مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-11-15   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

کور خپل ساته همسایه غل مه نیسه( وروستی برخه)،


موږ په تیرو  څو مسلسلو  لیکنو کی  د افغانانستان پر دغه روانه غمیزه تر یو اندزی رڼایی واچوله ، چی څنګه؟ او ولی د دغه بدبختۍ سره افغانستان مخامخ شو همدا رنګه مو  د ۷ د ثور د بدلون اړتیا او په مقابل کی یی پر خنډونو خبری وشوی، ورپسی مو همدغه  د افغانستان په تراجیدی کی د همسایه او ځینی لری هیوادونو په رول خبری وکړی او په اخیر کی مو د د یموکراتانو(د افغانستان د خلق او پر چم) له حکومتونو  ورپسی د مجاهیدینو  همدارنګه مو  د  طالبانو تر حکومت پوری پر غټو ټکیو بحث وکړ اود همدغه ټولو حکومتونو   د ناکامیو علتونه مو یوه اندازه روښانه کړل.
بلاخره موږ همهغه د افغانستان د مشهور تاریخ لیکونکی غبار خبری ته ورګر ځو او د مثال په ډول یی وړاندی کوو چی ویلی یی وو(( افغانان له وینو ځان ومینځی خو بیا همهغه په وینو لړلی کمیس پر تن کړی)) په رښتیا همداسی ده. که چیرته موږ د افغانستان تاریخ ته  له هغه وحته چی د ثور انقلاب یا کودتا وشوه نطر واچو هر حکومت چی راغلی دی د تیر حکومت  ناکامی تجروبی  یی  تکرار کړی دی نه یی خپلی ټولنی ته کتلی دی او نه یی د همدغه ټولنی پر رمزونو ځان پوهه کړی دی او نه پدی توانیدلی دی چی د هسایه وو او یا لری هیوادونو چی په افغانستان کی د مداخلی او لاس وهنی نیت لری مخنیوی وکړی خو سر په سر یی  ورته ختاوی او تیروتنی  تکرار کړی لکه تر هغه چی  تیر حکومت  کړی وی.
دا چی زموږ بحث پر دغه جمله چی ( کور خپل ساته همسایه غل مه نیسه)  پیل شوی وو، نو زموږ د افغانانو لپاره پکار ده چی خپل کور پخپله وساتو او له همسایه ګیله ونه کړو. موږ افغانان  هر وخت  له خپلو همسایګانو  او یا ځینی لری هیوادونو له سیاستونو دا شکایت کوو چی زموږ په کورنیو چارو کی مداخله او لاس وهنه کوی، ولی پدی مو کله هم غور ندی کړی چی څنګه یی د لاس وهنی مخه ونیسو؟
زما په ګمان د افغانانو دا ګوت نیونه همسایه ته چی لاس وهنه کوی پر ځای نده، باید موږ خپل ځانته ګوته ونیسو دا ځکه چی همدا موږ یو چی همسایه او یا ځینی لری هیوادونو ته مو  د مداخلی کولو شرایط پخپله برابر کړی دی زموږ لپاره لازمه ده چی مخه یی ونیسو او دوی ته  پخپله د لاس وهنی شرایط  برابر نه کړو.
 څنګه کولای شو چی د هسایه  او یا نورو لری  هیوادونو د لاس وهنی  مخه ونیسو؟؟؟
لومړۍ ډیره مهمه او حیاتی خبره  د پر دیو د لاسونو د  لنډولو او په افغانستان کی یی د مداخلی  د مخنیوی لپاره دا ده چی افغانان په خپل منځ کی سره یو شی، ملی یوالی ټینګ کړی او بیا دا ملی وحدت وساتی. لکه څنګه چی د افغانستان اساسی قانون هم حکم کوی چی په افغانستان کی ټول افغانان یو ډول حقوق لری باید په عمل کی پیاده شی. نو کله چی ملی یوالی محکم شو بیا هغه افرادو او اشخاصو ته چی پردیو ته مذ دوری کوی دا چانس به لاس نه ورځی چی ولسونه  د قوم،سمت، ژبی او مذهب په نومونو شاته ودروی او ویی غولوی. د ملی یوالی په ټینګولو او په پښو ودرولو کی د افغانستان رسنۍ ښه رول لوبولای شی.
دوهمه مهمه خبره د پردیو د مداخلی د مخنیوی لپاره دا ده چی د افغانستان  حکومتونه او سیاستونه د بهرنیو اړیکو په برخه کی روښانه او د خپل ولس  د غوښتنو سره سمه تګلاره جوړه کړی او پر هغه ستونزو او مشلاتو چی د خپلو همسایه هیوادونو سره  یی لری پر داسی لارو چارو فکر وکړی او په کار یی  واچوی چی د هیواد ملی ګټی پکشی ساتل کیدلی شی. 
تر ټولو مهمه خبره چی په افغانستان کی د پردیو د لاس وهنی مخه ونیول شی پکار ده چی د افغانستان  حکومت  په  ملی امنیت( استخبراتو) ښه درنده سرمایه ګ‌ذاری وکړی  تر څو نوموړی ارګان ښه قدرونه تربیه کړی ورپسی  همدغه ښه روزل شوی قدرونه  وکولای شی چی  هیواد او ولس ته  د  داخل او خارج له خوا چی کوم تهدیدونه  متوجی دی او یا متوجی کیږی په وخت کشف او  د پیښی د پیښیدلو څخه  وړاندی یی مخنیوی وکړی. نو بیا به مو خپل کور ساتلی وی له همسایګانو به ګیلی نه کو.
د یوه اباد او سرلوړی افغانستان په هیله !


مننه
ډاکټر ګل مرجان منګل
۲۰۱۴/نویمبر/۱۴


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery