مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-11-08   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

څه ته وایي CDS( credit default swap(

ا. وقار

  CDS چي یوه اقتصادی اصطلاح ده د دوه اشخاصو او یا ادارو تر منځ یوه مالی موافقه ده چې پدی موافقه کې د (CDS) خرڅونکې د اخیستونکې دقرض د جبران کولو ضمانت په غاړه اخلې، ددی په مقابل کې د (CDS) اخیستونکې ، (CDS) خرڅونکې ته یو مشخص مقدار پیسې چې د(CDS)  فیس ورته وایې په مسلسل ډول او یا یوځل ورکوې، CDS په ۱۹۹۴ کال کې د Blythe Masters لخوا معرفی شوی.
CDS د یوې دریم ګړې شخص او یا ادارې پورې تړلې وي چې دا اداره عموما یوه کمپنې اویا بله حکومتي اداره وي، پدې موافقه کې دریم ګړې شخص او یا اداره شامله نه وي، د cds اخیستونکې د cds خرڅونکې ته مسلسل او یا په یو ځل یو مشخص مقدار پيسې (فیس) ورکوې چې ددی په مقابل کې د cds خرڅونکې د اخیستونکې فرض کوم یې چې دریم ګړې شخص او یا ادارې ته ورکړې ضمانت کوي، که چیرې دریم ګړې شخص او یا اداره ونشې کولای چې دcds اخستونکې قرض ورکړې نو پدې صورت کې د cds خرڅونکې د دریم ګړې شخص او یا ادارې په ځای اخیستونکې ته دهغه دقرض د مقدار په اندازه پیسې ورکوې .
غواړم چې د  یو مثال په رڼا کې یې واضح کړم.
احمد (X)  کمپنې ته (۱۰۰) ډالره په ۵٪ سود باندې قرض ورکړ د یو کال لپاره چې یو کال وروسته به کمپنې احمد ته دهغه (۱۰۰) ډالره د (۵) ډالره سود سره ورکوې ،  احمد غواړې چې خپل قرض ضمانت تر لاسه کړي نو احمد د cds سره چې یوه بله اداره ده یوه موافقه امضا کوي، پدې موافقه کې احمد د cds اخیستونکې دی او د cds اداره یې خرڅونکې دی، احمد خرڅونکې ته د کال (۲) ډالره ورکوي او په مقابل کې د cds خرڅونکې څخه د قرض ضمانت تر لاسه کوي، که چیرې اوس کمپنې ونشې کولای چې د احمد قرض ورکړي نو پدې صورت کې د cds خرڅونکې د کمپنې په ځای احمد ته دهغه (۱۰۰)ډالره د (۵) ډالره سود سره ورکوي، که چیرې کمپنې د احمد قرض ورکړې نو په هغه صورت کې د احمد د سود ګټه د (۵) ډالرو په ځای (۳) کیږې ځکه چې ۲ ډالره یې د cds خرڅونکې ته ورکړې وه .
د cds فیس مونږ ته د یو کمپنې او شرکت خطر هم په ګوته کوي یانې که چیرې فیس زیات وې نو کمپنې خطر زیات دی او که چیرې فیس کم وي نو د کمپنې خطر کم دی.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery