۱۸ سپټمبر ۲۰۱۴
"(دغه جنګی جنايتکاران.ژ) د کومی مستقلی محکمی اويا قضايی حکمونو پر بنسټ چی د جنايی کميسون لخوا په جنايتونو تورن شويدي، بيګناه نه دي ګڼل شوی...بلکه د رسنيو د زور او پروپاګنډ پر بنسټ چی دوي (جنګی جنايتکاران.ژ) د نړيوالو معتبرو رتبو او مقام څښتنان دي، د محاکمی او تعقيب څخه برائت حاصل کړی دی.
جنګی جنايتونه:
جنګی جنايتونه هغه جرمونو ته ويل کيږی چی د يوی ډلی لخوا د دولت په مشوره تر سره شوی وي، دا دهغه جرمونو څخه چی په يوه ټولنه کی د يو شخص لخوا تر سره کيږی مطلق توپيراومغايرت لری. په افغانستان کی چی کوم بی ساري او غټ جنايتونه تر سره شويدي مونږ ديته اړ باسی چی پوهه شو چی کومه انګيزه باعث شوه چی ددغه بشری ضد ځورونکو ساديستی جنايتونو په کمولو کی يی مرسته ونه کړه بلکه هغه يی لا نور هم تشويق کړٰل. ښه، اوس نو داد ټولنپوهانو، ارواح پوهانو، د عقلی او عصبی ډاکټرانو او نړيوالو حقوق پوهانو کار او وظيفه ده چی هغه په دقيق ډول مطالعه او په ټوليز ډول ټول حقايق رابر سيره کړی. امکان لری چی خپلواکه (ليبراله) ډموکراسی د غير خپلواکو هيوادونو په نسبت د جنګی جرمونو د محکمی ملاتړ وکړی، خو په واقعيت کی د ځينوحقيقت پوهانو د خبرو په اساس هغه لومړنۍ اړيکی چی د قدرت پر بنسټ د متحده ايالاتو اود افغانستان د شمالی ټلوالی د جنايتکارانو تر منځ موجودي دي بدون له شکه په اثبات رسوی چی دوی (شمالی ټلواله) جنګی جنايتکاران دي.
د ملګرو ملتونو د بشر د حقوقو عالی سازمان د بيګناه وګړو او(جنګی اسيرانو) چی د سولی او جنګ په بهيرکی ملکی ژوند ته بيرته راګرځيدلي دی د هغو په ساتنه او محافظت کی ناکام شويدی. ددی ناکامۍ لوی علت په ښکاره ډول د لويو ځواکونو ارادی ته تسليميدل دي کوم چی په نړيوالومعتبرو غونډو کی د ويټو (نــه) د استعمال څخه کار اخلی او يا هم په نړيوالو واکمنو (باقدرته) جنايی محکموکی د هغو د تصويب څخه سرغړونه او انکاري دي.
متحده يالاتو او روسيی د نړيوالی جنايی محکمی د مصوباتو سره په کلکه خپل مخالفت ښودلی اود هغو تصويب يی رد کړی دی. علاوه پر دی اسرائيلو، چين، شمالی کوريا او ليبيا ددغی محکمی د منلو څخه په کلکه انکار کړی دی. د هغه هيوادونو لپاره چی په ډير فصاحت سره يی د ډموکراتيکو ارمانونو پيروی کوله، لا د ازادۍ دغو ارمانونو ته نه وو رسيدلی چی د بهرنيانو د بی حده زيات صلاحيت او سلوک له امله يی د هغو د 'لاسليک کولو' څخه انکار وکړ. د جګړو دغه روش او نموني چی په غونډو کی د منصفه هيآيت د وکيلانو لخوا په ډير شريفانه ډول ستايل شويدي، په دی اړه يو زوړ او پخوانی متل دی چی وايی: ستاسو په باره کی بايد د هغه کسانو په شان قضاوت وشی چی تاسو د هغوي سره ملګرتيا لرۍ.
د نړۍ د ډيرو وګړو په نظر به دا يوه معمولی خبره وی چی ددغو لويو او وړو جنګی جرمونو او بربريت په اړه چی لړ ليک (فهرست.ژ) يی ډير لوی دی اوهيڅ کموالی پکی نه دی راغلی په اړه يی کوم فکراو يا توضيحات ورکړی، غير محال کار دی. همدا راز هغه هيواد چی په جګړه کی ښکيل وی، په عمومی ډول هغه عام خلک چی په جنګی جنايتونوکی د ککړو کسانو په اړه هيڅ معلومات نلری، کله چی د مطبوعاتو او رسنيو لخوا چی هر شی پخپل کنټرول کی لری مباحثې په لاره اچول کيږی، په ډيره اسانۍ سره د جګړی د (دوام.ژ) لپاره د هغوي (عامو خلکو.ژ) ملاتړ حاصلوی.
په دی ورستيو کی د متحده ايالاتو يو ډله پوځيان په ويډيو کی ليدل کيږی چی د انسانی کرامت او مذهبی مقدساتو په خلاف په جګړه کی د وژل شويو طالبانو په مړو جسدونو متيازي کوی. په داسی حال کی چی د پوځيانو تر منځ يو نا ليکل شوی حکم موجود دی چی هغه څوک چی په جګړه کی له منځه تللی وی د درناوی مستحق دی.د (امريکا.ژ) ددغه بی ادبه پوځيانو داد انسانی کرامت ضد عمل چی د جنګ په صحنه کی ترسره شويدی د پوځی عنعناتو، نظم ، انضباط او ډسپلين سره په مطلق ډول مغايرت لری. په يو بل ځای کی يو امريکايی پوځی چی ډيره عجيبه او غريبه او د وحشت څخه ډکه صحنه وړاندی کوی د يو وژل شوی افغان د بدن غړي د هغه د بدن څخه جدا کوی او د ځان سره يی د سوغات او مباهات په ډول ساتی چی دا ډيره خوفناکه او وحشتناکه صحنه ده. په داسی حال کی چی دا مجرمانه عمل به د يوی کوچنۍ ډلی او يا يو سړی کار وی، خو د غربی هيوادونو په رسنيو کی يی د ځواکمنو هيوادونو د فشار او سانسور له امله چی د کمزورو هيوادونو په مقابل کی ورڅخه کار اخلی ډيرکمرنګه انتقادونه او غصه راپارولی ده. دلته يوه خبره شته چی بايد ورڅخه هيڅ انکار ونه شی اوهغه داده چی د جنګی جناياتونو کميسون نه غواړی خپلی نړيوالي اړيکي د ښکيلاکګر ځواک سره په دی مؤضوع باندی خرابي او پيکه کړي. هغه مرستي چی د خپلواکوډيموکراتيکو هيوادونو لخوا د محاصره شويو هيوادونو سره کيږی د ځواکمنو هيوادونو د فزيکی او روحياتی حملو له امله چی د يو(کمزوری.ژ) ملت روحيه کمزوری کوی د جنګی جناياتو د کميسون هڅي د جدی خطر سره مخامخ کوي.
د خود خواهۍ په هغه سياسی مظاهره کی چی متحده ايالات يی د خپل تاريخ په ټوله کثيفه دوره کی اوږده سابقه لری، د پوځی مصلحت پر بنسټ يی هميشه د جنګی جنايتکارانو، د مخدره موادو قاچاقبرانو، نورو لويو او کوچنيو جنايتکارانو که هغه په منځنی ختيځ، هند و چين، آسيا، سهيلی اسيا او يا هم په نزدی ختيځ کی وو ساتنه او ملاتړ کړی دی، دا ماجرا جويی يواځی په دی خاطر وه چی په نړۍ باندی خپل اقتصادی او پوځی تسلط برقرار وساتی. بد بختانه چی د افغانستان حالت پخوا هم خراب وو او اوس هم په بد حال کی دی. په دی تازه وختونو کی امريکا د خپلی مدعا (ګټو.ژ) لپاره نوي ملګري پيدا کړيدي، لکه عبدالرشيد دوستم، د شمالی ټلوالی غړی، د(پخوانی.ژ) شوروی اتحاد همکار، د کمونيستانو طرفدار، او د امريکايانو لخوا د مقرر شوی ولسمشر کرزی په اداره کی د دفاع وزارت معين دی په بيلګو او اسنادو ثابته شوی چی وحشی جنګی جنايتکار دی. په عين حال کی د پښتنو پر ضد د امريکايانو لخوا نوی ټلواله چی مشری يی د افغانستان ولسمشرۍ ته کانديد ډاکټر عبدالله عبدالله ته سپارل شوی جوړه شويده. د هغه بی شماره تورونو (اتهاماتو) پر بنسټ چی په ډاکټر (عبدالله عبدالله.ژ) باندی لګول شويدي وايی چی دی (عبدالله عبدالله.ژ) د (KGB) لخوا په دی ګمارل شوی وو چی د پښتنو د ورکولو (محوه) کولو په موخه (د امريکا د هوايی او توپخانی ځواکونود کوارډيناتور وظيفه په غاړه واخلی) په تاريخی لحاظ دا ډيره مشهوره ده چی د افغانستان پښتون اکثريت قوم د خپل ټاټوبی (وطن) څخه هميشه دفاع کړيده.
په اصطلاح د تروريزم پر ضد جګړه کی د امريکا سره متحد جګړه ماران، عبدالرشيد دوستم چی په خټه ازبک دی، غواړی چی افغانستان په قومی لحاظ تقسيم او (لوی تاجکستان) جوړ کړی(زه ژباړن فکر کوم چی د ښاغلی بروس ريچارډسن چی ددی مضمون ليکونکی دی مطلب به يی لوی ازبکستان وی؟)، دوستم چی د ازبک مليشی د ۵۳ يمی فرقی قوماندان وو، د ماسکو، امريکا، ايران او هندوستان پلوی (طرفدار) دی، همدا راز دوستم په افغانستان کی د 'ګلم جم' په منفور نوم چی مليشو به يی د خلکو مالونه لوټل شهرت لری. دوستم او دده مليشه ځواک په نورو زياتو بيرحميو او قساوت هم شهرت لری چی خپل سياسی مخالفين به يی د جنګ په صحنه کی په ټانکونو پسی تړل او تر هغو به يی راښکل چی قربانيان به نورد پيژندګلو نه وو او غوښي به يی پر ځمکه ټوټی ټوټې پرتی وې، چی دا کاربه د دوستم او د هغه د مليشه ځواک د خوشحالۍ او ساعتيرۍ سبب ګرځيده.
دوستم او د هغه جوزجانۍ مليشه د نورو زياتو بيرحميو سره سره په يوه ځانګړی او بيساری جنايی پيښه کی چی په بيلګو او اسنادو په ثبوت رسيدلی او د تصور څخه ډير ليری کار بريښی په ليلی دشته کی د (۸۴۵۰) څخه زياتو اسيروطالب جنګياليو په وژلو چی په ډيره بيرحمۍ، غير انسانی او وحشيانه ډول يی په قتل رسولی تورن ګڼل شويدی. (دوستمی مليشو.ژ) به کانټينرونه د (طالب.ژ) بنديانو څخه ډکول او بيا به يی اور ورلاندی بلو ترڅو بنديان لو لپه او مړه شي. د دوستمی مليشو د وحشت او بربريت نه ډکه يوه بله نمونه دا وه مخکی له دی چی کانټينرونو ته اور ور لاندی شی په کانټينرونو به ډزي شروع او تر هغه به رواني وي چی ټول بنديان به ددنه پکی زخمی او ووژل شول. دوستم داسی يو ساديزم لری چی هغه د بنديانود ځورونی څخه چی دده سره بندی وی د شکنجی څخه خوند اخلی، چی دده دا عمل په ثبوت رسيدلي اسناد او لاسوندونه لري. د مثال په ډول، د بنديانو د وژلو په باره کی داسی راپورونه موجود دي چی دوستم او مليشو به يی بنديان په اور باندی په سرو شويو چړو او تورو (شمشيرونو) د بنديانو سرونه پری کول او هغه به يی په ډيره بی باکۍ سره د "رقص مرده" په نوم ياده وو.
دوستم د جهاد په ټوله دوره کی د شوروی ځواکونو او د کابل د کمونيستی دولت سره اوږه په اوږه د مجاهدينو پر ضد جنګيدلی دی، په حاضر وخت کی هغه (دوستم) د امريکا په مشرۍ د ايساف (ISAF) د اشغالګرو ځواکونو سره اتحاد لری. دا هم په بيلګو ثبوت شويده چی دوستم جنګی جنايتکار دی، او متحده ايالاتو دهغه (دوستم) په دغه ټولو جنايتونو او غير قانونی جګړو چی په افغانستان کی مرتکب شوی سترګي پټي کړيدي. دا پخپل ذات کی د امريکا د متحده ايالاتو د رياکاريو ثبوت دی چی پخپله ځان د ډيمواکراسۍ حامی ګڼی خو د اساسی قانون په خلاف په نامعقول ډول د جنګی جنايتکارانو څخه ملاتړ او حمايت کوی.
پنځلس کاله پخوا (۱۹۹۷)کله چی زه (بروس ريچارډسن.ژ) د افغان مشهور ژورنالست نورالحق حسينی سره د کابل په سفر روان ووم، د پل چرخی (زندان) د پوليګون د مسجد شهدآ په سيمه کی می ډير زيات دستجمعی قبرستان چی د زياتو بارانونو له امله بربنډ شوي وو د انسانانو د بدن د بقاياوو څخه ډک وو مشاهده او عکس می ورڅخه واخست، په واقعيت کی دا ډيره دردونکی او وحشتناکه صحنه وه چی زه به يی په خپل ژوند کی هيڅ هيره نکړم. هغه مړي چی دلته ښخ (دفن) شوي وو د شورويانو په آمر د (کابل.ژ) د کمونيستی دولت لخوا په ډير وحشت او زجراعدام شوي وو. زه په دی اميد او د هغی ورځی په انتظار يم چی ددغو راغونډو شويو انځورونو او بيلګو پر بنسټ د جنګی جناياتو محکمه جوړه او د افغانستان د بيګناه خلکو او د بشر پر ضد چی کوم جنايات پخوا او اوس ترسره شوي دي د هغو په اړه پلټني وکړي او قضايی فيصله صادره کړی.
امريکا يان او روسان د نړيوالی جنايی محکمی د تصويبولو څخه په دی خاطر ډډه کوی ځکه چی دوي پخپله يعنی دواړه متحده ايالات او روسيه د ډير وخت راهيسی په بی شميره جنګی جنايتونو کی ککړ دي چی دا په ښکاره ډول د بشر د حقوقو څخه ددوي سرغړونه او پا يمالول په ګوته کوی.
د جنګی جناياتو کميسيون بايد ټول جنايات يو په يو وڅيړی او د افغانستان د شمالی ټلوالی د مليشو شيطانی ناوړه جنايتونه هم له پام څخه ونه غورځوې. ددی مسئلی د تائيد (کره کولو) لپاره د ياداشتونود پاڼو متن ته پام وکړۍ. کله چی يو اشغالګر ځواک (روسيه او متحده ايالات) د جنګی جنايتونو کميسيون ته يو پيژندل شوی هيآت چی د بانډ ستانو حيثيت لری ليږی، هغه د يو عاليترين او باتجربه مقام په صفت ليږل کيږی چی په تيرو وختونو کی دوي پخپله په ډيرو ناروا او ظالمانه جناياتونو کی ښکيل او ککړ وو."
بروس جی.ريچارډسن
ياداشتونه:
وخت رارسيدلی چی شمالی ټلواله ښخه کړل شی، فريدريک سټار او ډاکټر مارين سټمسری، وال سټريت ژورنال، ۲/۲۶/۲۰۰۲.
افغانستان، سياسی کمزورتيا او خارجی مداخله، کال ۲۰۰۶، د ښاغلی ډاکټر نبی مصداق ليکنه.
امريکا يی راج ، آزادی يا ښکيلاک د اسلامی نړۍ او غرب تر منځ د جګړی حل، ايرک س. مارګولس، ۲۰۰۸.
ممنوعه حقيقت، د متحده ايالاتو او طالبانو تر منځ د تيلو پټه ډيپلوماسی او د بن لادن ناکامه هڅه، جين چارلس بريسارډ او ګويلام ډسکی، ۲۰۰۲.
د اسامه بن لادن او متحده ايالاتو ترمنځ اړيکي، وال سټريټ ژورنال، ۹/۲۷/۲۰۰۱.
د افغانستان د رهبرانو لخوا د متحده ايالاتو او ملګرو ملتونو رهبرانو ته د افغان مهاجرينو په اړه د مهاجرت د ناخوالو قيصو بيان، ۲۱ سپټمبر ۱۹۷۸-۷- اکتوبر ۲۰۱۳، م.س. صديق نورزوی، ۲۰۱۳.
د جنګ د قوانيو په اړه لاسوندونه او اسناد، د آدم رابرټ او ريچارډ ګويلف ليکنه دوهم چاپ، ۱۹۸۹.
د تروريزم پر ضد د امريکا جګړه، دوهم چاپ، د مائيکل چوډوفسکی ليکنه، ۲۰۰۵.
افغانستان، د حقايقو په لټه کی، بروس جی. ريچارډسن، ۲۰۰۸
(ددی لپاره چی (CIA) د عوامو په نظرياتو کی پخپله ګټه تغيير راولی او د جګړی ملاتړ حاصل کړی، په دی منظور يی د ۳۰۰ څخه زيات خپل جاسوسان او ژورنالستان په(افغانستان، عراق، سوماليا او ليبيا) کی د روزنی لاندی نيولی دي چی د رسنيو د عنوان لاندی چی د جنګ په طرفدارۍ تبليغات او مقالي د پوښښ لاندی خپاره کړې ګمارلی دي، وګورۍ (anti-war.com, 12/2013).
هغه رسنۍ چی د دولت لخوا په رسمی ډول چڼول( فلټر) شوی وی، د سی- آی - ای د يو متقاعد مامور فيليپ جرالډی د وينا پر بنسټ چی وايی " که ستاسو دولت وغواړی چی په هغه باندی پوه شی، دا په ټوله معنی يو غير واقعی عمل دی."
د (CNN) د خبری شبکی يو ژورنالست پاول والډمن وايی چی د(عراق په اړه ډيک چينی يو بيشرمانه او عجيب و غريب تحليل وړاندی کوی) هغه له درواغو ډک حساب و کتاب چی د عراق د جګړی په اړه د (CNN) د مفکوروپر بنسټ په پټه وړاندی شوی دی، ۱۹ جون ۲۰۱۴."
تبصره: درنو لوستونکو، ددی ليکنی په لوستلو سره چی د ښاغلی بروس ريچارډسن لخوا په انګليسی ليکل شوی او ما پښتو ته اړولی ده، ډير حقايق په ډاګه شوي دي. د هغه حقايقو په رڼا کی چی ريچارډسن ورته په ځانګړی او سيستماتيک ډول د پښتنو د بربادولو په اړه اشاره کړيده پاملرنه وکړۍ. ښکاره خبره ده چی پښتانه نه په سيمه او نه په نړۍ کی کوم خواخوږی هيواد او يا کوم بل څوک لری. زه داسی فکر کوم چی په حاضر وخت کی په افغانستان کی د پښتنو د موجوديت مسئله لکه په منځنی ختيځ کی د فلسطينيانو مسئلی ته ورته ده. سره د ټولو ستونزو چی تقريبآ ټوله نړۍ او په ځانګړی ډول امريکا او اسرائيل د فلسطينيانو په محو کولو پسی را اخستی ده خو بيا هم داد اکثرو فلسطينيانو د يو والی او شهامت نتيجه ده چی خپل ځان يی په نړيواله سطحه تثبيت کړی دی، خو په افغانستان کی د يو واحد رهبر په نشتوالی کی د پښتنو په اړه دا تشه موجوده ده. اوس دا زمونږ پښتنو وظيفه ده چی خپلی تربګنۍ او دشمنۍ يو طرف ته کښيږدو او په يو واحد مشر سره راټول او يو سراسری اتفاق ته ورسيږو. رهبر بايد پاک، لاسونه يی په وينو ککړ نه وی، د پوهی او سياسی تدبير خاوند، د جرګو مرکو په سيستم پوه او نوري پښتنی ځانګړتياوي ولری. پښتانه بايد خپل رښتوني اوواقعی مشران هيڅ وخت تخريب نه کړی. لکه مرحوم ملنګ جان چی وايی
پښتون چی د پښتون په بربادۍ پسی لګيا وی په دی کارکی مغل او پنجابيان څه ملامت دي.
په يو بل ځای کی رحمان بابا څه ښه وايی
په تـدبير چی د بـيـړۍ سوری بند نه کړی دا تـقـديـر دی چی بـيـړۍ به دی ډوبـيـږی.
دلوی، ازاد، سر لوړی افغانستان او د لر او بر ټولو پښتنو د اتفاق او يو والی په هيله.
په درناوی
پــــا چــــا
ژ: ژباړن