مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-11-18   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د محصلينو دنړيوالي ورځي دنومونې تاريخچه

ژباړن : شريف الله دوست



له ننه (۷۵ کاله) پخوا د (۱۹۳۹ زيږديز) کال دنومبر مياشت ، دوخت دنازي او فاشستي رژيمونو دظلمونو او ديکتاتوريو څپه د محصلينو تر ځپلو پوري هم راورسېده او پيل يې د ياد کال د ا کتوبر دمياشتي له۲۸ اته ويشتمي څخه دمحصلينو له ځپلو څخه  وکړ ، په دې ورځ د ديکتاتورانه رژيمونو پر وړاندې دمحصلينو په لاريونونو کې ، يوچکی محصل (جان اوپل ټال) سخت ټپي سو ، دوې اونۍ ورسته يې ساه ورکړه ، چې دنوامبر مياشت يې دمړيني اوخاور سپارلو له مراسمو سره برابره ده.
دنومبر  ۱۷هغه ورځ ده چي ډېری بې ګناه محصلين دوخت دنازيزم دجابرانه او ظالمانه ځواک په پايله کې په بېرحمۍ سره شکنجه او ووژل سول.
دمحصلينو دنړيوالي ورځي دنومونې فلسفه هم له همدې ځايه راپيليږي ، لکه مخکي چي ورته نغوته وسوه ، چکی (جاب اوپل ټال) دچارلز پراګ پوهنتون د درمل جوړونې دپوهنځۍ څلرويشت ۲۴کلن محصل ، دنازيزم او پاشيزم ضد لاريونونو کي، په کال(۱۹۳۹)  دنومبر په۲۸ تمه دنظامي ځواکونو له لورې په شدت ټپی او دوې اونۍ وروسته ، دنومبر پر ۱۱ مه ساه ورکړه ، دښخولو مراسم يې دنومبر پر ۱۵مه تر سره سوه ، چې دا ورځ بيا دزيات شمېر محصلينو په راغونډېدو سره يو ځل بيا په يوه لوی لايون واوښتله ، دهمدې نومبر مياشتي پر۱۷ مه ورځ نهه ۹ تنه نور استادان اومحصلين چي د ديکتاتورۍ ضد لايونونو رهبري يې په غاړه لرل ، دنظامي ځواکونو له لوري ونيول سول او بېله کومې محاکمې اعدام سول ، په تعقيب يې ، دکنستانټين په امر۱۲۰۰ دوولس سوه   نور محصلين په خپلو ليليو کې ونيول سوه او دنظامي اډو زندانونو ته يو وړل سوه او په ډېرو سختو او درنو فزيکي کارونو وګمارل سول.
تر دې پيښي وروسته دنړۍ محصلينو په۱۹۴۱ زيږديز کال په لندن کي يوه غونډه جوړه کړه او دنومبر مياشتي ۱۷مه يې دنړيوالي ورځي په نوم په رسمي ډول ونوموله ، د ملګرو ملتونو په رامنځته کېدا سره دا ورځ  يونسکو هم د محصلينو دنړيوالي ورځي په توګه ومنل ، اوس دنړۍ په تاريخ کې ثبت ده او هر کال تر شاوخوا يوسلو پنځوسو زياتو هيوادونو محصلين او دلوړو زده کړو چارواکي دا ورځ لمانځي او دمحصلينو دحقونو د ننګي او ملاتړ ږغ پکي پورته کوي.
دنړۍ محصلين اوس په نړيواله کچه يوه اتحاديه لري چي دنړۍ ميليونونه محصلين يې غړيتوب لري او اخلي او دخپلو حقونو څخه په ملي او نړيواله کچه ساتنه کوي.


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery