دخپریدو نیټه : 2014-09-09 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
دپښتوفلمونو په نړۍ کې د کوزې پښتونخوا سرکشي!!
میراغا ملت شېرزاد
دفلم دپيژندنې په اړه (فلمي سناريو هغه مخصوصه کيسه ده چې يو ډايرکټر دهغې له مخې فلم جوړوي او بيا يې په تياتر کې ښکاره کوي. په سناريو کې د کمرې حرکت، د لوبغاړو حالات، خبرې او نورشامليږي، چې دا ټول فلم منځته راوړي. پښتوپښتوتشريحي قاموس). (فلم يو کيسه ده، چې ژوند پرې لوبې کوی ، د ژوند عکس پرې کله په ګډا او کله په خندا، کله اوښکې ، کله سلګۍ ، کله مينه کله نفرت، کله يو ښکلی عکس زما او ستا د ثقافت دی. نثار احمد خان د پښتو فلمونو ډايرکټر. (فلم د نوي ساينس سوغات دی، چې په ډېره لږه موده کې يې ټوله نړۍ ونيوله...د فلم لپاره په ناول اوډرامه څه ګوتې وهل او د فلمي عکس اخستنې لپاره يې برابرول فلمي سناريو جوړوي.دزرينې څانګې ليکوال). ( فلم د نورو ادبي او هنري ژانرونو په څير په يو نه يوډول ديوې ژبې، قوم او اولس د ورځني ژوند، دودونو،رواجونو،تهذيب او کلتور انځورباسي اود يو اولس کړه وړه له مختلفو زاويو رانغاړي او بيرته يې دغه اولس ته وړاندې کوي. يوويشتمه پيړۍ او پښتوفلم د مقالې ليکوال).
ډرامه: چې د يوناني ژبې د (ډراو) له کلمې څخه اخستل شوې او د عمل او کړنې معنا لري، لغوي معنا يې فرهنګونو تمثيل، نمايش او ننداره ښودلې ده.(ډرامه دحقيقت نقل او د فطرت پيښې دي. انګريزي ليکوال کالرج.) (ډرامه د ژوند نقل، د دود دستور هندارې او ريښتينوالي يعني د حقيقت عکاسۍ ته ډرامه ويل کېږي.يوناني ليکوال سيسرو.) د نړۍ مثال د سټيج په شان دی، ټول نر او ښځې يې لوبغاړي دي، دوی په دې سټيج راځي او ځي او يوشخص په خپل وخت کې ډېر کارونه کوي.(په ډرامه کې په سټيج د واقعاتو ښودنه داسې کېږي، لکه څنګه چې د دوی پيښيدل په کاردي، نه داسې لکه چې پيښ شوي دي. شهسوار سنګروال.)
دلته فلم او ډرامه د ادبي ژانرونو په ډول که څه هم يو لړتوپيرونه لري،خو د دندې د اجرا په لحاظ يې زه يو بولم او زه د يوې خبرې يادونه کوم، چې موږ ادب څه ته وايو؟ د ادب په اړه هم مختلف توضيحات راغلي دي. يوشمير پوهان د ادب ريښه د اوستايي ژبې (دب) له ريښې سره اړوند ګني،چې د ليکلو معنا لري.ځيني بيا وايي ادب د يوناني کلمې (اديپوس) څخه اخستل شوې، چې د ليکلو معنالري. يوه ډله نور پوهان بيا وايي چې ادب په اصل کې د عربي ژبې له (هذب) څخه اخستل شوی، يا د دې کلمې اوښتې بڼه ده ، چې هذب د وخت په تيريدوسره (هه) په (الف) او (ذ) په (د) واوښتو او ادب ترې جوړ شو.
عربانو به د(مهذبه) کلمه د هغې ونې لپاره استعمالوله، چې د هغې څانګې به پرې اواصلاح به شوه. د وخت په تيريدو سره همدې خبرې او کلمې د انسان په خوی او اخلاقو دلالت وکړو او هغه چاته به يې مهذب ويلو چې هغه به ښه اخلاق او خويونه غوره کول، خراب اخلاق او خويونه به يې پريښودل؛ نو دا چې د ادب لغوي معنا ښېګڼه، ښه ژوند کول، ښه اخلاق او خويونو درلودل دي او په اصطلاح کې هغه څه ته وايي چې انسان په خپل ژوند کې له خطا او ښويدنې څخه ژغوري، نو ايا دې ادب به هماغه خپله معنا ساتلې او خپله دنده به يې ترسره کړې وي؟ او دا دنن ورځې ځينې ليکوالان، چې ځينې ليکنې کوي او د ادب په ژانرونو څه ډول لوبې کوي او بيا يې تمثيل کوونکي په څه ډول تمثيل کوي، همدغه به د خپله معنا وساتي؟
ادب د يوې ټولنې د کلتور، دود اورواج، مذهب ساتندوی اوښکارندوی دی، نو اوس به قضاوت تاسې درنو لوستونکو ته پريږدو، چې نني فلمونه او ډرامې به زموږ د کلتور، مذهب، دود اورواج حقيقي ښکارندوی وي او که نه؟ د يوناني ليکوال سيسرو په وينا چې ډرامه او فلم د حقيقت عکاسي ده. دا پښتو فلمونه او ډرامې به زموږ د ټولنې حقيقي انځور وړاندې کړي او زموږ پښتنې ټولنه به دومره بې حيا شوې وي؟ لکه څنګه چې شهسوار سنګروال وايي(په ډرامه کې په سټيج د واقعاتو ښودنه داسې کېږي لکه څنګه چې د دوی پيښيدل په کار دي، نه داسې چې پيښ شوي دي. يعنې زموږ ادب او اديبانو او تمثيلوونکو ته په کار دي چې داسې څه ټولنې ته وړاندې کړي، چې د هغوی داصلاح او سمون لپاره وي او ټولنه په سمه لاره روانه کړي، که د خپل دود او مذهب له پولو وتي وي، هغوی کې بيرته د ادب رسۍ واچوي او را کش يې کړي. نه دا چې يوه ټولنه دومره له کلتور او مذهب څخه نه وي وتلې لکه څومره چې يې نني ځيني ليکوالان او وړاندې کوونکي وباسي.
داچې دفلم پيدايښت ،خوځښت او لوړې پوړۍ ته رسيدل هم د انسان د پيدايښت او لومړني ژوند او بيا لږ پرمختګ په ژوند کې او بيا د انسانانو ژوند لوړو پوړيو ته رسيدلو په څير ده او فلم هم د انسانانو د ژوند رښتينی انځور دی او د هغوی د ژوند د اړخونو ښودل دي ، دا انځور اوښودل بايد د انسان بياپه ځانګړي ډول د هغې ټولنې دريښتينې او لارې ژوند پسې وروسته قدمونه کېږدي او په دې کې د ژوند د ټولو برخو نصحتونه، پندونه وي. د ژوند د سمو برخو ښه ستايل او د ژوند په نيګړو برخو نېوکې موجودې وې. د راتلونکي لپاره د هغې سمون او اصلاح موجوده وي. د ناپوهو وګړو(هغه وګړوچې د ټولنې په ټولنيز ژوند نه پوهيږي) هغوی ته ژوند کول او د نورو سره ښې اړيکې لرل او ساتل تمثلوي.
دا هغه وخت کيدلای شي،چې دفلمونو نړۍ د وړو او پوه وګړو په لاس کې اخستي وي او دا د يو مسوليت او امانت په ډول يې نورې نړۍ او نور نسل ته وړاندې کوي.
دهرې ټولنې ژوند د ژوند اصول او کلتور تربلې جلا دی او د هرې ټولنې په فلمونو کې بايد د هغې ټولنې کلتور په سم ډول ترسره او وښودل شي. داځکه چې دافلم د نورې نړۍ وګړي ګوري او ژباړي يې که په ناسم ډول د يوې ټولنې کلتور او هغه کارونه وښودل شي؛ نو دا به نورو وګړو او نورې نړۍ ته د هغې ټولنې ناسمه پيژندنه او ناسم معلومات اخيستنه وي. لکه د پښتوفلمونوکارکوونکو چې د فلمونو له دې وحشي نړۍڅخه ليا وحشي نړۍ ته سرکشي کړېده اود پښتو، پښتونولۍ، ننګ،غيرت، پت، غزت اورښتينولۍ له پولو يې پوره پښې اړولې او د پښتونولۍ، ننګ، غيرت، پت، عزت او رښتينولۍ په مقدسو نومونو يې پښې ايښي او د پښتو دا دروند نوم په خپلو سپکو ژبو او لاسو اخلي او دباد مخته يې ږدي. داسې څوک نشته چې د دې کاروان مخته ودريږي او د دوی له خولو او منګولو پښتو وژغوري اود خپل پت په څادر کې يې ونغاړي