مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-11-12   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دهلمند دنشه یی توکو سره دمبارزی دپولیسو قاچاق! اسناد

م . ن (افغان )

هلمنـــــــــــــــــــــــــــــــد وژغـــــــــــوری!
هلمند چه دافغانستان په جنوب کښي موقیعت لری دټول افغانستان ۱پر۱۰ برخه تشکیلوی او خلګ یی اکثریت دهقانان او غریب کاره دی .
دامنیت ټینګښت ددی ولایت دهیروینو اوتریاکو په قاچاق پوری اړه لری چه لوی خارجی قاچاقبر یی حمایه کوی ،دهلمند ولایت امنیت مستقیم اثر ددغه ولایت دقاچاقو مدیریت په پولیسو پوری هم اړه لری ،کوم وخت چه دهلمند ولایت دنشه یی توکو سره دمبارزی دپولیسو مشر چه په ۱۳۸۹ کال کښی دوهم بریدمن وو
او اوس په ۱۳۹۳ کال کښی دډګروالی مقدسی رتبی ته رسیدلی دی د۲۵ کال ځوان هلک دی چه اصلا دزابل ولایت اوسیدونکی دی دولسی جرګی دځینو وکیلانو او په هند کښی دافغانستان دسفیر ښاغلی شیدامحمد له لوری ددغه ولایت دپولیسو مشر ټاکل شوی دی حال داچه باید ددغه پولیسو مشر مسلکی افسروای.

  په هلمند کښی امنیت ولی نه جوړیږی؟؟؟
دهیروینو او تریاکو قاچاق دترهګرو مستقیم حمایه کننده قشر تشکیلوی دغه ځوان ښاغلی مدیر او دده پرسونل (غلام ،جمعه ګل ،همایون ،محمد ظریف ،لمری څارن شهزاده ،عبدالعلیم چه ددغه مدیریت درهبری ټیم څخه جوړ شوی دی رهبریت یی په لاس کښي لری او دهغه کرایه کښو څخه چه هیروین او تریاک بهر ته انتقالوی نیسی او بیا یی دغلام په واسطه دهلمند پرقاچاقبرو باندی پلوری او هغه خلګ چه دغه هیروین او تریاک یی بهر ته انتقالول په خورا بیرحمی سره په شهادت رسوی په دغه موضوع باندی دهلمند پخوانی امنیه قوماندان ښاغلی باقی زوی چی دقاچاقبرو موټر یی او س هم په کابل کښی دی سپین رنګ لری دوسیټه لندکروزر دی ،دکورنیوچارو وزارت دنشه یی توکو سره دمبارزی ښاغلی معین صاحب او .... خبر لری .
کله چه هیروین او تریاک چه میلونو ډالرو ته رسیږی او حکومت ته یوه لږه اندازه که یی خوښه وه تسلیم کړه نو متباقی پیسی یی دروزی صراف په واسطه چه په هلمند کښی صرافی لری دبهرنیو قاچاقبرو لخوا ترلاسه کوی او بیا یی دغه ټیم خپل په منځ کښی تقسیموی ،
او هغه غریب بزګر چه دخپل مځکی ۹ یا ۱۰ کیلو تریاک واخلی او دوی یی ونیسی هغه سړی هم که چیری پیسی ورنکړی په ۲۰ کاله بند محکوموی  ، همچنان په هلمند کښي لوی او غټ  غټ قاچاقبر ورسره شریک دی ،دوی میباشتی مخکی یی یو نفر په نادعلی ولسوالی کښي ددغه ولسوالی دمخدره موادو دمشر په توسط ونیوی چی بیا وروسته ښاغلی ‌ډګروال صاحب په ۱۰۰ لکه پاکستانی کلداری خوشی کړ،او همدارنګه یو بل قاچاقبر چه دغلام په واسطه ونیول شو بلوڅ وو دهغه څخه یی ۵۰۰۰۰دالر واخیستل چی بیا وروسته دهلمند والی په خبر شو او پیسی یی بیرته تری ترلاسه کړی ،،


په آخر کښي دجناب ولسمشر ،، دکورنیوچارو دوزیر صاحب ، دهلمند دوالی او امنیه قوماندان صاحب څخه هیله مند یو چه دهلمند دوکړیو دپه نظر کښی نیولو سره دهلمندیانو غم وخوری او دغسی شخص دقانون منګلو ته وسپارل شی  ، دلته موږ تاسي هغه اسناد اږدو چي دمخدره توکو سره دمبارزې مسولین څونه په  خپله په دې قاچاق کي  غرق دي .



Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery