دخپریدو نیټه : 2006-03-20 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
پر عراق د امريکايي بريد دريمه کليزه
احمدولي اڅکزی ، المان
احمدولي اڅکزی ، المان
د نن نه پوره درې کاله وړاندي په عراقي ښارونو امريکا او دامريکا ټلوالو ځواکونو هوايي بريدونه پېل کړه. ددغه بريدونو موخه د عراق د اولس مشر صدام حسين او د هغه د ګوند د واکه غورځول وه. دامريکا اولس مشر ښاغلي جارج ډبليو بوش هغه وخت ويلي وه چي دغه جنګ د عراقي وګړو لپاره د خپلواکۍ زېری دی. خو پس له درې کالو دغه زېری د يو لکو اولسي وګړو لپاره د مرګ زېری ګرځېدلی. ګرچه امريکا د وژل شوو عراقيانو شمېر دېرش زره ښيي خو نوري احصايې ټکل کوي کوي چي تر اوسه د سلو زرو وګړو په شاوخواکښي عراقيان پدغه جګړه کښي وژل شوي.
اوس ږغونه پورته سوي چي په عراق کښي کورنۍ جګړه روانه ده. د عراق پخوانی ستروزير ښاغلی علاوي هم پدې آند دی چي په عراق کښي د وخته لا کورنۍ جګړه پيل شوې ده. امريکا دغه خبره نه مني او وايي چي دغه ډول ادعا کوونکي د مبالغې نه کار اخلي. خو دغه يوه څرګنده خبره ده چي هغه خلک چي پخوا يه ځانونه عراقيان بلل اوس ځانونه شعيه، سني او يا کورد بولي. داسي ښکاري لکه دغه هيواد چي پر درو برخو وېشل کېدونکی دی. ګرچه پدغه هيواد کښي عمومي انتخابات تر سره شوي او يواساسي قانون منځ ته راغلی دی خو حالات ورځ په ورځ په خرابېدو دي. هغه هيواد چي پخوا پکښي نسبتي آرامي وه او يوه ولاړه اداره يه درلوده، اوس هلته هره ورځ د سلو په شاوخوا کښي اولسي وګړي خپل ژوند دلاسه ورکوي. حتی هغه خلک چي درې کاله وړاندي يه لا دعراق د راتلونکي په هکله هيلي درلودې، اوس ناهيلي شويدي.
دنن نه درې کاله وړاندي پر عراق د امريکايي بريد دوه دليله يا جوازه وښودل شوه. لومړی جواز د عراق دبيالوژيکي، کېمياوي او اټومي وسلې درلودل وه. دويم جواز د عراق او القاعدې تر منځ د اړيکو او همکارۍ شته والی ښودل شوی و. اوس پخپله امريکا دغه خبره مني چي دغه تورونه بې بنسټه وه، ولي چي عراق نه خو آټومي وړتيادرلوده او نه يه هم د القاعدې سره همکاري کوله. اوس دغه جوازونه پدې بدل شوي چي امريکا په عراق کښي اولسواکي راوستل غواړي. خو په عراق کښي اوسني حالات دغه ښيي چي د ښاغلي بوش دغه خوب وروسته درو کالو لا هم ندی تعبير شوی.
څه باندي پنځوس کاله وړاندي د جرمني په ښار نيورن بېرګ کښي د نازي المان يو شمېر مشران د امريکايانو او دهغوی د ټلوالو لخوا محکمه شوه. دغه محکمو د نړۍ واله جګړې وروسته هغه الماني چارواکي او مشران په مرګ او بند محکوم کړه چي ورباندي د جنګي جناياتود نورو تورونه تر څنګ د جګړې د پېل کولو تورهم لګول شوی و. د هغه وخت نازي المان په دې ادعا د خپلو ګاونډيانو پر ضد جګړه پېل کړې وه چي دنازي چارواکو په ادعا دغه ګاونډيان پر المان باندي دبريد کولوپه درشل کښي وه. په انګريزي ژبه و دغه ډول بريد ته Preemptive Strike يا لومړی د وار کول وايي. د بل هيواد لخوا د جګړې د پېلولو د مخنيوي لپاره په خپله جګړه پېلول د نيورن بېرګ تر ټولو مهم ټکی و. د نازيانو په سزا رسولو سره هڅه وسوه چي په راتلونکي کښي دنړۍ ټوله هيوادونه د Preemptive Strike نه ډډه وکړي. خو د امريکا اوسنۍ بهرنۍ تګلاره خپل ځان ته د هر ډول Preemptive Strike حق ورکوي . د همدې حق نه د کار اخيستلو په ترڅ کښي امريکا پر افغانستان او عراق بريد وکړ.
د دويمي جهاني جګړې نه وروسته امريکا په مستقيم ډول په څه باندي اوه څلوېښتو هيوادونو بريدونو کړي او يا يه په غېر مستقيمه ډول فوځي يا استخباراتي لاسوهنه کړې. په داسي حال کښي چي د سړې جګړې د پای ته رسېدو څه باندي دوې لسيزي تيري شوي د امريکا لخوا پر دفاعي چاروکلني مصارف تر څلور سوه بليونو نه اوړي. د امريکا اوسنۍ دفاعي تګلاره چي زياتره برخه يه دوولفوويڅ پر دوکترين ولاړه ده، څرګندوي چي امريکا په راتلونکو سلو کا لو کښي اوسنۍ نړۍ ته داسي تغير ورکول غواړي، چيري چي به د امريکا ولکه او برلاسي توب واکمن وي. داچي امريکايي اولس او نړۍ وال به ترڅه وخته د امريکا دغه تګلاره زغمي ، دغه به وخت وښيي.
خو په هر صورت! دعراق جګړې بيا وانسانانو ته وښودل چي جنګ او جګړه يو ډېر ناولی کار دی اوبله داچي هيڅ داسي جګړه نشته چي هغه دي ککړه او ناولې نه وي. په هره جګړه کښي تر هر څه نه وړاندي حق او حقيقت له منځه ځي.