مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-12-04   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

ائتلافي دولت پر نامعلوم لوري!

 

د ټاکنيزو مبارزو پر مهال د ولسمشرۍ لپاره هر نوماند ولس ته وعدې ورکولې، چې دوی به په ادارو کې اصلاحات راولي، اقتصادي، امنيتي، ټولنيزې او نورې تګلارې به په کار اچوي تر څو د عام ولس اعتماد او باور تر لاسه کړي. دوی د خپلو ټاکنيزو مبارزو پرمهال دا هم ویل، چې د حامدکرزي د دوري بنسټونه د ساتلو تر څنګ به یاد بنسټونه تقویه شي.

ټاکنې د ۱۳۹۳ کال د حمل مياشتې په ۱۶مه نېټه پاې ته ورسېدې، څو مياشتې پايله وځنډېده بالاخره، د ولسمشرۍ ټاکنې دوهم دورې ته ولاړې، د جوزاء په ۲۴مه بيا ټاکنې وشوې، خو د ټاکنو د ورځې څخه تر ۴ میاشتو پورې ناندرې وې، چې ګټونکی کوم يو ټيم دی، د ډاکټرعبدالله عبدالله ټيم (اصلاحات او همپالنه) به ګټه د ځان بلله او د ډاکټراشرف غني احمدزي ټیم (تحول او دوام) به بيا ګټه خپله بلله، کله به چې هم د انتخاباتو خپلواک کمېسيون د پايلو اعلان اعلاميه ورکړه، د ډاکټرعبدالله عبدالله ټيم له لوري به ورته ګواښ وشو، ځکه دوی خپله ناکامي نه منله، ياد ټيم په لاريونونو لاس پورې کړ، د کابل په واټونو کې يې خيمې ووهلې او دا ناره يې پورته کړه، چې موږ خپل حق غواړو  د ټاکنو پايلې نه منو، دوی د ډاکټرمحمداشرف غني سره په حکومت کې ځان يو ځای کړو او د هېواد په تاريخ کې يې د ائتلافي حکومت نوې بڼه جوړه کړه.

ائتلافي حکومت معاهده دا وه، چې اجرائيه رياست به منځ ته راوړي، په ټولو ګمارنو کې به ۵۰سلنه برخه لري او د هېواد په مهمو او حساسو پرېکړو کې به ونډه اخلي، (نوې خبره، نوې بڼه او نوی حکومت) منځته راغی، دا وېشنه د ولس او نړيوالو د مسخرو وګرځېدل، د ولس زړونه مات شول، ولس دې ته رايه نه وه ورکړې، چې دوی دې د خپل قدرت په خپل منځ کې وويشي، ولس دې ته رايه ورکړې وه، چې هېواد له روانو بهرانونو وژِغوري، آیا اوس هم فکر کوئ، چې هېواد به له روانو بحرانونو وژغول شي؟

زموږ په اند دا شړۍ به وړۍ نشي، ځکه په يو بام کې دوه هواګانې نه وي، که چيرته اجرائيه رئيس ۵۰سلنه برخه غواړي او دی خپل د خوښې کسان معرفي کوي، هماغه کسان به يوازې اجرائيه رئيس ته ځان مسوول بولي او بس!

نن مو په رسنيو کې پر يو انځور سترګې ولګېدې، انځور نړيوالو رسنيو هم اخيستی او عنوان يې ورکړی (دوه مشران)، انځور کې عبدالله عبدالله ښي لور ته، يو بهرنی منځ کې او ډاکټراشرف غني احمدزی چپ اړخ ته د ناټو په مرکز کې يو مطبوعاتي کانفرانس ته خبرلې کولې ولاړ و، پکار خو داوه، چې ډاکټرمحمداشرف غني احمدزي په ځانګړي ډول دا مطبوعاتي کانفرانس يا پروګرام مخ ته وړی و او ډاکټر عبدالله عبدالله پکې برخه نه اخيستي، ځکه د هېواد ولسمشر احمدزی دی، او که چيرته بيا ډاکټرعبدالله عبدالله د صدراعظمۍ په څوکۍ ناست وي بيا نو ډاکټرغني ته پکار وه، چې داکټر عبدالله عبدالله ته يې وار ورکړی وی تر څو هغه ياد کانفرانس او پروګرام پر مخ وړ وی.

اوس داسې اوازې او ګونګوسۍ دي، چې نوی حکومت غواړي د تېر حکومت هېڅ يو لوړپوړی رسمي چارواکي ته دنده ورنکړي، د دوی په اصطلاح چې دوی په پخواني دور کې پاتې شوي مامورين دي او پکار ده، چې د دوی په ځای داسې څوک د بهر څخه راشي، چې کار وکړي، خو د بهر څخه راغلي نېکټايي لرونکي، چې هلته يې  يوازې(DW)  Dish Washerکوله، دوی داسې انګيرې چې ګواکې د بهر څخه راغلي اشخاص په کار پوهه خلک دي، حال دا چې نوي راغلي اشخاص، چې شايد په نوي کابينه او نوې اداره کې ورته ډېره ونډه ورکړل شي، تر اوسه يې په هېواد کې هېڅ رسمي ماموريت نه د ی ترسره کړی، اداره کول خو پر ځای پرېښده د بهر څخه راغلي اشخاص په اساسي قانون هم نه پوهېږي، او که چيرته بيا ائتلاف غواړي، چې پخواني رسمي لوړپوړو مامورينو ته دنده ورنکړي، پوښتنه داده، چې آيا اوسني مشران له پخواء څخه شخصيتونه و؟ اشرف غني احمدزی، ډاکټرعبدالله عبدالله، د دواړه معاونين (جنرال عبدالرشيد دوستم، قانون پوهه سروردانش، انجينراحمدخان او محقق) د دوی تر څنګ په اصلاحاتو او ګمارنه برخه کې د ولسمشر ځانګړی استازی (احمدضياء مسعود)، د ولسمشر اقتصادي چارو مشاور او يو شمېر نورو هم پخوانۍ دوره کې دندې درلودې، بيا نو دا پوښتنه ولې نه کېږي، چې تاسو پخواني دولت کې پاتې شوي خلک ياست تاسو ولې نن رهبري کوئ؟

موږ دا نه وايو، چې نوی ائتلافي حکومت دې په ادارو کې ادلون او بدلون نه راولي، ادلون او بدلون، مکافات او مجازات د يوې ښې رهبرۍ او نیکې ادارې اصل دی، ولې پکار دا ده، چې هغه چارواکو چې تر دې دمه يې په خپل کار کې له ځانه شايسته ګي ښوولي، په کار پوهه دي، ولس ترې راضي دی، ولس ته يې کار کړی  هغوئ تقدير شي،  د دوی په مقابل کې احساستي برخورد ونشي، د بعض او کينې څخه کار وانخيستل شي، چې بده پايله به ولري، او هغه چا چې د افغان مسلمان ملت سره جفاء کړې، د دوی حقه حقوق يې تر پښو لاندې کړي، ولس ته يې د خدمت پر ځای دوی ځورولي، کونډې او د يتيمانو پوښتنه يې نه ده کړې، د بیت المال سره یې جفاء کړې، او يوازې خپل وخت يې تېر کړی مجازات شي او د داسې اشخاصو پر ځای کې هغه چا ته د کار کولو زمينه برابره شي، چې وخت يې په هېواد کې دننه تېر کړی، د کوم بل هېواد تابعيت ونلري، په ټولو ټولنيزو او سياسي اړيکو پوهه وي، د دې تر څنګ پکار داده، چې پدې برخه کې د نړيوالو ناوړه مشورې وا نه اورېدل شي، ځکه نړيوالو همېشه کوښښ کړی، چې هېواد په پښو ونه درېږي،  او تل د دوی غلامان وسي

د دې تر څنګ چې موږ د نوي ائتلافي حکومت څخه د پورته اصل د پلي کېدو غوښتونکي يو، لاندې ټکو ته يې هم پام رااړو او د جدي اقداماتو غوښتونکي يې يو.

لمړی: نوي ائتلافي حکومت ته پکار ده، چې دوی په خپلو ژمنو وفا وکړي، او څنګه يې چې د سولې راوستو لپاره دوی په خپلو شعارونو کې لومړيتوب ورکاو همداسې د کاري دورې په لومړيتوبونو کې سولې او پخلاينې ته ځای ورکړي، تر څو عملي سوله منځته راشي او هېوادوال د سوليز ژوند څخه برخمن شي.

دوم: په ټولو امنیتي او کشفي ارګانونو کې نظم، ډسپلین برابر او د مکافاتو او مجازاتو سيستم پلی شي، په يادو ارګانونو کې د سياسي لاسونو ورڅخه قطعه کړی شي، يو ځانګړي ميکانيزم په لار اچولو سره دی ولس وهڅول شي تر څو په يادو ليکو کې جذب او همېشه ياد ارګان سره مرسته کوونکی شي، هغه اشخاص چې خپل صلاحيت څخه سوء استفاده کوي او عام ولس ځوروي دوی له دندې ګوښه شي، هغه بستونه چې تر اوسه په پيسو پلورل کېدل مخه يې ونيول شي.

دريم: په عدليي او قضايي ارګانونو کې جدي اصلاحاتو ته ضرورت دی، ولسمشر غني د ميزان په ۷مه وعده وکړه چې په عدليي او قضايي ارګانونو کې به ژور اصلاحات راشي ولې تر ننه پورې مو دا اصلاحات ونه ليدل، عام ولس ځوروي، د هرې دوسيې په سر پيسې اخلي، ولس منفور شوی ، او بې عدالتۍ اوج ته رسيدلي

څلورم: ولسي جرګې (پارلمان، مشرانو جرګه) او ولايتي شوراء ته دې يو ځانګړی ميکانيزم جوړ شي، د دوی لاسونه دې په ادارو کې د لاسوهنې څخه قطعه شي او يوازې هغه څه ته دې مخه شي، چې قانون ورته اجازه ورکړی، د کابينې اعضاو په معرفت کې دې دوی ته بيا لکه د تېر په شان پیسې او وعدې نه ورکول کېږي، چې بيا به دوی لکه د تېر په شان هر څه انحصار کړي

پنځم: نوی ائتلافي حکومت دې د نوي او بد تفکيک وکړي، د ښو اصلاحاتو لپاره دې پر يو ميکانيزم کار وشي، تر څو په ادارو کې مثبت بدلون راشي او د سولې ټغر وغوړېږي.

شپږم: ائتلاف دې د اوسني کشمکش څخه راووځي، د قدرت پر سر دې جنګ پای ته ورسوي، د سالمې ادارې لپاره دې ائتلاف خپله تګلاره او کړنلاره واضحه کړي، تر څو اولس پرې اعتماد وکړي

که داسې ونشي، او هر څه لکه د اوس په شان روان وي، نو بيا به ۹۰لسيزه تکرار شي.

عُذیر احمد مخلص

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery