مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-11-02   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

نړیوالی رسنۍ او افغانی ټولنه،


له هرڅه نه وړاندی غواړم د افغانانو توجه دي ته راوړوم چی ټولی نړیوالی رسنۍ( اخبار، راډیو، تلویزیون او نوری ټولنیزی مجازی) شبکی د خپلو ملی  ګټیو لپاره کار کوی، پر دی باید   ټول افغانانو ښه سرونه خلاص کړی چی که بی بی سی ده، یا امریکا غږ، د ازادی راډیو ده او یا د مشال خپرونی، همدا رنګه د نیویارک ټایمز ورځپاڼه ده یا سی ان ان دی، د فرانس خپرونی، اویا زموږ ړ ګاونډیو هیوادونو( ایران او پاکستان) رسنۍ دی  کوم څه  چی په خپلو ژبو او یا دا  چی زموږ په ژبو (پښتو او دری) خپرونی کوی نه یی د خدای لپاره کوی او نه یی د افغانانو لپاره بلکی خپل ځانګړی  پروګرامونه لری او مشخص اهداف لری تر څو یی د همدغه رسنیو  له لاری تر لاسه کړی. خو زموږ لپاره پکار ده چی خوشباوره ونه اوسو او هر څه چی دوی یی خپروی په دقت او مهارت وڅارو.
ګرانو افغانانو! هغه نړیوالی رسنۍ  چی زموږ په ملی او رسمی  ژبو خپرونی کوی له نورو ځکه خطرناکی دی چی اوریدونکی یی د اوردلو په وخت کی حساسیت ته پدی خاطر نه متوجی کیږی چی د امریکا غږ له لاری یی د لامع، اشنا او یا سعادات له خولی اوری او یا دا چی په بی بی سی خپرونو کی یی د تڼی، پسرلی او یا سافی له خولی غوږ ته رسیږی، ولی اوریدونکی له  دي ټکی ندی خبر چی دا خبر، ویډیو او یا راپورتاژ د یوه مین پرویځی څخه تیر شوی دی بیا زموږ ژبی ته اړول شوی دی.
داسی هم نه ده چی ټول شیان چی د یادو شویو رسنیو څخه تر موږ رارسیږی ټول زموږ په زیان دی نو باید ورسره بایکټ یا پریکون وشی. موږ یی باید واورو ولی د هر خبر، مرکی او یا راپورتاژ حساسیت  او دا پورته شیان چی یی یادونه وشوه  باید له پامه ونه غورځول شی.
د نړیوالو رسنیو په هکله موږ لدي وړاندی هم د افغانانو غوږونو ته خپل وړاندیزونه او خبر رسولی وو خو همدغه  یو څو ټکیو ته ځکه نن اړتیا پیدا شوه چی دا دوی ورځی سر په سر په رسنیو کی د افغانستان لومړۍ میرمنی رولا غنی  د ټولو افغانانو توجه او اوازونه راپورته کړی،هغی د فرانسی د یوی رسنی سره  مصاحبه کړی وه او د حجاب په هکله یی ورسره خبری کړی وی او ورپسی دا خبری همدغه د فرانسی رسنۍ بل دول رنګ کړی وی او د اصلی مسیر څخه یی تغیر ورکړی وو. چی دا خبره وروسته د افغانستان ارګ موږ ته روښانه کړه او وضاحت یی ورکړ.او دا هم د یادولو ده چی رولا غنی څو ورځی وړاندی په خپله مصاجبه کی چی د افغانستان د یو(۱) په نوم تلویزیون سره یی کړی وه په واضع ډول ویلی وو چی د افغانستان په سیاست کی لاس وهنه نه کوی یوازینی دنده یی د افغانستان د ښځو او ماشومانو د حقوقو څخه دفاع ده او بس.
زموږ عوښتنه د افغانانو څخه دا ده چی  بی موجبه به د نړیوالو رسنیو په هغه خبرو پسی ډیر نه ګر ځو چی زموږ لپاره یی د ګټی پر ځای زیان رسیږی. بهرنۍ رسنۍ (بی بی سی، اشنا،، ازادی، نیویارک تایمز، فرانس او یا زموږ ګاونډیان ) چی کومی خبرونی کوی ټول هغه څه خپبروی چی د دوی ملی ګټی پکشی خوندی وی، نو په مقابل کی د افغانانو لپاره پکار ده، هغه څه چی د افغانستان ملی ګټو ته پکشی زیان رسیږی، خپره نه کړی بلکی کلک ځواب یی ووایی.نو ګرانو افغانانو هوښیار او بیدار اوسی هغه څه چی  نړیوال یی د افغانستان په هکله خپروی او د افغانانو ملی ګټو ته پکشی زیان اوړی چکچکی ورته  مه وهی بلکی مخه یی ونیسی.
 همدا ډول اړینه  یی بولم چی د یو  وړاندیز په ډول د  ښاغلی ولسمشر، ښاغلی رولا غنی همدارنګه  د افغانستان نورو سیاسونو توجه دی ته راواړوم تر څو له هغه شیانو څخه په کلکه ډډه وکړی چی په ټولنه کی حساسیتونه راپروی. د دوی لپاره پکاره ده چی د افغانستان تیر تاریخ ته مراجعه وکړی او داسی خبری، فرمانونه او قوانین را ونه باسی چی د ټولنی د کلتور، رواج، مذهب یا دین سره په ټکر کی وی دا نه یوازی چی په ولس یی نه شی منلی بلکی نوری ستوزی هم ترینه جوړیږی.
مننه
ډاکټر ګل مرجان منګل
۲۰۱۴/نویمبر/۲
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery