مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-10-05   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

مولوي عبدالسلام ضعيف خپل سکوت (چوپتيا) ماته کړه

سيد حسين پاچا


مولويصاحب تاسو خپل نيول، سپکاوی او خرڅول څنګه توجيه کوئ؟

که دا تړون د قرآن وسنت خلاف بولئ، نو تاسو د يو سياسي ديپلومات په توګه د کوم تړون، قانون او مشروعيت پر اساس د يو مسلمان پر لاس پر غيرمسلمو وپلورل شوئ؟ دې غيرمسلمو خو دومره وکړل چې تاسو، متوکل، معتصم، مجاهد او نور هغه دی د ژوند څښتنان ياست. ملا عبيدالله اخوند، مولوي ارسلا رحماني، ثاقب او نورو ژوند له لاسه ورکړ. ملا عبدالغني برادر که له دې غيرمسلمو سره بندي وای، نو ستا او د نورو په شان به اوس راخلاص شوی وای، خو پاکستان لا په زندان کې ساتلی دی

پاکستان ښه ساده ګان موندلي ياست چې د امير معاويه په نوم فرقه پرست هم په پاکستان کې تبليغ خو په افغانستان کې جهاد روا بولي. ستا د ديپلومات او د مشر ملا صاحب چې د ((ټوريست)) او ((تروريست)) توپير نه شي کولی دا حال وي د نورو به دې څه حال وي؟ خپل طالبان يې د څارګرې ادارې چوپړ بولي، خو ستا لا سر نه په سياست او نه په قرآن وحديث باندې خلاص شوی


زموږ دروند مولوي صاحب ويلي چې :
[[که څه هم ماځان د سياسي امورو څخه تر ډيره ليرې کړی دی او يوازې مې علمي کارونو ته توجه کړې ده. ليکنې مرکې او ملاقاتونه مې شاته کړي دي، خو دا ليکنه راته په دې خاطر اړينه ده تر څوسکوت دلالت پر رضاء باندې رانسي د يوه مسلمان په توګه د داسې عمده اشتباه په وړاندې خپل نفرت ښکاره کړم کوم چې دسولې هيلې په ناهيلۍ بدلوي، دګرانوهېوادوالواو هېواد دلا ناامنۍ او ناخوالو سبب کيږي، همدارنګه دناپايه جنګ اور ته لمن وهي.]]

دا چې مولوي صاحب له سياسته ځان لېرې کړی او علمي کارو ته يې مخه کړې ده درنښت يې کوم، خو دا چې ويلي يې دي ((تر څو سکوت دلالت پر رضا باندې رانشي د يو مسلمان په توګه د داسې عمده اشتباه په وړاندې خپل نفرت ښکاره کوم ...)).
د مولوي صاحب او هر افغان نظر ته درناوی په کار دی، خو داسې برېښي چې مولوي صاحب په خپله دعوه کې تېر وتلی دی او هغه دا چې علمي کاروته يې مخه کړې ده، خو دی لا تراوسه د ثيّبې (کونډې) او باکرې (پېغلې) ترمينځ بېلښت نه شي کولی. اوس پوښتنه دا ده چې نوموړی ځان ثيّبه (کونډه) او که باکره (پېغله) بولي؟
که ځان ثيّبه (کونډه) بولي درست ده چې خپل نظر يې ښکاره کړی او که باکره (پېغله) بولي، نو پېغله خو په سکوت ښه ښکاري، نو بيا يې ولې سکوت مات کړی؟ خو مولوي صاحب لا مخکې خپل بکارت (پېغلتوب) مات کړی ځکه چې خپله طالب او هم يې په اسلام اباد کې سياسي استازی وو، نو د باکره توب (پېغلتوب) اطلاق پرې نور نه کيږي. ځکه خو د خدای تعالی شان دی چې پېغله حيائتاً خپله حيا او سکوت ساتلی شي او کونډه يې نه شي ساتلی، ځکه خو مولوي صاحب خپل سکوت ونه شو زغملی. داسې برېښي چې مولوي صاحب کتاب النکاح سمه نه ده لوستې، ځکه خو د باکرې او ثيّبې په تعريف کې خطا شوی. له پيله د ايجاب وقبول په مساله کې خطا شوی.

خير دی که د مولوي صاحب هېر دي، خو د خلکو پر ياد دي، د مشرف په وخت کې چې دی هلته د طالبانو سفير او سياسي استازی وو د پاکستان د پوځ په باره کې ترې پوښتنه شوې وه او ده يې په اړه کلک غبرګون ښوولی وو چې نه د پاکستان پوځ اسلامي پوځ دی او پر خلاف يې هر عمل ناروا دی. له بده مرغه هماغه اسلامي پوځ نوموړی امريکايانو ته په لاس ورکړ بل چا خو نه دی ورکړی، نو مولوي صاحب ولې ترې بيا په خپل کتاب کې سر ټکولی؟ او خپله ورکړه او د هغوی عمل څنګه توجيه کوي؟

د مولوي صاحب به پر ياد وي چې ده د بي بي سي په Secret Pakistan کې چې وړم کال له بي بي سي پښتو خپرونې څخه په دوو برخو کې خپور شو ويلي چې ((پاکستان به موږ ته يو څه ويل او امريکا ته بل څه)) او نور ورپسې همداسې وړاندې ځي. جنرال محمود بيا هم ورته راځي او د پټې همکارۍ ژمنه ورسره کوي. تاسو ولې پر کونړ د پاکستان د توغنديو په باره کې خپل سکوت نه ماتوئ؟ ولې د بېګناه خلکو پر وژنه خپل سکوت نه ماتوئ؟

مولوي صاحب په ايمان يې ووايه چې څومره توهين به ستاسو (طالبانو او ترابي) له لورې له خلکو او اسلامي شرايعو سره شوی وي. ايا دا توهين نه بولې چې ((وزاده بسطة فی العلم [۱] والجسم [۲])) کې يې ته څه ډول انګېرې؟ ته خو عالم يې ولې د کلام پاک حکم ناديده ګڼې؟

د حضرت موسی عليه السلام او حضرت خضر په واقعه کې موسی عليه السلام د الله تعالی په امر استول کيږي چې له هغه څه زده کړي، خو دا زده کړه او ملګرتيا په دريو پېښو ختميږي او موسی عليه السلام بيرته خپل قوم ته راګرځي. په حقيقت کې الله تعالی نور نه غوښتل چې حضرت موسی عليه السلام له دريو ورځو زيات له خپل قوم نه غايب اوسي، بلکې د هغه شتون له قوم لپاره مهم وو، ځکه خو الله تعالی يې ملګرتوب هلته ختم او بيرته خپل قوم ته راستون کړ چې په قوم او په ټولنه کې واوسيږي، نو خدای مه کړه يا به ته رښتيا نه وايی، يا به دا نړيواله ټولنه دروغ وايی او يا به پاکستان او ټول تحريک دروغ وايی چې ملا صاحب خو له پيدايښته تر دې دمه چا ونه ليده، نو که له تاسو نه د قرآن وحديث په رڼا کې لکه تا چې ورته اشاره کړې ده وپوښتم چې نوموړی به چېرې وي؟ خو ځواب به دې ((نه)) وي، خو بيا پاکستانی جنرال يې ويني ((جنرل اور معصوم مُلا))، نو په دې صورت کې به ترېنه ستا او د تحريک تابعداري څنګه وي؟ يا به مُلا صاحب له حضرت موسی عليه السلامه فوق (لوړ / پورته) ګڼې او يا ورته؟ که يې پورته ګڼې، نو بيا خو په کار ده چې ټوله وحيې له سره وګرځوې چې دا خو هم محال ده او که يې ورته بولې، نو چې موسی عليه السلام له حضرت خضر سره له دريو پېښو زيات نه شي تم کېدای، نو بيا خو مُلا صاحب ولې په کلونو له موږه ورک دی؟ يا به خپلواک وي يا به بلواک چې لومړی خو يې مشکله ده، خو په دويمه کې يې شک نشته.

زما مشوره مولوي صاحب ته دا ده چې هڅې د قرآن وحديث دعوه مه کوه. ډېر داسې شواهد شته چې ستاسو دعوه او هغه سره په ټکر کې دي. د بيلګې په توګه تاسو د احمد رشيد کتاب لوستی چې هلته خو ستا د مشرانو د يونوکال او بريډراس کمپنيو سره څومره پټې کتنې شوي. تاسو چې دا تړون د قرآن وسنت خلاف بولئ، نو بيا هغه تړونونه او کتنې سره څنګه توجيه کوئ؟

زما مشوره مولوي صاحب ته دا ده چې تاسو يوځلې بيا په غور سره سورة البقرة او سورة الکهف ولولئ او په تفسير وتفصيل سره يې د ننني وخت له غوښتنو سره هر اړخيز ډول ځان پوه کړئ. ايا ستاسو او د طالبانو تابعداري له مُلا صاحب نه په غياب کې مشروعيت لري او کنه؟ دوه انبياء د يو وړوکي قوم لپاره د طور او د خضر له واقعې پرته له خپل قوم بهر نه دي پاتې شوي. د طور په واقعه کې موسی عليه السلام هلته لاړ، خو هارون عليه السلام د قوم لپاره پاتې وو، نو مُلا صاحب ورک دی او مرستيال يې په زندان کې دی. تاسو په کابل او يا به بهر ياست، معتصم اغا هم په ترکيه کې دی او له ګوانتنامو راخلاص شوي هم له رسنيو پټ دي. د دفاع وزير مو د دوی په تاڼه کې شهيد شو او په کراچۍ کې يې پټ ښخ کړی وو او داسې نور درواخله. دا چې تاسو په سختو ټکو د تړون غندنه کوئ موږ هم ستاسو د نظر درناوی کوو، خو ولې په دې هم بايد د قرآن وسنت په رڼا کې فکر وکړې. داسې برېښي چې علمي مطالعه مو کمزورې ده.

[[په داسې حال کې چې امریکایانو په افغانستان کې تر يولک اوپنځوس زره زيات مسلمانان په شهادت رسولي دي، داسلامي شرايعو توهين يې کړی، په زرګونو هېوادوال يې دخپلوحقوقوڅخه محروم کړی دي،  تر درې لکه زيات ماشومان يې بې پلاره کړي اويتيمان کړي دي، تر يولک زياتي تورسرې يې کونډې اورنډې کړي دي، په مليونونو افغانان يې دکورونو څخه شړلي ياکور پريښودلو ته مجبوره کړي دي، په زرګونو کلي يې دخاوروسره خاورې کړي دي اوتراوسه جريان لري او داسي نور.]]...

مولوي صاحب، خدای شاهد دی چې زموږ هم بهرنيان ښه نه راځي، خو چا راوستل. که د پړې ګوته يې يوازې حکومت او شمال ټلوالې ته نيسو، خو تاسو هم په لوی لاس ورته زمينه جوړه کړې او هغه دا چې تا پخپله د بي بي سي په هغه Secret Pakistan پروګرام کې ورته اشاره کړې چې ((پاکستان به موږ ته يو څه ويل او امريکا ته بل څه؟)). که ډېر دوی پړه دي، نو لږ خو تاسو هم پړه ياست او اوس ولې د شيطان منئ؟ ولې سوله نه کوئ؟ ايا تاسو او يا پاکستان بل څه بديل لري چې که تړون لاسليک نه شي موږ سوله کوو او يا پاکستان داسې کومه اشاره ورکړی وای او يا ګاونډي ايران ورکړی وای. ايا د يو تن لپاره ټول هېواد اشغال ته ورټېل وهل په کار وو او که بله سوله ييزه چاره يې په کار وه. زموږ له غريب او بېوزله هېواده د نړۍ زورور ته ګوتڅنډنه ښه خبره نه وه بايد قناعت وکړې. ايا دا ګوتڅنډنې يې په خپله خوښه او يا ستاسو په خوښه او که د بل چا په لمسون يې کولې؟ له بده مرغه موږ د بُش غوندې له يو سرتنبه سره د پاکستان د دوه مخۍ له امله په جنجال کېوتو چې اوس يې لار له هر چا نه ورکه ده.

دلته خو د موالات في العقيده مساله مطرح نه ده او په موالات في المعاملات او داسې نورو کې هيله ده چې مو اسلامي مطالعه پياوړې کړئ. که له عام ولس سره امريکا او ناټو بېغوري کړې، نو تاسو يې څه خيال ساتلی دی؟ د شمال ټلوالې، بهرنيو او ستاسو جرايم له خلکو پټ نه دي. له خلکو سره هېچا ښه نه دي کړي. تاسو دا وسله او پيسې د کوم تړون او يا د کومو موالاتو له مخې اخېستلې؟ د موالات بالذات او که د موالات بالواسطة له مخې؟ که موالات بالذات غندې، نو موالات بالواسطة څنګه توجيه کوئ؟ دا نظامي واقتصادي مرستې تاسو څنګه توجيه کوئ؟ پرته له شکه چې موالات في العقيده منع دي، خو په موالات في المعاملاتو کې دې سياسي واسلامي مطالعه غور وکړه.

[[دامريکايانو ددوستۍ ياهمکارۍ داسي سند چې د افغانانو د نيولو، توهينولو، بندي کولو، کورته ننوتلو آن  د وژلو لاښه جواز ورکول سي هيڅ ډول قانوني او شرعي جواز نه لري، او داسي قرارداد که فرد کوي، که يې ټولنه کوي، که يې مسؤل اوغيرمسؤل کس کوي،  د قران او سنت  لخوا مردود دی او زه يې د يوه مسلمان او افغان په صفت نه د مسلمانانو په ګټه بولم، نه يې د سيمي اوثبات لپاره په ګټه بولم،  بلکه دا د سولې او ثبات د نه راوستلو، دجنګ داوږدولو، د فرقه يې، سمتي اونورو نفاقونو د ډيرېدلو عامل ګڼم،  له همدې کبله يې غندنه په سختو ټکو سره کوم.]].

مولوي صاحب زموږ ژوند اوس پر دوی پورې تړلی دی. د ټاکنو جنجال چې اوږد شو، نو زاخېلوال وويل چې موږ ته پينځه مليارده تاوان اوښتی دی او که ورپسې نور هم اوږد شي، نو موږ خپلو کارمندانو ته معاش نه شو ورکولی او يا به يې کموو. له ولسمشره نيولې تر کارمند وښوونکي او تر تا پورې زموږ د ټولو معيشت پر همدې مشر لالا ولاړ دی. تاسو ته خو وسله اوپيسې رسيږي، خو عام ولس به څه کوي؟ د ولسمشر په شمول هېڅ يو افغان د باګرام په زندان خوښ نه دي او ولسمشر خو په زغرده باګرام د طالب جوړولو کارخانه وګڼله او چې واک يې ترلاسه کړ، نو زياتره يې خوشې کړل. په داسې حال کې چې نه تاسو او نه پاکستان ملا برادر راخوشې کړ. رسنيو ته ازاد شو، خو نه يې کورنۍ او نه خپلواکو رسنيو ورته لاره وموندله. دا توهين نه ګڼئ که څنګه؟ د هغه پر زړه به څه تيريږي؟

مولوي صاحب همدا اوس موږ د خپلو ګاونډيو له لاسه نه شو کولی چې درنه يا ثقيله وسله ترلاسه کړو. هوايي ځواک ولرو او د پوليسو او اردو شمېر زيات کړو چې د شکاګو د کنفرانس له برکته مو د اردو او پوليسو د پرسونل شمېر زيات شو، کنه زموږ ګاونډيو خو له نړيوالې ټولنې سره د دې موافقه نه کوله چې موږ دې دومره پوليس او اردو ولرو او يا دې د ښو او مُدرنو وسله څښتنان شو. ولې بيا په دې خپل سکوت نه ماتوئ، ولې بيا په دې چپ ياست؟

مولوي صاحب ستا به پر ياد وي چې ولسمشر کرزي د سولې په موخه شل سفره پاکستان ته کړي، ولې هېڅ ګټه يې ونه کړه. ان تر دې چې سياسي ومذهبي پښتنو مشرانو ته يې ليکونه واستول او ستاسو استاد مولانا صاحب سميع الحق ته هم رسېدلی وو، خو کومه ګټه يې ونه کړه. بېنظيره يې خور ګڼله او زرداري يې ورور، مګر د هغوی ورورۍ او ورورولۍ هم ورته کومه ګټه ونه کړه او د جنرال حميدګل په وينا چې بېنظيرې موږ ته د جلال اباد د نيولو امر کړی وو. دېته ورته نورې په سلګونو او په زرګونو پېښې شته، خو مُش نمونه ای خروار. تاسو وګورئ چې ولسمشر وايی چې زه هر ځل پاکستان ته تللی يم، له مانه د ډيورند لاين او د بهرنۍ پالېسۍ د کنترول غوښتنه شوې او تاسو بيا د قرآن وحديث پورې کلک نښتي ياست. چېرته کلام پاک او يا سنت وايي چې يو ګاونډی دې له بل نه د هغه د مشروع په حق په باره کې په دومره سپين سترګۍ غوښتنه وکړي؟ تاسو چې دومره دا تړون د قرآن پاک وحديث خلاف او مردود بولۍ، نو ايا دا ډول غوښتنې د کلام پاک او سنتو سره څه سمون لري؟ څه دک ودليل ورته لرئ؟

مولوي صاحب ستا به پر ياد وي او يا نه چې مرحومې بېنظيرې د فرانسې د ليوموند ورځپاڼې سره په يوه مرکه کې ويلي وو چې ((طالبان د برتانيه طرحه وه چې امريکا او سعودي يې مالي ونظامي لګښت پر غاړه اخېستی، روزنه يې موږ کوواو زموږ د اهدافو لپاره کار کوي.)) نو دا اهداف به يې تا ته روښانه وي چې د کومو موخو لپاره رامينځته شوي وئ او د کومو موخو لپاره مو فعاليت کاوه؟ که تاسو يې په موخه نه پوهېدئ، نو بيا مو ولې هسې په وړندو سترګې منډې وهلې؟ تاسو عالم دين ياست او هغه يوه سيکولره وه، خو د هغې د خبرې او ستا د انکار ترمينځ د زمکې او اسمان هومره واټن دی. ولې په زغرده او رښتيا يې نه وايئ؟ که داسې نه وي، نو ولې جنرال محمود تاسو ته راځي او تاسو بيا په پټه د مرستو وعدې درکوي؟ چې موږ پخوا هم له تاسو سره په جهاد کې وو، اوس هم يو او بيا به هم يو. له امريکا اوناټو سره يې د يو متحد په توګه ستاسود حکومت په راپرځونه کې خپل زمکنی، بحري او هوايي حريم په اختيار کې ورکړل او هم يې ورته څلور هوايي ډګرونه په اختيار کې ورکړل چې د شمسي هوايي ډګر يې واخېست او درې نور لا هم ورسره دي، نو ولې د هغې په تړاو دې سکوت اختيار کړی دی؟ تاسو لا څه ان چې ستاسو مشر استادان مولانا فضل الرحمن ومولوي سميع الحق وپروفيسور ابراهيم او مولانا نصيب ګل هم چپه خوله دي. د لعل يا سره جومات په تړاو تاسو د حامد مير مرکه اورېدلې ده؟

مولوي صاحب، څومره ساده ګان وئ او څنګه ساده يې د اکوړي په پته تېر ايستلئ. هېڅ يو حکومت د پارلمان له پرېکړې پرته اقدام نه شي کولی، مشرف خو په خپل سر د هېواد درېواړه حريمه امريکا ته نه شو ورکولی چې پارلمان به يې ختمي اجازه ورکړي وي، تاسو لا تر اوسه دا درک نه کړه چې ايا په دې پرېکړه کې اسلامپال ورسره شريک وو او کنه؟

د جامعه فاروقيه سره په خوا کې د شرابو کارخانه، له جامعه اشرفيه سره نژدې د هيرا منډيي، له لعل جومات سره سينګار ځايونه او له جامعه امدادالعلوم سره په خوا کليسا او مندړ زغملي شي، خو ستا ترابي ته يې متروکه په لاس ورکړې وه چې شريعت نافذ کړي. د دوی په پارلمان کې څومره ږيره خرييلي شته چې ان تر عمران خان پورې کوسه دي، ولې هغه ته څوک د ږيرې پرېښوولو بلنه نه ورکوي؟ د دفاع پاکستان کونسل مشر خو د همدې ږيره خرييلي او پخواني لوفر په اداره کې لوړ پوړی چارواکی وو، دوی خو ټول د بي بي خادمان ول، خو ستا پر ترابي يې د پردۍ نامحرمې ووهلې. تاسو لا بيا د توهين خبرې کوئ. پرته له شکه چې له عام ولس سره خو له هر اړخه تېری شوی. که يې سره سپينه ووايو له مالک او دوستم سره خو خبرې ستاسو او ستاسو د ډېرو مشرانو له سويې او صلاحيته لوړې وې چې تاسو به سره پخپلو کې سره ښه پوهېږئ. د پرديو د استخباراتو جنګ ته مو هڅې اسلامي صبغه ورکړې. لږ فکر وکړه!

په پای کې زما مشوره مولوي صاحب ته دا ده چې تاسو علم دين په جامع ډول له هر اړخيز پلوه مطالعه کړئ. ستاسو نظر ته درناوی لرو، خو علم دين ته له يو محدود چوکاټه مه ګوره! له موږ سره چا ښه ونه کړل. هر څوک زموږ سياسي، اقتصادي او نظامي خپلواکۍ ته غل دی، خو د خپل ځان د ساتنې، روزنې، بساينې او سوکالۍ لپاره که له چا سره د معاملاتو له مخې کوم تړون وکړو دا به دومره بد نه وي، لکه څومره چې د نورو په اسارت او قيد کې ګير يو او هېڅ ډول خپلواکي راته نه راکوي. په هر ځل رسمي سفر کې ترېنه غوښتنه کوي او هغه ځواب نه ورکوي. نورې بېلګې يې د مشر ملا صاحب تريتم کېدنه، د ملا برادر زنداني کېدل، ستاسو او د نورو امريکا ته په لاس ورکول، د ملا عبيدالله اخوند، ثاقب او نورو وژنه او د معتصم اغا په سر کې ايشتل او دېته ورته نورې نادودې. که تاسو دا تړون په سختو ټکو غندۍ، نو بيا دا نادودې ولې نه غندئ؟ هيله ده چې لږ هر اړخيز سوچ وکړئ. د طيّب اغا وروڼه يې په څه کې نيولي ول او ولې يې پرون بيرته خولې کړل. د بل له ادرسه مه غږيږئ!

په درنښت


دسولې دسپيڅلي نامه څخه څنګه استفاده وسوه/عبدالسلام ضعيف
http://www.dawat.no/index.php?mod=article&cat=%D8%B1%D9%88%D8%A7%D9%86%DB%90%DA%86%D8%A7%D8%B1%DB%90&article=16839
د پنجاب طالبان غواړي يوازې په افغانستان کې جګړه وکړي
http://www.rohi.af/fullstory.php?id=33369
http://www.rohi.af/fullstory.php?id=33614
http://www.taand.com/archives/31783
http://www.pashtoonkhwa.com/?page=pashtoonkhwa&id=2140


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery