محمد عارف رسولي
سریزه
په بیوزله ملتونو کې که د داخلي او بهرنیو لاملونو له کبله شخړې رامنځته شي او که دا شخړې د اوږده وخت لپاره دوام وکړي نو دا هیواد او دولت یې د ناکامو دولتونو او ملکونو په کتار کې راځي. په خواشینۍ سره زموږ ګران هیواد هم اوس د دې ناکامو دولتونو په کتار کې شمیرل کیږي. ناکام دولتونه او ملتونه له خورا ډېرو تولنیزو، سیاسي او اقتصادي ستونزو سره مخ کیږي. دا یوه پیچلې ستونزه ده او ډول ډول داخلي او بهرني پیچلي لاملونه لري او ورڅخه راوتل ستونزمن کاروي. دلته د قانون حاکمیت، ښه حکومتولي، ملي قانوني اقتصاد، ملي ارزښتونه او ټولینز پیوستون او نور ټولنیز قراردادونه کمزوري کیږي اوبیا رغول یې ګران کار وي. دلته بهرني قوتونه لاسوهنه کوي، د پخلاینې مخه ډب کوي او د مثبتو بدلونونو مخه نیسي.
په دې لیکنه کې د ننیو نړیوالو شته څیړنو او تاریخي شواهدو په رڼا کې هڅه شوې ده چې د بیوزله او شخړو وهلو هیوادونو چې ناکام هیوادونه هم ورته وایي یو څه بحث وکړم. موخه داده چې د هغوي د ناکامیو او د نجات په لارو یو څه رڼا واچوم ترڅو په دې اهمه ملي موضوع عامه پوهاوئ زیات شي.
د ناکامو دولتونو د رامنځته کیدو لپاره داخلي او بهرني لاملونه
لمړئ داخلي لاملونه، د ټولنې خپلې داخلي ناخوالې او ستونزې او بهرني لاملونو دواړه یو تربله تقویه کوي. په داخلي لاملونوکې ډېر تاریخي، کلتوري، ټولنیز او اقتصادي اړخونه شته. په دې هیوادونوکې د ثبات نشتون د ستونزو ریښه اي او عمده لامل وي. داځکه چې تعلیم، ټولنیز خدمتونه، انساني او ټولنیزه پانګه کمزوري کیږي، د هیواد غوره کدرونه له منځه ځي او په پای کې ټولنیز ارزښتونه له پامه غورځول کیږي. اقتصاد له رکود سره مخ کیږي، ملي نهادونه لکه د قانون حاکمیت، ښه حکومتولي او دولتي نظام کمزورئ، له پښو غورځي او یا تش په نامه پاته کیږي. په داسې ټولنو کې جنګي اقتصاد رامنځته شي او له شخړو تغذیه کیدونکي کسان یو وړوکئ خو خورا مالداره او قوي نوئ قشر جوړ کړي. داخلک نه خپله د ملک په اداره پوهیږي، له قانون اودولتي چوکاټ څخه بهر کار کوي او دنظام د جوړولو مخه نیسي. په داسې شرایطو کې عام ولس او خلک ورځ تربلې د بیوزلۍ په لومه کې پریوزي او ورڅخه وتل یې ګرا ن وي.
دوهم بهرني لاملونه، هغه متل دئ چې د چا اوړه لامده شي نو هرڅوک لاس پکې منډي. په دې هیوادونو کې طبیعي ده چې ټولنیز عدالت پایمال، خلک بیوزله، له راتلونکي ناهیلي او ملي احساس ېې کمزورئ شي. نوپه داسې حالت کې د بهرنیانو د لاسوهنې او ناروا ګټو لټولو ښه شرایط برابر شي. بهرني قوتونه د داسې هیوادونو د خلکو له بیوزلۍ، بیسوادۍ، مذهبي او قومي اختلافاتو او ناپوهۍ ګټه اخلي او ملي هویت او ملي یووالئ یې نور هم ترسوال لاندې راولي. د دې بهرنیو قوتونو مطلب داوي چې دا ملک له پرمختګ څخه پاته، بی ثباته، ویشلئ او بیوزله وساتي او د خپلو سیاسي، اقتصادي او ستراتیژیکي موخو د ترلاسه کولو لپاره یې وکاروي. د دې کمزورو هیوادونو د کنترول په سر سیمه ایز ملکونه له یوبل او نړیوالو قوتونو سره لکه د تجارتي مالونو او اقتصادي کالیو په شان راکړه ورکړه له عامه انظارو پټ د استخباراتي کړیو په مرسته سرته رسوي.
په ناکامو هیوادونو کې نیابتي او یا د لاسپوڅو جنګ کول
نن سبا ټولو د نیابتي یا لاسپوڅو د جنګ (Proxy War) اصطلاح او خبره اوریدلې ده. په خواشینۍ سره په اوس وخت کې په ډېرو ناکامو هیوادونو کې د شخړو د اوږدیدو یو مهم لامل د همدغو بهرنیو ملکونو او قوتونو لاسوهنه ده چې له خپلو رقیبو ملکونو سره په دریم هیواد کې د لاسپوڅو جنګ کوي. په دې جنګ کې قوي سیمه ایز ملکونه دخپلو ملکونو څخه بهر د خپلو عسکرو په ځای په یوڅه پیسو او لارښوونو د کوم دریم هیواد خلک له یوبل سره جنګوي. هغوي د خپلو هیوادونو په ځاي په دریم ملک کې له یو بل سره جنګ کوي ځکه دلته بل هیواد ورانیږي، وینه د بل توییږي، نظام د نورو ړنګیږي او جنګ پالونکي خو اوبه خړوي او کبان نیسي. دا ناکام او شخړو وهلي ملتونه او ډلې یې د اقتصادي او سیاسي اړخه نور په همدې جنګ تپونکوهیوادونو باندې د ناپوهۍ او مجبورۍ دواړو له لاسه وابسته او تړل کیږي. نړیوال او سیمه ایز قوتونه په داسې هیوادونو کې له یو بل نه د امتیاز اخیستلو په فکر کي وي او خپل سیمه ایز او نړیوالې هیژموني ته ځان رسوي. ښکاره ده چې دا لاسوهونکي هیوادونه په خورامهارت دا کار کوي، د بل هیواد د کمزورتیاوواو ستونزو څخه ګټه پورته کوي او خپل جنګ د ځینو قومي، مذهبي، سمتی او یا اقتصادی ګروپونو په مرسته کوي. په ځینې دې ګروپونو کې له مخکې ځینې داسې شرایط وی او یا یې دا بیروني مداخله کوونکي هیوادونه په دې ګروپونو کې راپیدا کوي او تقویه کوي یې ترڅو دا ناپوهه او خوار خلک له یو بل څخه بیل اوترمنځ یې شخړې جاري وساتي.
ولې ناکام هیوادونه ځان نشي خلاصولئ؟
دلته سوال پيدا کیږي چې د دې هیوادونو خلک نو ولې دې ته اجازه ورکوي او ولې ځان له دې څخه نشي را ایستلئ. دا ښه سوال دئ او هم ډېر دردوونکئ دئ. دې سوال ته ځواب ډېر اړخونه لري. نن سبا د دې په راز راز اړخونو باندې څیړنې روانې دي. دلته په لنډه توګه د دې ټولنو او ملتونو د بیوسۍ او پاته راتلو یو څو لاملونه وړاندې کیږي.
له یوې خوا، په دې هیوادونو کې ټولنیز جوړښت، ارزښتونه، پانګه او ملي نهادونه لکه د قانون حاکمیت او نور کمزورې او له منځه لاړ شي. د دې او نورو ورته شیانو احیا او په پښو دریدل خورا ګران او اوږدمهاله کار، زیرمې او ښه رهبري غواړي. له بلې خوا، په داسې شرایطو کې چې دولت کمزورئ وي، مجرب او ریښتیني رهبران او سیاستوالان کم وي او که کوم یو پیدا شی څوک یې خبرې ته غوږ نه نیسي د دې ستونزو ارزونه او ورباندې سم پوهیدل او ورڅخه نجات موندل د جنګ وهلو، بیوزلو عامو خلکو له توانه بهر وی. نو په دې توګه، ملت هغه ظرفیت چې په ګډه د خپلو ستونزو د سمې ارزونې، حل لارو موندلو، پلان کولو او سم لید لوري د ټاکلو لپاره په ګډه کار دئ له لاسه ورکړي. دملک ویجاړ اقتصاد اجازه نه ورکوي چې د نهادونو، د ظرفیت په لوړولو او نورو باندې سیي پانګونه وشي. بهرنۍ مرستې هم په داسې حالاتو کې ستره اغیزه نلري ځکه په دې ټولنو کې جذب وړتیا او ظرفیت نه وي او په دې توګه نو د پرمختګ ښه وسیله نده، ځکه خلک تنبل کوي، فساد ورڅخه پیدا کیږي او ان چې د هیواد په تولید، کرنه او اقتصاد بده اغیزه شیندي.
که څه هم په دې ملکونو کې غوره کدرونه، ښه سیاستوال، دیني عالمان او قومي درنې سټې د زمانې په تیریدو کمیږي خو بیا هم په هره ټولنه کې یوڅه با احساسه او د ټولنیز درد لرونکي خلک خامخا وي خو دهغو هریو یوازې زړه خوري او په کوم ګډ پروګرام باندې نه راټولیږي. دا ځکه چې د ټولنیزو شبکو، سازمانونو، سیاسي ګروپونو او احزابو سیي وده هم ښې رهبرۍ، زیرمو، وخت، اړینو شرایطو او ریښتیني کار ته اړتیا لري او زر منځته نه راځي.
په ناکامو ټولنو کې سیاسي احزاب او مدني ټولنې له شورایي او یا دموکراتیک نظام څخه خبرې کوي خو تر خوا یې هم نه وی تیر. په دې ټولو سازمانونو کې اړین اصول او مقررات یا بیخي نه وي اویا ورڅخه سترګې پټیږي. نفوذ لرونکي خلک مثبت بدلون نه غواړي ځکه د ځان په ګټه یې نه بولي او نورو ته هم اجازه نه ورکوي. که څوک بدلون وغواړي بیا هغه د بدلون په پروسه نه پوهیږي. که کله هم کوم لورئ لید ولري خو په موخو، غوره پروګرامونو او په پایله لرونکو فعالیتونو یې نشي بدلولئ. په داسې ټولنو کې ناهیليی، کرکه، نه همکاري او ځان غوښتنه زیاته وي او د کومې غوره پرمختیایي پروسې په نشتون کې غوره رهبران هم پکې ظهور نکوي.
په داسې ناکامو ملتونو کې نه په دولت کې او نه په سیاسي احزابو کې څوک د مسؤلیت احساس کوي. هغوي توانیږي چې خپله هره تیروتنه په نورو ور واچوي، یا پوله ورته جوړه کړي، توجیه یې کړی او ځان خلاص کړي. داځکه چې په ټولنه کې داسې قشر او خلک ډېر کم وي چې دهغوي په تیروتنو سم پوه شي او یا په مخ کې ورته ودریږي. که دوی هرڅومره تیروتنې کوي داسې فکر کوي چې یوازې دوي عقل لري او کله د هیواد د شرایطو په نامه، کله د بهرنیو مداخلو په نامه او کله هم د نوروپه نامه خلک تیرباسي. دا بیخي سمه ده چې بهرني خو ډول ډول مداخلې کوي خو ښه رهبران هغه دي چې د اصالت او عمل په منځ کې یوه سیي لاره پیداکړي او خپل خلک له بحرانه راوباسي. که تاسو وګورئ نو په داسې هیوادونو داسې کوم ګوند نشئ پیدا کولئ چې کومه علمي ګډ لید لورئ، ګډې موخې او د هغو په بنسټ د هیواد د نجات، د نظام د سمولو او له ناکامۍ څخه د راایستلو کومه برنامه ولري. دا ځکه چې لمړئ خو په خواشینۍ سره په داسې ملکونو کې د دې کار تجربه له سره نه وي او تر شخړو وروسته تیر امکانات هم ورڅخه واخیستل شي.
خپل ګران هیواد اوس څنګه له دې خبیثې کړۍ څخه راوباسو؟
زموږ ګران هیواد چې د بیوزلۍ او اوږدو شخړو له لاسه د دې ناکامو هیوادونو په کتار کې راغلئ دئ د را ایستو لپاره یې لاندې یو څو اړین وړاندیزونه کوم:
1. د ملي وحدت حکومت د هیواد د بیطرفه مخورو، ریښتینو روڼ اندو او عامه خلکو په مرسته د ښې حکومتولۍ او یو ښه دولتي سیستم جوړولو ته ډېره پاملرنه او زیاته پانګونه وکړي.
2. د ملي وحدت په حکومت کې دواړه شریک قوتونه له یوې سترې ملي تیروتنې ډډه وکړي او هغه داچې یو حکومت او ګډ ملي نهادونه جوړ کړي. د دې ویره شته چې د شخصي ګټو، سمتي او ګروهي موخو په خاطر به دا دواړه ګروپونه په هر څه کې سیالي کوي او هر دولتي نهاد په دوو برخو وویشي. دا به ملک ته دنه منلو تاوانونه واړوي اوترډېرو کلونو پورې به د ښه نظام جوړولو مخه ډب کړي. دا به ملي خیانت وي او د هیواد خلک یې باید په کلکه مخه ونیسي،
3. ترهرڅه مخکې ملي زعامت ته په کار ده چې ملت ته رښتیا ووايي او ښه یې پوه کړي چې زموږ هیواد اوس په یوه ماتیدونکي حالت کې دئ او له دې ماتیدونکي او ناکام حالت څخه د ملت را ایستل یو اوږد مزل دئ، ښې رهبرۍ، پوره صبر او پرله پسی نه ستړی کیدونکو هڅو او هاند ته اړتیا لري. تراوسه دولت لدې یو څه غافل وو، یا خپله نه ورباندې پوهیدل، یا یې نه غوښتل چې د ملت روحیه کمزورې کړي خو دا کار یې ونکړ.
4. دا کار باید د یوې منظمې کړنلارې له مخې تر سره شي او په خپلو پرګنو کې په دې هکله سیاسي او مدني شعور او پوهاوئ زیات کړو،
5. له دې ناکام حالت څخه د وتو لپاره د ملک زعامت د ملي شخصیتونو او ریښتینو روڼ اندو په مرسته د یوه روښانه لید لوري په شاو خوا یوه ملی اجماع رامنځته او ملت ورباندې راټول کړي،
6. دولت او زموږ په هیواد کې ټولې ډلې باید ښه پوه شي چې په شخړو او ورانوونکو جګړو کې دهیڅ لوري ګټه نشته او باید ستونزې د تفاهم له لارې حل شي. که داسې ونشی هیڅ څوک به هم په ملک کې هیڅ کله د خپلې خوښې نظام جوړ نکړي او که جوړ یې هم کړي نو دوام به ونه کړي. باید ومنو دنظام دجوړولو ترټولو ښه او ازمویل شوې لاره خلکو ته خدمت او په غوره لارو خلک له خپلو موخو خبرول دي،
7. سوله او ثبات زموږ د هیواد ترتولو ستر لمړیتوب دئ. که خدای مکړه سوله رانشي نو نه هیواد د پردو له ظلمه نجات موندئ شي، نه د نورو جنګ او سیالي زموږ په هیواد کې ورکیږي او نه هیڅ کوم سیي نظام، پرمختګ او ترقي په ملک کې منځته راتلئ شي،
8. د ملک زعامت د مدني ټولنو او خلکو ترپوره پوهاوي وروسته د اړینو پلانونو له مخې د حل لارې و لټوي او په ملي عظم یې پلې کړو،
9. کدرونه، روڼ اندي، لیکوالان، ژورنالستان، فرهنګي سټې او په هیواد او خلکو مین ځواکونه یو بل ته لاس ورکړي، بیځایه، قومی، سمتي او ژبنی تعصبات پریږدي او د ملي نجات لپاره سره یو شي،
10. دولت، سیاسي ګوندونه، مدني ټولنې او نور په ملي کچه او هم هرګروپ په ځانګړي توګه د سمو لید لورو له مخې، اوږد مهاله، منځ مهاله او اوږد مهاله موخې او پلانونه جوړ کړي او ورباندې په ملي عظم نه ستړي کیدونکې هڅې او کار وکړي،
دیوه سرلوړي، په ځان بسیا او خپلواک افغانستان په هیله