مصراع( میسرۍ) او سیلابونه په فوکلوری( اولسي) نکلونو کي:
د کندهار د اولسي نکلونو ، چي مرحوم محمد ګل نوري د «ملي هینداره» په نوم کتاب کي را غونډ کړي دي، زیاتره نارې له دریو میسریو څخه جوړي دي. دا پخپله د بابولالي او د اتڼ له نارو او نشرحو سره څرګند ورته والی دی او سړی په یقین سره ویلای سي چي دا نکلونه، د بابولالي او د اتڼ د نارو په څير، د کندهار په کلتوري حوزه کي منځته راغلي، وده یې کړې، نارې ورته جوړی سوي او له کلونو او عمرونو سینه پر سینه نقلیدلو څخه وروسته یې تغیرات لیدلي دي. د دې تغیراتو په سلسله کي یې کله کله نارو داسي تغیر کړی دی چي د نکلونو له اصلي نارو سره ډیر زیات توپیر لري او بیخي د پیژندلو وتلي وي.
په دې سلسله کي نکلونه د غیر مسلکي او غیر ماهرو نکلچیانو خولو ته لویږي. نظمونه، چي په یاد ساتل یې بشپړ مهارت غواړي، بې نظمه سي او ځیني نکلچیان، چي ښایی شعري طبع هم ولري د هیرو سویو نارو پر ځای خپل نظمونه ور واچوي او د نارو اصلي بڼه ورکه سي. په ملی هینداره کي د طالب جان یا ملا عباس او ګل بشرې د نکل ، د مومن خان او شیرینو د نکل او لیمبو لال د نکل نارې د لنډیو په شکل دي، ځیني نور واړه نکلونه بیل رنګ لري او د ملي هینداري د اوو نکلونو نارې د دریو مصرعو څخه جوړي سوي دي. د نارو د ترتیب د دغه ورته والي په اساس موږ ویلای سو چي دا نکلونه به د کندهار په کلتوري حوزه پوري اړه ولري. او سرچینه به یې د هغي سیمي څخه اخیستې وي؛ او که داسي نه وي نو لږ ترلږه نظمونه او نارې یې یوازي د هغي سیمي ایجاد دی.
مرحوم عبدالرؤف بینوا، د ادبي فنون په کتاب کي، د نکلونو د نارو په باب لیکي چي د نکلونو نارې کوم ټاکلی سیلاب نه لري. دا نارې دعربي اشعارو په څیر په کوم بحر کي مقیدي نه دي بلکي د اروپایي ازادو شعرونو په شان ویلي شوي دي، لکه د فتح خان په نکل کي دا ناره چي رابیا د فتح خان محبوبي د جنګ په وخت کي د ده پر کرنګ آس باندي کړې ده.
د فتح کرنګه نال به دي زرین کړم
که دي دا وار فتح راوړو خپل امیل به ستا د غاړي لونګین کړم
مرحوم بینوا لیکي چي لومړۍ مصراع ۱۲ سیلابه او دوهمه مصراع ۲۰ سیلابه ده. د دې افسانې ټولي نارې همدا سیلابونه لري.
لومړی خوا د ناره دوولس او شل سیلابه نه بلکه پر دریو برخو ویشل کیږي:
د فتح کرنګه نال به دي زرین کړم ۱۲ سیلابه
که دي دا وار فتح راوړ ۸ سیلابه
خپل امیل به ستا د غاړي لونګین کړم ۱۲ سیلابه
او دوهم دا چي دا نارې، چي موږ به یې وروسته مثالونه راوړو، د اروپایی ازادو نظمونو په څیر بې قافیې نه دي، بلکه همدغه پورتنی ناره خپله ځانګړې قافیه لري. په دې باره کي موږ د فتح خان بړیڅي د نکل او نورو فوکلوري نکلونو ګڼ شمیر مثالونه وروسته ورکوو.
دریم دا چي د فتح خان د نکل او نورو نکلونو نارې، حتما، یو شان سیلابونه نه لري بلکه، څرنګه چي خلکو جوړي کړي دي، په بیلو بیلو نارو کي د یوه او دوو او یا کله څو سیلابونو توپیر لیده کیږي. مهمه دا ده چي دغه نارې د دریو مسرییزو نظمونو په شکل ویل سوي دي او زموږ د بحث موضوع همدغه ده.
د فتح خان بړیڅي د نکل نارې:
د فتح خان بړیڅي نکل، د ملي هینداري د اولسي نکلونو د کتاب په قول، د بست له پاچا اسلم خان سره د خپل زوی فتح خان د مرور کیدلو، د خپلو نهه پنځوسو بړیڅو ځوانانو او خپلي میرمني رابیا سره هندوستان ته د روانیدلو، په هغه سیمه کي د مغول پاچا شمس الدین سره د جنګیدلو او ټولو بړیڅو د وژل کیدلو داستان دی.د نکل اصلي نارې په دریو مسریو کي ویل سوي دي، او وروسته په نارو کي ډیر زیات او زیاتره خراب او بیځایه تغیرات راغلي دي.
۱- که دوې دي کلا بست دروازې دوې دي (۱۱سیلابه )
پر یوه یې فتح وزي (۸سیلابه )
پر دا بله یې د مور سوي نارې دي ( ۱۲ سیلابه )
۲- که اور ګډ کې د بړیڅو په سپین ږیرو (۱۲ سیلابه )
مرور یې پخلا نه کړل (۸ سیلابه)
لا د لاسه ور ښيي یاغي ملکونه (۱۲ سیلابه )
۳- فتح بریت دي د سرو زرو په شپیلۍ کي (۱۲)
فتح ته د مرګي نه وې (۸)
ته لایق وې د ډهلي د پاچهیه (۱۲)
۴- که ځوړاندي د کرنګ ورځي ځوړاندي (۱۲)
فتح چي ځي د هند و لورته (۹)
دغه ګل رابیا مي ځي د تا د وړاندي (۱۲)
۵- څه کي څه کي دا هوډي فتح خان څه کي (۱۲)
نیمه شپه یې نغارې وډنګولې ( ۱۲)
لویه خدایه خان پر کوم لوري واته کي ( ۱۲)
۶- که بلبلي رابیا ژړي بلبلي ( ۱۱)
فتح چي ځي د هند ولورته ( ۹)
په جلو یې لګوه دواړه منګولي (۱۲)
موږ ګورو چي په دوهمه او دریمه ناره کي قافیه، چي ښايي په لومړي سر کي به موجوده وه، بیخي له منځه تللې ده او په ځینو نورو نارو کي د دریو میسریو شکل بیخي تغیر کړی او په ځینو کي د قافیې درک هم نسته.
۱- لاس یې وتړی ځوانانو نوکرانو
فتح خان د پاچاهانو ګناه کار دی
۲- اوس به جوړکم د مغولو د سر څلي
چي تړلی یې فتح خان نازک لاسونه
۳- زموږ مرګ په سپینو تورو ( ۸ سیلابه)
لویه خدایه اسلم خان بابا مي ولي نا خبر دی ( ۱۶ سیلابه)
۴- که پاخه سوه کندهار انار پاخه سوه ۱۲ سیلابه
اسلم خان بابا دې خوري پر موږ ترخه سوه ۱۲ سیلابه
د موسي جان او ولي جان، جلات خان او شمایلي، خیشکیار او شاتریني، قطب خان او نازو، دلي او شهو او علیبیګ او شا پاڼی د نکلونو نارې هم په دریو میسریو کي او تقریبا د فتح خان د نکل پر وزم ویل سوي دي. البته لکه مخکي چي مو وویل د دې نکلونو د نارو اصلي شکل د دریو منظومو میسریو ترتیب دی او وروسته نکلچیانو کله کله داسي تغیرات پکښي راوستلي دي چي نارې یې له هره اړخه له پیژندګلوی ایستلي دي. مګر په دې ټولو نکلونو کي د کندهار د کلتوري حوزې خاص درې میسرییز شکل پر خپل حال پاته دی. سړی په زغرده دا ویلای سي چي دا ټول نکلونه یا په دغه کلتوري حوزه کي زیږیدلي او یا په وروسته کي په دغه حوزه کي نارې ورته جوړي سوي دي؛ خو د نارو د خاص درې میسرییز جوړښت په برخه کي یې، چي باید د دغي خاصي کلتوري حوزې وي، هیڅ شک نه سي کیدلای.
د موسی جان او ولیجان د نکل نارې:
د موسی جان او ولیجان نکل، هم له اولس سره د یوه ظالم خان او قومي مشر د بیحده ظلم کولو، هم د دوو ځوانانو تر منځ د ریښتوني یارانې، هم د دوو مینانو د سوځنده میني او هم د ظالم خان څخه د هغه د بدیو او ظلمونو د کسات اخیستلو یو خوږ داستان دی، چي لکه مخکي چي مو وویل د نکل نارې یې زیاتره د فتح خان بړیڅي د نکل په څير درې میسرییزي دي او تقریبا کټ مټ د فتح خان د درې میسرییزو نارو په شکل ترتیب سوي دي.
۱- موسی جانه چي په پښو دي کج موزې دي (۱۲ سیلابه)
د دښمن خواړه ونه خورې (۸ سیلابه )
وا په خولو مو د ایام فرضي روژې دي (۱۲ سیلابه )
۲- موسی جانه دا پر سر دي لونګۍ توره (۱۲)
چي د ورور په خوله دي نه کړه (۸)
په تمام ترین دي ولیدم سرتوره (۱۲)
۳ـ که لولیه د فیروز لوري لولیه (۱۲)
چي دننه سې ژړا کې (۸)
چي را ووزې سترګي توري کې نر یه (۱۲)
۴- میرولیه پر سر سمه کړه بګړیه (۱۲)
یو مي ساری سهیل واخله (۸)
موسی جان لره بل راوړه ګل مکیه (۱۲)
۵- بابا پلاره دا وصیت به دي خوار نه کم (۱۲)
یو به دي ساری سهیل واخلم (۹)
بابا پلاره بل به هډو ساری وکم (۱۲)
۶- بوډوګیه زما دي داسي پلار وژلی (۱۲)
تر هغو به دي پرې نه ږدم (۸)
څو پر باندي دي جوړ نه کمه څلی (۱۲)
۷- موسی جانه چي پر سر دي لونګی توره (۱۲)
موسي پښه اخله سپریږه (۸)
اوس د ګور د مړو پریږده مجلسونه (۱۲)
د موسی جان او ولي جان په نکل کي د مسخ سویو نارو شمیر ډیر زیات نه دی او دوه درې مثالونه یې ذکروو.
ولي جانه سر راپورته کړه د خابه
خبره نه یم چي زهر چا درکړي دینه
بي بي جاني ولي ژړ د مرکو دی
ګلمکیه موسی ستا د غیږي وړ دی
ولیجانه دا دښځو په قول نه سې
ولیجانه ژر را ووزه د کړوسو به مو پیغور سي
د جلات خان او شمایلي د نکل نارې:
د جلات خان او شمایلي نکل، چي اصلي سرچینه یې اروپا بلله کیږي او ویل کیږي چي زیات وکم سل شکلونه یې موجود دي. د خونکار په نوم یوه ظالم پاچا داستان دی چي د خپلي لور د ورکولو او ودوولو لپاره یې غیر ممکن شرطونه ایښي دي. هر څوک چي د پاچا د لور شمایلي غوښتنه وکړي او دا شرطونه پوره نه کړي سر یې پرې کیږي. د دې نکل نارې هم هم د فتح خان بړیڅي په شکل په دریو میسریو کي ویل سوي دي؛ او سړی یې بیا هم، په دغه اساس، د کندهار د کلتوري حوزې تولید بللای سي.
۱- یو که کښته د بابا شینکیه کښته (۱۲)
پر جلات مي سلام وایه (۸)
چیري نوم د خونکار اورې ځیني تښته (۱۲)
۲ـ که ببر دی شاه فقیر سر مي ببر دی (۱۲)
یوه مسته دعا راکه (۸)
چي پخوا مي شمایلي سخت سفر دی (۱۲)
۳ـ شاه زمریه چي پر تور ځنګله دي کور دی (۱۲)
دا تارو دي ماته راوړی (۸)
شاه زمریه د تارو پخلنګ په اور دی (۱۲)
۴- یو که توره ملا میرو له رنګه توره ( ۱۲)
ګل غوټۍ دي ماته راکړه (۸)
ګل غوټۍ ده زما په دین و دنیا خوره (۱۲)
۵ـ که کرار دی نن زما زړه نا کرار دی (۱۲)
تاسي کښینی سهیلیو (۸)
چي پر مخ مي د خوني زمري پر هار دی (۱۲)
د خویشکیار او شاتریني د نکل نارې:
د خویشکیار او شاتریني نکل، چي د کندهار د ارغنداب د خویشکو قام او سیمي ته منسوب دی. د وروڼو ترمنځ د اختلاف او دایمي مرورتیا او له آدم خان سره د خویشکیار د تل پاتي ریښتوني ملګرتوب، د خویشکیار او شاتریني تر منځ د غیبي میني د پیدا کیدلو او خویشکیار د بیحده زیاتي مړاني داستان دی. د دې نکل نارې هم په دریو میسریو کي او هم تقریبا کټ مټ د فتح خان بړیڅي پر ډول او وزم ترتیب سوي دي او ځکه یې نو د کندهار د کلتوري حوزې تولید بللای سو، او یا یې حتی خاص د هغي سیمي بللای سو.
۱ـ خویشکیاره چي بوډۍ ته وایې موري ( ۱۱)
که کرم په ما خبر سو (۸)
خویشکیاره زما خونجاړي به څوک ګوري ( ۱۱)
۲ـ خویشکیار په کلیو ځي کچکول بانه کي (۱۱)
شاتریني که خوله ورکړه (۸)
خویشکیار به دا کچکول دانه دانه کي (۱۱)
۳ـ خویشکیاره ته چي زما په غیږ کي ریږدې (۱۱)
که لښکر د کرم راغی (۸)
خویشکیاره ته به ترپلې ما به پریږدې (۱۱)
۴ـ اې ښه ځوانه دا د خول سر خو دي تور دی (۱۲)
مخ در ګرځوه اې ځوانه (۸)
چي کرم ستاسي میړه دی لا کمزور دی (۱۲)
۵ـ شاتریني د خاصې تر پلو ګوره (۱۲)
د کرم واری دي تیر سو ( ۸)
شاتریني د خپل یار واری دي ګوره (۱۲)
د قطب خان او نازو د نکل نارې:
د قطب خان او نازو نکل، چي په ملي هینداره کي له کندهار څخه پیل کیږي او د پیښور په چاپ کي له سوات څخه پیل کیږي او په هغه سیمه کی پای ته رسیږي، د قطب خان او آدم خان تر منځ د ملګرتوب، د آد م خان د خور نازو او قطب خان د سوځنده او ناکامي میني داستان دی.دا نکل هم د دریو میسریو، او د فتح خان بړیڅي د نارو پر وزم نارې لري.
۱ ـ که سانډو دی ستا په غیږ کي پروت سانډو دی (۱۲)
تې را وباسه میدان ته (۸)
نازو ګلي ایمان نه لري هندو دی (۱۲)
۲ – که سانډو دی دا بلو مریی سانډو دی (۱۲)
زما په غیږ کي زمری پروت دی ( ۸)
دا بلو مي ایمان نه لري هندو دی (۱۲)
۳- ادې موري پر ما څه د غم اور بل دی (۱۲)
دا نور خلک بیده دي (۷)
پر ما د بلوګي مريي غوبل دی (۱۱)
۴- په شیدو مي لویولې په مسرو مي اوبولې (۱۶)
ته را ووزه بلو مړ که (۸)
پر نیمو شپو د نجونو څه غواړي دروهلی (۱۳)
۵- ښه کالي د ښو ځوانانو اغوستن دی (۱۲)
زه به ولي بلو وژنم (۸)
بلو خان مي د دې ګرد کاله څښتن دی (۱۲)
د دلي او شهو د نکل نارې:
د دلي او شهو نکل ، چي د ملي هینداري په قول، له کندهار څخه پیل کیږي، هم د دریو میسریو جوړښت او تقریبا کټ مټ د فتح خان د نارو وزم لري. که نکل د هر ځای وي، خو نارې یې د کندهار د دریو میسرییزو نظمونو پر طرز جوړي سوي دي، چي په نورو پښتني کلتوري حوزو کي نه لیده کیږي.
۱- شهو ناسته وه د ګل سره خوشحاله (۱۲)
دا د ګل مجلس دي اور سو (۸)
د دلي په غم به ناسته وي ملاله (۱۱)
۲- که غوړیږي د سهار ګلان غوړیږي (۱۲)
که اوس یار درسره نسته (۸)
هغه هم پر تا مین تاته رسیږي (۱۲)
۳- که وروره اې زما مینه وروره (۱۲)
که چا داسي پیغور درکی (۸)
ورته وایه شهو نه وه زما د موره (۱۲)
۴- کښتی وانه کښتی سمه پر ګودر باسه (۱۳)
دا دلاس باهو مي ستا دی (۸)
کښتی وانه چپ نظر د منځه باسه (۱۲)
۵- که زوره د اکبر پاچا له زوره (۱۲)
سالو مي ستا سپاهیانو یووی (۹)
په دربار کي دي ولاړه یم سرتوره ( ۱۲)
۶ـ که زوره د اکبر پاچا د زوره (۱۲)
دلی وژني په پیلانو (۸)
دا پیلان مي د مولا په تبه مړه کې ( ۱۲)
د علیبیګ او شاپاڼۍ د نکل نارې:
د علیبیګ او شاپاڼي نکل، چي د ملي هینداري په قول، د ښادي او بیبو د نکل په څیر بکوا ته منسوب دی او له هغه ځایه سرچینه اخلي. د یوه نسبتا غریب سړي ناموس ته د یوه ظالم خان د سترګو د خړولو او په خپلي سزا د رسیدلو داستان دی. دا هم په دریو میسریو کي نارې لري او تقریبا ټولي نارې یې د فتح خان د دریو میسرییزو نارو پر وزم ترتیب سوي دي.
۱- معصوم خانه که ته نل زه دي پیروتې (۱۲)
که ته نل زه دي پیروتې (۸)
معصوم خانه زه نیزه یم درته نجتې (۱۲)
۲- معصوم خانه غاښ دي سپین تر مرغلري (۱۲)
کلا بیخ لره را درومه (۸)
په ورو ورو به سره کړو د ناز خبري (۱۲)
۳ـ شاه ملنګه چي پر سر دي ګدړیه (۱۲)
که به ناز د پاڼو اخلې (۸)
علیبیګ لره به یوسې زما چټیه (۱۲)
۴- شاه فقیره چي پر سر دي ګودړیه (۱۲)
ما په خدای قسم درکړی (۸)
چي بي بي شا پاڼو مړه وه که ژوندیه (۱۲)
د ښادي او بیبو د نکل نارې:
د ښادي او بیبو نکل، چی د دوو ناکامو مینانو د سوځنده میني داستان دی، د بکوا څخه پیل کیږي او په دلارام کي د دواړو مینانو د ژوند له ختمیدلو سره پای ته رسیږي. د دې نکل د نارو اصلي شکل هم درې میسرییز دی خو د کندهار د کلتوري حوزې د کلیو او ښارونو تر منځ یې دونه سفرونه کړي او د نکلچیانو تر منځ دونه زیات سینه پر سینه او خوله پر خوله سوی دی چي پخپله په نکل کي ښایې چنداني تغیر نه وي راغلی خو په نارو کي یې دونه زیات تغیرات راغلي دي چي بیخی یې د هرډول نظم حیثیت له لاسه ورکړی دی او حتی یو ځل خو یې بیخي د نارې ځای لنډۍ ته ورکړی دی. د دې نکل نارې د نورو یادوو سویو نکلونو په خلاف د فتح خان بړیڅي د نکل پر وزم نه دي ترتیب سوي دي خو اصلي نارې یې بیا هم درې میسرییز شکل لري.
۱- د بیبو د اریانیه د کرې کښ د خوشالیه (۱۶)
که به ناز د بیبو اخلې (۸)
په دنیا کي کرې کښ مه کړې د روزیه (۱۲)
۲- کاروانونه د بکوا پر دښت تیریږي ( ۱۲)
ښادي جان ورسره نسته (۸)
په دا نور کاروان مي مینه نه ماتیږي (۱۲)
۳- که په ورو ځي بیبو جانه په څه ناز په کرشمو ځي( ۱۶)
د یوه ښادي دپاره (۸)
بخملي ګوتي سیځي پر چلم اور ږدي (۱۲)
۴- ښادي جان را ګرځوم نه پاته کیږي (۱۲)
سپینه خولګی که ورکومه (۹)
ښايسته ښادي هم نه راضي کیږي(۱۲)
۵- پر بام ولاړي نجوني چي کاغذ په ګوتو نغاړي( ۱۵)
زړه مي یو دی بیبو وړی (۸)
دا بالا نجوني مي څه له ښادي غواړي (۱۲)
نور نو د دې نکل په نارو کي داسي بیخونده تغیرات راغلي دي چي نارې تقریبا هیڅ ډول وزم ته نه جوړیږي او نکلچیان به یې د نارو په وخت کي ښایی له ډیرو سختو ستونزو سره مخامخ کړي وي. د مثال په توګه:
۶- کاغذه ورسه پر بیبو مي سلام وایه، په صورت روغ یم په زړه بیمار یم
بیبو ستا د بې نیازیه
دا ژړی ښادي بندي د اصفهان دی
او یوه ناره خو د نکل د ټولو نارو په خلاف د لنډۍ پر وزم پکښي راغلې ده.
نن مي د یار پر لور سفر دی
خدایه که لنډ کې د بکوا اوږده مزلونه
دې لنډۍ حتما د پښتنو په سیمو کي د هغي مشهوري لنډۍ څخه الهام اخیستی او حتی په بشپړه توګه یې، په لږ تغیر، نقل کړې ده چي وايي:
نن مي د یار پر لور سفر دی
خدای خو دي لنډ کي دا د مځکي تناوونه.
د ظریف خان او مابۍ د نکل نارې:
د ظریف خان او مابۍ نکل د پښتنو په منځ کی د تربور ګلوی او د تربور او د هغه له کشرانو او میرمني سره بې دلیله دښمنی او ظلم کولو، او په ضمن کي د ملي هینداري د نکلونو د تقریبا ټول معمول سره سم، د ښځي د نهایت پاکی او د میړه سره د وفاداری داستان دی. داسي ښکاري چي دا نکل د زمان په اوږدو کي، چي ښایی ډیر پخوانی نکل وي، د کندهار د کلتوري حوزې د سیمي په کلیو او ښارونو کي ډیر زیات سفرونه کړي او په تیره بیا د بیسوادو او غیر مسلکي نکلچیانو خولو ته لویدلی وي؛ په نارو کي یې، چي له لویه سره په درې میسرییز شکل ویل سوي او ډیر دردونکی وزم لري، ډیر بیخونده تغیرات راغلي دي؛ کله کله خو وزن بیخي له منځه تللی او کله کله درې میسرییز شکل پاته سوی او دوه بیتي ورڅخه جوړ سوي دي چي د نکل د نارو له وزم سره اړخ نه لګوي. خو د نکل د ډیرو زیاتو نارو څخه اټکل کولای سو چي اصلي شکل یې درې میسرییز وو، یعني د کندهار د فوکلوري سندرو شکل دی.
۱- که ګل کي په هندوستان کي پسرلی ګل کي (۱۳سیلابه )
دا هم د رب رضا ده ( ۷ سیلابه)
چي ورور یې ناست وي وریندارې بل کي ( ۱۰ سیلابه )
۲ـ ظریف مرغه سو پر الواته سو (۱۰)
مابیه راسه دام ورته کښیږده (۱۰)
کې بندوې وار دي داغه سو(۱۰)
۳- یو تاچي پنډ کی پر ما دي غم کی(۱۰)
ظریفه ته چي اوس خپه نه سې( ۱۰)
اوښکي مي راغلې درته مي څنګ کی (۱۰)
۴- اوښانو وخوری دا اوږدي غاړي دا لوی ورنونه (۱۵)
پرون لا دا مال ظریف دلې وو(۱۰)
نن خو مو تیر کی تر ولاتونه (۱۰)
۵- که تاکه تاکه لال بیګه تاکه (۱۰)
که مي دا ستا ننګه ونه کړه (۹)
پر مايې سپینه مابۍ طلاقه (۱۰)
۶- که نری دی د مسافرو زړګی نری دی(۱۴)
که دي د دې واري کاکو پریښود (۱۰)
بیا کاکو ستا د درګاه سپی دی (۱۰)
۷ـ که کلک دی د مسافرو زړګی کلک دی (۱۲)
په خدای که کاکا پریږدم (۷)
تر غوږو مي د لال بیګ د سیخو شرک دی (۱۲)
د ظریف خان او مابۍ په نکل کي ځیني داسي نارې هم سته چي د دریو میسریو پر ځای په دوو لنډو بیتونو کي ویل سوي دي، ښايي دا نارې په وروسته کي نکلچیانو ور اچولي او د نکل اصلي نارو ته یې، چي درې مسرییز شکل لري، تغیر ورکړی وي.
۸- که توره توره ساوڼه توره (۱۰)
راغلی مه وای د هند له لوره (۱۰)
اول مي هیله امید پر خدای وه( ۱۰)
اوس را وخته د هره لوره (۱۰)
۹- که توره توره خدریه توره(۱۰)
یو شل پنځه ویشت کاله وګوره (۱۰)
که دا ورک ظریف رانه غی (۸)
بیا په حلاله نکاح می بوله (۱۰)
۱۰- زده زده یم خلکو زده یم (۱۰)
سینه کبابه پر اور پرته یم (۱۰)
که په ظریف پسي مړه نه سوم (۱۰)
ټګه مي بولی حرامزاده یم (۱۰)
د کندهار په کلتوري حوزه کي، د مرحوم محمد ګل نوري څخه پرته، بل چا د فوکلوري نکلونو دې ارزښتمندي خزانې ته توجه ده نه کړې؛ چي موږ د دې نکلونو نور شکلونه او احتمالا ورسره د نارو نور شکلونه په لاس کي لرلای. ملي هینداره د اولسي نکلونو یوازینی کتاب وو چي په کورونو کي پیدا کیدی، نو ځکه موږ په دغو نکلونو کي په راغلو نارو بسیا کیږو.
کندهار ته د لویو فوکلوري نکلونو منسوبیدل او په اوو نکلونو او د اتڼ او بابولالي په نارو کي درې مسرییز نظمونه، چي په بله هیڅ پښتني کلتوري حوزه کي یې مثال نه لرو، د کندهار د کلتوري وجود پر قدامت باندي شاهدي ورکوي او موږ ته دا ښيي چي د دې سیمي پښتانه، تر هغه چي اټکل یې کیږي، ډیر پخوا دلته اوسیدلي دي. زما په عقیده د ادم خان او درخانۍ له نکل څخه پرته، چي په هره کلتوري حوزه او یا حتی په ټاکلې کلتوري حوزه کي، نکلچیانو، شاعرانو، او په تیره بیا ربابیانو او سندرغاړو د خپلي خوښي سره سم تغیرات پکښي راوستلي دي، په هیڅ سیمه کي دونه پراخ فوکلوري نکلونه نسته چي یوازي دي د یوې خاصي کلتوري سیمي پښتنو ته منسوب وي او له ځان سره دي داسي خاص درې مسرییز نظمونه ولري چي پښتونخوا کي په بله هیڅ کلتوري حوزه کي نه وي.
مرحوم محمد ابراهیم عطايي، چي د پښتنو پر فوکلور باندي یې ډیري ګټوري څیړني کړي دي، د فتح خان بړیڅي نکل د سیستان د شمس الدین سیاس زمانې، شپږمي هجري قمري پیړی، ته منسوبوي. که څه هم چي دا خبره یې د تامل وړ ده ځکه چي شمس الدین سیاس هیح وخت د هندوستان خواته نه دی تللی او هغه ته هیڅ تاریخي متن مغول نه دی ویلی.
زما په عقیده د فتح خان بړیڅي نکل د هرات د شمس الدین کرت زمانې ته منسوبولای سو. او شمس الدین کرت په دغه سیمه کي چي په هغه وخت کي هندوستان ورته ویل کیدی، څو ځله له پښتنو سره مخامخ سوی او خونړي جنګونه یې پکښي کړي دي. او ضمنا هغه ته په تاریخنامه هرات کي ځکه مغول ویل سوی دی چي د تبریز د مغولي دربار یا ایلخانیانو نوکر وو، او د هغوی لپاره یې هرات او شاوخوا قلمرو اداره کاوه.
په دې حساب د فتح حان د نکل سابقه دیارلسمي میلادي پیړی ته رسیږي، چي په هیڅ پښتني سیمه کي په دغه سابقه د فوکلوري، په تیره بیا پښتني فوکلوري، نکل مثال نه لرو. څرنګه چۍ بل هیڅ قام داسي نکلونه او فوکلوري سندري نه لري چي په هغو کي دي په ټاکلې توګه د کندهار د شاوخوا، بکوا، دلارام، کوټي، کندهار، چارسو، ارغنداو او نورو سیمو نومونه یاد سوي وي نو سړی په پوړه زړه ویلای سي چي د دې سیمي بومي او اصلي اوسیدونکي همدغه پښتانه دي چي دلته له پیړیو اوسیدلي او فوکلوري نکلونه يې ایجاد کړي او هغو ته یې خپل نومونه، بړیڅ، ترین، خویشکي او نور ورکړي دي. په دې نکلونو کي مو د درې مسرییزو نارو پر نظمونو باندي ځکه زیات تینګار وکړ چي دغه ډول نظمونه یوازي د کندهار په کلتوري حوزه پوري اړه لري او خکه نو د هغوی د اوسیدني خبره د پیړیو تر پوړیو اړوي.
ددغي څېړنیزي لیکني نوري برخي په ترتیب سره د بېنوا پاڼي څخه لوستلای سئ
http://www.benawa.com/fullstory.php?id=62580
© http://www.benawa.com/details.php?id=62581#ixzz3MvQnF5mR
© http://www.benawa.com/fullstory.php?id=62582#ixzz3NJImlrc3
© http://www.benawa.com/fullstory.php?id=62625#ixzz3NJJxwubQ
© http://www.benawa.com/fullstory.php?id=62626#ixzz3NJKjqxdg