مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-12-23   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

افغان ولس هم زیږیز ۲۰۱۴ کال شاته پریښود


 په راتلونکي یوه اونۍ کې به بشریت زیږیز ۲۰۱۴ کال شاته پریږدي۰ د پرمختللې نړۍ ګڼ شمیر هیوادونه چې فکري رشد او فکري بلوغ ته رسیدلي، د علم او پوهې په ډګر کې د محیر العقولو کمپیوترنو او تکنالوژي له پرمختګونو سره په ډیره ګړندۍ توګه مخ په وړاندي روان دي۰ د ځمکې پر سر او د ځمکې لاندې زیرمو د استخراج پړاو یې سرته رسولي او له ځمکې څخه په میلیون هاوو کیلو متره لرې په سیارو کې په پلټنه بوخت دي۰ پرمختللو هیوادونو د ننۍ عصر د مدنیت پوهې او علم په رڼا کې چې نړۍ ته يې بدلون ورکړي د خپلو خلکو او ولسونو خدمت ته يې مټې رانغښتي او لږیا دي نور هم پرمخ روان دي۰ پرمختللې نړۍ هر کال په ملیونونو انسانان ښځې او نارینه له پوهنتونو او مسلکي کالجونو څخه ټولنې ته وړاندي کوي۰ هره ورځ په منځنې ډول تر شل ملیونه زیات خپل وګړۍ تر تداوۍ او جراحي عملیاتو لاندې نیسي۰ همدارنګه نږدي شپږ لکه څیړونکي او پلټونکي په منظمه او دوامداره توګه د طبي ناروغیو د تشخیص، ناروغیو ته درملونو د موندلو ، او نورو تکنالوژۍ اکتشافاتو د پرمختګ په هکله پلټنې او څیړنې کوي۰ د لک ها وو روغتونونو او کلینیکونو تر څنګ په ملیونونو ډاکټران، جراحان، او طبي پرسونل په ګډون د خپلو خلکو او ولسونو د تداوۍ او علاج لپاره فعاله دي۰
 افغان ملت هم زیږیز ۲۰۱۴ کال د اختناق، استبداد، تیارو، فکري اسارت، کا‌ذبې ډیموکراسۍ، وژلو، ورانولو او د خپلو بچیو د جنازو په ښخولو شا ته پریږدي۰ د هیواد ډیره ستره علمي شتمني او ځوان نسل یا وژل کیږي او یا هم بالاجبار پردیو هیوادونو ته مهاجر کیږي۰ په ګران هیواد کې د شمالي ټلوالي د استبدادي بانډ د مطلقه انحصاري ارعاب په پایله کې نه یوازې د هیواد متفکر ماغزه پردیو هیوادو ته تښتي، بلکې د ځوان نسل تر څنګ د هیواد ملي شتمني هم له هیواده باندې وړل کیږي۰ په هیواد کې تر ټولو لویه او جبران ناپزیره فاجعه دا دی، چې د بیکارې، بې امنیتي او بیکوري او فشار په پایله کې د هیواد ډیره لویه انساني او علمي شتمني پردیو هیوادونو ته تښتي، او هغه هم په داسې شرایطو کې چې د هیواد ټول تولیدي تاسیسات په بشپړ ډول تخریب، هیواد وران ویجاړ، او تر نیمايې زیاته د کرهنې ځمکې د بزګرانو د هجرت او د امنیت د نشتوالي په پایله کې شاړې پرتې دي۰ په لنډه توګه د هیواد په ګڼ شمیر برخو کې ادارې، ټولنیز، اقتصادي، صنعتي، د ښووني او روزني څرخونه په ټپه دریدلي۰ په دولت کې ادارې فساد ملي عایدات تر ټولو ټیټ حد ته راښکته کړي۰ په ډیرو مواردو کې په افغانیو له خرڅلا او پلورلو ډډه کیږي،پلورل او رانیول یا په پاکستاني کلدارو او یا هم په امریکایې ډالرو کیږي۰
 په هیواد کې اقتصادي بحران د حیاتي اولیه توکو او موادو کمښت، سرسام آوره ګرانښت، قحطي او قیمتي رامنځ ته کړي، د هیواد د ټول نفوس په تناسب نوۍ په سلو کې له قحطي فقر، غربت او لوږې او وژونکو ناروغیو سره مخامخ دي۰ او د دې تر څنګ په لک ها وو معیوبه ، کونډې او یتیمان په تش ډګر پاتې او په لک ها وو ماشومان له مهلکو ناروغیو ، د څکاک د پاکو اوبو فقدان، او د طبي مراقبت د نشتوالي په نسبت خپل ژوند له لاسه ورکوي۰ او هغه ځوانان چې ژوندې پاته کیږي، په یوه او بله نامه د کتاب په ځای ټوپک په لاس ورکول کیږي او د زده کړې او روزني له نعمت څخه بې برخې پاته کیږي، او په پایله کې د افغان بچیانو بې کماله یا ترهګر، انسان وژونکي او یا هم قاچاف بر ترې جوړیږي، او یا د مزدورۍ او یوه ګولۍ ډوډۍ پیدا کولو لپاره یا عربي او یاهم لودیځي نړۍ هیوادونو ته د سر په بیه مخه کوي۰ د ډیرې خواشینې او ژړا ځای خو دا دی، چې لک ها وو افغانانو استعداد او فکري نبوغ د زده کړې د شرایطو او امنیت د نشتوالي پر بڼسټ تر خاورو لاندې کیږي۰ د هیواد ورانیدل، ننۍ ورځې ته ورته لوږه، قحطي، قیمتي او دربدري د راتلونکي وخت په مساعدو شرایطو کې د جبران وړ دي، ولې د یوه ملت روح، استعداد او نبوغ وژل چې د ټولنې د معنوې انقراض حکم لري هیڅ وخت په هیڅ قیمت د جبران وړ نه دي۰
 نن ورځ په افغانستان کې ګڼ شمیر کورنۍ د اولیه خوراکۍ توکو یا موادو د اخیستلو وس نه لري ، بنآ دا کسان له جګړۍ او مرګ څخه باک نه لري او د جنګي مزدورانو په څیر حاضر دی د پیسو په بدل کې د ملي ګټو پر خلاف عمل لاس پورې کوي۰ ځکه په اخلاقي ډول یې په هغو کسانو باندې توپیر څه دی، چې یو انسان په توده جګړه کې مري او بل د لوږې له لاسه خپل ژوند سره وداع کوي۰
 د یوالي حکومت ځینو شریرو عناصر ته د ملت نیک مصلحت او د ثواب مشوره به دا وي، چې خپل ځان د ولس د رایو د سلبولو منشاء ونه بولي، او د ملت په خود ارادیت د حق درناوی وکړي او د قانون حاکمیت ته د غاړه کیږدي۰ دا شریر وګړي باید په دې پوه سي هر هغه قدرت چې د افغان ملت د ګڼ شمیر ملاتړ له ځان سره ونه لري د ټوپک او برچې په زور ډیر دوام نه سي کولي ، معاصر تاریخ کې روسانو او د هغوې لاس پوڅي رژیم، شمالي ټلوالي پلیته صوبدارۍ، او طالبانو ونه سو کولای چې افغان ولس د ټوپک په زور د ځان تابع کړي۰
 د یوالي حکومت زړسواندو وګړو څخه جدي التفات کیږي، چې د حکومت کولو چارې په دریو مجزا قوتو یاني مقننه، اجرائیه، او قضایه وویشل سي، د قواو د تفکیک په صورت کې به هره قوه د بلې قوې د چارو مواضبت او څارنه کوي تر څو هیڅ یوه قوه د خلکو او ملت د عمومي ګټو له سرحده تیرۍ ونه کړي او د فساد لور ته ونه
 رغړي۰ څومره ژر چې کیږي باید د افغان ملت انساني، سیاسي، او ټولنیز حقوق د قانون د حاکمیت په وسیله خوندي وساتل سي۰ تر څو افغان ملت د وروستي علاج تر عنوان لاندې د ظلم او فشار پر ضد پاڅون ته اړ نسي او خدای نا خواسته هیواد یو ځلې بیا د وینو او اور لور ته ونه څکول سي۰
 په ګران هیواد کې د تل پاتې سولي په هیله!
احمدشاه ملګري (پاچا خان)
افغانستان
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery