دخپریدو نیټه : 2014-10-10 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
کور خپل ساته همسایه غل مه نیسه! (لومړۍ برخه)
ګرانو دوستانو موږ ټول د افغانستان خلک د تیری څلویښت کالنی غمیزی پړه پرګاونډیو هیوادونو وراچو، خو پر دی غور نه کوو چی څنګه او چا دوی ته دا موقع برابره کړی ده چی بهرنیانو او په ځانګړی ډول پاکستان او ایران زموږ په کورنیو چارو کی ازاد لاس ولری. په هغه ویډیو کی چی یو پاکستانی کارپوهه خبری کومه او وایی چی د پاکستان استخبراتی ارګان آی اس آی له ۱۹۷۰ کالنو راپه دی خوا په افغانستان کی مداخله خو لا څه چی افغانستان د خپل هیواد پاکستان د خاوری برخه جوړول غواړی روانه ده، د حیراتنیا خبره نده، همدا رنګه نوموړی وایی چی افغانستان نه یوازی چی د سرو او سپینو څخه ډک او غنی هیواد دی بلکی په سیمه کی د جیوپولیتک موقعیت په لرلو سره هم د پام وړ دی، چی پاکستان ته ډیر د اهمیت وړ دی.
ګمان کوم چی اوس خو هر افغان ماشومان هم پدی پوهیدلی دی ، حتا د هغه اسلامی ګروپونو لیډران چی د روس پلوه حکومت سره یی جهاد اعلان کړی وو هم اوس پدی اعطراف کړی دی چی پاکستان او په ځانګړی ډول آی اس آی د افغانستان سخت دښمن دی او وو.پاتی د نه وی چی اوس آکثرآ طالبان هم پدی پوهیږی چی آی اس آی نه یوازی د افغانستان ډښمن دی بلکی د اسلام هم سرسخت دښمن دی ، خو هغه زموږ د دری ژبو خبره چی وایی(( درګپ ګیر امده)) .
ګرانو افغانانو راځی چی پر دی باندی بحث وکړو چی : دا څنګه کیدلای شی چی افغانان تر پنجاپ اوږد تاریخ لری، په سیمه کی خو لا پریږده بلکی په نړۍ کی هم چرت نه وهی ډیر زورور یی د جګړی له لاری په ګونډو کړی، همدارنګه همدغه افغانان وو چی پنجاپ ته یی اسلام ورښودلی دی، خو نن موږ له پنجاپ بیا په خاصه توګه د آی اس آی څخه ورځ نه لرو ډول ډول طوتیی په کار اچوی او زموږ د ګران هیواد افغانستان ولسونه په شهادت رسوی، ښونځۍ، روغتونونه، پلونه، سړکونه،حتا زموږ ونی او بوټی له منځه وړی خو موږ افغانان یی مخه نه شو نیولی. ولی؟
زما په ګمان زموږټول سیستم برهم خوړلی دی، کله چی سیستم برهم وخوری یو وخت په بر کی نیسی تر څو بیا وضع عادی حالت ته راوستل شی.دا چی سیستم په څه ډول او ولی برهم خوړلی بل لوی بحث دی او دا داسی یو بحث دی لکه د چرګی او د هګۍ خبره ( اول چرګه پیدا ده او که اول هګۍ پیدا ده) پدی معنی چی څه شی د دی علط شول تر څو په افغانستان کی ګډوډۍ ته خبره جوړه شی یا په بله وینا سیستم ته چا دا شرایط برابر کړل چی برهم وخوری؟ فکر کوم چی زما د تحلیل له سویی ډیره پورته خبره ده، خو بیا هم تر هغه څنډو چی زما فکر وررسیږی عواړم لږ شان پری تم شم. خو یو څه چی یی وړاندی یادول عواړم هغه دا دی چی زه په هیڅ ګروپ، ډله هیڅ وخت نه وم ټړلی، یو ازاد خیاله افغان یم پر هیواد او ولس می په رښتیا زړه درد کوی، نو که زه د کوم ګروپ او ګوند نوم اخلم او یا پری نیوکه کوم دا به ټول زما د بیطرفی له وجی او د افغانستان د ملی ګټو لپاره وی.
که دا بحث داسی راشروع کړو چی ولی د افغانستا ن د یموکراتیک ګوند چی خلق او پرچم یی خاښونه دی د هغوی په اصطلاح د ثور انقلاب وکړ؟ما چی د خلقیانو او پرچمیانو سره خبری او موبحثه کړی او له دوی څخه می اوریدلی وایی چی په اففغانستان کی انقلاب یا بدلون ته اړتیا وه، بدلون باید راغلی وای د محمد ظاهرشاه کورنۍ د هیواد ټول واک په خپل لاس کی ساتلای وو، پر هیواد او ولس یی پټی سترګی حکمرانی کوله نه یی غوښتل چی خلک ویښ شی همدغه علط وو چی هسی د ګوتو په شمار لوستی وو نور ټول خلک بی سواده ساتلی وو همدارنګه لوږه، بیکاری اخری اوج ته رسیدلی وه همدغه دلیل وو چی دهیواد ځوانان مجبور کیدل تر ځو نورو هیوادونو ته د کار او روزګار لپاره لاړ شی او خپل هیواد پریږدی مسافر شی تر څو یو پنځه پیسی کور ته راوړی.دا د خلقیانو او پرچمیانو دلایل دی چی وایی انقلاب یا بدلون ته اړتیا وه ځکه موږ(حزب دیموکرتیک) انقلاب وکړ.
خو د خلقیانو او پرچمیانو په مقابل کی یو تعداد افغانان بیا دا دلیل وړاندی کوی چی پدی شک نشته چی بدلون ته به اړتیا نه وه. خو ایا هغه د کوم عالم خبره چی باید ذهنی او اینی شرایط دواړه چی د انقلاب مهم توکی دی برابر وو چی تاسو خلقیانو او پرچمیانو انقلاب وکړ؟ پر انقلاب ګوت نیونکی وایی چی موږ به دا ومنو چی په هیواد کی لوږه،بیکاری او بیسوادی او نوری ډیری ناخوالی موجودی وی چی په اینی شرایطو کی راځی، خو تاسو د خپل ولس ذهن دي ته جوړ کړی وو چی همدغه دخدای په قهر کاکړ ولس چی تاسو عوښتل په ژوند کی یی مثبت بدلون راشی، ستاسود انقلاب تر شا ودریږی او د وخت دیکتاتور له منځه یوسی؟ زما په ګمان د افغانستان دیموکراتیک ګوند د انقلاب دوهم توکی چی ذهنی شرایط ورته وایی په لوی لاس له پامه غورځولی وو یعنی د ولس اذهان یی نه وو روښانه کړی، همهغه خبره ووه چی دوی د چا لپاره انقلاب وکړ همهغه یی په مقابل کی راپورته شول.
بل خوا یو تعداد د دیموکراتیک ګوند عړی هم پر دی اعطراف کوی چی دا وخت باید انقلاب نه وای شوی وانه یی ګوند کوم پلان درلود خو کله چی د نوموړی ګوند مشران ونیول شول او د دي ویره وه چی کیدلای شی شهید داودخان یی له منځه یوسی نو دیموکراتان مجبور شول چی پر دواودخان باندی حمله وکړی او وړاندی تر هغه چی د دوی رهبران له منځه یوسی داود خان یی سره د ټولی کورنۍ په شهادت ورسول او د افغانستان د قدرت واګی د افغانستان دیموراتیک ګوند په لاس کی واخیستل.
یادونه: هیله ده چی تاسو لوستونکی زموږ سره پدی بحث کی هم راګډ شی. ستاسو نیوکه،نظر اووړاندیز موږ ته د قدر وړ دی.
په راتلونکی کی به دثور انقلاب پر ستونزو او هغه عوامل چی ولی په یوه لویه فاجعه واوښت بحث ولرو. اوس هم دومره.
مننه
ډاکټر ګل مرجان منګل
2014/اکتوبر/9