دخپریدو نیټه : 2014-11-30 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
په کندهار کي پر افغان برم شعوري یرغل روان دی!
خالد هادي
د نا امنیو، ککړسیاسي چاپیریال او وحشي اقتصادي بحران ها پلو؛ د افغان هویت پر لرغونتوب، مدنیت او تاریخي ارزښتونو یرغل؛ چي په کندهار کي روان دی؛ پر افغان برم او عزت یرغل دی.
په نږدې تېرو کلونو کي تر زور زیات ولسي مخور او کلتوري څېرې ترور سوې. د لسګونو رواجونو او عنعنو څخه ناوړه استفادې وسوې. بګړۍ، کلتوري کالي، سنت ږیري، مسجدونه او منور نومونه د مرګونو وسلیو په توګه وکارول سول. د ویر لمانځني مروج مراسم په بریدونو وګواښل سول. د خوښیو مراسم د پاکستانیو نرګډیانو په رقصولو بې ارزښته سول. ټولنیز تشکیلات کمرنګه سول. د ټولنیزو ارزښتونو د بدلولو کوښښونه وسول. لرغوني او تاریخي ابدات لکه د ملاشال مسجد، د مقدوني سکندر کلا، نادر اباد او نور ونړول سول، د خرقې مطهرې د دروازې او اثارو د خرڅولو کوښښونه وسول او دې ته ورته نور د ارزښتونو پر خلاف پردیپاله ګامونه واخیستل سول.
په دې هکله د لازیاتو معلوماتو لپاره لاندي لینکونو ته مراجعه کولای سئ.
http://benawa.com/fullstory.php?id=60913
http://benawa.com/fullstory.php?id=60940http://benawa.com/fullstory.php?id=60939
د پوهني برخه چي د هیواد حال او راتلونکی له هره اړخه پر دغه بنسټ دریږي د خورا زیاتو ننګونو سره مخ ده. په دې هکله مو تر خپله وسه ږغ پورته کړی دی او ممکن تر یوه ځایه مو فریاد موثر هم ثابت سوی وي خو یوه بله موضوع چي هم د پوهني د برخي سره تړاو لري هم مو د تاریخي عزت، اتلانو او موجودو قومي جوړښتونو سره اخښلې ده هغه د ځینو ښوونځیو نومونه ده.
زموږ ښوونځي له پیله د خپلو تاریخي، علمي، سیاسي او ټولنیزو اتلانو په نومونو؛ نومول سويدي او څنګه چي هر دروند نوم پر ولس اغېز لري همداسي د نومونو اتوریټه د ښوونځیو په تاثیر او ځانګړتیاوو کي موثره تمامه سوېده. که مو له دې لاري د خپلو اتلانو، رهبرانو او مخورو قدر کړی دی؛ له بلي خوا مو له همدغو نومونو څخه د هیواد پالني الهام او مورال اخیستی دی. پر موږ هم خپل د هري برخي اتلان دا حق لري چي نومونه یې وساتو؛ هم موږ ته د هغو ستر نومونه راپه یادېدل د بریا او هیوادپالني سبق راکوي. خو له بده مرغه د کندهار په روان هر اړخیز بحران کي زموږ د پوهني د کورونو یا ښوونځیو د نومونو په اړولو سره زموږ د ډېرو قدرمنو بې حرمتي هم سوېده. د ارغنداو د شاه اشرف هوتکي ښوونځی، د شاه حسین اتاترک لېسه، د ښار عینو مکتب او ځینو نورو ښوونځيو نومونه اوړل سويدي. اوس هڅه روانه ده چي د ستر مشر الحاج میرویس خان نیکه په نامه مشهوري پخوانۍ لېسې نوم هم بدل سي.
د تیري عقرب میاشتي پر ۲۰مه چي د نوموړي لېسې ځوان مدیر وحیدالله احمدي په شهادت ورسېد؛ د همدغي میاشتي پر ۲۸مه یعني یواځي یوه اونۍ وروسته د پوهني دریاست څخه په ۱۳۸۰ شمېره غوښتنلیک کي د پوهني د وزارت څخه غوښتنه سوېده چي دا لېسه دي د شهید وحید الله احمدي په نامه سي.
تاسي ته د مکتوب سکن کاپي وړاندي کیږي:
په پورته مکتوب کي د خلکو د تېرایستلو په موخه یوه باریکه هڅه سوېده چي هغه د شپې برخي یادونه ده. دا هغه بهانه ده چي د دغه فرهنګي بحران مسوولان یې د ناسمي دیپلوماسۍ په توګه کاروي. خو که یې نوک ځای کړ؛ سوک ته ځای پخپله برابر دی.
موږ د وطن د هرځوان او هر استعداد درناوی غواړو، بیا په تېره د هغو استعدادونو چي د هیواد په لاره کي یې سرونه ښندلي دي خو دا درناوی دي په داسي بڼه نه وي چي پکښي زموږ د تاریخي او دایمي اتلانو سپکاوی نغښتی وي. دلته یواځي د یوه درانه مشر او لوی تاریخي شخصیت سره نه بلکي د ټولني او ملي مورال سره ظلم کیږي. د میرویس خان نیکه د نوم یادول هر زده کوونکي ته د هغه ټول تاریخ ورپه یادوي، هغه ورښيي چي ستر میرویس خان څنګه د هیواد استقلالیت واخیست، هغه څنګه دا سیمه وژغورله، هغه څنګه د هیواد د بنسټ ژوندي ساتلو سیاست وکړ او هغه څنګه پر وطن مین انسان وو؟ خو د ځوان شهید احمدي ورپه یادېدل به هغوی ته د زرګونو نورو ځوانو شهیدانو غوندي عادي ولي د ارمان سره مل شهید یادېدل وي.
بله خبره د هیواد او پښتنو په سطحه د قومي او قبیلوي ستونزو لمبو ته تېل ور اچول دي چي د دغي لاري کیږي، د شاه اشرف هوتک، شاه حسین هو تک او ستر میرویس خان د نومونو لیري کول باید عادي ونه نیول سي. دلته د غربي توطیې غلجي او دوراني ټکرولو خبره راپورته کیږي. هغه شومه توطیه چي موږ یې د ریښو کښل غواړو.
د هیواد د پوهني په نصاب کي د اوسني تاریخ د فصل نه راوستل یوه ډېره مهمه او باریکه موضوع ده. د ټول دولت په سطحه دا تصمیم نیول سوی دی چي تر اوسنیو قضاوتونو تیریږو او دا به وروسته لسیزي رانغاړي. د ښوونځیو په نوم ټاکلو کي هم باید دغه معیار ته مراجعه وسي، دلته ډېري سیاسي باریکۍ دي.
د ځوان شهید احمدي غوندي په زرګونو ځوانان د تېرو کلونو په اوږدو کي د دښمن د مرمیو خوراک سول، د ټولو مشاهیرو او نامتو شخصیتونو تر نومونو ډېر نوي نومونه د شهیدانو لیستونو ته ور اضافه سول اوس که موږ د ټولو په نومونو ښوونځي بدلوو نو تېر ټول تاریخ او شخصیتونه به مسخ کړو.
موږ په دې برخه کي د هیواد د پوهني وزارت رهبري او چارواکو ته د پاملرني او احتیاط هیله کوو. د کندهار سیمه ییزه حکومتوالي خو د ویسا په مشرۍ له ډېره وخته د پردیو ساز ته رقصیږي. موږ د کندهار سیمه ییزي ادارې ته هیڅ ډول انساني هیله نه کوو ځکه چي هغه نه انساني ارزښتونه پېژني اونه پکښي تریخی سته. که وای نو بې خپل برم او عزت تر پردیو پروګرامونو مهم ګڼلی وای، ارزښتونه به یې د پیسو په مقابل نه خرڅولای او که خاشه قدر غیرت هم پکښيکي وای نو به یې د روان ناورین له شرمه استعفا کړې وای.