مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-09-05   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

په کندز کی د نظار ډلګی ټو پکمارو د خلکو کورونه چور کړل

 

فا تح صلا ح الدین

زه نه پوهیږم چی د کورنیو چارو ډیر ښا غلئ وزیر دا ود زی صا حب د احسا س او وجدان پنوم څه لری او کنه موږ په مطبو عا تو کی په وا ر وار د کندز د بیګناه ا و بی دفا ع خلکو اوا ز پورته کړو خو متا سفانه چی د کورنیو چارو وزیر هیڅ غوږ نه پری ګروی او ځا ن یی کوڼ ا چولئ دی او یوا ځی هر ما زیګر د ایوب سا لنګی ورځنی را پور ته غوږ ږدی او هما غه دیو ه سند پتوګه منی خو همدا د سا لنګی نا مسوله ټوپکمار دی چی په کندز کی له خلکو په زوره د عشر پنوم با ج اخلی همدا غله ا ختطا فونه کوی ، ا جرتی وژنی کوی د پښتنو مخور او سپین ږیری وژنی د میر عا لم پنوم یو اجرتی قا تل یی په کندز کی ګوما  رلئ دی په ز رګونه میله درنی او سپکی وسلی یی په اختیار کی ورکړیدی چی په سلګونو پټی ا و ښکاره نا مسوله ډ لی او منظم پټ تشکیلات لری چی د امرالله صا لح په مهال ورته جوړ او ډیزاین شویدی همدا شل ورځی وړاندی د همدی ټوپکمارو په ضد پا څون وشو او د قدیرک ، کوچک او عبدل  پنومونو دری غله او قا تلین قومندا نا ن یی مردار شول خو همدا د د فا ع وزیر بسم الله محمدی ورغی او له خلکو سره یی ژمنه وکړه چی میر عا لم به پوه کړی چی نور په تا سو زور زیا تی ونکړی او پدی ډول یی د خلکو قومی پا څون ارام کړنو هما غه وو چی پښتنو وسلی کیښودی خو بسم الله محمدی به لا کا بل ته نه وو رسیدلی چی د میرعالم همدا غله چی د کندز د ا منیی قومندان مصطفی محسنی ملا تړ ورسره ووکلو ته را غلل او یو ځل بیا یی د ځورونی او غلا وو با زا ر ګرم کړا و په دولتیار ، ا قتا ش، ابراهیم خیلو ، کیله چی ، اربا ب غفار کلی ، سه دوکا نه ، د درګل خان کلی ، وړوکی کنم ا ندیجا نی او چقر قشلاق کی یی د خلکو کورونه اوما لونه چورکړل حتی له ځینو کورونو یی دروازی کړکی اوپه دیوالونو کی ځا ی په ځا ی شوی الماری هم و ویستلی او له ځا نه سره یی یوړی او هم یی د خلکو څاروی او غلی هم چور کړیدی پدا سی حال کی چی  ددفا ع وزیر له خلکو سره وعد ه کړی وه چی نا مسوول ټوپکمار به نه پریږدی چی پدوی زور زیا تی وکړی خو لدی کړنی له ورایه ښکاری چی بسم ا لله محمدی خلک و غولول او د میر عا لم ټو پکمارو ته یی ا جازه ورکړه چی څه یی له لاسه کیږی په خلکو دی یی وکړی چی بیا ولسی پا څون ته زړه ښه نکړی یعنی له خلکو یی ا نتقا م وا خیست ، همد غه بسم الله محمدی او د ا منیه قو مندان وعدی وی چی د کندز ولایت خلکو له طا لبا نو و غوښتل چی نیول شوی سیمی پریږدی نو هما غه وو چی طا لبا نو سیمی پریښودی او له دوی وروسته د میر عا لم د نظار شورای ټوپکمارو چور کړی نو له همدی معلومیږی چی د کندز د ا منیه قو مندان اود نظا ر شورای و اکمن غوا ړی چی د پښتنو او نور و قو مونو تر منځ جګړی را منځته کړی تر څو د هیواد شما لی سیمی له پښتنو یو مخ خا لی کړی خو له بد ه مرغه همدا پښتا نه مشران دی چی د دوی په لا سلیکونو پښتا نه په کندز او نور و شما لی ولایتونو کی وژل ا و کورونه یی بمبا ریږی چی د کرزی په د یا رلس کلنه تیره دوره کی همدی لړی دوا م درلود او تر ننه هم روانه د ه هر والی چی کندز ته را لیږل کیده نو د فهیم لومړی خبره به ورته دا وه چی ( قتی میر عا لم خا ن بسا ز وخفیش نکنی ) او د ا منیی قو مندانا ن خو هسی هم د همدی نظار ډلی پخوانی کسا ن وو لکه ایوب سا لنګی مولا نا سید خیلی ، سمیع ا لله قطره ، عبد الرزاق او اوسنئ مصطفی محسنی او دا سی نور ، د یا دونی وړبولم چی د جها د په کلونو کی همدی پښتنو مجا هدینو د روسا نو په وړاند ی داسی په میړانه جها د وکړ چی د ا فغا نستا ن په تاریخ کی یی ساری نه لید ل کیږی او ډیری زیا تی قربا نئ یی ورکړی او له روسا نو ا وکمونیستی حکومت وروسته یی نه یوا ځی د ا چی له پښتنو بلکی له ټول ولس څخه  په میړانه د فا ع وکړه او د نظار ډلګی ته یی وخت نه ورکاوه چی قومی جګړوته لمن ووهی چی په هغو مجا هدینو کی کولای شو د شهید قو مندان امیر محمد ، مرحوم آ مر میر ا فضل خا ن ، شهید قو مندان عا رف خا ن ، شهید قو مندان ها شم خان ، شهید قو مندان محمد ا مین ا و شهید قو مندان مرزا محمد نا صری ا و داسی نورو نومونو یا د کړو چی پدوی کی ډیری داکسان یا په مستقیم او یا غیر مستقیم ډول د نظار شورای لخوا په شها دت ورسول شول ترڅو د کندز ولایت برخلیک د میرعا لم پنوم یو ه اجرتی قا تل ته وسپاری .
څنګه چی زموږ پشا ن ډیری پښتانه په کندز کی پخپلو سیمو کی اوسو او دا ټول زورزیا تی پخپلو سترګو وینو او قربا نی یی یو په لوی لاس او پلان شوی توګه پښتا نه اړ ویستل کیږی تر څو له دولت څخه فا صله ونیسی او له طا لبا نو سره یو ځا ی شی ترڅو یی د لمنځه وړلو لپا ره یو مشروع دلیل هم دولت هم نړیوالی ټولنی او هم د نظار ډلګی ته په لاس ورشی چی بیا په زغرده وویل شی چی ټول پښتا نه طا لبا ن دی ا وددوی وژل پکا ر دی یعنی که ښکاره یی وا ویم چی په ټول شما ل او په ځا نګړی ډول په کندز ولایت کی چی نیږدی له ۵۲٪ زیا ت وګړی یی پښتا نه د ی پښتا نه د پا ڼ او پړانګ تر منځ سا تل کیږی یا د نظا ر شورای او دولت په لاس مرګ او یا طا لبا نوته پنا ه وړل او د پا کستان په فرما یش مړینه اوس تا سو درانه لوستونکی او لیدونکی ووا یا ست د کندز پښتا نه کومه لار غوره کړی؟ پا س آسمان او چت او لاندی ځمکه کلکه ، خو له بده مرغه زموږ د کندز پښتا نه وکیلان یعنی ا نجینیر کما ل او ښا یسته باز نا صری ټوله ورځ د خپلو پیکیا نوپه غوړولو او سټایل ورکولو کی تیروی له ځانه یی شل متره لری د عطرو بویونه خلک ګنګسوی خو د پښتنو پدی مظلومیت یی یوه ورځ هم په پا رلمان اویا تصویری او چا پی رسنیو کی غږ پورته نکړو فکر کوم چی یا دوی ډیر بی ا حساسه او بی وجدانه خلک دی اویا له میرعا لم  او نظار ډ لګی څخه ویریږی چی ویی نه وژنی خویوا ځی د ګوتو په شمیر ځینی با ا حسا سه او زړور ځوا نا ن دي چی خپل آواز تر رسنیو رسوی دا چی کا ڼه دولتی غوږونه ا ویا ړندی دولتی سترګی یی وینی او کنه دا بیله خبره ده خو زه به لدی سره سره چی څوڅو ځله په مرګ ګواښل شوی یم دا مبا رزه به جا ری سا تم او له نور و با ا حسا سه لیکوالو او با درکه ځوا نا نو دا هیله لرم چی پدی قلمی مبا رزه کی دی زما ملا وتړی غلي دی نه کښینی او د شمال او په ځا نګړی توګه دی د کندز ولایت د مظلومو خلکو او بیا خصوصاٌ د مظلومو پښتنوآواز  تردی بی ضمیره چارواکو اووکیلانو ورسوی په پا ی کی له ټولو پښتو ویپا ڼو په ځا نګړی توګه له افغان ځوا ک او بینوا څخه مننه کوم چی د کندز د بی دفا ع خلکو اواز یی خپور کړیدی او لا یی هم د همکاری په هیله یم او یو ځل بیا هم له کندزی وکیلانو او ا منیتی چا روا کو هیله لرم چی د کندز د ولس دی نا ورین ته دی د پا ی ټکی کیږدی اویا دی اجازه ورکړی چی له ځانه پخپله دفا ع وکړی  .
    
 
  


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery