دخپریدو نیټه : 2006-03-22 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
د هند او امريكا د اړيكو نوي پړاو (دويمه برخه)
غلام جيلاني ځواك
غلام جيلاني ځواك
د هند او امريكا د اړيكو نوي پړاوپاكستان په خپل څه كم شپيته كلن عمر كي د پاليسي پر ترټولو ستر بحران اخته كړي، د سپتامبر د يوولسمي پيښي نه راپديخوا د پاكستان پاليسي دا ده چي په ښكاره د ترهګري پرضد جګړه كي ګډون وكړي خو په پټه د ترهګرو او بنسټ پالو ملاتړ ته ادامه وركړي. پاكستان په دي تمه دي چي يو ورځ به نړيوال ائتلاف او امريكايي ځواكونه دلته له جګړي ستړي كيږي او دا ځاي به خوشي كوي او يا به دلته پاكستان ته يو مهم رول وركول كيږي. پاكستان دي موخي ته د رسيدو لپاره تراوسه ډير په احتياط ګامونه پورته كړي، او په ډيره ځيركانه توګه يي د بنسټ پالو او ترهګرو روزني او پالني ته ادامه وركړي، هركله چي د ترهګرو څخه دملاتړ په هكله پرپاكستان نيوكي ډيري شوي پاكستان د يوڅو كسو ترهګرو په نيوني او يا پر يوي قبايلي سيمي د بريد له لاري غوښتي نړي ته وښايي چي ګواكي په پوره صداقت د ترهګري پرضد په جګړه بوخت دي، او په دي توګه د نړي فشار پرځان كم كړي. پاكستان لدي لاري وكولاي شول دا څلور كاله دنړي په سترګو كي خاوري وشيندي، هم ځان د ترهګري سره په جګړي كي وښايي او هم د ترهګري او بنسټ پالني وسله په خپل لاس كي وساتي، خو وايي چي كوږ بار ترمنزله نه رسيږي، پاكستان اوس ټوله نړي كي رسوا شوي او نور نشي كولاي ترهګري سره په جګړي كي ترډيره خپلي دوه مخي پاليسي ته ادامه وركړي، پاكستان اوس هغه ځاي ته رسيدلي چي نور نشي كولاي د لوبي ابتكار په خپل لاس كي ولري، اوس اړ دي د حالاتو اوشرايطو د جبر لاندي خپله كړنلاره غوره كړي.
البته پاكستان به تراخري دمه هڅه وكړي چي خپلي دوه مخى پاليسى ته ادامه وركړي پاكستان په دي اړه دبيلا بيلو پلمو نه كار اخلي، د ډيورنډ پر كرښه د بمونو دكرلو او د اغزن تارونو تاوول يو له دغه پلموڅخه ده، پاكستان يوځل بيا كله چي د ترهګري پرضد جګړه كي د نه همكاري له امله د بش له خوايي غوږونه تاوو شول، په وزيرستان كي يو سلسله عمليات پيل كړل چي په سلګونو كسان په كي وژل شويدي، او په سلګونو ټپيان شوي او يا خپل كور اوكلي پريښودو ته اړشوي. تراوسه لا دا كره نده چي پاكستان په دي جګړه كي ترهګر وژني او كه يواځي د ولسي خلكو پر وژني غواړي نړي ته وښايي چي ګواكي ترهګري سره په جګړه اخته دي، او دا چي په قبايلي سيمو كي ترهګري سره جګړه څومره ستونزمن كار دي، د آيي ايس آيي او بنسټ پالو ګوندونود ګډي سناريو له مخي همدا اوس يو شمير مذهبي ګوندونو هم په پارلمان كي دننه او هم د پارلمان نه بهر وزيرستان كي د ترهګرو پرضد جګړي سره مخالفت پيل كړي، البته يوشمير نور سياسي ګوندونه هم لدي امله چى په دي جګړه كي ولسي خلك وژل كيږي او دي جګړي نه دپاكستان مقصد ترهګرى سره جګړه نه بلكي د قبايلي پښتنو ايل كول دي، ورسره مخالفت كوي او د پاكستان دا عمل غندي.
د پاكستان دا ټولي هڅي ددي لپاره دي چي وكولاي شي خپله پخواني كړنلارو ته ادامه وركړي.خو ښكاري د پاكستان دا هڅى بي ګټى دي، نړي په دي پوهيدلي چي پاكستان يواځي وخت تيرول غواړي، او له همدي امله دپاكستان دا خوب چي په سيمه كي ورته يومهم رول وسپارل شي ناشوني ښكاري، خو هند سره د امريكا د اتومي همكاريو په هكله تړون ښيي چي امريكا پاكستان ته نه، بلكي هند ته په سيمه كي يو مهم رول وركول غواړي ، او ښايي همدا لامل وي چي بش په هند كي د خپلي وينا په ترڅ كي دهند او افغانستان ترمنځ د لازياتو همكاريواو لا نژدي اړيكو خبره وكړه، نو د سيمي سياسي اړيكي چي كومي خوا ته رواني دي هلته ديوځواكمن پاكستان ځاي په كي بالكل نه ليدل كيږي. پاكستان به ډير ژر هغه ټكي ته ورسيږي چي اړ شي خپله دوه مخي پاليسي پريږدي، دلته نو پاكستان يواځي دوه لاري لري يا به د امريكا شرايط مني او ياهم د امريكا سره به دخداي په اماني كوي.
خو آيا دا شوني ده چي پاكستان وكولاي شي د امريكا سره دخداي په اماني وكړي، دهمدي خبري دشونتيا لټولو لپاره پرويز مشرف سيمي ته د بش د راتګ نه دمخه چين ته سفر وكړ ترڅو ځان ډاډ من كړي چي په سيمه كي د شنګهاي كانفرانس په نوم چي كوم يوځي ائتلاف په سيمه كي د ناټو او مريكا د وړاندي تګ دمخنيوي په خاطر د جوړيدو په درشل كي دي څومره د ډاډ وړ دي او تركومه ځايه كولاي شي پاكستان د امريكا په وړاندي خوندي كړي.
ښكاري داسي چي پاكستان لا په دي هكله پوره ډاډ لاس ته نه دي راوړي. تر ټولو دمخه دا چي په سيمه كي د امريكا د وړاندي تګ د مخنيوي له پاره د شنګهاي كنفرانس لا تر اوسه په يوه رښتني او ځواكمن سياسي او فوځي ايتلاف نه دي اوښتي. هغه هيوادونه چي ښايي د دي ايتلاف غړي وي په خپلو منځو كي لا ډيري ځمكني او سياسي لانجي لري په ډير برخو كي د دوي ګټي يو بل سره په تضاد كي پرتي دي. نو تراوسه لا ډيره لري ده چي دا هيوادونه په يو داسي ګډ ځواك واوړي چي وكولاي شي په سيمه كي د امريكا ګټي وننګوي. بله دا چي كه دا ايتلاف په سهيلي آسيا كي د هند ملګرتيا و نه لري نو دلته به خپله اغيزمنتيا په بشپړه توګه له لاسه وركړي او اوس چي هند او امريكا د اتومي همكاريو تړون لاسليك كړي نو هيڅ شوني نه بريښي چي هند دي د يو داسي ايتلاف غړيتوب ومني چي د امريكا پر ضد جوړ شوي وي او بيا لا دا چي په دي ائتلاف كي پاكستان هم موجود وي اودا ائتلاف دي دپاكستان د ګټو د خوندي كولويوه وسيله هم وي، هغه هم په داسي حال كي چي د خپلو نا سمو پاليسو او ګاونډيانو سره د دښمني او د ترهګري او بنسټ پالني نه د ملاتړ له امله د پاكستان پايښت اوس د سوال سره مخ دي.
نو داسي يو اتحاد چي د امريكا پر ضد پاكستان پري اتكا وكړي خو لا جوړ شوي نه دي او بيا كه جوړ هم شي پدي ايتلاف كي د هند نه شتون له امله دا ايتلاف به لږ تر لږه په سهيلي آسيا كي دومره اغيزمن نه وي.په دي توګه پاكستان ته لږ ترلږه اوس شوني نه ده چي وكولاي شي امريكا سره خداي په اماني وكړي.
له همدي امله ښايي چين هم مشرف ته كوم خاص ډاډ نه وي وركړي او ښايي همدا لامل وي چي د چين د سفر اوسيمي د بش د راتګ نه وروسته د مشرف عصبي وضعه سمه نه ښكاري. د هغه ټولي څرګندوني د يو ډول وارخطايي ښكارندويي دي. هغه په دي پوهيدلي چي نوره يي لوبه پاي ته رسيدلي ځكه هغه څه چي د سيمي نوي سياسي جوړښت له پاكستان نه غواړي هغه د ګاونډيانو پرضدد پاكستان د تيرو دري لسيزو په ټولو هلو ځلو د خاوري اړولو په مانا ده.
نوپاكستان كه وغواړي د يوه ښه ماشوم په توګه د لويانو خبري واوري نو بايد د هند په خوښه هند سره د كشمير لانجه غوڅه كړي په سيمه كي د هند سياسي ،پوځي او اقتصادي بر لاسي ومني افغانستان ته د ترهګرو ليږدونه بنده كړي پخپله پاكستان كي د ترهګرو او بنسټ پالو د روزني مراكز وتړي د دوي مالي سرچيني وچي كړي او سياسي ملاتړ يي له منځه يوسي او نړيوالو څارونكو ته اجازه وركړي چي د پاكستان د اتومي پروګرام څخه څارنه وكړي، او ياهم د پاكستان اتومي پروګرام په بشپړه توګه كنګل كړي.
په دي توګه پاكستان به د ګاونډيانو په وړاندي د ترهګري او بنست پالني هغه وسله چي تر اوسه يي په ډيره كاميابي كاروله له لاسه وركړي . په دي توګه به پاكستان نور ونشي كولاي د افغانستان د كمزوري كولو او هند ته د ستونزو د جوړولو خپلي پاليسي ته ادامه وركړي. دا كار به هند اوبيا په تيره افغانستان ته دا فرصت ور په برخه كړي چي وكولاي شي خپله ټول ځواك د خپلي اقتصادي، پوځي او سياسي ودي او پرمختيا او پياوړتيا لپاره وكاروي او افغانستان ته به داشوني شي چي د سيمي د يو ځواكمن هيواد په توګه را څرګند شي. نو پاكستان به د يو پياوړي او ځواكمن افغانستان او هند په منځ كي په داسي حال كي چي د پاكستان نيمايي خاوره د افغانستان او نيمايي يي د هند ده، څرنګه وكولاي شي خپل ژوند ته ادامه وركړي.
له بلي خوا د شنګهاي كنفرانس هم دومره ډاډمن ځاي نه دي چي د امريكا په وړاندي پاكستان خوندي كړي همدارنګه د پاكستان په ټولو سياسي ،ټولنيزو ،پوځي او اقتصادي موسسو كي امريكا د پام وړ اغيزه او نفوذ لري، نو كه پاكستان امريكا سره خداي په ماني كوي نو بيا هم يي شتون د جدي ګواښ سره مخ كيږي، امريكا به په هيڅ توګه ونه زغمي چي پاكستان په سيمه كي دامريكا ګټو ته په يو رښتوني ګواښ واوړي. پاكستان اوس داسي حالت سره مخ شوي چي ( نه جاي رفتن نه پاي ماندن) پاكستان په ډاګه ګوري چي نور يي د يو مملكت په توګه شتون د ګواښ سره مخ دي. او همدي خبري د مشرف اعصاب له كاره غورځولي.
د ضيآلحق په مرګ د پښتونخواه يو سياستوال ويلي وو چي د ضياالحق ډيوټي (دنده) پاي ته رسيدلي وه نو ځكه ووژل شو. ښكاري داسي چي د پاكستان دنده هم نوره پاي ته رسيدلي وي.