مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-11-02   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د کندهار د چارواکو د پام وړ!

فضل الباري بريالى

 

د دولت او ملت تر منځ د فاصلې ايجادېدل ځانګړي عوامل لري. کله چي هماغه عوامل رابرسېره سي، بېله شکه ملت له دولت سره واټن نيسي او بالاخره دا فاصله د نفرت تر حده رسيږي. د خلقي رژيم پر مهال هم د ملت او دولت تر منځ د فاصلې ايجاد څو لاملونه درلودل چي دوه عمده وجوهات يې پر ملت خپل افکار تپل او پر ملت د باور کچه تر دې اندازې راټيټېدل وو چي په سپينه ورځ به يې د خلکو په کورونو کي تلاښۍ کولې. دغه بې باوري او دا ډول بې بندوباري د دې سبب سوه چي ملت له دولت سره واټن ونيوى او نفرتونه رامنځته سول.
نن-سبا د خلقي رژيم هماغه کيسه تکراريږي او دولت پر ملت تر وروستي حده بې باوره سوى دى. په دې وروستيو کي د کندهار پوليس کوڅه په کوڅه ګرځي، له يوه سره تر بل سره کورونه تلاښي کوي. د حکومت دا تېروتنه نه يوازي دا چي د امنيت په سمون کي هيڅ مثبت رول نه سي لوبولاى، بلکي پر خلکو د حکومت بې باوري په اثبات رسوي. دا تلاښۍ په دې شکل کيږي چي يو د ملي امنيت سرتېرى، يو د امنيه قومندانۍ استازى، يوه ښځينه پوليسه، يو د جنايي شعبې استازى او يو-دوه نور عسکر ورسره وي. دوى د ورځي په خاص ډول غرمه مهال په داسي حال کي چي نارينه په کورونو کي نه وي، کورونو ته ننوځي. هر کور ته چي ورځي، اول ښځينه پوليسه دننه سي، د کور ښځو ته ووايي چي تاسي يوه اطاق ته سئ، موږ کور تلاښي کوو. ډېرى وختونه بېله دي چي ښځينه پوليسه د کور له ښځو سره خبري وکړي او هغوى يوې خوني ته کړي، نارينه پوليس په کور دننه کيږي. نارينه پوليس خونه په خونه، المارۍ په المارۍ، بېګ په بېګ او بسته په بسته وګرځي. د کور مېرمني د ښځينه پوليسي له خوا په داسي شکل تلاښي سي لکه د سړک پر غاړه چي پوليس نارينه تلاښي کوي چي له سره تر پښو لاسونه ورباندي راتېر کړي، جېبونه او کالي يې وګوري.
يو ظلم خو دا دى چي ډېرى وختونه بېله دي چي مېرمنو ته خبر ورکول سي، پوليس په کورو ننوځي، خو که فرضاً مخکي تر دې چي پوليس کور ته دننه سي، د کور مېرمنو ته خبر ورکول سي چي يوې خوا ته سئ، بيا هم د پوليسو له دا ډول تلاښيو سره ګڼ شمېر زيانونه تړلي دي:
١- ډېر امکان سته چي پوليس ښځو ته لاس واچوي او د ښځو عزت پايماله کړي، يعني د دې جرم د ارتکاب امکان خورا زيات دى.
٢- دا چي موږ په يوه مذهبي او کلتوري ټولنه کي اوسو، له دا ډول تلاښيو سره د خلکو احساسات زخمي کيږي او غبرګون ښيي.
٣- دا چي د کور مېرمني يوې خوا ته کيږي او کور ټول پوليسو ته په واک کي ورکول کيږي، ډېر امکان لري چي له کوره زر، پيسې او هر ډول غلا وسي. په دې صورت کي به نو دولت دې کړېدلي ملت ته څه مخ ولري؟
٤- يو مهم ټکى دا چي تلاښي کوونکې ډله د سيمي د پوليسو له مديريت سره هيڅ ډول همږغي نه لري، ان د سيمي د پوليسو له مدير څخه مي پوښتنه وکړه چي تاسي ورباندي خبر ياست، کنه؟ هغه ويل دوى ته يې هيڅ ډول خبر نه دى ورکړى او کورونه پخپل سر تلاښي سوي دي.
٥- تر ټولو مهمه دا چي دښمن او غله له دا ډول مسايلو څخه لويه استفاده کولاى سي. مثلاً د پوليسو په جامو کي کورو ته تلاى سي او د تلاښۍ په بهانه کورونه چورولاى سي.
٦- وروستۍ خبره دا ده چي د ښار د منځ کورونه په هيڅ صورت د دولت مخالف نه دي او نه په کورونو کي ځانمرګي ساتي او نه ښځي په ځانو پوري بمونه تړي، نو په دې صورت کي د تلاښۍ ګټه څه سوه!!
که حکومت د ملت همکاري غواړي، نو ژر تر ژره دي د دې ناورين مخه ونيسي او د واټن د زياتوالي مخنيوى دي وکړي. هيله ده چي د کندهار چارواکي دې ټکي ته خاصه توجه وکړي او د دې ناورين مخه ډب کړي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery