مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-10-13   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

زموږ ملي ستونزې او لیکوالان

عارف رسولي


سریزه
زموږ په هیواد کې شنونکي او لیکوالان ورځ تر بلې زیاتیږي او خپلې لیکنې او مقالې له خپلو لوستونکو سره شریکوي او دعامو خلکو قضاوت ته يې سپاري. خلک هم دالیکنې لولي او کله کله ورباندې بحث هم کوي. دا یو مثبت بدلون او ښه زیرئ دئ. ځکه چې کله چې خلک خپل نظریات، وړاندیزونه او نیوکې په سوله ایزه توګه له خپلو هیوادوالو سره شریکوي، په ستونزو بحث کوي او د حل لارې لټوي نو په ټولنه کې مثبت بدلون خامخا راځي. اړینه ده دې مثبت خوځښت ته نوره هم وده ورکړل شي، کمیو ته ګوته ونیول شي او ښه اړخونو یې تایید او نوره پانګونه هم ورباندې وشي. طبیعی خبره ده چې ډېرئ دا لیکنې تراوسه معیاري ندي او ډېر زیات هرډول کمښتونه  لري. هیله داده چې دا به د ګرانو لیکوالانو په هڅو ورځ تربلې معیاري کیږي او لوړو پوړیو ته به رسیږي. 
له دې لیکنې زما موخه داده چې هڅه وکړم او په هیواد کې د شننې او لیکنو د اصلاح په بهیر او پروسه کې ونډه واخلم او پدې هکله د یوه سالم او پنځوونکي چاپیریال د رامنځ ته کیدو په هیله هڅې وکړم. هڅه کوم چې د ښو لیکنو په یو شمیر جوړښتونو، معیارونو، د لوستونکو لخوا دهغو د منلو په امکاناتو او د ښو آثارو په معیارونو باندې یو څه رڼا واچوم. همدارنګه هڅه کوم چې زموږ د ملک غوندې شرایطو کې د نوو شنونکو او د پرمختللو لیکوالانو او څیړونکو د کار یوڅه پرتله وکړم که ممکنه وه چې زموږ ځوان لیکوالان ورڅخه ګټه واخلي.
بله هیله مې داده چې په ملک کې زموږ ځوان شنونکي او لیکوالان په خپلو لیکنو کې زموږ د ملي ستونزو اومسئلو ټول اړین اړخونه، لاملونه، ممکنه پایلې، د حل لارې، د ښو پایلو د لاسته راوړنو لپاره تګلارې اوپه مخکې خنډونه په سړه سینه ښه وڅیړي او بیا ورباندې لیکنې وکړي، له یو اوبل څخه یې زده کړي او نظرونو سره شریک کړي.
هغه څه چې زه دلته ورباندې بحث نکوم او نه یې اړین مهارت او صلاحیت لرم هغه خپله د نثر د لیکلو اسلوبونه او غوره میتودونه دي. ګران لوستونکي په دې اړه زموږ د مشرانو لیکوالانو د آثارو په غور سره ډېرو لوستلو رابولم. ځکه د ښه لیکوال کیدو یو نړیوال او منل شوئ اصل دادئ چې هغه به ډېر ښه آثار لولي او په غور به یې لولي. همدارنګه ځینو درنو لیکوالانو لکه استاد اسد الله غضنفر صاحب او نورو هم په نثر لیکلو کې ښې لیکنې لري زه د هغو لیکل خورا ګټور بولم.
همدارنګه په دې لیکنه کې زه د ستونزو له سمې ارزونې ډېره یادونه کوم خو په خپله په ارزونه، دهغې په پروسه، میتودونو او ډولونو خبرې نکوم. ځکه زه فکر کوم کله چې کوم لیکوال وهڅول شي او پریکړه وکړي چې د کوم شی په هکله څیړنه او ارزونه وکړي نو نن سبا اړینې زیرمې ډېرې دي او ګټه ورڅخه په آسانه اخیستلای شي.
یوه بله اړینه خبردا بولم چې په دې لیکنه کې زما موخه په کوم خاص چا نیوکه نده بلکه نوو لیکوالانو ته عامه مشوره ده. زه هم پخپلو ټولو لیکنو کې ډېرې کمۍ لرم او د اصلاح لپاره نیوکې ته ښه راغلاست وایم. 
د لیکنو لپاره زموږ ټولنیز شرایط او ستونزې
د بیان آزادي د الله تعالی یو لوي نعمت دئ. دا نه یوازې د دې له کبله چې زموږ فطرت یې غواړي، زموږ انساني کرامت ته درناوئ یې اړین ګرځوي بلکه په سړه سینه د ټولنې د ستونزو د څیړلو، د ډډول نظریاتو د راسپړلو او په پایله کې د ټولنې د پرمختګ لپاره لاره اواروي. له همدې کبله په قرآن کې په شورا باندې تاکید شوئ دئ. دشورا یو مفهوم هم دا کیدای شي چې د هرچا خبره واوریدل شي، له تجربو څخه یې ګټه واخیستل شي او ورته درناوئ وشي ترڅو پروسه خپله وبولي.
دناخوالو په وجه موږ لږ ښه لیکوالان او شنونکي لرو خوله نیکه مرغه زموږ ځینې نوو هیوادوالو او په تیره بیا ډېرو نوو ځوانانو هم په لیکلو شروع کړي ده او شمیر یې ورځ تربلې زیاتیږي. که څه هم چې زموږ دین په یوه سم چوکاټ کې د بیان د پوره آزادۍ ننګه کوي، مګرد ډول ډول لاملونو له کبله د بیان آزادي په پوره مانا زموږ په ټولنه کې نه ده نهادینه شوې، دهغه ټول ارزښتونه، آداب، اخلاق او ټول ګټور عناصریې  زموږ ډېروخلکو ته ښه ندي روښانه شوي، او په تیره بیا د ډېر وخت لپاره ورباندې پوره تمرین ندئ شوئ ترڅو ګټې یې هرچاته مالومې شي. همدارنګه د بیان دآزادۍ د ښې ودې او سیي په کار اچونې لپاره یو سم آزمویل شوئ قانوني او حقوقي چوکاټ لا ندئ را منځ ته شوئ. دا طبیعي خبره ده چې که په ملک کې اړین ثبات وي، سواد زیات شي، مدني ټولنې، عام خلک، دولت، اړین نهادونه او په خپله لیکوالان ورته سمه پاملرنه وکړي نو پرمختګ به کوي.
یو خو په ټوله نړۍ کې د انټرنټ، ویبپاڼو، ویبلاګونو او نورو تصویري رسنیو رامنځ ته کیدل په کتاب او اخبار لوستلو او مارکیټ باندې بده اغیزه کړې ده. خو بیا په پرمخ تللو ملکونو کې زیات خلک په یوه یا دوو ورځو کې په اوسط ډول یو کتاب لولي. خوبیا  په خاصه توګه زموږ په ملک کې له لوستلو سره ډېر خلک مینه نلري نو ځکه د لیکوالو آثار ښه نه استقبالیږي، لیکوالان ښه نه هڅول کیږي، دهغوي کتابونه ښه نه خرڅیږي نو د لیکوال اقتصادي حالت هم نه ښه کیږيی. له دې کبله ډېر د وړتیا لرونکي ځوانان لیکنو ته زړه نه ښه کوي او ډېر نور که په دې ډګر کې هڅو ته دوام هم ورکړي بیا تردې شرایطو لاندې اړینه او ښه وده نشي کولای.
بله ستونزه داده چې زموږ په ټول تعلیمي نظام کې، له لمړیو ټولګیو څخه د پوهنتون ترپایه پورې لا تراوسه لیکلو ته ډېرپام ندئ شوئ، نو ځکه اړینه وړتیا او ظرفیت ندئ رامنځ ته شوئ. له دې کبله زموږ په ملک کې ډېر ښه استعدادونه پټ پاته اویا ضایع شي. خو نن سبا په نوره  نړۍ کې ملتونه او دولتونه په خپلو درسي نظامونو کې دې لیکلو په ساحه کې د استعدادونو د ودې لپاره زیاته پانګونو کوي. نن سبا په هر پوهنتون کې د ښو لیکلو مستقل کورسونه وي اوهم په زیاتو مضمونو کې مقالې غوښتل کیږي، د مقالو اصلاح کیږي. همدارنګه د کار په ساحه کې هم په ټولو سکتورونو کې د ښه لیکلو لپاره ډېره پاملرنه کیږي او هغه وده کوي.
دپخو او خامو مقالو د جوړښت پرتله کول
 د ځینو نوو لیکوالانویوه ستره ستونزه داده چې په مقالو کې د مناسبو سریزو، ټاکلو او مناسبو جملو، پاراګرافونو، بغلي عنوانونو اهمیت او اړینتوب ته پاملرنه نکوي. هغوي خپلې مقالې په مناسبو او اړینو څپرګواو برخونه ویشي ترڅولوستونکو ته ورباندې پوهیدل آسانه شي. داسې هم کیدای شي چې پوره لیکنه په څو اوږدو جملو کې پای ته ورسیږي، په سړي وغمیږي او سم پوهیدل ورباندې خورا ګران وي. له بله پلوه لوستونکي یا اړ وي او یا خوښوي ترڅو لیکنه په چټکه توګه وارزوي چې په څه مسئلو بحث شوئ او د لیکوال، موخه، د استدلال اړخونه او پایلې یې وڅاري. د نن سبا ډېر مصروف خلک کله چې ان له یوه مخ داسې لیکنې سره چې سر ترپایه لکه یو پاراګراف لیکل شوې وي مخامخ شي زړه تنګي کیږئ، یا یې په غور نه لولي اویا بیخي ورڅخه تیریږي.
دښې لیکنې یونړیوال اصل دادې چې لیکوال به پخپلو لیکنو کې په خپلو لوستونکوتمرکز کوی او د هغوی لپاره به کار آسانوي. د دې  اصل له مخې لیکوال پخپله لیکنه کې په لمړي سر کې په لنډ ډول وایې چې هغه د څه ویل غواړي، بیابه په دې اړه بحث او څیړنه کوي اوپه پایله کې به بیا په لنډه توګه لوستونکو ته وایي چې څه یې ورته وویل. که دا کارپه ښه توګه وشي نو لیکنه  به لوستونکي تر پایه له ځان سره ساتي، په غور به یې ولولي او ښه اثر به ورباندې کوي.
د پورته موخې د ترلاسه کولو لپاره ښه لیکوالان که یوازې یو مخ لیکنه هم لیکي نو روښانه جملې، پاراګرافونه او کله هم د څنګ عنوانونه ورکوي. خود څو مخه او یا اوږدو مقالو لپاره لیکوال ته اړینه ده چې هغه په څو برخو لکه سریزه، د بحث او څیړنې عمده متن او پکې اړینو څپرکو، پایلو او سپارښتنو باندې وویشي. په سریزه کې لیکوال خپلو لوستونکو ته وایي چې هغه ولې، څنګه، په کومه مسئله بحث او لیکنه کوی او په کومو یې نکوي. په اصلی بحث کې بیا موضوع څیړي او ارزوي یې او په پای کې خپله لنډه نتیجه او کیدای شي څه سپارښتنې ولري.
په مختلفو ژبو کې د موضوع د بیان اسلوبونه توپیر لری، په ځینو ژبو او سبکونوکې لیکوال په لمړي سر کې د مقالې مهم ټکئ او مرکزي پیغام درته وایي او د لیکنې ترپایه په ډول ډول پاراګرافونو او څپرکو کې د دغه مرکزي ټکي د لا روښانتیا لپاره هڅه کوي او دلیلونه او مثالونه وړاندې کوي. هم دا د لیکلو سبک نن ډېر ورځ تربلې منل کیږي. خو په ځینو ژبو او سبکونو کې بیا د مطلب د بیان لپاره نور میتودونه په کار اچوي چې زه دلته ورباندې بحث نکوم. بله اړینه او د یادولو خبره داده چې کم تجربه او نوي لیکوالان په خپلو جملو، پاراګرافونو او ان لیکنو کې زر اصلي ټکي یا موضوع ته نشي راتلاي او په بیځایه خبرو لیکنه اوږدوي. لیکوال ته اړینه ده چې په بنسټیزه موخه نظروساتي او د راز راز بې مورده نورو ټکو په یادولو سره د منځ اصلي ټکئ ورک او یا لږ ترلږه ورنه کنج ته پاته نشي.
په لیکنواو شننو کې هر اړخیزه ارزونه
په خواشینۍ سره زموږ د ټولنې د ډېرو شنونکو ارزونې، څیړنې، او تحلیلونه دسیاسي، ټولنیز او علمی پلوه ډېر ساده او تنګ نظره دي. دوي د پیچلو ستونزو او مسئلو یوازې یوه او یا څو ساده اړخونو ته چې په یوه او یا بل لامل هغوي ته غوره ښکاري ګوته نیسي او ورباندې بحث کوي. هغوی د مسئلو نورو هغو اړخونوته چې د ټولنې عیني واقعیتونه په ګوته کوي خو دوي ورسره فکري ستونزه ولري بیخي پام نه کوي، سترګې ورڅخه پټوي او له یادولو یې ډډه کوي. دوي د خپل هم نظره مشرانو او ګروپونو د تیروتنو او کمیو په ډاکه کولو ته پام نه کوي، د حقایقو راڅرګندیدو ته لیوال نه بلکه خپله نظریاتي تنده ماتوي او خپله وفاداري ښیي. دلته غمیزه داده چې که د دوی د ډلې په کړنلاره کې خطا هم وي دوی یې هیروي، توجیه کوي یې او ان ورڅه ننګه کوي.  ځینې لیکونکي او شنونکي د استدلال او عقلاني وړاندیز په ځای ښکنځلې کوي، د قلم عفت نه ساتي، تاریخي روایات نه مني، بیلګې او شواهد نه وړاندې کوي، د ستونزې ټولو خواو ته نه ځیر کیږي، د ډول ډول لوستونکو او د عامه نظر خیال نه ساتي او د چا خبره خپل نظر د قوي منطق په مرسته نه بلکه په زورپه خلکو تپي. پایله دا شي چې، دهغوي استدلال د خلکو زړونو ته لار نه مومي، وروسته خلک دهغو لیکنې نه لولي او که یې ولولي  نو زړه یې نور هم ورڅخه توریږي. داسې اخلاق او نړئ لید په اوږدمهال کې ترهرچا د دې خلکو او د دوي د ډلو او فکر په زیان تمامیږي.
د ښې لیکنې لپاره اړینه ده چې یو خاص اوغوره موخه او پیغام ولري. دا پیغام باید په واقعیتونو ولاړ وي او خلک ورنه ګټه واخلي. که لیکنه په یوه ملت کې د خپل منځي شخړو د حل لپاره وي نو هڅه باید وشي چې د ګډو موخو د رامنځ ته کیدو او ګډ دریځ لپاره هڅې وشي نه داچې د شخړې او جنګ په اور تیل وا چوي. لیکونکئ باید پوه شي چې احساساتي اونفاق اچوونکې لیکنې یې کم علمه خلک تیرباسي، شخړې اوږدوي او د یوه لوستي په حیث هغه هم الله تعالی ته مسؤل دئ.
زموږ ځینې شنونکي فکر نه کوي چې د یوې پیچلې ستونزې لکه زموږ د ملک په ځان بسیا کیدل، د شخړو حل، دبیوزلۍ ورکول، د بیرونۍ لاسوهنې بندول، خپل ټول خلک په یوه ټغر راټول په اوس شرایطو کې خورا ګران او پیچلئ کاردئ. د حل لارو پیدا کول ښې ارزونې، ښې پالیسۍ اوهراړخیزه علمي کړنلارې، ملي مشارکت او په نتیجه کې و ملي اجماع ته اړتیا لری.  دا په شعار نه کیږي، آسانه کارنه دئ، وسایل، زیرمې، په ملي کچه پوهاوي، نړیوال کومک،  د ځینو غرض واله کړیو مخه نیول، وخت او داسې نور غواړي. کیدای شي څو انتخابه او دحل لارې چې زموږ ملي ګټې او اسلامي تشخص مو په کې خوندې وي وارزوو اوله اوسنیو ستونزو څخه د وتو یوه منل شوې، اسلامي او ملي لاره ومومو.
په دوو مثالونو سره د مسئلې روښانه کول. زموږ ډېر خلک او ان زموږ ځینې شنونکي او لیکونکي د ستونزو یوازې علاماتو، ظاهري شکل او برسیرن حالت ته ګوري او د مسئلو او ناخوالو په ناڅرګندو خواو،  ریښو او لاملونو پسې سر نه خوږوي. لمړئ مثال: که د یخ د یوې سترې پرښې ډېره برخه تر اوبو لاندې وي (لاندې شکل وګورئ)  او څوک یې نه ویني خو لږه برخه يې له  اوبو بهر وي او هرڅوک یې لیدلئ شي او څه ناڅه ورباندې پوهیږي. خو دهغې برخې په کچه او څرنګوالي سم پوهیدل چې تر اوبو لاندې ده بیا څیړنه او غور غواړي. ستونزې هم همداسې دي.  ټولې ستنونزې هم ظاهري او سرسري شکل لری چې ټول خلک یې کتلئ او ورباندې پوهیدلئ شي او هم ډېرې پټې خواوې لری چې درک یې زموږ په تجربه، علمیت، او ښې ارزونې پورې اړه لري او ډېرو ته د لیدلو او ښه پوهیدو نه وي. 
 

دوهم مثال: همدارنګه ستونزې لکه ناروغۍ داسې دي او هغه داچې ډېرپه ناروغیو اخته خلک د ناروغۍ  په ریښه اي لاملونونه پوهیږې، ور پسې سر نه خوږوي، او د طبابت په ژبه د ناروغیوپه علامو (Symptoms) او یا د ظاهري تبې او درد په دوا پسې ډاکتر په ډاکتر ګرځي خو بیاهم د سم متخصص ډاکټر په ځای کوم کمپوډر ته ورځي.  پایله داشي چې دا ناروغي نو بیا بیا ورباندې راځي او له پښو یې غورځوي. د نور ښه روښانتیا لپاره، که څوک ناپاکې اوبه څښي او د ګیډې په ناروغۍ  اخته وي او هره ورځ یې په روغتون کې وي او دا کس د ناروغۍ د اصلی لامل په ځاي چې د ناپاکو اوبو څښل دي یوازې د خپل درد او تبې غمه خوري نو هسې خپلې پیسې خرڅوي او ښه یې هم نه ورباندې کیږي.
له بلې خوا، موږ ټولو ته مالومه ده چې د وړتیا لرونکي داکتران د ښه علمیت او ښې تجربې سره سره  بیا د ناروغۍ تشخیص تر ښو څیړنو، دناروغ په تیر حالت د ځان ترپوه کولو، لابراتواري معاینو او حتي د اړونده نورو کارپوه داکټرانو له نظر اوریدو وروسته په احتیاط سره تداوي او دوا تجویز کوي. ترڅو چې یې ښه نتیجه له تداوۍ نه وي اخیستې خپل شک او څیړنې ته دوام ورکوي.
پورته دوه مثالونه زموږ د ټولنیزو ناخوالو او ستونزو د سیي پوهیدو لپاره ښې بیلګې دي. ټولنیزې ستونزې کیدای شي چې تر عادي ناروغیو لا زیاته پیچلتیا ولري نو سمه پیژندنه یې اړینه ګرځوي چې که څوک یې حل غواړي نو دهغو په ریښه ای لاملونو دې ځان پوه کړي. نن سبا په ټوله نړۍ کې پوهان او لیکوالان دا کار کوي او دا دهغوي مسولیت دئ. همدارنګه زموږ په هیواد کې هم دا کار باید دخپلو دیني او تاريخي روایاتو او هم د خپلو او نورو ازمویل شویو علمي نړیوالو تجربو په رڼا کې سرته ورسول شي. که داسې ونشي نو هلې ځلې به یې ښې پایلې ونلري.
ځینې خلک چې دیني پوهه یې ضعیفه وي داسې به وانګیري چې یاره دا څیړنه او ارزونه خو له بهرنیانو ډېره اوریدل کیږی نو د اسلام له نظره به مهم نه وي. خو که موږ د الله پاک کتاب قرآن کریم ته وګوروپه هر ځای کې د تعقل، تدبر، تفکر او یقین راوستو څخه وروسته موږ ته د مسئلو د منلو لارښوونه کوي. همدارنګه په ډېرو مبارکو آیتونو کې په ښه څیړنه او د هغه په پای کې په ښه پلان جوړولو او په غور یې په پلي کولو باندې تاکید شوئ دئ. ښه مثالونه یې په سوره یوسف، سوره کهف د ذولقرنین په واقعه او داسې نورو کې الله پاک مسلمانانو ته بیاونوي. همدارنګه د خپلو پیغمبرانو او غوره کسانو د مالوماتو د راټولو، پلټنې او ارزونې او ورڅخه د زده کړې واقعې بیانوي. داخبره بیخي روښانه ده چې د پیغمبرانو دا قصې په قرآن کې زموږ دعمل لپاره دي.
که زموږ ټولنه او ملت په شخړو، ځان غوښتنو، بیوزلۍ، ناهیلۍ، کمزوري اقتصاد، په هرڅه کې نورو ته احتیاج، فساد، کمزورې حکومتولۍ، د زور واکانو له ظلم او نورو ستونزو سره مخ ده خو خپل خپل لاملونه لري. او که غواړو چې ځان ورڅخه خلاص کړو نو اړینه ده چې په سړه سینه یې ښه ورارزوو، ټولې خواوې او ریښې یې ښه وپيژنو او سمه او اساسي چاره یې وکړو.  که بیله سمه سوچه او ښې ارزونې په احساساتي پریکړو، هر دم خیالۍ، بې پلانۍ، یوبل نه منلو او نورو مو سر وي همدا به خرک او دا به درک وي او موږ به خدای مکړه د نورو له احتیاجه نه وزو.
د وروسته پاته هیوادونو او دهغوي د کم تجربه سیاستوالو او رهبرانو ستونزه دا وي چې هغوی په یوه ډېره خیالي دنیا کې ژوند کوي، واقعیتونه یو څه او دوي بل څه فکر کوي.  په خواشینۍ سره دوی نه د چا خبره اوري، نه  له خپلو تیروتنو او له تاریخ نه زده کړه کوي، نه ورباندې باور لري او ډېر وخت ورباندې تیرشي او ښه فرصتونه له لاسه ورکړي.  دا سمه ده چې ځینې مشران او ګروپونه په خپله مفکوره او د هغه په بریالي توب پوره باور لری چې دا په خپل ځای کې دهغوي لپاره یوه غوره پانګه ده خوپه خواشینۍ دوي بیا دهغې غوره پانګې څخه سمه ګټه نشيی اخیستلاي او د خپلې مفکورې د پلي کولو لپاره په اړینو امکاناتو، اړینو شرایطو، ورته د ښو با ایمانه کدرونو په روزلو او د پلي کولو لپاره یې په ښو کړنلارو پسې نه ګرځي او په پایله کې په خواشینۍ سره پاتې راځي.
د ښو لیکنو او لیکوال کیدو په مخکې پراته ټولنیز خنډونه او لاملونه
لمړئ، زموږ په شان په ورته ټولنو کې د دې پورته یادو شوو ستونزو ستر لاملونه دا کیدای شي چې کله بیوزله ملکونه په شخړو اخته شي، دولت یې لا پخوا کمزورئ وي او په شخړو کې زر له پښو غورځي اوپه پای کې ډېر کلونه کوم موثر دولت نشي جوړولئ نو نهادونه یې له کاره ولویږي، د قانون پلي کول یوه افسانه او دخلکو هیرشي، علمی کدرونه او کارپوه کسان یې له منځه لاړشي او له بحران او شخړو د وتو لپاره د اړینو نهادونو وده او د کدرونو وړتیا زر لاسته نه راځي. که څوک پخپله په سترګو او په عمل کې دا پروسه وګوري نو ښه ورباندې پوهیږي چې د ړنګو نهادونو بیا رغونه څومره سخت کاردئ. له همدې کبله اوس اوس ځینې مسلمان متفکرين په دې اند دي چې ډېره اړینه ده چې د ملک ثبات ساتلو به ډېره پاملرنه وشي او دا د هرچا په ګټه ده. ښه خبره داده که ممکنه وي د دعوت له لارې، خلکوته د خدمت پواسطه او په کراره کراره په ملک کې د ښه او عدل نظام جوړولو لپاره هڅې وشي. د ټولې نړئ په کچه داسې هیوادونه شته چې ډېرې زیرمې او پراخه خاوره او ثروتونه لري خو چې یووارې بې ثباته شي او د ډېر وخت لپاره موثر او خدمت کوونکئ حکومت او دولت ونلري، مافیایي کړۍ پکې زور پیدا کړي، حکومتي سیستم یې وران شي نو بیا یې رغول لسیزې وخت غواړي.
دوهم، د شنونکو او لیکوالانو لپاره د بې پرې او په خلاص مټ د لیکنو شرایط نه وي برابر ځکه د داسې ټولنو ډېر مشران او سیاستوال د دوي په کړو وړو او خامیو نیوکه نشي زغملای. په داسې حال کې ځینې لیکوالان د پیسو لپاره، ځینې د فکري وفادارۍ ښودلو لپاره، یو شمیر یې د قومی ژمنتیا به خاطر، ځینې بیا د تهدید او د مرګ له ډاره په خپلو لیکنو کې په معیار پسې نګرځي، بیله کره لاملونو او سمو ارزښتونو د کومې خوا طرف نیسي. پایله داشي چې غوره لیکوالي ستونزمنه شي او له بلې خوا یې ظرفیت وده نکوي. حقایقو ته ژمن او خپلواک شنونکي کم او یا په نشت حساب وي چې خلک دهغوی په خوله باور وکړي.
نو په پایله کې هرڅوک خپله ښه او د بل سپکه وایي. په خواشینۍ سره کرار کرار دا په یوه کلتور او فرهنګ بدل شي او دا د حقایقو د منلو په مخ کې غټ خنډ شي. دا کلتور د ټولنو له خپلو تیروتنو د زده کړې مخه نیسي، په خپل ځان د بسیا کیدو، د خپلو حالاتو د ښه مدیریت او کنترول، یوبل منلو، زغم، بردبارۍ، ګډو سوچونو، ګډو موخو د لرلو اوپه ساده خبره د پرمختګ له کاروانه  ټولنې راګرځوي.
دریم، شنونکي په تیره بیا کم تجربه کسان له خپلو ټولنو رنګ اخلي او څرنګه چې وروسته پاتې ټولنې ښه نشي درک کولای چې د ټولنو بریاليتوب دهغوي له خپلو تجربو او تیروتنو په زده کړه او د ستونزو په سیي ارزونه او د سمو حل لارو په مندلو پورې اړه لري. بیروني لاملونه ، لکه مرستې، ننګه کول، مخالفتونه، لاسوهني، مثبت یا منفي تبلیغات او نور اثر لري خو مرکزي رول باید خپله دوی ولري. د دې ټولنو ناخوالو وهلي لیکوالان هم نشي کولای چې نوښت وکړي او د خلکو سوچ بدل کړي، نوې مثبتې لارې ورپه ګوته کړي او له ستونزو یې راوباسي.
څلورم،  د داسې ټولنو ډېر مشران نه یوازې د خپلو ټولنو د حالاتو ښه ارزونه  نه کوي، کوم پلان نه جوړوي او یایې نه پلي کوي بلکه په دې شیانو باور هم نلري. د یوه عالم په قول پایله دا شي چې هغوي نویو مسئلو ته په زړو عینکو ګوري، واقعیتونه او حقایق بل ډول ګوري او تیروتنه کوي. په خواشینۍ سره د تجدد او عصری کیدو نارو سورو زموږ یو شمیر خلک په افراط او نور یې په تفریط کې  اچولي دي او په حقیقت کې دواړه ډلې په ابهام کې دي. پایله دا شوه چې که د کارونو د ښه کولو لپاره له ښو تګلارو خبرې شروع کړي نو ګومان کوي چې ته بیلارې شوې یې او درته غوږ نه نیسي. په داسې یوه چاپیریال کې نو د تحلیل اوارزونې کلتور له منځه ځي، د ستونزو او مسئلو د پوهولو لپاره له اسنادو او شواهدو بحث کول او حقایق راسپړل چاته ښه اړین نه ښکاري نو ځکه زیات ښه شنونکي او لیکوالان هم نه رامنځ ته کیږي. 
خو په حقیقت کې د هر چا لپاره د هغه وخت د ټولنیز حالت ښه ارزونه اړینه ده ترڅو د خپلو مسئلو د حل لپاره سمه کړنلاره رامنځ ته کړی. د مثال په توګه، د حضرت یوسف علیه السلام د هغه وخت د مصر د وچکالۍ لپاره د پلان او د ده د پلان د بریالي کیدو ذکر په قرآن کې موږ ته د همدې خبرې ښه ثبوت وړاندې کوي. یقین لرو چې هغه مبارک د مصر دهغه وخت، سیاسي، ټولنیز، اقتصادي او نور شرایط ښه ارزولي ول او د دغې ارزونې په بنا یې خپل پلان جوړ او پلئ کړئ وو.
په هیواد کې اوسنۍ علمي او تحلیلي هڅې
ګورو چې هره ورځ په ټولنیزو رسنیو، خپرپاڼو، ویبپاڼو، ویبلاګونو، مجلو او اخبارونوکې په راز راز ټولنیزو، علمي او ساینسي، تاریخي، هنري، سیاسي، اقتصادي، په حکومتولۍ، په فساد، په سوله او جنګ او په داسې نورو شننې او لیکنې کیږي او ډېر خلک یې لولي. په تصویري رسنیو کې هم شنونکي په ملي مسئلو بحثونه کوي. دا یو ډېر ښه زیرئ دئ چې ښيي ډېرو هیوادوالو قلم، کتاب او کمپیوتر ته مخه کړې او که ښه پاملرنه ورته وشي نو ښې پایلې لرلئ شي. څومره چې په یوه ټولنه کې لیکل او لوستل زیات شي، علمي بحثونه او د نظرونو آزاده تبادله زیاته شي په همغه اندازه ټولنه پرمخ ځي او پوخوالي ته رسیږي.
دا کار که له یوې خوا خورا ګټورې پایلې لرلئ شي او باید زموږ د سترو مشرانو لیکوالانو، مدني ټولنو، د روڼ اندو په همت او که ممکنه وي د دولت په مرسته نور هم و پنځول شي او لا غني شي. که په اوس وخت کې څه کمئ هم لري خو لږ ترلږه زموږ د ډېرو خلکو او ځوانانو لپاره د سوله ایزو نیوکو، د ناخوالو د څرګندولو او نظر شریکولو لپاره لاره اواروي. خو له بلې خوا که سم رهبري نشي نو نه یوازې ښه وده نشي کولای بلکه کیدای شي یو څه جانبي منفی اثرات هم ولري. دلته موخه د لیکوالانو د نظریاتو او لیکنو د سانسور نه ده.
خو اړینه ده چې د داسې یوسم فرهنګي چاپیریال په رامنځ ته کولو پانګونه وشي چې په هغه کې د ښو او معیاري لیکنو په اصولو، د شنونکي او لیکوال په اخلاقي مسؤلیت، په لیکنو کې د ښه پیغام په لرلو، د مثبت فکرپه هڅونه، د منفی انګیرنو د زیانونو په  بیانولو، او د ښو او ممتازو لیکوالانو په نمانځلو او نورو ورته شیانو باندې علمي او هم عملي کارو وشي. دا ټولو نوو شنونکو او لیکوالانو ته وښودل شي چې لیکوال هغه څوک دئ چې لیکل شوې توري او کلمې په ډول ډول روشونو او تخنیکونو په کار اچوي ترڅو خلکو ته مفکورې ورسوي. 
ددې لپاره چې د ستونزو د ښې ارزونې او د ممکنه حل لارو موندلو لپاره یوه سم او علمي چوکاټ د رامنځ ته کیدو په لور ګام واخلو نو یوازې د ښه پوهیدو لپاره د کم تجربه او پخو او لیکوالانو د کار یوه لنډه پرتله وړاندې کوم. هیله لرم ترڅو دا موږ ته یوڅه معیارونه راپه ګوته کړي چې خپلې لیکنې ورباندې وارزوو. خو زه دا یو څو مثالونه بولم او د دهغه د هراړخیزتوب او ښه توب  ټټر نشم وهلئ او پریکړه ګرانو لوستونکو ته پریږدم. د روښانتیا لپاره پیل د ډاکټر په تشخیص او ناروغۍ کوم.
د خامو او پخو لیکوالانو د کارونو مقایسه
الف - د مثال په توګه، ډېرئ کم علمه ډاکتران په سم تشخیص نه پوهیږي، خو دا نه مني، ښې لاپې وهي او ناروغ ته ښه ډېره دوا هم ورکوي.
ب - خو غوره متخصص داکتر لمړئ بایدپوره لابراتواري معاینه وکړي، له مریضه دهغه سابقه ښه وپوښتي، ناروغ ښه معاینه کړي، که په خپل تشخیص پوره ډاډه نشي د نورو اړوندو طبی کارپوهانو نظر هم اخلي. که په ناروغي پوه هم شي خو بیا هم په کراره درملنه پیل کوي او پایلو ته یې ګوري او اړینه پریکړه کوي.
الف – همدارنګه، کم علمه او کم تجربه سیاسي، او ټولنیز شنونکي او لیکوالان د ستونزو او شخړو بیله هراړخیزې ارزونې او د اسنادو او شواهدو پرته په ډاګه حکم کوي او په خپل اند ښه او بد په ګوته کوي.
ب- خو ستر ستر لیکوالان تل په خپلو لیکنو کې د یوې ستونزې ټولو پیچلو خواوو ته نظر اچوي، ډول ډول او کله خو د مختلفو خواوو دلایل را اخلي، خپل نظرهم ورکوي، کیدئ شي لوستونکي په علمی ډول د خپل نظر منلو ته وهڅوي خو په پایله کې پریکره لوستونکو ته پریږدي. د دوی لیکنې نولوستونکوته په زړه پورې کیږي او کیدای شي ترډېره د لیکوال ارزونه او نظر ومني، که یې ونه مني لږ ترلږه د لیکوال درناوئ یې په زړه کې ځای نیسي.
الف – د ګردیو میزونو په بحثونو کې کم علمه شنونکي احساساتي بحث کوي،  د حریف د سمو خبرو د منلو په ځاي هر څه ردوي ځکه هغه د مسایلو د سمې روښانتیا په ځای یوازې د بل د خبرو ردول د ځان دنده بولي.
ب-  خوپاخه شنوننکي له یو بل سره په درناوۍ، د مسئلو او ستونزو په ریښو باندې نظر ورکوي او که یو د بل خبره ردوي هم خو هڅه کوي چې کره دلیلونه وړاندې کړي
الف - کم علمه او کم تجربه خلک چې کله په پروژو او پروګرامونو باندې نظر ورکوي نو یا یې ردوي او یا یې تایید کوي خو ښه دلیلونه نه وړاندې کوي.
ب-  خو کله چې د وتلو کارپوهانو په واسطه پروژې او پروګرامونه تیاریږي، ډېر تجربه لرونکي کارپوهان په نړۍ کې له ورته نورو  پوهانو سره دخپلې ارزونې، د ستونزې  د اصلی لاملونوپه پیژندلو او د مجوزه حل لارو په وړاندېز کې مشوره کوي.
الف –  د کم علم او تخصص لرونکي شنونکئ او لیکوال په هره پیچلې مسئله چې زړه یې غواړي بیله کوم تشویشه نظری ورکوي، ځکه هغه د ځان په څیر یوڅو تاییدوونکي لري او د بل چا د قضاوت پروا نلری.
ب -  نن سبا رواج دئ چې د پیچلو مسئلو په هلکه تر یوه زیات لیکوال څيړنې او نظرونه سره په یوه مقاله کې شریکوي او د خپلو نظریاتو د تایید لپاره اسناد وړاندې کوي.
الف - خام او کم علمه شنونکي او لیکوالان په دې ډېر فکر او غور نکوي چې د ده لیکنې څوک لولي، دهغوي ستونزې څه دي، څنګه او څومره خلکه به د ده خبره ومني. خو هغه په دې باور وي چې زه خو رښتیا وایم که څوک یې مني او کنه.
الف – ځینې شنونکي او لیکوالان د دې لپاره نه لیکي چې په ټولنه کې د مسئلو او شخړو دواړه او یا ټولې  متضادې خواوې سره رانژدي کړي، یوه د منځ لاره په ګوته کړي، بلکه په يوه خوا ټینګ ولاړ وي او د شخړې په اور نور هم تیل شیندي.
ب – نور لیکوالان بیا هڅه کوي چې د ستونزو د متبادلو حل لارو لټولو، د کمیوپه ګوته کولو که په هره خوا کې وي، د ویشلو خلکو د بیا پخلا کولو او ملي وفاق رامنځ ته کیدو لپاره هڅه، بحث او لیکل کوي.
الف – خام شنونکي د خپلو خلکو بده ورځ، ستونزې او لمړیتوبونه له پامه غورځوي او خیال کوي چې په زوره خپل نظر په خلکو و تپي.
ب – بله خوا پاخه لیکوالان د خپلو لوستونکو ستونزې، فکر او لمړیتوبونه په نظر کې تل ساتي ترڅو خپل وړاندیزونه په ښه شکل داسې وړاندې کړي چې خلک یې ترډېره ومنلئ شي.
الف – ځینې لیکوالان او کتونکي په پټو سترګو د شخړې یوازې د یوې خوا پلوي کوي، په هغو لاملونو، مجوریتونو او تاریخي شرایطو پسې نه ګرځي ترڅو د بلې خوا ستونزې هم درک کړئ شی. د دښمنو خواوو ترمنځ واټن راکم کړي او خپل رول ادا کړي.
ب – خو بله خوا هغه شنونکي او لیکوالان یوازې په تور او سپین باور نلري او پوهیږي چې هر څه همیشه یوازې تور او یا سپين نه وي. هغوي چې د ستونزو او مسئلو ریښي او ستونزې را سپړي، دهرې خوا مسؤلیتونه او کمۍ په ګوته کوي او ټولو ته د حل متبادلې لارې په ګوته کوي
په پای کې ویلای شو چې نن سبا په علمی او منل شوو بحثونو کې که هغه تلویزیوني وي، که په کوم اخبار او ویبپاڼه کې وي یوه اړخیزه او بې انډوله استدلال څوک نه خوښوي او ورباندې باور نه ساتي.
پایلې
1. په کار ده چې د ستونزو ټول اړخونه، ریښې لاملونه لمړئ و ارزول شي، ممکنه او غوره د حل لارې په موندلو پسې هڅې وشي او بیا د علمي او ازمویل شوو تګلارو په کار اچولو سره په ټینګ هوډ پلي شي.

2. په ستونزو او مسئلو باید په سړه سینه علمي بحثونه، او په دې پروسه کې د ټول ملت د خلکو ونډه اخیستنه کره شي ترڅو ټول خلک د خپلو ملي مسئلو په حل کې ځان وګوري.

3. همدارنګه، نن سبا ګورو چې د بشري تمدن د غوښتنو په اساس دټولنو د اصلاح لپاره د ریښتینو لیکوالانو، غوره ژورنالیستانو، دیني عالمانو او امامانو، ، با تجربه شنونکو، دیپلوماتانو، بیطرفه مسلکي دولتي او نادولتي کارکوونکو، دمدني ټولنو ریښتینو فعالانو، د برقی او چاپی رسنیوچلوونکو او داسې نورو ونډه،  رول او اهمیت ورځ تربلې زیاتیږي.

4.  د ملت او خلکو دا ګروپ باید د حکومت، دولت، خصوصی سکتور، دخپلو سازمانونو په ګډون د ټولوپه  کارونو په پوره بی پریتوب او مسلکي توګه څارنه وکړي. نو که دې ډلې خلک له منکراتومنع کول، ښو کارونو ته یې رابلل، د ناخوالو، فساد او ظلم مقابله یې په ښه ډول کوله نودې ټولو ته روڼ اندي ویلئ شو. همدارنګه که دا ډله دا کار د اسلامي اصولو سره سم کوي نو ورته دعوتګران هم ویلئ شو. 

5. ددې لپاره چې د سمو نیوکو او انتقاد سیي لاره تعقیب شی نن سبا په نړۍ کې د څیړنیز ژورنالیزم مسلک رامنځ ته شوئ دئ. که په ټولنه کې دې مسلک ښه وده نه وي کړې نو لږ ترلږه خو ځینې اصول یې باید مراعات شي. دا ژورنالیزم ځینې ټاکلی اصول لري لکه:
الف -  د څیړونکي بې پریتوب او د ځاني ګټو  (Conflict of Interest) نشتون،
 ب- د قلم دعفت مراعات،
ج - مسلکی توب،
د- دکره ثبوت ، اسنادو، شواهدو او بیلګو درلودل او داسې نور خورا اړین دي. که په کومه قضیه کې د څیړونکي او ادعا کوونکي ځانی ګټې او حتی که شک وي نو ادعا او پلټنه خپل اعتبار له لاسه ورکوي. د مسلکي ژورنالیزم پوره پیروي کول نو د اړونده دولتی قانون پلي کوونکو ادارو او عامه نظر سره مرسته کوي چې حقیقت له درواغو او تهمتونو څخه په آسانۍ سره بیل کړي او حق حقدار ته وسپارل شي.
سپارښتنې
1. باید د لیکنې لپاره اړین بڅرکي، سندونه راپیدا کړو، که په ستونزو بحث کوو نو ریښې او لاملونه یې راوسپړو، ستونزې په موخو بدلې کړو، د حل معقولې لارې ورته ولټوو او سمې تګلارې په ګوته کړو.

2. په لیکنه کې په خپلو پریکړو او قضاوتونو ښه غوړ وکړو. کوښښ وکړولیکنه زموږ د ژوند له عمومي آرمان او لرلید سره به ټکر کې نه وي. انسان د مخلوقاتو ترټولو ښه موجود دئ نو راځئ چې په لیکلو کې خلکو ته په عزت خطاب وکړو او په عزت یې یاد کړو.

3. د مقالې او لیکنې په جوړښت ښه فکر وکړو او په اړینو څپرکو لکه، سریزه، اصلي بحث او پکې لازم څپرکي، پایلې او که لازمه وه سپارښتنې په پام کې ونیسو. په سریزه کې ووایو چې څه لیکو، ولې یې لیکو او کوم شیان نه لیکو او ولې؟

4. خپل اصلي پیغام او د منځ ټکئ په خورا روښانه توګه بیان کړو او خپل دلیلونه، مثالونه او نور ښه په ډاګه کړو.
 
5. ګټوره لاره داده چې نوي لیکوالان او شنونکي د مجربو او پخو لیکوالانو لیکنې ولولي او ورڅخه زده کړي.

6. ډېره به ښه وي چې زموږ ستر ستر لیکوالان هم د ننیو ویپاڼو له لارې هغو هیوادوالو ته چې نوې یې په لیکنو پیل کړئ دئ لارښوونه او لاسنیوئ یې وکړي.

7. ګرانو نوو او په تیره ځوانو لیکوالو ته مې سپارښتنه داده چې که په هر ځای کې مو ذهن ته کومه ښه موضوع راتله په لنډه توګه یې ولیکئ ترڅو مو هیره نشي. ځکه سړي په هر وخت کې نوښتګر فکر او سوچ نشي کولای او کله چې کوم ټولنیز درد او یا احساس درته پیدا شي، له کومې هیجانوونکې حادثې او یا تهدید سره مخ شئ نو فکر مو نا ببره کوم ښه شي ته ځیر شي چې باید د فکر په ټالونوکې درنه ورک نشي. 

8. لیکنه د ښه فکري تمرکز په وخت کې وکړئ  او کله چې خسته شوئ او فکر مو کار نه کاوه نوبل کار وکړئ.

9. فکر وکړئ چې تاسو لیکنه د څه لپاره کوئ. زه باور لرم چې تاسو هغه وخت له خپلې لیکنې خوند اخلئ چې ګټې یې عامې او جانبي ستونزې او عوارض یې هیڅ او یا ډېر کم وي. نو په خپلولیکنو کې په ټولنه کې د ناخوالو، ورکولو، دعدالت د قایمولو، د ظلم د ورکولو، او عامه ذهنیت د روښانه کولو لپاره لیکنه وکړئ. هڅه وکړئ تر څو په ټولنه کې مثبت فکر لپاره ښه بستر جوړ کړئ، له منفي انګیرنو څخه په کلک متانت هم خپل ځان او هم نور خلک او ټولنه وساتئ. که تاسو دا کار وکړئ نو د رسول الله (ص) په هغه حدیث به موهم عمل کړئ وی چې فرمايي: بشروا و لاتنفروا. یسرو و لاتعسروا. یعنې بشارت او زیرئ ورکړئ او نفرت مه رامنځ ته کوئ. آساني وکړئ او سختي مه کوئ. 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery