دخپریدو نیټه : 2014-12-01 مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل
د ميرويس نيکه د ليسي نوم دي پاته او د شهيد احمدي په نوم دي بل ښوونځي جوړ سي .
استاد نورالدین هوتک
د کندهار د پوهني د رياست اړوند د حاجي ميرويس نيکه د عالي ليسې د مدير شهيد وحيدالله احمدي نوم بايد ژوندی وساتل سي ، خو داسي نه چې زموږ د وياړونو نومونو ته زيان پکښي ورسيږي او يا هم تاريخ راته د شکمنو ساتونکو په سترګه وګوري .
تېره ورځ مي د بېنوا ويب پاڼي د مشر خالد هادي هغه ليکنه ولوستل ، چې د ليسې د نامه د اوښتو په اړه يې يادونه کړې وه او د پوهني رياست هغه پيشنيهاد يې هم خپور کړی وو چې د دې لېسې د شپې برخي د نامه دپاره يې د شهيد وحيدالله احمدي نوم غوره کړی وو ، ډير پر ځای اقدام دی خو زه چي کوم معلومات لرم او خالد هادي هم په خپله ليکنه کي ليکلي وه چی د کندهار د تاريخي اشخاصو او نومياليو په نوم د پخواني، نومول سويو ښوونځيو او نورو ځايونو د نومونو د اړولو يوه پلان جوړ سوی دی او د کندهار والي په مشري اداري مجلس پر دې باندي بحث کړی وو چي د دې ليسي دپاره يې د عبدالروف بينوا نوم ټاکلی وو ..
زموږ تاريځ او زموږ هويت زموږ د اتلانو ، نيکونو او پلرونو د نومونو په ساتلو او ويلو سره ژوندی دی او بايد هم ژوندی پاته سي هيڅ څوک حق نه لري چی د دې وياړونو نومونه ورک او يا يې هم د خپلي شخصي سليقې په اساس وټاکي او ويې نوموي .
د کلنو کلنو راهيسي د حاجي ميرويس خان نيکه عالي لېسه په همدې نوم مشهوره او افغانان به تر خپل عمره همدا نوم همداسي ژوندی وساتي .
د شهيد وحيدالله احمدي د ورور نجيب الله احمدي پر فيسبوک پاڼه مي ولوستل چي دوی د ميرويس نيکه د ليسي د نامه د اړولو دپاره هيڅ راز ليوالتيا نه لري او نه هم چا ته اجازه ورکوي چي نوم يې واړوي ، نوموړي پر دې هم ټينګار کړی چی د خپل ورور د ارمانونو د ساتلو او پوره کولو دپاره به هر وخت د دي ليسې پالنه او ساتنه کوي او تل تر تله به د پوهنی رياست او د دی ليسي د ادارې سره همکاره پاته وي .
د نوموړي په دې نظر خوښ يم او پر هغه مي نيت ښه سو ، زه يی نظر تايدوم او بايد د کندهار د تاريخ د ساتني دپاره هڅي ګړندۍ او چټکي سي .
زه غوښتنه کوم چی د شپي ليسي نوم دي هم همداسي وساتل سي او بايد بل نوم ورته ونه ټاکل سي ، خو که ټاکل کيږي نو لمړی حق د شهيد وحيدالله احمدي دی .
همداسي دي د شهيد وحيدالله احمدي په نامه دي يو نوی ښوونخی جوړ او يا دي هم يو بل نوی جوړ سو ښوونخی د هغه په نوم ونومول سي .
ځکه هغه د پوهني شهيد دی او د حاجي ميرويس نيکه د عالی ليسی د نامه د ساتني دپاره يې خورا ډيري هڅي کړی او زحمتونه يې ګاللي دي .
شهيد وحيدالله احمدي د ميرويس خان نيکه د عالې ليسي د شپي موسس هم دی او دده هلي ځلي وي چی دې ليسې د شپي له لوري فعاليت پيدا کړ ، د ښار د ليري سيمو اوس هم دې ليسې ته زيات ځوانان او ماشومان زده کړي ته ورځي څکه چي دا ليسه ښه درس او نظم لري .