مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-12-23   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

د ملکي تلفاتومخه باید ټول اړخونه ونیسي

حقیق 

 ملکی تلفات په افغانستان کې له کلونوراهیسې غټه ستونزه او غمیزه وه چې له بده مرغه دښکیلو لورو له خوا جدی پاملرنه ورته ونه شوه او داده تراوسه هم لا دوام لر ي.
دوه ورځې وړاندې په افغانستان کې د یوناما د دفتر د بشري حقونو څانګې مشرې جورجت ګاګنون بی بی سی ته ويلي چې هغوی په افغانستان کې سږ کال د نوومبر تر دېرشمې نېټې پوري د ۳۱۸۸ تنو ملکیانو وژل کېدل او د ۶۴۲۹ نورو ټپي کېدل ثبت کړي دي ، په راپور کې ډېره پړه په طالبانو اچول شوې چې دملکي تلفاتو په رامېنځته کېدو کې ونډه لري دا په داسې حال کې ده چې طالبانو ددې خبر په غبرګون کې هغه یو جانبه بللی دی .
دملګروملتو په راپور کې دغه راز ویل شوي چې د نوومبر تر پایه سږ کال د تېر کال د ورته مودې په پرتله ۱۹ فیصده زیات ملکیان وژل شوي او دا شمېره حتي له ۲۰۱۱ کاله هم زیاته ده چې ۳۱۳۳ تنه پکې وژل شوي وو. دغه راپور وایی چې له ۲۰۰۹ کال نه تراوسه پورې ، ۱۷۲۵۲ ملکي افغانان وژل شوي او ۲۹۵۳۶ نور ژوبل شوي دي.

تیرو څو لسیزوکې په لکونو ملکی افغانان وژل شوی او شتمنی یې له مېنځه تللی دی او دجګړې سترې غمېزې هم همدغو اړخونو له لوری زغمل شوی دی .
دملکی وګړو وژل ، دهغوی دشتمنیو له مېنځه وړل دجګړې دهيڅ لوری په ګټه هم نه دی اوهم دټولو اسلامی او نړېوالو اصولو خلاف کار دی چې هم دافغانستان ددولت مخالفین او هم نړېوال ځواکونه اوهم دولتی لوری که چېرې دغه کارسرته رسوي په دې اړوند ګرم بلل کیږی.
داحقیقت دی چې هم په افغانستان کې نړېوالو ځواکونو هم افغان دولتی ځواکونو اوهم دافغان دولت مخالفینو دملکی وګړو په وژلو او دخلکو او عامه شتمنیو په له مېنځه وړلو کې ونډه لرلې ده چې ددې بهیر دوام دافغانستان دخلکو لپاره دغمیزو ددوام په مانا ده .
که په جګړو کې ښکېل لوري وایې چې په جګړه کې حلوا نه ویشل کیږی او خامخا به ملکی تلفات مېنځته راځی نو دا استدلال بیخی ناسم دی ځکه ښکېل لوری کولای شی چې ملکی تلفات که بیخی له مېنځه نشی وړلای نو تر ډېره بریده یې راکمولی شی . په یو کال کې د نږدې لسو زروتنو په شاوخواکې د ملکی کسانو وژل کیدل او ټپیانېدل او معیوبېدل ډیر ستر رقم دی او ویل کیږي چې دتیرو کلونو په پرتله داشمېره زیاته ده چې دا یوازې دملکې تلفاتو تخمینی رقم کیدلای شی که د جګړې د پوځي دتلفاتو شمېر ورسره یوځای شي نو ډیرې لوړې کچې ته رسېږي او که دا لړۍ همداسې دوام ومومي څرګنده نه ده چې په خوارکیو افغانانو چې څه دپاسه درې لسیزې یې په میلیونو تلفات ځغملي نوربه څومره ځاني او مالي تاوانونه ورواوړي؟
 خو داسې هم نه ده چې دغه ستونزې دحل لار ونه لري هرومرویې لري چې دستونزو دکمولو او بیخي له مېنځه تلو لپاره کیدای شي لاندې لارې چارې په پام کې ونیول شي:
- په لنډ مهال کې همدا ملګري ملتونه او نور اړوند سازمانونه او بیطرف لوري کولای شي دښکېلو لورو په مینځکې وګرځي او هغوی دملکي تلفاتو کمولو ته راوبولي ، څه ډول چې په راپورونو کې راغلي چې یوناما هم هوډ لري په دې اړوند د افغان دولت له مخالفینو سره خبرې ترسره وکړي. او دولتی اصلاح ورځپاڼې خپلې دمرغومې مېاشتې لومړی نېټې په ګڼه کې دیوناما دمشر له قوله ویلي چې په افغانستان کې دملګرو ملتونو سیاسی دفتر په دې اړوند له طالبانو سره د قطر د دفتر له لارې خبرې هم کړې دي چې دشنونکو په اند دا یوه نوې پرمختیا ده او دغه ډول خبرې ښه ده چې په نورو بېلابېلو برخو کې هم ترسره شي.

- بله لار چې هم په لنډ مهال او هم منځمهاله توګه د ملکی تلفاتو او جګړو د ناوړه اغیزو په کمولو کې رول درلودی شي هغه درسنیو ، دینی علماوو ، دتعلیمي څانګو دښوونکو او نورو اړوندو تبلیغاتی او تعلیمي برخو هڅه او بلنه ده چې ګټور ثابتیدلای شي او په دې اړوند هم ددولت هم د ټولیزو نورو برخو او عامو خلکو له لوري باید پراخ تبیلغات ترسره شي څو چې دملکي تلفاتو کچه راکمه شي.

- په اوږده مهال کې باید چې دجګړو په بشپړه توګه مخنیوی وشي چې دجګړو دله مینځه تلو لپاره هم یواځینی ګټور بهیر هماغه دسولې او تفاهم بهیر دی چې ښکیل لوري باید ورته غاړه کیږدي او په دې اړوند وګړنیز ملاتړهم موجود دی. اوپه دې کې شک نشته چې دجګړې او دهغو دعواملو په له مېنځه تلو سره به نه یواځې دملکي تلفاتو مخه نیول کېږي بلکې دنظامي تلفاتو مخنیوي به هم وشي چې له بده مرغه په اوس وخت کې ډیری خپله افغانان ورسره مخامخ دي.
هیله داسې ده چې ټول اړخونه خو به لومړی تر ټولو دجګړې دبیخی دله مېنځه وړلو په هڅه کې کېږي او که جګړې داوس لپاره نه شي کمولای نو د ملکي وګړو او عامه شتمنیو د تلفاتو په کمولو کې خو باید جدي تصمیم ونیسي. چې په دې اړوند هم د نړېوالې ټولنې هم افغان دولت او هم نورو اړخونو دنده ده چې خپل مسؤلیتونه درک کړي څو چې د افغانستان د خلکو دغې اوږدې غميزې ته دپای ټکی کېښودل شي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery