دخپریدو نیټه : 2014-11-07 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
موږ خپله کډه ستاسو کور ته نه درولو!
وایی چی د ملا نصر الدی کور ته غله ورغلی وو، ملا نصر الدی چی په کور کی هر څه لرل غلو ترینه بار کړل . کله چی غلو حرکت وکړ نو ملا نصر الدین هم د خپلی میزمنی او ماشومانو سره سره د غلو تر شا روان شول کله چی غله خپل کور ته ننوتل نو جوخت ملا نصر الدین د خپل چوچ، پوچ سره ور د ننه شول. پدی وخت کی غلو ترینه بوښتنه وکړه چی تاسو دلته څه کوی او ولی راغلی. ملا نصر الدین یی په ځواب کی وویل چی زموږ کډه ستاسو کور ته راغله.
دا ټوکه ما ته نن د پاکستان د لوی درستیز د هغه پیعام په راوړلو سره چی نن یی افغانستان ته د سفر په مخه د ځان سره راوړی وو را په یاد شوه چی له افغان لوری یی عوښتی دی پاکستان عواړی افغان ملی اردو په خپل هیواد یعنی پاکستان کی وروزی.
زما په ګمان یا خو د پاکستان ټول سیاسون او نطامیا لیوانیا دی او یا خو یی پر افغانانو د لیونیو ګمان کړی دی. په بله وینا د پاکستان دا عوښتنه بی بنسټه، مکاره او ډیره خطرناک ده .باید افغان حکومت یی په سختو ټکیو ځواب ورکړی اوسی.
لکه چی موږ په وار وار ویلی دی پاکستان د افغانستان سره هیڅ وخت صادق نه وو او ګرانه ده چی اوس به خپل صداقت د افغانستان په وړاندی ښکاره کړی. دا ځکه چی د پاکستان د لوی درستیز له خبرو معلومیږی چی دوی د افغانستان لپاره داسی پلان لری تر څو افغانستان د خپلی خاوری یعنی د پاکستان برخه وګرځوی، که چیری یی دا پلان نه درلودلای نو راحیل شریف به دا د شرم څخه ډکه خبره نه کوله چی افغان اردو د په پاکستان کی تر بیه شی.دا ښاغلی پدی هم نه پوهیږی چی د یو هیواد اردو د څه لپاره او د چا په مقابل کی جوړیږی؟ که تاسو ښاغلی راحیل شریف پر دي نه پوهیږی موږ به یی ځواب درکړو.
د یوه هیواد اردو د همهغه هیواد د ملي تیر دی، پدی معنی چی که کوم هیواد قوی اردو ونه لری نه یوازی چی خاوره به یی د همسایه او یا نورو لری هیوادونو لخوا تر تهدی او ګواښ سره مخامخ وی بلکی همدغه هیواد نه شی کولای چی خپلی ملی ګټی وساتی. نو د یو هیواد اردو دنده لری چی خپله خاوره له هر د ښمن په ځانګړی ډول له همسایه هیودونو له تیری څخه وساتی. نو کله چی افغانستان ملی اردو په لومړۍ سر کی د دی لپارهتر څو د ګاونډی هیوادنو لکه ستا هیود پاکستان او یا نورو همسایه په مقابل کی د خپلی خاوری د ساتلو لپاره روزل کیږی تر څو یی خاوره لاندی نه کړی.نو کله چی ته پاکستان عواړی زموږ اردو وروزی نو داسی به یی وروزی چی که کوم وخت د پر افغانستان مستقیمه حمله کوله نو مخه به د نه نیول کیږی.دا چی زموږ اردو په هند ، ترکیه او یا نورو د افغانستان څخه لری هیوادونو کی تر بیه کیږی موږ ترینه دا ویره نه لرو چی زموږ پر خاوره به کومه ورځ حمله وکړی، ولی ستا له هیواد پاکستان خو افغانان هر لحظه دا ویره لری چی پر افغانستان مستقیم تیری وکړی.
ولسمشر ډاکټر صاحب اشرف غنی ته موږ همهغه پخواني وړاندیز بیا ور په یادوو او تری نه عواړو چی:
ښاغلی ولسمشر پاکستان سیاستوال او نظامیان د افغانستان په مقابل کی صادق ندی او دا هغه څه دی چی افغان ولس ته په ثبوت رسیدلی ده چی یو ښه مثال یی همدغه نن ورځ د پاکستان د لوی درستیز عوښتنه ده چی عواړی افغان اردو په پاکستان کی وروزی.موږ افغان ولس له تاسو محترم ولسمشر ډاکټر صاحب اشرف غنی څخه په کلکه غواړو چی د پاکستان سره له داسی سیاست څخه کار وانه خلی لکه تیر ولسمشر کرزی چی په لاره اچولی وو. تیر ولسمشر کرزی پاکستان ته تر شلو ډیر سفرونه کړی ول، خو له پاکستان څخه شل نه شوه خبره په همهغه نونسو کی پاتی شوه دا ځکه چی د ټولو سفرونو نتجه یی پر صفر ولاړه وه. زموږ هیله د ډاکټر صاحب اشرف غنی څخه دا ده چی د کرزی سیاست ته په پاملرنی چی پاکستان یی څومره د افغانستان په مقابل کی زړور کړ په کلکه ډډه وکړی او د پاکستان په مقابل کی ورته کړنلاره غوره نه کړی. ډاکټر صاحب اشرف غنی باید پاکستان ته دا روښانه کړی چی افغانان په پیشوګانو عو ښی نه ساتی ، پدی معنی چی موږ افغان اردو په پاکستان کی نه تربیه کوو او له پاکستان څخه د وعواړی چی که د افغانستان سره د یوه ښه ګاونډی په قسم ژوند کول عواړی نو په افغانستان کی د نور لاس وهنی ته د پای ټکی کیږدی.
مننه
ډاکټر ګل مر جان منګل
۲۰۱۴/نوویمبر/۶