مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-10-10   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

ولسمشر غني ته د ولسواک نظام د پياوړتيا يو مهم وړانديز!

 

نوي منتخب ولسمشر ډاکټرمحمداشرف غني احمدزي  په خپله لومړۍ وينا کې ډېرې په زړه پورې خبرې وکړې، له هغې ورځې څخه تر نن پورې د ولسمشر غني له لوري هر اخيستل شوي قدم سره د نوموړي د لومړۍ ورځې وينا تصويري رسنۍ رااخلي او تبصرې پرې کوي،.

څو خبرې چې د هېوادوالو په زړونو کې يې ځای ونيوه، هغه په عدليي او قضايي ارګانونو کې د فساد د مخنيوي، اداري نظم پياوړتيا او د پارلمان په غړو ځيني بنديزونه و.

پورته ذکر شوې هره خبر پر ځای ده او بايد څه وخت وړاندې دا کارونه ترسره شوی وی، خو که اوس هم ترسره شي نو لېرې نده، چې هېواد به سمسورتيا خواته ولاړ شي او ولسواک نظام به پياوړی شي، ولې د دې تر څنګ زه ولسمشر غني ته يو وړانديز کوم، په کوم سره چې شايد ولسواک نظام په هېواد کې په پښو ودرېږي، او هغه هم په هېواد کې د ترسره شويو ولایتي شوراګانو د ټاکنو موضوع ده، په اصل کې د ولايتي شوراګانو روانه پروسه د ولسواک نظام د پياوړتيا او يا هم په وطني احساس مخ ته نه ده روانه بلکه دا پروسه د فساد پروسه ده او د پيسو پيدا کېدو لپاره په لار اچولې شوې.

کله چې يو نوماند غواړي په دې پروسه کې بريالی شي هغه رايې ته اهميت نه ورکوي هغه له پخواء په مرکز کې جوړجاړی کړي وي، څو ځايه د فساد له فلترونو تېرېږي او هر ځای کې ښه فلتريشن لپاره ښې پیسې ورکوي، چې مقدار يې د ۵۰زره امريکايي ډالرو څخه تر يولک امريکايي ډالرو پورې رسېږي، څو د پيسو اخيستو ځايونه يې ماته هم معلوم دي، چې په لاندې ډول ترې يادونه کوم.

لومړی هم د ناظرينو او د ټاکنو خپلواک (فساد د پراختيا) کمېسيون د مامورينو سره جوړجاړی

دوهم د رايې شمېرنې په پروسه کې، د کاغذ پرمخ رايې په زرګونه وي ولې په بکسونو کې هغه شمېر رايه نه وي پرته

دريم هم کمپيوټر کې د رايې ثبتولو ځای، دې ځای کې هم د پيسو په مقابل کې د يو نوماند رايه ټيته شي او د بل لوړه

او تر ټولو مهمه خبره خو دا ده، چې په دې پروسه کې پنځه شپيته سلنه بريالي نوماندان په غلاوو، اختطاف، قتلونو، شراب خواره، قانون ماتوونکي او په مخدره توکو روږدي کسان شامل دي.

پکار ده، چې پدې برخه کې کشفي ارګانونه د عدليي او قضايي ارګانونو سره يوځای کار وکړي او د داسې اشخاصو مخه ونيسي، که داسې ونه شي نو ولسمشر به د هېواد جوړونې لپاره هڅې کوي ولې د ولايتي شوراء ګانونو وکيلان چې تر پنځه شپيته سلنه به وي د هېواد په ناامنۍ کې به لاس ولري، غلاوې به دوی کوي، اختطافونه به هم همدوی کوي، چور چپاول به هم دوی کوي، او تر هر چا به زيات دوی اداري فساد ته لار هواروي.

موږ د ولسمشر غني څخه په درنښت هيله کوو، چې د ولسواک نظام د پياوړتيا لپاره دې له همدې ځایه کار شروع کړي، يو پاک نفسه او پر وطن مین يو ګډ هئیت چې يوازې وطن ته وفدار وي تعين کړي تر څو د ۳۴ولايتونو رايې له سره وشمېري او د پورته ذکر شويو اشخاصو مخه دې ونيسي، او راتلونکي پارلماني ټاکنو لپاره هم د يو سم ميکانيزم څخه کار واخيستل شي، تر څو دارنګه اشخاص ورته نه نوماند شي او نه هم په امکاناتو کارولو او جوړجاړۍ پارلمان ته لار پيدا کړي.

ع - ابراهيمي

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery