دخپریدو نیټه : 2014-12-06 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
دکندهار ښاروالۍدرې سوه لکه افغانۍ عواید وژغورۍ !!
سمیع الله ارغندابی
څرنګه چي د تیرو ۷ میاشتو را په دیخوا په کندهار کښي حکومتي سیسټم فلج، اقتصاد په ټپه ولاړ او بیکاري خپل اوج رسیدلې.
د حکومتي چارواکو اټکل په یقین بدل سوی چي د اصلاحاتو لومړی ګوزار به ددوی پر سرو وي نو د فرصت نه په استفادې سره ئې په پراخ چور او تالان لاس پوري کړی او یواځي او یواځي د پیسو راټولولو په فکر کي دي. چي ددې لړی ورستۍ پاړکی د کندهار په ښارکي د میوې مارکیټ چي د ښاروالی ملکیت دی شخصي مارکیټ ته انتقالول دي.
د کندهار د میوې مارکیت د سرې جامعې سره په خوا کي پروت دی ټولټال ۱۶۲ دوکانونه لري . چي د کرایې او تاجایی کلني عاید یی له درې سوو لکو افغانیو ډیري د ښاروالۍ حساب ته تحویلیږي. او دا په کندهار کښي د ښاروالۍ د عوایدو خورا مهمه سرچینه ګڼلی سو چي ددې پیسو پر مټ د کندهار ښاروالي ښه ښاري خدمات تر سره کولای سي. برسیره پر دې د لس زرو خلکو لپاره یې کاري فرصتونه او اسانتیاوي مساعدي کړي دي.
د کندهار اوسني غیر بومي ښاروال چي د کندهار ولایت سره بلدیت نه دی. او د هری ورځي په کاري پلان کې ئې خپلي شخصي ګتو ته حساب کوي. نوموړی د مدني فعالانو او ټولنو لخوا په اداري او اخلاقي فساد تورن بلل کیږي ، نه له چا بیریږي او نه د چا وس په رسیږي. او دا هم باید له یاده ونه باسو چي نوموړی د قیوم کرزي د کور ناظر و او په اقتصادي او سیاسي لوبو کښي مهم رول ورته سپارل سوی .
حاجي صدیق مهمند چي د امریکایانو د غټو قراردادیانود جملی څخه دی. او په رشوت ورکولو کي ځانګړی مهارت لري د دولتي چارواکو د تطمیع او ترغیب وروسته د ښوراندام به سیمه کي په ۵۰ جریبه مځکه کي عصری او مجهز مارکیټ جوړ کړاو د مرکز ه څخه د افتتاح د باره فرصت طلب مسولین او ونډه لرونکي وکیلان را غوښتل سوي و.
اوس لویه ستونځه داده چي د میوې د مارکیټ دوکانداران دا د اقتصادي مافیا یوه توطیه بولي او په هیڅ قیمت نه غواړي چي د ښاروالی د مارکیټ څخه ولاړ سي. ښاروال محمد عمر او والي توریالي ویسا دوکاندارانو ته اخطار ورکړی چي په راروانه هفته کي سرای خالي کړي او که خپله دوکانداران نقل نه سوه په زور سره به یې واستوو.
د میوی د مارکیټ مشران حاجی سردار محمد،حاجی محمد عیسی، حاجی تورجان، حاجی ذبیح الله او محمد نبی د مرکزي حکومته څخه په کلکه غوښتنه کوي چي د نوي والی او ښاروال تر تقرر پوري دي دا مسله معطله کړي. دوی وای د دولت مڅکي ډیري دي موږ ته دی مځکه را په ګوته کړی د پلان سره سم موږ خپل دوکانونه جوړولای سو. او مهمه خبره دا کوي چي دا پیسی د دولت د عوایدو پر ځای شخصی جیب ته ځي اوبله دا چي بزګرو او زمیندارو ته یی ډیر تاوان رسیږی ځکه بزګرو ته د شخصي مارکیټ څخه استفاده ډیره ګرانه پریوځي.دوی دا هم وایی چي د کندهار امنیه قومندان ډاډ ورکړی چي دوی به څوک به زوره نه باسي .
څرنګه چي ولایتی چارواکي سرپرستان دي د مقرری تبدیلی او مهمو پریکړو صلاحیت نه لري. دا د مرکزی حکومت مسولیت دی چي ژرتر ژره ددی کار مخنیوی وکړي او دا مسله د نوی چارواکو تر مقرری وځنډوي . ددې کار په کولو سره به له یوی خوا د ښاروالۍ د عوایدو منبع خوندي کړل سي او له بلي خوا به د مسکینو خلکو سره لویه مرسته سوې وي دا چي حاجی صدیق ډیري پیسې پا شلي ځکه د ښاروال وڼډه به تر ټولو ډیره وي . هیله ده چي ددې کار په بندیدو سره د اداري فساد پر ضد مبارزه یقینی کړل سی. او اشرف غنی په مستقیمه مداخله دا موضو ع وځنډوي. او د کندهار د میوې مارکیټ د اقتصادی مافیا له منګلو وژغوری.