دخپریدو نیټه : 2014-12-29 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
مونږ ته د پردو سندرې نه ښايي!
میراغاملت مل شېرزاد
په نړۍ کې ټول خلک د خپلې سويې او پوهې مطابق خبرې او سندرې وايي، مجلسونه، کنسرټونه او فلمي شوټينګونه يې هم د خپلې سويې سره سم وي. د خپلې پوهې اقتصاد، امنيت، خپلواکۍ، پرمختګ...نورو سره سمې کيسې خبرې او سندرې وايي. زمونږ په هېواد کې زياتره د ناامنۍ، ناپوهۍ او نه پرمختګ پړه په عام اولس او لرو پرتو اطرافيانو اچوي او وايي چې دوی زمونږ د هېواد د امن او پرمختګ لپاره خنډ دي او د هېواد لپاره ټول ګواښونه د دوی له لوري متوجه دي. خو زما په اند زمونږ د ښارونو خلک او زمونږ د هېواد پوه خلک چې د هېواد د چارو سمبالښت په غاړه لر ي، په ښارونو کې متمدنه خلک د هېواد د امن، سولې او پرمختګ مخه نيوونکي دي او دا ځکه چې دوی خپل ځان، خپل هېواد او د خپل هېواد وګړي نه دي پيژندلي. د شته امکاناتوڅخه يې ښه ګټه نه ده پورته کړې، د امکاناتو او مالياتو په کنټرول نه پوهيږي، په لباسي او منفي اړخونو کې له حده زيات مخکي ځي، چې همدا له حده زيات مخکې تلل زمونږ د هېواد د پرمختګ مخه نيسي او پرواړندې يې د خلکو اختلافونه زياتيږي. د هغه خلکو اختلافونه چې په اصطلاح دوی يې ناپوهه ګڼي. که څه هم په هغوی کې پوهه کمه خو عقيدوي او کلتوري ارزښت پکې زيات ليدل کېږي.
زمونږ هېواد افغانستان د نورو هېوادونو، هندوستان، تاجکستان، ايران او نورو هېوادونو په ځانګړي ډول له غربي هيوادونو څخه ډېر وروسته پاتې دی. مونږ لا خپل کور کې په امن کې نه يو، مونږ لا په خېټه ماړه نه يو، مونږ لا د خپل صحت روغتيا نه لرو، مونږ لا په خپل هېواد کې د کار کولو مزدوري د بل څخه د سوال په ډول غواړو او ان د خپلو ارزښتونو په بايللو ترلاسه کوو او په يو نه يو ډول د خپل هېواد د پلورلو په بدل کې يوه مړۍ ډوډۍ غواړو. که پر مونږ يوه زلزله راشي هم اول مرسته له بل غواړو، د کار کولو مسلکي او متخصص کسان له بل چا څخه غواړو. زمونږ د ژوند چاپيريال او د نورو د ژوند چاپيريال ډېر توپير لري، نو زمونږ سندرې هم بايد د نورو د سندرو سره همدومره توپير ولري. مونږ ته څه لازمه ده چې مونږ غربي لباس، هندي پېښې، تاجکي فيشن، مصري نڅا او د نوروکفارو په شان الله ته د عبادت پرېښودل او بد اخلاقي شروع کړو، که دا کارونه په تمدن اوپرمختګ پورې تړلي وي، نو مونږ خو لا دې حد ته نه يو رسيدلي او زمونږ او د تمدن ترمنځ ډېر اوږد واټن پروت دی. په لباس، موسيقۍ، نڅا او سندرو کې بايد مونږ له نورو همدومره وروسته وو لکه څومره چې وږي يو. له بې وخته لباسي پرمختګ او ديموکراسۍ څخه بايد مونږ ځان وساتو ځکه زمونږ او د تمدن ترمنځ لا ډېره فاصله شته.
نور هېوادونه که د موسيقۍ مجلس او کنسرټ ته په ميلونونو روپۍ مصرفوي، که هغوی په نيم بربڼد ځان سندرې وايي، که هغوی په سندرو کې ځانته د مشتريانو غوښتنه کوي، که هغوی په داسې نور بې ځايه او بې ګټې مصرفونه کوي، که هغوی په ودونو کې شراب خوري، هغوی زمونږ په نسبت ډېر پرمختللي دي او مونږ په دې ټولو څيزونو کې بايد له هغوی ډېر وروسته واوسو. خو په ډېر افسوس سره اوس په دې بې وخته ، بې ګټې او لباسي پرمختګ کې مونږ ډېر مخکې يو، زمونږ دا نيمګړي تعليم ځوانان ، پيغلې او نور اکثريت په دې څيزونو کې له نورو ډېر مخکې قدم اخستی. درنو لوستونکو الله ج دې وکړي، چې زما په خبرو مو خاطرې درندې نه شي. دا يو حقيقت دی او همدې څيزونو زمونږ د پرمختګ مخه نيولې او زمونږ دې کارونو زمونږ په مظلومتيا او سوالګرۍ د دوامدارۍ ټاپه وهي. مونږ خو لا د دې توان هم توان هم نه لرو، چې خپل عايدات کنټرول کړو، د معادنونو استخراج خو نه شو کولای او لاسته راغلې د ګمرکونو پيسې هم مونږ په خپلو کې غلا کوو او شخصي کورونه او تجارتونه پرې کوو. که يو عادي مامور په ګمرک کې دنده ولري، هغه به د بل هېواد د وزير څخه زياتې لوړې خبرې کوي او تر هغوی به يې شخصي پانګه زياته وي. په فساد کې ډوبو ماهرينو زمونږ ګمرکونو او نورو ادارو ته داسې منظم او فعال سيستم جوړ کړی چې د غلا مخه خو پکې نه نيول کېږي، خو که څوک غلا نه کوي په هره ورځ، هره اونۍ او هره مياشت کې ورته د غلا شويو پيسو څخه خپله برخه راځي، چې دايې د سيستم جوړولو لپاره لوي خدمت کړی دی.
زمونږ په هېواد کې نن بل مهم او کليدي سکتور نظامي سکتور دی، چې د هغوی ټول لګښتونه هم د سوال څخه لاسته راغلې پيسې جوړوي ، خو په هغې کې هم داسې غلا اوفساد روان دی، چې يو جنرال به د نورې نړۍ د يو وړوکي ضابط په اندازه پوهه نه لري او نه هغومره کار کولای شي، خو دلته به د فساد دشتون په وجه جنرال شوی وي. په پوليسو او ملي اردو کې د وسلو او تيلو د پلورلو حساب نه کېږي او يو عادي کس هم د لس زره، شل زره او ديرش زره ليتره تيلو د خرڅولو خبرې کوي.
ښوونکي هم په خپله دنده کې له مسلکي توب او تخصص څخه بې برخې دي او په داسې حال کې چې د دوی د مسلکي ظرفيت په لوړولو کې هم خارجيانو ته سوال کېږي او د دوی لپاره دولت په داسې حال کې معاش ورکوي، چې نورو ته لاس اوږدوي او دوی ته د معاش او امتياز پيسې په لاس راوړي .خو بيا هم دوی دومره کار نه کوي، چې داسې اشخاص وروزي، چې د دې ټپي ټپي هېواد لپار د درد دوا شي او يوه اندازه ګټه يې ورته ورسيږي. ټولنې ته مسلکي او په کار پوه کسانو وړاندې کړي، چې په دې مهمه برخه مونږ له سوال څخه خلاص شو، بلکې د دولت په اوږو بار اشخاص ټولنې ته وړاندې کوي، چې هم د ټولنې، د کورنۍ او دولت په اقتصاد او نورو برخه کې د ګټې پرځای تاوان رسوي. د بېلګې په ډول د هر ښوونځي او هرې ښوونيزې ادارې مخکې ويالې او سړکونه د دوی د خوراکي شيانو په پوټکو او نورو شيانو ډک وي، دوی دومره تعليم او تربيه نه ده ورکړې، چې که دولت ته مو خير نه رسيږي، نو تاوان خو ورته مه رسوئ. د ټولنې زياته برخه زده کوونکي دي، چې د ښارونو په بيلابيلو برخو کې خوراکي شيان او نور څيزونه غورځوي ، چې له امله يې دولت بيا په ميلونونو افغانۍ د همدې څيزونو ټولولو اوښار پاکولو باندې مصرفوي.
زمونږ انجينران هم دومره فعال او د احساس خاوندان دي، چې تراوسه يې په دې برخه کې زمونږ اړتياوې نه دي پوره کړې او په ټول هېواد کې لا يو سرک او يو پل هم په نړۍ واله کچه نه دی جوړ شوی او څومره چې يې توان کېږي د هرې پروژې او دولتي بوديجې څخه شوکه کوي.
د ډاکټرانو بې احساسي او خيانت هم څرګند دی. تراوسه د عادي مريضانو پرته نور ټول به د توان د نه درلودلو په صورت کې همدلته مړه کېږي او يا به خارج ته د درملنې لپاره ځي. ډاکټران صاحبان په هر ډول چې کېږي د خپلو پيسو او فيسونو لپاره د خپلو ټولو تبليغاتو او امکاناتو څخه کار اخلي او د درملتونونو سره خو يې د بې کيفيته درملو په پلورلو کې ځانونو شريک کړي.
په همدې ډول زمونږ اکثره دولتي او خصوصي سکتورونه د کاري وړتيا او خدماتو څخه نيګړي دي او له فرصتونو څخه يې ګټه نه ده پورته کړې. نو کله چې مونږ په دې يويشتمه پيړۍ کې په خپلو ټولو کارونو کې نيمګړي او نورو ته اړ يو، مونږ بايد خپل لګښتونه، دندې، اخلاق او نور کنټرول کړو او د خپلې سويې سره سمې سندرې ووايو او په داسې حال کې د پردو سندرې زمونږ سره نه ښايي