مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-11-16   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

نیوکه رڼا ده


ننني حالاتو ته دافغانستان دروزن پوهني له مخه یوه کتنه .
په دې کي هیڅ شک نسته،کله چي یوشي ته خلک ګوري دمخطلفو زاویو څخه ئې په مخطلفو ډولو سره ویني،نو ئې دخپل لیدلور څخه څرنګه چي ورته ښکاري هغسي نظرورکوي .
ددغه لیدونکي شي ځني ئې پلویان وي،ځني مخالف وي اوځني ئې بیا بې پلوه وي .
نیوکه هم ددغه پورته بیان څخه دوه فاکتوره لري :
یوفاکتورئې پخپله دشي لیده دیوې راویې څخه دي او دوېم فاکتورئې پلوي ده . خوداپه نیوکه کي شرط دی،چي غندونکی باید دسکالو څخه ښه خبر وي .
اوس آري موضوع ته راځم :
په دې کي هیڅ شک نسته،چي ښاغلی پوه ډاکټر
 اشرف غني «احمدزی » دي دهېواد په موضوعګانو ونه پوهیږي او دی دي پرحالاتوحاکم نه وي .
زماله نظره دی سل په سلو کي په موضوعګانو خبر اولاري چاري دحل هم پېژني، خودغه راغلي حالات ډېره ترینګلې دي . دغه ترینګل تیااوبحراني وضعه به دی واصلي کار ته پرېـنـږدي، ولې دغه اوس اوس زماله نظره ناقانونیت پرملک حاکم دی .
ښاغلی ډاکټر طبیب پوه عبدالله عبدالله هم ډېر کارونه کړي په کارکي تجربه لري؛ په موضوعګانو خبردی ولي چي دی په نیغه په پیښو کي وو. دی دناقانونیت د موضوع څخه هم ښه خبر دی .
که دواړه مشران هم سره جوړسي،خو د دوی دشاخلک
« هرکله بِرّ خیال » نه سره جوړیږي،نو د دوی بار ورځ تربلي درنیږي . دوی به پخپل پلان کي یوازي نه وي . دشاخلک ئې خپله ونډه غواړي . د دوی دشاخلک خپلي ونډي ته ډېراهمیت ورکوي ترکاراو نظم پور ي .
اوس نوچي دوی (مشران) څومري پر خپل دشاپرخلکو حاکمیت لري دابیابله خبره ده!

 


لیکونکی دیپلوم روزنپوه محمدسرور وکیلي

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery