« آزادي او دیموکراسي هله بې رحمه کیږی که یې لاسونه د بې ګناهو په وینو ککړ سی .» ( مهاتما ګاندي)
امریکا په خاص ډول او لویديځ په عام ډول د ديموکراسۍ نغاره وهی خو د هغې ارزښتونه په « انتخابي» ډول قبلوی نه هغوي ټول. امریکا د « دیموکراسۍ» په خاطر ځینې ډلې او ګوندونه او اشخاص ترټی ، ځينې پر قدرت راولی، ځينو ته سزا ورکوی او بعضو ته هم مکافات وربخښي ! واشنګټن يو ځای دیموکراسی خفه کوی او بل ځای د هغې د استقرار لپاره دنیا خرابوی.
که موږ څو لسیزی شاته ولاړ سو او د هغه ځایه وګورو نو وبه وینو چې امریکا هره خوا دیموکراسی د سوټی په زور تحمیل کړی او د هغې د استقرار په خاطر یې ولسونه تباه کړی او سترې بربادۍ يې پېښې کړیدی.په وچ زور د « دیموکراسی» د ترپلو لومړنۍ تجربه په ۱۸۹۸ کې د هسپانیې ـــ امریکې له جنګه راپیلیږی. تردې جګړې وروسته امریکا ټول فلیپين د ځان کړ. هغوی د فلیپین خلک عیسویان کړل. امریکا خپلو عسکرو ته امر وکړ چې د مقاومت په مقابل کي تر لس کلن پورته هر ځوان ووژنی او ټوله قريه وسوځوی. پدی توګه په لکونو لکونو فلپينان ووژل شول چی څلور زره امريکايی پوځيان هم له منځه ولاړل. جورج بوش په ۲۰۰۳ کی په مانيلا کی په جګه غاړه وويل چې : «امريکا د فلپين په ستره قصه کی پخپل رول سره وياړی. زموږ پوځيانو په ګډه فلپين د استعمار چيانو څخه آزاد کړی ».
ولسمشر ويلسن هم مکسيکو ته د ديموکراسي سبق ورکړی. ده د ۱۹۱۴ په مې کې وويل چې « دوی وايي چې مکسيکويان پخپله د حکومت قابليت نلری ... زه غواړم چی د جنوبی امريکا خلکوته يې ورزده کړم چې سم خلک انتخاب کړی. » ويلسن ډير ژر پوځيان وروليږل په سلګونو خلک يې ووژل (چې ۱۹ امريکايي عسکر هم ووژل سول) او پدي ډول يې د حکومت مخالفين يعني خپل ګوډاګی واکمن کړل. امريکايی عسکرو په ۱۹۱۶ کی ډومينيکن جمهوريت ونيوي خو کله چې يې هلته خپل ګوډاګی ونه موند نو د اتو کالو لپاره يې نوموړی هيواد مستقيماَ پخپله اداره کاوه. يو کال وروسته يې هايتي هم اشغال کړی او په ۱۹۱۸ کې يې د مقاومت په نتيجه کې په زرګونو هايتي وال ووژل. په ۱۹۲۰ او ۱۹۳۰ لسيزو کې په لاتينه امريکا کې د واشنګټن پوځي مداخلوته ظاهراَ (دډيموکراسۍ د استقرار ماموريت) نوم ورکول کيدی. انګلستان په ديرشمه لسېزه کې هغه مصريان بنديان او شکنجه کول چې د شاه فاروق پر ضد يې ديموکراسی غوښته. فرانسې کټ مټ عمل په لبنان کې مخته بيوي. ولسمشر روزويلټ دوهمه نړيواله جګړه دديموکراسی لپاره يو صليب وباله او ستالين يې پدې لار کې د ځان پارټنر وباله. ايزنهاور بيا دوه ديموکراتيک دولتونه نسکور کړل. په ۱۹۵۳ کې يې د (سي ای اې) د يوې کودتا په واسطه دډاکټر مصدق ديموکراتيک دولت ونړاوه او پر ځای يې رضا شاه په قدرت کښيناوه څو چې په ۱۹۷۹ کې ايراني ولس د خښم په خپوکې تر دنيا تير کی. په همدې ترتيب، نوموړی په ۱۹۵۴ کې د ګواتيمالا لومړنی پر اساسی قانون مطابق حکومت پسی ونړاوه. واشنګټن او پاريس په ۱۹۹۱ کی د الجزاير د ملي نجات د اسلامي جبهې په واسطه ګټلی انتخابات فسخ کړل او هلته يې پوځي حکومت واکمن کی چې پدی عمل سره يې د ديموکراسی پر سر خاوری توی کړی. اوس اوس چې د همدې غربي ديموکراسۍ تر اصولو لاندی حماس د فلسطين انتخابات وګټل نو واشنګټن، تل ابيب او د محمود عباس الفتح څانګه په پټو خبرو اترو لګيا دی تر څو حماس کمزوره او په بنديزونو کې ايسار کړی او هغه د ناکامی سره مخامخ کړی دا ځکه چې حماس د خپل اولس لخوا په ديموکراتيک ډول کامياب سو مګر واشنګتن او غربيان حساسيت ورسره لری. داسې نه چې واشنګټن په سپينو سترګو دديموکراسی يوه پښه ور ماته کړی. ښايې واشنګټن سبا ادعا وکړی چې فلسطينی ولس په ديموکراتيک ډول (غلط کسان) وټاکل بايد مخه يې راوګرڅول سی کټ مټ لکه خارجه وزير هنری کسينجر چی په ۱۹۷۰ کي ويل چی د چيلي ولس ( په بې مسوليتی سره ) دديموکراتيک جريان له لاري يو کمونيسټ د ولسمشر په توګه وټاکی (سلوادور النده درې کاله وروسته د امريکايي کودتا په ذريعه ووژل سو). يو وخت ايزنهاور اعلان وکی چې (د کيوبا ولس د خپل رژيم په وجه مسوول دی) څنګه چې د شوروي له بيری يې حمله نسوه کولاې نو ځکه يې هغه تر سخت اقتصادي بنديز لاندی راوست چې تر ننه دوام لری.
د حيرانۍ خبره خو داده چې په ۲۰۰۱ کې پر افغانستان د امريکۍ د پوځي يرغل پر مهال جورج بوش اعلان وکی چې ( په فلسطين کې يو آزاد او ديموکراتيک دولت غواړی) خو اوس چې حماس په ديموکراتيک ډول بريالی سو واشنګتن هلته يو آزاد او ديموکراتيک دولت نه غواړی. بوش چې تر ستونی په رسواينو، عامه منفي رايو، دعراق او افغانستان په مقاومت او اقتصادي مشکلاتو کې ډوب دی غواړي حماس په مرګ ونيسی او په تبه يې راََضي کړی تر څو ( د اوړو پزه) ولری. بوش د فلسطين د انتخاباتو په سبا ورځ جار وواهه چې (فلسطينيانو پرون انتخابات وکړل چې نتايج يې ماته دديموکراسی طاقت را په يادوی). بوش د الفتح د کاميابی په تمه و خو بل څه ورپيښه سوه یعنې حماس بشپړ اکثريت وګاټه نو ځکه پښيمانه سو او وروسته يې موقف داسې بدل کې چې ( تاسې څنګه کولاې سی چې د يو داسې لوری سره د سولې برخه وال سی چې په مرام کې يی د يو دولت له منځه وړل شامل وی. تاسې نسي کولاې دداسی لوری سره چې درلودونکۍ د يو نظامي ښاخ وی د سولې خبری وکړی.) څه ښه يې ويلې چې انتخابات دديموکراسی اساس دی مګر که مخالفين کامياب سی بايد دا ديموکراسی له منځه يووړل سی او خپل ارتکاب به (ديموکراتيک اقدام) معرفي کوی. لکه مثالونه چې يې پورته ذکر سول.
خو هغه څه چې تر لمر سپينه ده په منځنی ختيځ کې د واشنګټن تشدد او پوځي عمليات عمدتاَ د اسرائيلو د ګټې په خاطر دی. بوش د ۲۰۰۵ د ډسمبر پر ۱۶ داسی وويل: (که تاسی د اسرائيلو ملاتړی ياست نو په ټينګه مودې ته رابولم چې د نورو هيوادو سره دديموکراسی په راوړلو کې مرسته وکړی... داسرائيلو د اوږدې مودې بقا په منځنی ختيځ کې دديموکراسی په خپرولو پورې تړلې ده.) بوش د جنوری پر ۱۳ اعلان وکی چې يو اټومي وسلې لرونکې ايران د نړۍ امنيت ته ستر خطر دی . بايد ووايو چې د همدغسی تش په نوم (تهديد) پر اساس پر عراق هم حمله وسوه حال دا چې نه پرونی عراق او نه هم نننی ايران دنيا يا امريکا ته خطر دی بلکه ښايې په منځنی ختيځ کې د اسرائيلو د اټومي انحصار په وړاندې يو چلنج واقع سی او بس. که د(ديموکراسي) او (آزادي) دروازه خلاصه کړو او هغو ته ور داخل سو نو و به ګورو چې د هغو بقا د ټولنې د سياسي کلتور او سياسي موسساتو سره مستقيم تناسب لری. رايه ورکول په هغو ټولنو کې چې د آزادي نظم بنيادونه ونلری پر سوله او ارامۍ باندې نسی ختميداې او پدغسې ټولنو کې به انتخابات هرومرو (آزاده ديموکراسۍ) نه بلکه (ناآزاده يا نيمګړۍ ديموکراسی) منځته راوړی او هلته به ضرور سياسي موسسات (مثلاً عدليه، مطبوعات، پارلمان، ګوندونه، اقتصادي او تجارتي بازار...) ازاد نه بلکې نيمه ازاد يا مقيد وی او دا هغه تريخ حقيقت دی چې ټول منځنی ختيځ يې په غيږ کې نيولې دی. پدې صورت کې خبره بالاخره بې ثباتي يا کورنۍ جګړۍ او يا هم بهرنی حملې ته رسيږی څو چې په وړاندې به يې مقاومت(د مذهبی يا نشنالستی پلوه) راپورته کيږی.
داچې نوموړی ټولنې د کلتوري، مذهبي يا عنعنوۍ پلوه خوځنده نه بلکې ورو حرکت لری مګر واشنګټن او لويديځ هغوی په وچ زور د (ديموکراسی) په پړی کلک تړې او د لس زره کيلومتره واټن څخه (ديموکراسی) ورباندې تحميلوی نو دا ضرور لکه چې هره خوايې ګورو حالات له بدو نه بدتر کوی. بوش د خپل دوهم ځل ولسمشر کيدو په وينا کې وويل چې: (زمو ږ په هيواد کې د آزادی بقا په نورو هيوادوکې د آزادی په کاميابيدو پورې تړلې ده. زمو ږ په نړی کې د سولې لپاره بهترين اميد هماغه په ټوله نړۍ کې آزادۍ ته پراختيا ورکول دی.) او پسی زياتوي چې (دا د امريکاد متحده ايالاتونو پاليسي ده چې په هر هيواد او هر کلتور کې د ديموکراتيکو جنبشونو او مؤسسو وده ولټوی او ملاټر يې وکړی پدې هدف چی زمو ږ په نړۍ کې د ظلم حکومتونه پاي ته ورسوی.)
د علمي او عملي پلوه دغه بهير څرګندوی چې نن د ديموکراسی او آزادي، تحميلی منځته راوړنه تدريجاَ د يوې ايديالوژۍ بڼه اخلي کټ مټ لکه دتیرې پیړۍ مارکسیستي مفکورې چې د ټولنو د عیني او ذهني مسلطو شرایطو پرخلاف له بهره تر پل کيده تر څو په مرګ محکومه سوه. که موږ نن د نړۍ هيوادو ته په عام ډول اود منځنی ختيځ هيوادوته په خاص ډول ځير سو نو دلته د ټولنيز علم د (ديموکراسی) او (آزادی) برخه د منځني ختيځ په لابراتوارکې تر آزموينی لاندې ده چې عراق ددی لابراتوار د استوانی (Test Tube ) رول لوبوی چې (ديموکراسی) او (آزادی) يې پکښې مخلوط کړی او د عراق ولس په وينو يې اورورته لګولې دی.
واشنګټن دی تجربې ته سر کلک نيولې دی خير دی که يې ډلو وژونکی وسلې ونه ميندلې ، خير دی که يې د القاعده سره د صدام د رژيم ارتباط ثابت نکړ، خير دی که يې اويا زره عراقيان ووژل، خير دی که يې خپل دوه نيم زره پوځيان له منځه لاړل، خير دی که يې په هره دقيقه کې سل زره ډالره سوځل کيږی او خير دی که يې عراق وران او لوټی لوټی کی خو دې ته اړم دی چې بايد په هر قيمت خپله (ديموکراسی) هلته تحميل او په وينو اوبه کړی.
کاندوليزا رايس دديموکراسی او آزادی د ودې لپاره د پوځي طاقت د استعمال څخه (د رښتيانی ثبات او دوامداره امنيت د يوازينی ضامن) په توګه دفاع وکړه. دې په تير سپتمبر کې وويل چې ( امريکا به په عراق کې خپل ماموريت خوشی نکړی... په منځنی ختيځ کې دديموکراسی پر خپريدو باندې تمرکز هم اخلاقي مسوليت او هم د نړيوال تروريزم په وړاندې يو سخت غبرګون دی.) دې پسې زياته کړه چې (پداسی يوه نړۍ کې چې شرارت تر اوسه لا هم يو حقيقت دی نو ديموکراتيک اصول بايد د طاقت په ټولو شکلونو سره حمايه سی هغه لکه سياسي، اقتصادي، کلتوري، اخلاقي او بلی هوکې بعضی وختونه پوځي هم.) دی وويل چې (که مو ږ په منځنی ختيځ کې آينده نسلونه ناميندی او ترور ته پريږدو، نو دا پدې معنا چې موږ د امريکا راتلونکی نسلونه هم په ناامنی او ډار سره محکوموو.)
که موږ د کابل څخه تر بغداده او د جاګارتا څخه تر غزې پوریې او دالجزيری څخه تر قاهرې پورې د واشنګټن تشدد مطالعه کړو نو و به ګورو چې هر عمل ځانته عکس العمل لری او هر يرغل مقاومت راپورته کوی او وينو چې دغه عمل او عکس العمل په نوموړی پراخه اسلامي سيمه کې لويی انساني فاجعې رامنځته کړی چې د لږښت په حال کې نه بلکی دډيرښت په حال کې دی او دا د طبيعت منلی قانون هم دی. ويليام شکسپير پخوا لا ويلې چې (قتل، قتل زيږوی... د تاريخ تر اخره او تل د انصاف يا عدالت په نوم.)
امريکا نن د روم د امپراطوری غوندې د اوج په حال کې ده چې هرې خواته اخطارونه صادروی، هر لور پوځونه سوق کوی او پرهر چا باندې خپله اراده (دديموکراسۍ او آزاديو په نوم) تحميلوی او داسې ښکاری چې د امريکا سياسي زور مخ پر نظامي زور بدلون کړی يعنې خبری او عمل يې سياسي نه بلکې نظامي دی او هر ه خوا دولتونه نسکوروی.
په ۱۹۹۶ کې (نړيوالی عفوی) پخپل کلنی راپور کې داسې وليکل: ( ظلم، کړول او ترور زياتره په هغو هيوادو کې پيښيږی چې د امريکا تر نفوذ لاندې دی... په ټوله نړۍ کې هره ورځ د حکومتونو يا سياسي وسلوالو ډلو په واسطه ضرور يو سړی، يوه ښځه يا کوم کوچنی بې ځايه کيږی او يا بيخی ورک کيږی چې تر زياته حده امريکا پدې تهمت کې شامله او شريکه ده.)
امريکا تر ننه په لږ تر لږه سلو هيوادو کې (په ځينو کې خو دوه – درې ځله) څلور سوه ښکاره او شپږ زره هم پټی مداخلې کړی او دا هرې يوې ته يې ظاهراَ د (ديموکراسی) د استقرار نوم ورکړی او جمعاَيې لس مليونه انسانان وژلې دی. د مداخلو، نيونو، نسکورولو او بربادولو دا لړی همدا اوس هم هماغسې روانه ده چې وروستی مثالونه يې افغانستان او عراق دی چې د امريکايي (ديموکراسۍ) قربانيان دی او ايران هم ددغسی (ديموکراسی) او (آزادی) په تمه شپې سبا کوی.
ډيرکلونه مخکې يو چينايي ليکوال موتزی ( Moh Tze ) داسې ويلې دی: (ديو انسان وژل قتل دی، خو د زرګونو انسانانو وژل بيا خارجه پاليسی ده )!
دافغان رسالې د (۸۲) ګڼې څخه