دخپریدو نیټه : 2014-10-06 مخپرونکئ : 106 - دبېنوا لیکوال - سویډن
ملت ته دنوی ارگ ،پخوانيو زورواکانواوپاټکسالارواختريزه ډالی !
حبيب الله غمخور
درنو هيوادوالو! مانه غوښتل دلوي اختر پردريمه داډول ليکنه وکړم ،خو وجدان راته دچوپتيا اجازه نه راکوي .
داخترورځی دي هريو پدې عنعنه کي مصروف یو ،خوددې سره مې همدا شېبه دټول افغانستان ويب پاڼې ته سرورښکاره اوداشرموونکی اوحيرانوونکی خبرمې ولوست ،په لوستو یې حيران پاته سوم اوله اشرف غني نه مې دملت پرستونی پدې بڼه دپښې ايښودلو ارزونلرل .
حيران پاته سوم چي داکار ډاکتر اشرف غنی احمدزی اودده دملي تفاهم دحاکميت مشرانوچې بېشمېرو یې پر کرزی دا ديارلس کاله بې کچې نيوکي درلودې ،داټول ولس ورنه نارازوو،دده په برکت افغانستان دهيروېنودتوليد اوپټی سوداگری اودولت یې په فساددککړتيا له امله دټولي نړۍ په کچه څوځله لمړی هيواد بلل سوی .داچې دکرزی دکورنۍ له غړونېولی اودده په حاکميت کي دشريکو اوتر حمايي لاندي کسانولخوا چي دادۍ يوځل بيا به له خيره موږ ته دنوی حاکميت دچارواکوپه توگه راپېژ ندل کيږي دافغان ولس کرږي ،نارې اوچغې ترآسمانه پورته سوې ،له دې ملت سره هغه نارواچي د کرزی مشرتابه اوحمايه ددولتی چارواکو لخواسوې تاريخ یې نه پيژنی .ددې ټولو ناخوالو اوافغان ولس سره دظلم اوستم په پايله کښي ددې پرځاي چې په حقيقت کي داټول بايد که عدالت پلي کيږي ؟ دظلم اوفسادپر خلاف مبارزه په رښتيا سره په عملی بڼه داشرف غني اودهغه دچاپيريال عملي شعاروي ،نودکابل نړيوال ډگر چې پدې نامه نړيوال شهرت لري ديوه داسي کس په نوم نومول کېدل چې ملت لاوسره دحساب وخت ندی پيداکړی ، نه يوازي داچي ملي تېروتنه ده ،افغانان خو څه کوې بلکې بهرنيان هم پرې خاندي .
پدې موږ پوهيږوترڅوچې همدا پخوانی چارواکي وي اشرف غنی به هغه څه کوی چې دوي ورته وايي اوکرزی دغوټولوته دومره خدمت کړی چې هيچاودويته ندی کړی ،دوي دولتی واک په خوب نه ليده اوپه اقتصادي لحاظ یې هيڅ نلرل ،پدې ۱۳ کلونو کي دهمدې کرزی دبېساري حمايي اوملاتړ په برکت مليارډران سول اودجمعي شپې په دوبۍ اومرکزی اسيا هيوادونوکي دعياشی لپاره تيروی . که داډول پريکړی وي دکابل بانک دمسلې رښتيانی راسپړل به هم ناشونی اود سياسی لحاظه يوه ناکامه راپيل سوې دتيروتنې ډکه ناکامه لوبه وي .
داهم هغه دردونکی خبرچي دمليونوافغانانودنفرت وړگرځی :
http://www.tolafghanistan.com/
03.10.2014
دکابل نړيوال هوايي ډګر د حامد کرزي په نامه ونومول شو
د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ د وزيرانو شورا غونډه وکړه او د دې غونډې په ترڅ کې يې د کابل نړيوال هوايي ډګر، د حامد کرزي نړيوال هوايي ډګر په نامه نومول کېدو فيصله وکړه.
دغه غونډه چې پرون په ارګ کې د وزيرانو شورا له خوا د نوي ولسمشر ډاکټر اشرف غني احمدزي په مشرۍ ترسره شوې وه، د پخواني ولسمشر حامد کرزي د خدمتونو ستاينه وشوه او د ده د خدماتو د قدرداني په توګه يې د کابل نړيوال ډګر د پخواني ولسمشر حامد کرزي په نامه ونوماوه.
په نړۍ کې يو دود دی چې نړيوال هوايي ډګرونه د هغه چا په نامه کوي چې يوه هېواد ته يې ډېر خدمت کړی وي. په ګاونډي هېواد پاکستان کې، د پېښور نړيوال هوايي ډګر د باچا خان هوايي ډګر په نامه يادېږي. د همدې له پاره د کابينې په غونډه کې پرېکړه وشوه، چې د حامد کرزي د ښو خدمتونو په اساس د کابل نړيوال هوايي ډګر د هغه په نوم نومولو منظور دى.
د وزيرانو شورا غونډې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته دنده سپارلې چې په دې اړه لازم اقدامات وکړي.
ماله ځان سره پرېکړه کړې وه چې دښاغلی اشرف غني پر وړو وړو تيروتنوبه ددې په خاطرچې ددولتی مشرتابه تجربه نلری اوله يوشمير کړاونو اوجنجالونوسره دې مقام ته ورسول سو تريوه وخت پوري دملي مصليحتونوپر بنيادسترگی پټوم لکه چې دامريکاسره په عجله بڼه دامنيتی تړون پرلاسليک چي مې پر گوتنيونه سترگې پټې کړې .خو اوس چي ورته گورم ښاغلی اشرف غنی يوازی په غونډوکي دشعارونواوعجيبواوغريبو وعدو ورکولودځان عادت گرځوی ،وايي يوڅه اوکوی بل څه . خوکله چي مې دکابل دتاريخي ميدان دنوم اوښتنې پرېکړه واورېدل اوولوستل نومځکه راباندي تنگه سول اوددې لنډي ليکنې په ليکلو مجبورسوم .ددي پريکړې پر وړاندي چي له کوم ښاغلی نه راپيل سوې چيري گوياپري پريکړه وسول اوڅنگه ترارگ پوري راورسيدل ما فکر کاوه چې ښاغلي احمدزی به خپله ورته متوجه وي که څوک دامسله ددي وزيرانوپه شوراکي چې دکرزی په برکت وزيران سوی ،مطرح کړي نوهغه به معقول جواب ورته ووايي،چې متاسفانه داسی ونسول ،دلته مې دهغه دکابل پوهنتون دادبياتو دفاکولتې دنومولوداستان راپيادسو،کله چې دا فاکولته دمرحوم استادربانی په نوم کېدل زماپه گډون ټولوڅېغې پورته کړې چې کرزی ولي دا کارکوي ،سره له دي چې هغه هم يوڅو ورځې ددي ملک پاحاوو،عالم وو ،داچي چاراوستی وو،کرزی هم راوستل سوی اوبيادټاکنو په نوم پرتدي ملت تپل سوی دی .خو اوس چې دکرزی په نوم دکابل هوايي ډگرنومول کيږي ټول چوپتياترحقيقت ويلو غوره بولي ،زه ددوي پرحال اوملي احساس افسوس کوم .
که دادمشرانوجرگي ښاغلی ريس اودهغه ددې وړانديز پلويان چي په لوي گمان دده ابتکارنه بلکې ديوبل چالخواورته ويل سوې خبره به وي ،ولي هغه وخت داکارنه کاوه چې کرزی دواک پرگدۍ ناست وو؟ يوڅوک به ووايي چې هغه وخت معقول کارنه وو اوس چي له واکه بي واکه سو،چي زه دده پربي واکۍ لاتراوسه هم شک لرم سم کاردی .
بلې ! دا دهغه چاپر وړاندي چې په رښتيا یې ملت ته خدمت کړی ويښه کاردی ،نه دهغه پروړاندي چې دوړانديزکونکی په گډون یې غوڅ اکثريت اوټول دولتی چارواکي دخپلې خوښی اوجوړجاړي پر بنيادتردې مقامورسولي دي اوملت ددوي نه دا ۱۳ کاله سرټکاوه ،کله کله چي به دوي هم پر گټوسره جوژ نسول نودناغېړيوپه بڼه به یې يوپر بل گوتنيونه کول ،بيلگې ئي ډيري دي ډله ايزورسنيوته مرجعه کولاي سی اوداچي ملت ددغو چارواکواوخپله کرزی پر وړاندي دا ۱۳ کاله کوم غبرگون درلود هغه هم دډله ايزورسنيوپه مټ څېړل کېداي سي ،چې پايله به ئي داوي چې تقدير خو پرېږده دسوال اوجواب لپاره دڅارنوالئ په توقيفونوکي بايد دا ټول ښاغلي ناست وي .
پوښتنه داده که پدې ملک کښي ظلم سوی ،په دولت کي فساد اوج تررسيدلي ،ملي اوخصوصي شتمنی لوټ سوی ،اوپه ټولو بشری ناخوالوکي داهيوادنړيوال لمړی مقام ترلاسه کړئ ،پرون غريب اونن ميليارډرسوی ،داڅوک وه ؟ اوچادا نارواکارونه کړې ؟ بياوايم که عدالت وی نوراسی چې له اشرف غني لمړئ وغواړو چي له دغو کسانو څخه پوښتنه وکړی ،عدالت اوقانون پرتطبيق کړی ،چې فکرنه کوم داچار واکي چي پرون چارواکي وه اونن به هم وي دې ته غاړه کښېږدی چې يوه څوک ددوي نه ددوي دفسادونو اوظلمونوپوښتنه وکړي . نور قضاوت خپلو ربړېدلواوکړېدلو هيوادوالوته پرېږم .