مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-09-03   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

د ستونزو سره سره مو دبېارغونې چارې دوام لري‎

حقیق‎

 


سره له دې چې زموږ دانتخاباتو دپایلو سرنوشت لاهم معلوم نه دی او کاندیدان هریو خپل نظرونه وړاندې کوي او دپایلو په هکله لاپوره موافقې ته سره نه دي رسیدلی او هره ورځ یی ویندویان په رسنیو کې ځانګړي بیانونه ورکوي خو په هیواد کې مو اداري او اقتصادي چارې روانې دي.
دټاکنو دبهیر داړوندږ لورو اختلافونو هم خلکو هم هیواد ته زیان رسولی او هم یی دافغانستان نړیوال حیثیت ته خدشه وارده کړې. ټاکل شوې وه چې دسپتمبر تردوهمې نيټی به زموږ انتخابي نوی مشر معلوم وي او هم به دویلز په ښارکې دناټو په سرمشریزه غونډه کې نوی ټاکل شوی جمهور رییس زموږ دهیواد په استازیتوب ګډون کوي ، خو تردې نېټې تراوسه پورې دادی داسې ونه شول. چې دا ټول زموږ سیاسی ، اقتصادی او نړیوال حالت ته په زیان تمامیږي چی هیله ده ټولې اړوندې خواووي په دې مورد کې دملي ګټو په لاره ګام کیږدي .
له ستونزو سره سره له نیکه مرغه په دې وروستیو ورځو کې دښو اقتصادي اورغاونې دخبرونو اوریدونکي هم وو. په دغو خبرونو کې چې په همدې نږدې ورځو کې واوریدل شول یو یی دکندهار په ښار کې دستر جامع جومات جوړیدل دي چې کار یی دا پنځلس کاله جاري وو چې له نیکه مرغه یی اساسی چارې دادی بشپړې شوي دي. په دغه جومات کې چې ډیرزیات مصرف پری شوی تر څوارلس زرو پورې لمونځ کوونکي کې ځايږي له دې برسېره به دتدریس برخه هم ولري چې ډیر شمیر کسان به په کې دینی لوست وکړي. چې دغه خبر دکندهار او ټول هیواد لپاره ډیر دخوښۍ خبر دی ، یاده دې وي چې دغه جامع مسجد چې دحضرت عمر رض نوم ورکړشوی دهیواد په کچه له لويو جوماتونو څخه شمېرل کېږي او په کندهار کي خو بیا ستر جومات دی.
بل مهم او خوشحالونکی خبر په هندوستان کې دافغانستان دسفیر له خوا رسنیو ته په همدې نږدې ورځو کې ورکړ شو چې دهندوستان هیواد تر سل میلیونو ډالرو زیاتې پیسې د چابهار بندر لپاره ځانګړې کړې. چابهار هغه بندر دی چې هندوستان ته دافغانستان دجمهور رییس حامد کرزی دسفر په ترڅ کې یې تړون لاسلیک شوی. دغه بندر دپاکستان دګوادر بندر په ۷۵ کیلومتری کې موقیعت لري . ایران او هندوستان په ۲۰۰۳ کال کې ددغه بندر د پراختیا لپاره موافقه کړې وه له دغه بندر څخه درې واړه افغانستان ، هندوستان او ایران ګډې ګټې ترلاسه کوي. ددغه بندر له لارې به نه یواځې له هندوستان سره زموږ نږدې سوداګریزې اړیکې رامېنځته شي بلکې دګاونډي هیواد پاکستان له احسان او احتیاج نه به هم یوڅه بیغمه کړي. اوهم به په سوداګریزوچارو کې په ښه والی سره زموږ په اقتصادی وده کې پراختیا او بهبود رامېنځته شي.
بل خوشحالونکی خبر دافغانستان دمخابراتي برخی خبر وو چې وروسته له دې به تلویزیوني چینلونه د سپوږمکی په مټ د انالوګ سیستم پرځای دیجیتلي خپروونې ولري او زموږ هیواد وال به وکولای شي تلویزیوني خپرونی په ښه کیفیت ننداره کړي. دمخابراتو دوزارت دمسولینو په وینا چی افغانستان په وروستیو کلونو کې دمخابراتو په برخه دنړۍ په کچه پرمختګ کړی چې دافغانستان دمخابراتی سیستم ساري په سیمه کې لږ لیدل کیږي.
بل خبر له ننګرهار نه بیا ترحصارک پورې د۱۰۲ کیلومترو په اوږدوالي دلويې لارې دجوړیدو دکارپیل دي چې دیوې سترې بیارغاونې پروژې په توګه ارزول کیږي.
په همدې ډول نور خبرونه هم په بیلابیلو برخو کې شته چې خلکو ته دازیری ورکوي چې دافغانستان دبیارغاوني بهیر داسې یو بهیر دي چې شاتګ نه مني او افغانان اوس مصمم دي چې خپل هیواد به دسوکالی او آبادي پرلور بیایی.
دا حقیقت دی چې په هیواد کې دسولې اوثبات راوستو لپاره بیارغاونه او دافغانستان داقتصادی بنسټونو جوړښت تر ټول مهم کار بلل کیږی ، ځکه بیارغاونه او دافغانستنان داقتصادی بنسټونو جوړښت ددې لامل کیږی چې د هیواد خلک ارام اوسوکاله ژوند ولری په خپلو پښو دریدلی وی او دنورو محتاجه نه وی . اوږدو جګړو دهیوادډیری خلک اوس پردی قانع کړی چې خپل منځی اختلافونه ددوی اوهیواد په ګټه نه دی او باید په سوله او یووالی کې سره ژوند وکړی خو زیاتره شنونکی دا وایی چې دابهرنیان دی چې په ډول ډول مداخلو سره جګړو او اختلافونو ته لمن وهی او افغانستان کی دبې ثباتی زمینه برابروی.
که چېرې دهیواد دخلکو داقتصاد ښه وې خود په خوده دبې روزګاری کچه راټیټېږی خلک په سالمو کارونو بوختیږی ورسره جوخت د دولت اقتصاد او دمامورینو عواید له قانونی لارو لوړېږی چې له دې سره تر ډېره بریده د فساد ، بې امنې ، له دولت څخه دنارضایتی اوبهرملکونو ته دخلکو دتګ مخنیوی کیدای شوای ، امنیت وده کوله او دبهرنیو ځواکونو شتون نور نه احساسېده افغانانو به په خپله خوښه دخپل هیواد چوپړ کولو او لکه دنړۍ دنورو ملکونو په شانې به یې ژوند کاوه .

اوس هم داسې هیلی دي چې دهیواد دټاکنو بهیر خپلو پایلو ته ورسیږي نوی حکومت راشی او دهیواد دبیارغاونې بهیر خپل عادي پړاوونه ووهي، چی هم به مو اقتصادلانوره وده وکړي هم به خلک رواني آرامښت ترلاسه کړي او هم به دنورو بریالیتوبونو په لور ګامونه واخلو

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery