مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-12-29   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

د کابل تورخم لویه لار سختو امنیتي ستونزو سره مخ ده

عارف تلاش

ولسمشر اشرف غني ته !

 ولسمشره ! غواړم چې په ساده او کلیوالي ژبه څه درته ولیکم ! تاسو په دې ښه خبر یاست چې د کابل ـ تورخم لویه لار د افغانستان د اقتصاد لپاره ډېره مهمه او روح بښوونکي لار ده چې هره ورځ پرې زرګونه افغانان تګ راتګ کوي. پر دغه لار د افغانستان او پاکستان تر منځ د صادراتو او وارداتو ورځنی کچه ملیونهاوو ډالرو ته رسیږي، خو په دې وروستېو کې له سختو امنیتي ستونزو سره لاس او ګرېوان ده. عام مسافر په ځانګړي توګه دولتي کارکوونکي اوس د پخوا په شان په دې لاره تګ را تګ ته زړه نه ښه کوي.
ولسمشره! ما څو ورځې مخکې په همدې لاره سفر وکړ او د یوه ناروغ د درملنې له پاره چې دلته يې علاج ناشونې د پاکستان تګ ته اړ شوم. خو باور وکړئ چې په دې لاره ډیرۍ مسافرین د نامعلومو وسلوالو کسانو له خوا له سختو ګواښونو سره مخ دي؛ یوه ورځ نه ده بلکې دا یې درېیم کال دی چې امنيتي ستونزې د دغې لارې مساپر ګواښوي او امنیتي چارواکي هم پرې خبر دي، خو د مخالفینو پر وړاندې هیڅ ډول عکس العمل نه ښول کیږي؛ غواړم چې په دې اړه د خپلو سترګو ليدلی حال او د خلکو درد در سره شريک کړم:
۱ . د کابل تورخم پر لویه لار په ځانګړي توګه د بټي کوټ او مارکو په سیمه کې نامعلوم وسلوال کسان چې ځینې یې غله بولي او ځینې یې طالبان بولي، راوځي او مسافرین زوروي.
۲ . د مارکو په سیمه کې نامعلوم وسلوال مسافر دروي او مبایلونه ، ساعتونه او پیسې ترینه نه اخلي.
۳ . په همدې سیمو کې ځینې هغه بې ږيرې مساپر د وسلوالو کسانو له خوا وهل ټکول کیږي او ګواښل کېږي که بيا ږيره کله کړې ، وبه وژل شي.
۴. که ډریوان وسلوالو ته موټر و نه دروي ، دشا له خوا پرې ډزې کیږي چې پایله کې تر دې دمه په لسګونو مسافر ټپيان يا وژل شوي دي.
۵ . د مارکو او بټي کوټ د سیمو ډېری موټر نمبر پلیټ نه لري چې زما په نظر د امنیتي ستونزو اصلی لامل ګڼل کیږي.
۶ . په یادو سیمو کې د سړک غاړه ماینونه اېښودل کیږي چې اصلي موخه یې ملي امنیتي ځواکونو وي، خو ډېری قربانیان يې ملکي خلک او د لارې مسافردی.
۷ . په ډېرې خواشینی سره به ووایم چې د مارکو په سیمه کې زموږ ملي پولیسو او اربکيانو له وسلوالو سره لاس یو کړی او د ماښام له ۷ بجو وروسته نامعلوم وسلوال د پولیسو د پوستو په سل متری کې پاټکونه اچوي، خلک تلاشي کوي او دولتي مامورین له ځان سره بیایي.
۸ . د مارکو او بټي کوټ د سیمو نامعلوم وسلوال چې له مسافرو سره د تلاشی پر مهال نور څه ونه مومي، د موبایلونو میموري کارډونه يې ماتوي او بيا يې ور باندې خوري.
۹ . که له ډرېورانو سره د ټایپ کیسټې او یا هم سي ډیانې پيدا کړي، نو د دوی د لاسونو پر سر يې د ډانګونو پر مټ ماتوي.
۱۰ . د تورخم په دروازه کې زموږ سرحدي پولیس د ډریورانو څخه تر ۵۰ افغانیو هم رشوت اخلي او د هغو مسافرو بکسونه چې د پاکستان څخه افغانستان ته راځي نه تلاشي کیږی؛ که له کوم مسافر سره یو څه ډېر سامان وي، د ۱۰۰ افغانیو بډو په بدل کې يې خوشې کوي.
ښاغلیه ولسمشره ! ما د یوه ځوان په توګه خپل ایماني او وجداني مسوولیت اداء کړ؛ اوس به ګورم چې ساسو څه کوئ؟
 ټول ولس ستاسو عکس العمل ته سترګې په لار دي.


د لازیاتو معلوماتو لپاره کولی شئ چې زما سره په دې ایمیل آدرس اړیکه ونیسئ:
Officeservices.af@gmail.com

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery