مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-12-29   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

ديکتاتوري له چازده کړو؟

 

ميراغا ملت مل شېرزاد‎ 

 د نن نه تقريباَدوه پيړۍ وړاندې د ديکتاتورۍ نظام ته په ځانګړي ډول ښوونه او روزنه کې عالمانو او پوهانو د پای ټکی ايښی دی؛ ځکه چې دا نظام ښې پايلې نه لري او زده کوونکي نه شي کولای خپل استعدادونه څرګند کړي او هغې ته پرمختګ ورکړي او دې ته په اصطلاح تړلې ښوونه او روزنه هم ويلی شو، چې د يو تړلي او محدود نظام او اصولو تر سيوري لاندې ترسره کېږي، که ددې سيوري لاندې ک زده کړې کولای شئ ، د ښوونکو په نظرياتو پسې که تللای شئ ، که خپل نظريات د ځان سره ساتلای شئ ، که خپل حق نه شئ غو ښتلای ، بشين! بشين! او که داسې نه شئ کولای برايد ! برايد ! برای تان اجازه است.
په افغان امريکايي پوهنتون کې مرستيال ښوونکي هم د ديکتاتورۍ له لمره رڼا اخلي او په ټولګيو کې ځيني وخت محصلانو ته د نظر بيانولو او خپل حق غوښتلو حق نه ورکوي. که مرستيال ښوونکي د کوم محصل نومرې په اشتباه يا قصدي ډول کمې کړې وي او محصلان يې غوښتنه وکړي، نو په وړاندې يې د پوهنتون اصول څرګند دي. په توهين کولو او د دوه( CC) په اخستلو سره د پوهنتون څخه د خارجولو اختار ورکول کېږي.
په نوموړي پوهنتون کې مو څو شيان وليدل ، چې ډېر تاکيد په کېږي، خو لومړی همدلته نه عملي کېږي.
- ديموکراسي چې د بيان ازادي هم ورته وايي او هرڅوک د نظربيانولو حق لري او هم کولای شي چې خپل حق په ازاد ډول وغواړي، خو د لته دا نه ترسترګو کېږي.
- ټولنيز عدالت چې بايد ټولنيز عدالت رامنځته کړو او له همدې ځايه شروع کړو، خو له همدې ځايه ټولنيز عدالت نه مراعت کېږي او د ډيری کسانو حق ښکاره ترپښو لاندې کېږي.
- په ښوونه او روزنه کې بايد زده کوونکي توهين نه شي ، خو دلته د محصلانو توهين په يو نه يو ډول کېږي او د توهين لپاره پلان شوي تصميمونه نيول کېږي.
- اختار ورکول، که په لکچر او يا ټولګيو کې کومه ستونزه د ښوونکي يا موضوع په اړه پيدا شي، د دې پرځای ، چې هغه د نورو لارو څخه حل شي ، هغه د توهين او اختارونو له لارې حل کېږي ، چې په ازموينه کې به ګورو که دوه (CC) مو واخستل نو...
که همکار ښوونکي په کورنيو دندو کې سمه لارښوونه ونه کړي او د محصلانو په کورنيو دندو کې لږه ستونزه هم وي؛ نو بيا خو همکار ښوونکي سره قلمونه د هغې د اصلاح لپاره لري. داسې هم کيدای شي د ځينو محصلانو سره د مور ميرې چلند وکړي او د اصلاح وروسته ورته لارښوونه وکړي ، چې دا اصلاح کړه بيا به پوره نومرې درکړم.
دلته چې اوس د مديريت او رهبريت خبره هم ده، تريوې اندازې ديکتاتورانه رهبريت ښه وي ، بيا په ځانګړي ډول په افغانستان کې، ځکه چې غير له ديکتاتورۍ څخه نه شي کولای چې خپله اداره او لاس لاندې کسان کنټرول کړي يا په ځينو ځايونو کې چې نه شي کولای د محصلانو غوښتنو ته د نورو لارو څخه قناعت بښوونکي ځواب ووايي؛ نو دا خو يې لاره ده.
د تصميم ګيرۍ خبره چې هم تيره ورځ مطرح شوه او د افغانستان د تصميمونو په ستونزو خبره وشوه ، چې يوه ستونزه يې همدا يادولای شو ، چې تصميمونه يواځي د رهبريت او مديريت لخوا په لوړه کچه نيول کېږي او د تطبيق د ساحې ورسره دومره فکر نه وي، چې په تطبيق کې يې چاته ستونزه شته او کنه. لکه: د مهال ويش جوړول ، چې يواځي د همکار ښوونکو په ګټه او ادارې په خوښه جوړ شوی ، دا پکې نه شته ، چې محصلان به ستونزې لري، کورونو ته به ځي ، د پنج شنبې په ورځ ولې ترپنځه بجو کښېني. د دې پرځای به د اونۍ په منځنيو ورځو کې ډېرساعتونه واخلو.
وهاب ته مو يو نوي رنګ کې کوټ ورکړو!
په افغان امريکايي پوهنتون کې چې د ښوونکو، ادارې او د پروګرام د مسوُل اومحصلانو ترمنځ په يو بل د پړې اچولو سيالۍ روانې دي او د نوي سمستر په پيل کيدو سره او د ديکتاتورۍ نظام په دوام سره، چې د ادراې او ښوونکو په پټ پلان کې څو تنه محصلان په ناڅاپي ډول د ښوونکو د کمين په ترڅ کې د درېوو (CCC) سيګانو تر بريد لاندې راغلل ، نو محصلان هم داځل د ادارې، ښوونکو او سيګانو په وړاندې په ميړانه ودريدل او درانه وهاب او د سيګانو د وسلې کار وونکو( مرستيال ښوونکو )ته يې په يو نوي رنګ کې کوټ ورکړو. په دې کوټ سره په ښاعلي وهاب صيب او نورو د سي ډلګۍ( مرستيال ښوونکو) باندې درنه خوله راځي او د دې درانه کوټ لاندې د خولو، پيښمانۍ، خجالت توب او حتی سترګو کوزيدو سره ، د خپلې وفادراۍ له مخې هر يو خپل پلان او درسونو ته دوام ورکوي.
دا چې محصلان دا ځل په خپله ميړانه د دې کاروان په وړاندې بريالي شول او خپل حقونه يې په ښوونکو او اداره واړول، يو شمير محصلانوچې خپلې پارچې يې د خپل حق او قانون په رڼا کې و ايستلې او په ښوونکو يې نومرې واړولې . يو شمير نور چې اوس د حق غوښتنه کوي او يا د پروګرام په اړه وهاب صيب ته په لکچر کې وړانديزونه کوي او يو تن په ژړيدلي غږ د پارچې د ايستلو خبره وکړه، نو وهاب يې په وړاندې له يو نوي ميتود څخه کار واخست او هغه دا چې وايي( اګرشماای چيزها را دوام ميتي ما ميبرايم، شما باشد، باز فيصله پوهنتون ميکند، محصلان : نه ډاکټرصيب! موږ درس وايو، هيله کوو درس وايو! وهاب: ای برای تان باز هم ميګم دلچسپ ای است که ازما تا الي هيچ کس برای مشکل درس را پرسان نکده! شما درس دوست نه دارې، محصلان: وهاب صيب! موږ څو ځلې ستا او ستاسې همکارانو څخه پوښتنې کړې، خو هغوی ځواب نه راکوي او د بل وخت وعده راکوي، تاسې وخت نه لرئ ، وهاب: ډاکټر صيب بيا د اوبو بوتل ته لاس کړو او ويې ويل زه ځم او تاسې درس نه وايئ ،محصلان : خو ډاکټر صيب ته له موضوع بهر مه ځه ، موږ درس وايو او د درس لپاره راغلي يو. وهاب: يک چيز ديګه که بايد ياداوري کنم اي است که اګر شما اعتصاب ميکني، درس ميخواني يا نه ميخواني سمستر تير ميشود، سمستر به زودی تير ميشود، محصلان : ډاکټر صيب ! خو ته دې بحث او خبرو ته دوام ورکوې

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery