مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-11-24   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د پکتیکا د يحياخېلو غملړلې پېښې قربانيانو ته تسليت

سيدحسين پاچا

د پکتيا د يحياخېلو غملړلې پېښې قربانيانو ته تسليت

د ملي واسلامي رسالت پېژندل په کار دي. له داسې پېښو سره دې د ملي واسلامي رسالت له مخې پرېکنده چلند وشي

د اکسفورد د استوګنو افغانانانو په استازيتوب د يحياخېلو د غملړلې پېښې ټولو قربانيانو ته تسليت وايم او خپله ژوره خواشيني او خفګان ورسره شريکوم. شهيدان دې الله تعالی وبښي او له الله تعالی څخه ورته د اعلی جنت الفردوس غوښتنه کوم. ورثه وو ته يې د صبر جميل او د نعم البدل غوښتنه کوم او ژوندي دې الله تعالی ژر تر ژره الله تعالی ښه کړي. همدارنګه ولسمشر غني او ټولو هېوادوالو ته هم د تسليت لوړ مراتب وړاندې کوم.

ګيله مې په دې راځي چې نه موږ او نه اهل تشيعو ځانونه وپېژندل. هغوی هلته په کربلا کې په زيارتونو او موږ دلته په دغسې او دېته ورته غونډو، لوبو، ودونو او نورو خونړيو پېښو او ناورينونو کې زيات درانه تلفات وليدل، ولې بيا هم د ژوند له ناخوالو او ترخو پېښو او تجربو نه پند وانه خېست. تر پايه دومره بېغوري په کار نه ده.

• ځينې وايی چې د بهرنيانو له وتلو وروسته به د دوی او هند نيابتي جګړه زور واخلي.

• ځينې وايی چې ګوند يې په افغانستان او سيمه کې د هر هغه حرکت ملاتړ کوي چې د سولې ټينګيدلو سره مرسته کوي. د افغانستان داخلي امن او د دې د مستقبل په حواله باندې مونږ په افغانستان کې د خارجي قوتونو شتون ته جايز نه وايو او د هغه په ضد چې کوم دفاعي عمل روان دی هغه ته جايز وايو، خو بيا هم د افغانستان داخلي امن باندې اتفاق دی چې هغه ته لاره جوړه شي.

• ځينې بيا وايی چې په افغانستان کې په سلو کې پينځه نوي سلنه طالبان زما له مدرسې نه دي او ايران يې د طالبانو روحاني پلار نوموي. د مدرسې په مخ کې يې د پښتون سياستوال وشاعر مشر قبر په بمونو الوځي. د صوفي رحمان بابا او د حمزه شينواري مزارونه ترې هم پاتې نه شول، خو نه يې له مدرسې او نه يې له محرابه تراوسه کومه فتوی صادره شوه.

• ځينې بيا په خپل هېواد کې تبليغ جايز، خو په افغانستان کې جهاد روا بولي.

• ځينې بيا خپلو طالبانو ته وايی که تاسو جهاد کوئ، نو افغانستان ته ولاړ شئ.

• ځينې يې بيا په ښو او بدو سره وېشي. له دوو پرته يو يې هم مسلکي ملا او مفتي نه دی، خو د فتوی لپاره بيا هر څوک مفتی او مسلکي دی. يا سياسي دی، يا پوځي دی او يا يې بړېسی هسې تش په نوم د تورې لنګوټۍ طالب دی. ځينې يې بيا لوبغاړي او يا پوځي واستخباراتي وي.

دې ډول ناځوانه او غيراسلامي عمل ته له اسلامي اړخه هېڅ توجيه نشته دا يو وحشي عمل دی او په کلکو ټکو يې غندم. دا که حقاني ډلې کړی وي او که هر چا د سختې غندنې وړ دی. د بېګناه خلکو او تنکيو ځوانانو وژنه هېڅ اسلامي وجهادي عمل توجيه کېدای نه شي. که خدای مه کړه دا کار په رښتيا په حقاني ډلې ورتمام شي، نو افسوس په دې مدرسه او علم چې مشر حقاني کړی او يا پرې وياړي. ترورېزم، وحشت او وېره خپرونه ناوړه کړه وړه دي او په ټولنه کې هېڅ ځای نه لري.

له عالم سره نه ښايی چې د پرديو استخباراتو په لاس کې ولوبيږي. وطن وطن دی او خپلو خلکو او ولس ته په سپکه سترګه کتل نه دي په کار. چا چې هېواد او خپل ولس او خلکو ته په درناوي نه دي کتلي، نو الله تعالی هم هغوی ورک کړي، ذليل (خوار) کړي او نابود کړي دي. هغه علم او بېځايه سرښندنه دې ورکه شي چې د سړي پرې دنيا وآخرت خرابيږي.

د بېګناه خلکو وينه تويول ((فساد فی الارض)) دی. دا هغه څه دي چې پرېښتو د آدم په پيدايښت کې له الله تعالی څخه پټوله او موږ دې تسبيح وپاکي بيانوو، خو الله تعالی د آدم شرافت وکرامت پر ښوونه پر پرېښتو لوړ کړ او هغوی يې پر لويی باندې منښته وکړه. همدارنګه الله تعالی د يو بېګناه انسان وژنه د ټول عالم سره پرتله کړې، خو موږ يې د نورو په نغوته او لمسونه له اسلامي ومدني (عصري) پوهې پرته داسې تشبيه ورکوو چې له هېڅ اخلاقي، انساني او اسلامي ارزښتونو سره اړخ نه لګوي او نه ورته د اسلام په مبارک دين کې کومه توجيه تر سترګو کيږي.

الله تعالی دې شهداء وبښي او ژوبل شوي دې الله تعالی ژر تر ژره جوړ کړي. مرتکبين دې الله تعالی ژر تر ژره رسوا او د خپلو کړووړو په سزا دې ورسيږي.

په درنښت


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery