چې يا خو سياستوال په نورو پورې تړلي دي او نشي کولای د ملت اراده تمثیل کړي ، او يا خو داده چې:
ملت تر اوسه په دې نه دی بريالی شوی چې په خپله غيږه کې سالمه رهبري وروزي؟
آيا افغان شته رهبریت له خپل ولس سره جفا کوي؟
د اسيا په ډيرو هیوادونو کې پياوړی او قوي مديریت شتون لري، ترکيه کې ټاکنې وشوې، د کار او پراختيا ګوند چې اسلامپالی هغه دی او رجب طيب اردوغان يي مشري کوي واک په لاس کې واخيست او کرار کرار ترکيه په سیمه کې په سياسی او اقتصادي واک بدلیدونکې ده.
له ماليزیا څخه ډاکټر مهاتير يو پياوړی اقتصادي هیواد جوړ کړ، او نوموړي به ويل:« زه نه غواړم، داسې په واک کې را ښکاره شم، چې خلک مې له څيرې کرکه وکړي.»
ولس وښوده چې دوی په پوره متانت سره د تاريخ په بیلابیلو پړاوونو کې يي له خپل څخه دفاع کړې او قرباني يي ورکړې، ولې بيا هم تيره خبره بيا کوم چې ماته سیاسي کيښتۍ مولا هم تر ساحل پورې نه ده رسیدلې.
ولس داسې انګيري، چې شته رهبريت د خپل هيواد لپاره سالمې موخې نلري، يوازې غواړي پر ولس راج وچلوي او د دولت پر شتمنۍ خيټه واچوي.
همدارنګه دوی خيال کوي چې مشران د ملت تر ګټو د نورو ګټو ته ډير کار کوي او که داسې نه وي ولس غواړي نور نو ټاکنيزې ناندرۍ پای ته ورسيږي ، د خلکو رايو ته درناوی وشي او يو ولسواک نظام رامنځ شي چې پشتوانه يي بايد د خلکو رايه او پراخ ملاتړ وي.