دخپریدو نیټه : 2014-12-04 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
ولسمشره ولس دوه سری حکومت نه عواړو!
په دری ژبه کی یو متل دی چی وای (( یک خانه چهار ملک))، همدارنګه په پښتو کی بیا وایی چی قصبان چی ډیر شی نو غوا مرداریږی. دا متلونه ماته د ډاکټر صاحب اشرف غنی او عبدلله هغه تصویر راپه یاد کړل چی تیره ورځ په بروکسل کی د ناتو د سر منشی سره پداسی حال کی اخیستل شوی وو چی د ناتو مشر په منځ کی یوی خواته یی اشرف غنی او بلی خواته یی عبدالله لکه د دوو مختلفو هیوادونو ولسمشران یا صدراعظمان چی ولاړ وی او د نړي ډیری وګړیو خو به حتمآ پر دوی همدغه فکر کړی وی چی ګویا د دوو مختلفو هیوادونو د سر خلک دی.
ښاغلی ولسمشر ډاکټر صاحب محمد اشرف غنی احمدزیه! ولس دوه سری حکومت نه عواړی د خپلو قانونی صلاحیتونو څخه چی د افغانستان اساسی قانون درکړی دی کار واخله او هغه د همدغه اساسی قانون په رڼا کی تدبق کړه.سازشونه چی د څومره وکړل بس دی نور نو سازشونه مه کوه ! موږ دا منو چی تاسو دواړو ته افغانانو د اعتبار رایی درکړی دی او تاسو یی د خپلو مشرانو په صفت قبول کړی یاست خو دا نه منو چی تاسو ته د په تله تللی ۵۰ سلنه یو ته او ۵۰ سلنه بل ته رایی درکړل شوی وی. او که چیری د تصادف له مخی داسی هم شوی وی چی ۵۰ سلنه رای تاسو او ۵۰ سلنه رایی عبدالله اخیستی وی نو بیا خو تاسو د افغانستان د اساسی قانون بر خلاف کار کړی دی باید له سره بیا ټاکنی وشی تر څو یو له تاسو ۵۰ + ۱ رایی تر لاسه کړی او بیا د افغانستان منتخب ولسمشر ونومول شی.
د افغانستان اساسی قانون امر کوی چی څوک د ولسمشرۍ په ټاکنو کی ۵۰ + ۱ رایه یوسی هغه د افغانستان منتخب ولسمشر دی نو که چیری تاسو ۵۰ + ۱ رایه په تیرو ټاکنو کی وړی وی تاسو د افغانستان قانونی او منتخب ولسمشر بلل کیږی او که چیری عبدالله ۵۰ + ۱ رایی وړی وی نو هیله ده چی د ولسمشري چوکۍ هغه ته پریښودل شی او تاسو ځانته کوم بل کار وګوری. نو ښه به دا وی چی تاسو اشرف غنی او عبدالله په خپل منځ کی لومړۍ همدغه خبره سپینه کړی. او که ستاسو او د عبدالله تر منځ همدغه ډول کش او ګیر وړاندی دوام پیدا کړی نو لری نده چی افغان ځوریدلی کړیدلی او په وینو کی لمبدلی ولس به په پښو کی غوبل نه کړی.
ښاغلی ولسمشر! په یو اکاډومیک محیط کی د یو ټولګی زدهکونکو ته درس ورکول او په افغانستان کی ولسمشری یو له بله سره ډیر توپیر لری تاسو اوس په همدغه موقف کی نه یاست لکه په ټولګی کی چی لوست ورکوی، بلکی د داسی اشخاصو او افرادو سره د سرو او کار دی چی ۴۰ کاله یی ټوپک په لاس او اوس تازه له غرونو او ځنګلونو څخه سمی ته راکوز شوی دی. موږ ته خو داسی ښکاری چی تاسو اوس هم همهغه اکاډومیک برخورد کوی. تاسو فکر مه کوی چی دوی د په اسانه قانع کړل شی او ستاسوپه اکاډومیکو رمزونو او منطقو باندی د پوهه شی.
ښاغلی ولسمشر لکه چی وړاندی مو هم یادونه وکړه او تاسو هم په کاراتو کاراتو ویلی وو چی په هیڅ وجه به د افغانستان د اساسی قانون له بړستنی پښی نه وباسی، سهامی شرکت به نه جوړوی او د ولس په رایو به معامله نه کوی، بلکی د همدغه قانون تر سیوری لاندی به عمل کوی، عمل وکړی ولس رایه درکړی ده تاسو یی د افغانستان ولسمشر ټاکلی یاست او کوم صلاحیتونه او مسولیتونه چی د اقفانستان اساسی قانون درکړی دی له ځانه شروع پر ټولو باندی یی یو ډول تدبق کړی، قاطع عمل وکړی، هیواد او ولس د تاریخ په یو مهم بړاو کی قرار لری، خدای مکړی چی ټوله خبره سره ګده وډه نه شی او داسی وخت به راغلی وی چی نه به ولسمشرۍ وی او نه به کشرمشرۍ تول به سره یو ځای منډی وهو او خوا به مو هم نه وی معلومه.
مننه
ډاکټر ګل مرجان منګل
۲۰۱۴/دیسمبر/۴