دخپریدو نیټه : 2014-12-27 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
د جدی ۶ یا دافغانانو د بربادۍ ورځ
استاد فضل الله رشتین
د جدی ۶ هغه ورځ ده چې د پخواني شوروي اتحاد سرې لښکرې په افغانستان نظامي یرغل وکړ او په دې هیواد کې یې د وحشت او دهشت فضا قایمه کړه . د افغانانو د بدبختۍ او در په درۍ د تهداب تیګه داوود خان کیښودله ، بیا ورپسې ترکي ، امین ، ببرک او نجیب ورباندې آبادی وکړه او دا خوار ملت یې د بدبختۍ په داسې توپانونو کې ډوپ کړ چې لا تر اوسه ډوب دی او ددې ټوپان له غضب څخه خلاصیدلای نه شي.
د سوړ جنګ په نتیجه کې افغانستان د سترو قدرتونو د رقابتونو قرباني شو ، زمونږ په هیواد کې خدای وهلی کمیونستان پیدا شول ، حزبونه یې جوړ کړل ، له روسانو سره یې اړیکې ټینګې کړې ، د روسانو له خوا ورسره مرستې کیدې ، له خپل دین څخه منحر ف یو څو عناصر وو ُ، دوي پردۍ کمیونیستي ا یدیولوژي چې له اسلام سره په ټکر کې مرداره ایدیولوژي وه ، غوښتل یې چې هغه په خلکو ومني او په هیواد کې یې خپره کړي ، خو هغوي خپل هدف ته ونه رسیدل ، امریکا او غربي هیوادونو د مجاهدینو تر شا ودریدل ، د دوي دا کار صرف د خپلو اهدافو او مقاصدو لپاره ؤ ، له افغانانو سره د خواخوږۍ لپاره نه ؤ ، غربۍ هیوادونو غوښتل چې روسانو ته په افغانستان کې ماته ورکړي ، هغوي ټوپک د افغانانو په اوږه کیښود او نښه یې وویشتله ، خو له دې سره څه وشو ، وطن خراب شو ، خلک په مصیبتونو کې اخته شول .
لږه شیبه مخکې مې په تلویزیون ځینې صحنې لیدلې ، د شوروي اتحاد ، ټانکونه ، جیټ الوتکې او سرې قواوې د افغانستان په خاوره د حملې په حال کې وې ، په ډیر وحشت سره یې بمبارۍ کولې ، ټانکونه ډیر په شدت او تیزۍ سره روان وو ، یو ستر نظامي قدرت په یو کوچني هیواد تیری وکړ ، له افغانانو سره هغه طیارې او ټانکونه نه وو کوم چې له روسانو سره وو ، په سل هاو زره روسي عسکر د افغانستان په پاکه خاوره قدمونه کیښودل او غوښتل یې چې دا مقدسه خاوره پلیته کړي خو هغوي خپل دې ارمان ته ونه رسیدل . روسانو شکست وخوړ ، امریکه خپل هدف ته ورسده ، امریکې له افغانانو سره جفا وکړه ، هغوي یې همداسې پریښودل ، په داسې حال کې یې پریښودل چې هلته په کابل کې کمیونست نظام بر قرار ؤ ، او د ډیر نظامي قوت څیښتن ؤ ، کاونډي هیواد او غربي نړۍ نه غوښتل چې مجاهدین یو اسلامی حکومت جوړ کړي ، ځکه چې د یو اسلامي حکومت جوړیدل چې پکې د مجاهدینو رهبران په راس کې وي ، هغسې حکومت د امریکې او غربي هیوادونو لپاره د منلو وړ نه ؤ ، نو مجاهدین یې په خپلو کې سره واچول ، حزبونه یې سره په جګړو اخته کړل . د مجاهدینو رهبرانو هم سوچ ونه کړ او په دې پوه نه شول چې یوه لویه دسیسه ورته جوړه شوې ده ، په دوي کې پوهه او تدبیر نه ؤ ، د قدرت د تر لاسه کولو په خاطر یې سره کورنی جکړه ونښوله ، په زرکونو کابلیانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او کابل په ویرانه بدل شو . ورپسې طالبان راغلل او یوه د ظلمت دوره په هیواد حاکمه شوه ، ورپسې امریکه راغله او طالبان یې له قدرت څخه لر کړل او نوی موقتي حکومت جوړ شو ، بیا انتخابات وشول او دا دی تر اوسه دا حکومت بر قرار دی . خو سره له دې بیا هم سوله رانغله ، استقرار رانغی ، امنیت رانغی ، اقتصادی او سیاسي اسقرا رانغی او فکر نه کیږي چې بیا به هم هر څه سم شي . اوس هم مونږ سره متحد نه یو ، په مونږ کې بې اتفاقي ده ، سمتي ، قومي ، ژبني او مذهبي تعصبات دومره ډیر شوي چې ددې تعصباتو له مینځه وړل ډیر دروند او ستونزمن کاردی ، له بلې خوا ډیر باندني هیوادونه زمونږ په کورنیو چارو کې مداخلې کوي ، کاونډي هیوادونه زمونږ په هیواد کې د جکړو ادامه غواړي ، همسایه هیوادونو زمونږ په هیواد کې نفوذ کړی ، زمونږ په فرهنګ یې یرغل کړی ، زمونږ په سیاست یې یرغل کړی ، زمونږ په اقتصاد یې یرغل کړی . ډیره مشکله ده چې ددې یرغلونو له بار څخه مو اوږې سپګې شي .
خبرې ډیرې دي ، مونږ په خپله هم ملامت یو ، زمونږ کمینستان ملامت دي چې روسان یې افغانستان ته راوستل ، که دوی د روسانو لپاره او د روسانو د شومو اهدافو د تحقق لپاره زمینه مساعده کړې نه وې نو روسان به ولې او څنګه به یې په افغانستان تیری کولو ؟ آیا دا ببرک نه ؤ چې د روسانو په ټانګ سپور راغی ؟ آیا دا ترکی او امین نه وو چې د خپل پلار بریژینف ډول ته کډیدل .
کمونستانو خیانتونه او جنایتونه و کړل او دردونه یې افغان ملت ته ورسیدل ، په دنیا کې کوم ملت دی چې څو لسیزې یې په بدبختۍ او ماتم کې تیرې کړي وي ، کوم هیواد دی چې درې ملیونه شهیدان یې ورکړي وي ؟ کږم هیواد دی چې د نفوس پنځمه برخه یې مهاجر شوې وي ؟
د کمونستانو دې خدای کورونه وران ویجاړ کړي ، بیا ور پسې د مجاهدینو هغه مشران هم ملامتووچې د څوګۍ لپاره او د قدرت لپاره يې جنګونه وکړل او دا هیواد یې لانور خراب کړ ، خلک یې درپه در کړل .
خبره د جدی د ۶ ده ، دا ټول هر څه چې وشول ، څومره بدبختۍ چې راغلې دا د جدي د ۶ د هغې تورې ورځې په نتیجه کې راغلې چې روسانو زمونږ په هیواد یرغل وکړ او دا هیواد یې د سولې له حالت څخه د جنګ حالت ته ورسولو .
دعا به وکړو چې خدای پاک دې نور منوږ افغانان سره متحد کړي ، دشمنان دې خدای نابود کړي ، هغه څوک چې د قام په نوم د ژبې په نوم د مذهب په نوم خلک سره په جنګ اچوي او دښمني کوي ، خدای دې نابود کړي . خدای دې مونږ ته هدایت وکړي ، سمه لار دې راته وښايي چې له عقل څخه کار واخلو له پوهې څخه کار واخلو ، له منطق څخه کار واخلو ، له خپل اسلامي دین له ارشاداتو څخه کار واخلو او له یو بل سره لکه و ورڼه ژوند وکړو