مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-11-19   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د زړه تڼاکه ( یوه دردوونکې خاطره )

معصوم(مېړنی)


ژوند  د هر ګل له اغزو سره تړلی دی، هېڅ بلبل د خپل زړه ارمانونه نه دي پوره کړي،په دنـــیا کې که هر څومره ژوندی وي ،که د نوح (علیه السلام)  د عمر په اندازه عمر هــم ولري ،بیا هم یوه ورځ له دې فاني نړۍ نه انســــان ستر ګې پټوي او هر څه کور، ښځه ، اولاد ، دنیا او دولت ترې پاتې کېږي،خـــو یو شی چې له انسان سره تر قبره پورې ملتیا کوي هغه د انسان عمل دی.
د زمانې سیلابونو او  طوفانونو را نه ډېر ګلونه واخیستل، خو یو ګل چــې زما په زړه به یې دتل لپاره زخمي یادونه ژوندي وي ، دا هغه ګل دی چې زموږ د سیمې له بڼ څخه رژېدلی دی ، دا هغه ګل ځوان و،چې د نوي ژوند پسرلی یې پیل کړی و، له خورا کــــــړاونو او مسـافرتونو نه وروسته یې یو وړوکی غوندې کور جوړ کړی و، د ګل د غــــوټۍ په څېر تنکي تنکي بچیان یې و،وختونه تېرېدل د ده د ژوند د بڼ د باندې په ګلونو باندې سور اور بل و او خــاورو سره خاورې کېدل.
د هر انسان په زړه باندې یو عـــــــالم ارمـــــانونه ګرځي خو تدبیر هېڅکله هم د تقدیر مخه نه شي نیولای ، د تدبیر بې وسي اود تقدیر بې رحمي د انسان ژوند نیمه خوا کړي.
په کلونو کلونو به يې خپل ژوند د ایران په مسافرت کې تېراوه ، د معمول سره سم اجل د اېران په لوري روان کړ، د اېران لاره له سختیو او کړاونو څخه ډکه ده،یوې خواته قاچاقي ســفر وي. بلې خواته قاچاق بر ظالم هم په مسافرو خپله سوداګري کوي ، د مـرګ او ژوند پروا یې دومره نه لري.
زموږ ډېرو ګلونو افغانانو وروڼو داېران په مسافرت کې خپل ځانونه یا په نشه یي تـــوکو روږدي کړل او یا یې خپله د ګلاب ګل په څېر ځواني پکې خاورې ایرې کړه،ټول عمر پــکې د ارباب تر ظلم او ستم لاندې تېروي د ژوند له خوندونو او ښکلاو نه بې برخې دي.
له بده مرغه بیا هم زموږ هېوادوال دغریبۍ او یا هم نا امنۍ له کبله خپل هېواد پرېږدي او د ایران هېواد ته کوچ کوي چې په لار او یا هلته  له راز راز ناوړه پېښو سره مخامخ کېږي.
دا د ګل په شان ښایسته ځوان خپل ورور ته وایي ،چې زه در نه د ایران په لور روانېږم ، د نـویو کوټو د جوړولو د بنسټ ډبره یې هم ورته کېښوده او دا خبره یې هم ورته وکړه چــــــــــــــې زه په ایران کې مزدوري او کار کوم پیسې درته رالېږم ته به په دې نویو کوټو باندې کار کوې او یو مزدور به هم درسره نیسې ،چې پخوا تر قـــضا خـــــپله رضا غواړي ـ بېهوده په لوټو ولې آسمان ولې.
ورځې دي په دا مینځ کې تېرېږي ځوان د اېران په لور روان شو له ډېرو سختیو او کــړاونو سره سره یې تر زاهدانو پورې ځان ورساوه،مسافري سخته خواري ده ــ باران به اوري څــــــوک به ځای نه درکوینه .
دا ځوان د ایران د حکومت له خوا نیول کېږي ، بندیخانې ته استول کېږي ، خوار بچیان یې یې ورته په کور کې د دې په تمه دي ،چې پلار به یې د ایران څخه راځي دوی ته به د اختر جامې او نور شیان راوړي،خو دوی خبر نه دي چې پلار یې د ایران د دولت په زندان کې د خــوارۍ شپې او ورځې تېروي ، تنکي تنکي بچیان یې له مور نه تل دا پوښتنه کوي چې مورې اخــتر را نږدې شو زموږ پلار به کله راځـــــي مور یې هم ناخبره ده خو دا ورته وایي چـــې  تاسې صبر وکړئ ،پلار به مو هم خدای راولي ، له مور سره هم یوه نړۍ اندېښنې دي یوې خواته اخــتر را روان دی بل طرف یې په کور کې اوړه او هرڅه خلاص شوي دي، هیڅوک یې هــــــــم نه د خاوند حال ورته راوړي او نه یې څوک فریاد اوري، دا ځوان څوک دی؟ دا حالت پــــرې چا راوستی؟؟؟

په درنښت

د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د څلورم (الف) ټولګي زده کړیال

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery