۱۳۴۳هـ ش کا ل
د جدي یولسمه
عزیزانو! د افغانستان په درست تاریخ کی یوازنی حزب چی د جوړښت ،کار او نړښت ټول اړخونه یی لمر غوندی روښانه دی هغه د افغانستان د" خلق د مکراتیک ګوند" ؤ. چی اشتباهات او کاریی معلوم ؤ .زه به هم دافغانستان د خلق د دموکراتیک جنبش پر جوړید نه ، غټید نه ، او لوید نه باندي خبري ولرم .
ځکه د" خلق د ګوند"جوړښت اود هغه د مبارزو تاثیراتو نه یوازي دافغا نستان په تاریخ کي ژور بدلون را وست بلکي د جهان په تاریخ کي د یوه لوی اوښتون سبب وګرځیدی.
د خبر و په سر کي به دا خبره عرض کړم چي بیا به د ډیروختونو د پاره انتیظار باسوو څو په افغانستان کی یو بل" دافغانستان د خلق د دموکراتیک جنبش " په شان غښتلی جنبش ظهور کوی. داسی یو سیاسی حزب چي تر حاکمیت نیولو پوری یی په صفوفو کی هیڅ کورنی او بهرنی جا سوس لاره نه لرل. زما د دی خبری ثبوت د۱۳۵۷ کال د ثور(۷) نیټی بریالی نظامی پاڅون ؤ چی د ټول جهان استخباراتی شبکی ورته یښ پا ته وه.
یوځل د افغانستان په تیر تاریخ کی د ګورګاني امپراتور په وړاندی په( شپاړه سمه پیړۍ کي ) د بایذ روښان نهضت چی سیاسي هدف لرونکۍ تحریک ؤ منڅته راغلۍ. چی هغه تحریک هم د کور د ننه ظالمواستثمارګرو او د کور دباندی خاریجی استعمارکونکوپه ګډه د مذهب تر چترلاندي دهغومسلطو ناوړو خرافاتو چي د ټولني د ذهني ،فرهنګي اواقتصادي شاته پاتوالی له امله په خپلو خلګو باندی سخت و ټکا وه کوم چی د خپلی ټولنی د پرمخ تګ له پاره یی مبارزه کول.
هغه خل هم په منطقه کي د هغه وخت حاکمو ،مسلطو قدرتونوپه ډیره بې شرمي او سخت ظالمانه تو ګه دعاموخلګو د نه پوهي څخه په ګټه د مذهب تر پوښښ لاندي خپل ګمارل سوي نماینده ګان اومزدوران د اوسنیو په ډول د مترقي نهضت پرضد اومخالفت کي اسعتمال کړل.
تر هغه را وروسته د افغانستان په معاصرتاریخ کي د مشروطیت جنبش ، د ویښو زلمیانو جنبشونه وه . په دوام یی ډیر پا یښت لرونکی جنبش همدغه د "افغا نستان د خلق دمکراتیک ګوند" ؤچی دهغو څځه په الحام اخیستو سره جوړ سوو. هغه لمړی نهضت بلل کیدای سي چي بیله شخصي منفعت يې تلاښ کاوه څود ټولني ځوانان د عمل، پوهي، زده کړو او مطا لعې طرف ته تشویق کړي.
او وروسته یی په ټولنه کي دمسلطو شرایطو په پیژندلو باندي آګاه او پوهه ګړي. چي د افغا نستان د خلق دموکراتیک ګوند دا چاري تر قد رت نیولو مخکي او وروسته په مړانه سرته رسولي دی د دی کاره یی سترګی نسی پتیدای.
د هیواد په لیری پرتو سیمو کی یی هم د خپلو ګوندی ملګرو پر لاس تر حاکمیت مخکی ځانګړي دهري سویې اوهر سن اوسا ل د پاره بیل بیل دزده کړو کورسونه لرل .خلګ يې د مطالعي اوسیاست سره آشنا کول. چي د افغانستان په سیاسی جریاناتو کی هیڅ بل سیاسی حزب او تنظم مخکي اوتردا اوسه پوري دا کارونه نه دي کړي.
ډیره ا ساسي مسله د دی جنبش دو هلو همدا د دوی مینه د خپلی خاوری او خلګوسره وه .دافغانستان د خلق د دموکراتیک جنبش په شتون او حاکمیت کي په خاص ډول د (نور محمد تره کي ) په شتون کي جها ني لویوځبرخواکو قد رتونو(شرقی او غربی) د واړو اړخونو نسوای کولای چي خپلو مؤخو یا اهدافو ته په منطقه کي ورسیږي کوم چي دوي له پخوا څخه ورته پلان لاره.
د خلق د مکراتیک حزب د ( شرقی اوغربی) استعمار ګرؤ اهدافو د تطبیق په لا ره کي یو ستر خنډ ؤ.په هر ډول چي کیدا ی سوای شرق او غرب دواړو باید دخپلو ګټو د پلاس راوړلو په خاطر دغه حزب د منځه وړی وایی لکه چي ويې کړل دغه ټول حزب اوپه ځانګړې توګه د۱۳۵۷ هجري کال څخه وروسته تر هرڅه اول د لمړنی رئیس جمهورنورمحمد تره کي له منځه وړل ورته ضروري وه.
پسله هغه چي دافغانستان د خلق د دموکراتیک ګوند نظامی کدرونه دحفظالله امین په قومانده سره راووتل او د سردار محمد داود نظام یی دمنځه یوړی ، دخلق دګوند رهبری او ټوله نړۍ د یوه انجام سوی عمل سره مخامخ سول. چی وروسته به یی تشریح کړم تر هغه وروسته نوکه درهبرۍ هرغړي دوه دوه قرآ ن شریفونه هم یو پر سراو بل په څنګ کي او د حزب ټولو اعضا ؤ یو یو قرا ن( م ) په لا س کي ګرځولای هم.
شرقي ا ستعما ر ګرو او غربې ا ستعما ر ګرو د افغانستان د خلق د دیموکراتیک ګوند دخرابیدو او بد نامیدو اوله منځه وړو څخه مخ نه وایې اړه ولۍ؟ .ځکه هغوی خپلو اهدا فو ته درسید ودپاره ډیرمصارف کړي وه. هغه ؤ چی وروسته یوازي غربي طرف( ۲۶)بیلیا رډه امریکايې ډا لر دافغا نستان دخلق د دموکراتیک حزب په خرابۍ ولګول.
د تاریخ په اوږدو کی به د بل حزب حتا بل هیواد پر خرابیولو باندي دونه غټ لګښت او مصرف نه وی راغلی.نور به پرهغه خبري ولرو چي په ظاهرکي دصحنی پر مخ څه تیر سول.
هغه دا چي د ۱۳۵۷ هجري کا ل د ثورد میاشتي پر (۷) نیټی د خلقي د د مکراتیک ګوند د نظامي ا فسرا نوملکی خلقیانو مټ اوقربانیو یوه بریا لې پاڅون د یوی استبدادی کورنۍ واکداري ونړول. وروسته اوبیا خصوصا د داکترصاحب نجیب ا لله د حاکميت تر چپه کید و وروسته. پردې جریا ن او پاڅون باندي هرچاه د خپل توا ن تر حده یو څّه لیکلي دي . هرڅونه چي يې زړه غوښتي دي دغه نهضت یی ټکولۍ او په عامه ذهنیت کی یی بد معرفی کړیدی.
په افغاني ټولنه کي د دې مترقي جریا ن مخالیفو افغانانوحتا د دې نهضت جوړښت د شوروي لخوابللې دئ.د دې جریا ن غړي يې د شوروي جا سو سا ن بللي دي . د ۱۳۵۷ هجري کا ل د ثورد او ومي نیټي نظامي پاڅون يې درو سا نو په مستقیم دخا لت سره لیکلي دئ چی د کندهاریانو په ژبه دانو سخته نا ځوانی ده.
یوشمیرخوبیا ترخپلي کمبلي تیری کړیدۍ او ډیر ځل دا تیری هم هغو افرادو کړیدی چی یو وخت د دغه حزب افراطی چپ نوکران وه او یا دحزب د حاکمیت پر محال چاپلوس،غوړمال انسانان وه. د افغانې ،ا نسانې او اسلامي اد ب خلا ف نومونه د ثور د (۷) نیټی پر تحول باندی ږدی .
څومره به بی انصافی وی چی د ثور د میاشتی د اوومی نیټی پا څون ته د غوائي پا څون ولیکو او یا یی د غوایی پا څون و بولو. نومونه به د دغو اشخاصو نه لیکم که په رښتیا ټولی میاشتی په هغه نومونو لیکو نو بیا د سرطان د ۲۶ تمی نیټی کودتا د چنګاښ کودتا باید ولیکو. خیر دا دهرچا د اخلاقو نما ینده ګی کوی چی په څه نوم یی یادوی او لیکی.
مګرواقیعت د مسلی دا سی نه وو،لکه د وی چي څه لیکلي دي اویا وايې . هرڅوک په هنداره کي خپل ځانونه اودخپلو حزبونواوګروپونو جوړښت ته ګوري،چي پردو ورته جوړکړل دوی فکرکوی چی ټول د دوی پشان پر دو جوړول.
رښتیا خبره خو دا وه چی دافغانستان د خلق د موکرا تیک ګوند د جها ني زبر ځواکو امپر یا لیزم ، سوسیا لیزم او مذهبي متعصبو ،ا سلامي بنیاد ګرو حکومتونو دسیا سي رقا بتونو ترمنځ قربا ني سوو. د خلق د دموکراتیک حزب د جهانی قدرتونو دسیالیو په یوه ډیره پیچلی مرحله کی تباروز وکی، حالات داسی راغلی وه چی د افغانستان د خلق د یمکراتیک ګوند د حاکمیت د دوام اونه دوام په دواړو صورتونوکی نړیوال توازن برهم خوړۍ.
شوروی طرف پوهیدی چی د خلق دمکراتیک ګوند د دوی د غلامی چوغ پر وږه نه پریږدی. شوروی په افغانستان کی یو غلام او کمزوری حکومت غوښتی. نړیوال امپریالیزم هم د خپل نوکر صفته حکومت جوړولو سره مینه وه. دنورمحمد تره کی او حفظ الله امین په شتون او ژوند کی دوی یو هم خپلو اهدافو ته نه رسیدل.
هغه وو چی دنور محمد تره کی او حفیظ الله امین د خرابې،بد پیژندګلوۍ ،نا کا مي او د له منځه وړلو د پاره دهري ممکنی وسيلې کارواخستۍ.
دا خبره ممکنه د ه چي هره داخلې اوخا رجي جا سوسي شبکه کوښښ کوي او وظیفه یی ده چي د هرنوي نهاد د ننه خپل نفر ولري. هیڅ جا سوسي شبکه دیوه نهاد ټول غړي نه اخلې اوټول يې پکارهم نه وي.
پس موږته هم لا زمه نه ده چي دهیڅ جریان ټول اعضأ بد وبولو او یا د ټول جریان له اعضأ ووسره په زړونوکي بغض اوکینه وپالو او که یی و هم پالو هیڅ مو لاسته نه راځی.
سپک الفاظ کاره ول خوپه هیڅ توګه بدواشخاصوته هم درست کار نه دئ.سره د دې چي د دې جریا ن د لومړي غونډي د برخوالو په منځ کي پر ببرک کار مل دا تورونه ډ ېر لګید ل،تر یوې ا ندا زي کار مل خپله هم داسي اکټ کاوه چي د شوروي سره اړیکي لري .
مګرد نورو غړو په باب بیا په خاص ډول د خلقي اړخ خوا ته د د غو اړیکو ا ثا راو علایم نه لید ل کید ل. او زما په باور په هغو وختونوکی د حزب د ډیروغړو انتقاد دا ؤ چی ولی د شوروي سره اړیکي اوتماس نسته .دا د خلق ددموکراتیک ګوند درهبرۍ یوه لویه نیمکړيتا بلل کیدل.
خلقیانوشوروي او دهغه کمونست حزب د نړي د زحمت کښا نو د ګټو نماینده با له هغه وخت دورسته پاته هیوادونو دمترقي او دموکراتو احزابو ټولوکوښښ داوه چي ځان شوروي ته نژدې وښې.
دمحمد ظاهر شاه د حکومت او داودخان د حکومتونو پر وخت په افغانستان کی د شوروي د (کی،جي،بې ) دیوه لوړپوړي مامورد خوا هغه وخت یو کتا ب (کا جي بې )په افغانستان کي په دی نوم نشر سو تر هغه وروسته نوموړی لوړ پوړي بیا ا نګلستا ن ته وتښتید . د کتا ب لیکوا ل په ټول افغانستان کي و(کا جي بې) ته کار کونکي یا د (کاجی بې) اجنټا ن ټول ( ۱۵۰ ) نفره ښئ .
هغه هم ډ ېرئ يې د وزارت خارجه مامورین او نور يې هم مشخص کوي چي په قومي لحاظ محمد زایي وه .او اضا فه کوي چي څه ملا یان ،مبلغین او یو د طب داکتر هم ؤ.
خلقیانو د بین المللي امپر یا لیزم ،ا ستعما راو کورنی استثما رګرو، د خان خا نې او په ټولنه کي دهغې د شاته پاته کیدو او ټولو خرافاتو پرضد مبا رزه کول او په د ی لا رکي یی د شوروي د ملا تړ او مرستی جلبولو دپاره کوښښ لا ره. خو هیڅ وخت یی نه غوښتل دیوه پړي د غاړي وکاږي اود بل پړي غاړي ته واچوي.
دا خبره نورمحمد تره هغه وخت وکړل چی د بریژ نیف د ملاقات ولاړ سوو خپلو ملګرو ته یی وویل" موږ د یو پری دغاړی و ایستۍ نور نه غواړو دبل پړی غاړی ته واچو " یعنی بریژیف زموږ غاړی ته پړی را اچوی. دا خبره د نورمحمد تره کی دمرګ سبب سول .
خلقیانود شوروي او جهان سره د وستي غوښتل ،خلقیا نو د آزا دو ، پر مختللو، مترقي ا نسا نا نو په شا ن دافغانستان دولس ژوند غوښتۍ، دهرچاه سره د مساوي حقونو لرونکو انسانو په شان ژوند یی ارزو وه . سره له د ی چي اوس حزب شتون نه لري هر عضو یی جلا ،جلا ،ټوټه ،ټوټه ستړي پرا ته دي نور خلقیا ن هم نه دي ، مګر شوروي څه چي د جها ن د نوروسترو هیوا د و سره جا سوسي نه غواړيباو رولرې د جا سوس او جا سوسۍ کلمه اوس هم په توره وهو. فکر کوی چي په جریان د دغو شلو کلونو کي به کومي جا سوسي شبکي د دوی سره تما س نه وي نیولې ؟ او د دوی څخه به يې نه وي غوښتي چي ور سره ا ستخدام سی ؟ولي نه ډیر ځله......
خو د دوی ککرې پا ک رب غلامې او جا سوسې ته نه دي پیدا کړي. د ثور په نظامي پاڅون کي بیله افغانانو د نظامي او ملکي ا فرا دو څخه د هیڅ چاه ا ثر، د خا لت او رسوخ نه ؤ ټول تبليغا ت د واقعتونو خلا ف سویدی ،رابه سو خپلې خبري ته.
په افغانستان کي هغه وخت یعنی ۱۳۴۲ش کا ل کي کله چي د پاچا محمدظاهرشاه له خوا درابلل سوي لوې جرګې د خوا د احزابو قا نون طرحه تصويب سول، په خاص ډول داحزابو قانون د تائید ،امضأ او انفاذ دپاره شاه محمدظاهرشاه ته وړا ندی کړل سو.ټول ولس په خاصه توګه روڼ اندي په د ی با و ری وه چي شاه به قا نون امضأ او په رسمي جریده ءکي به يې نشرته سپا ری.ولې چي لویه جرګه د شاهي کورنۍ په بلنه د همدې منظورد پا ره رابلل سوې وه.
خو محمد ظاهرشاه ترمرګ پوري هم د نورو سالموکار و په شا ن چي نه يې کول داکار هم ونه کړئ، یعنی داحزابو قا نون يې امضأ نه کړی اونشرته یی ونه سپاری دا د محمدظاهر شاه لخوا دافغان ولس سره دا لوی خیا نت وو چي هغه وکړی. په خاص توګه د افغانی روڼ اندو سره . له هغه ځایه وو چي د او سينوبد بختیو را زیږد ل شروع سول.
ځکه دټولني هر منور پر خپل سر بیله کوم قید وشرط څخه په آزاد لاس مبارزه شروع کړل ،لڅ اوپټ حرکتونه فعال سول .که چیري هغه وخت داحز ابو قا نون امضأ او ځوانانو ته په ښکارتوګه د سیا سي فعا لیت اِجازه کوم چي په ا سا سي قا نون کي لیکل سوي وه ،ورکړل سوې واې ،کتاب ،اخبا راو جراید به ځوانانو لوستلاي ، سیا سي تنده به يې ما ته واې سا لم رقا بتو ته به شرا یط ا ما د ه سوي وايې.
د پټو تما سونواوپټ سیا سي فعا لیتو نو ضرورت به له منځه تللې وايې هر څوک ، او دهري ایډ یا لوژي پیرو به خلګو پیژند لاي،بیا نو ځوانانو په علمي ډول خپل د ژوند لا ره ټاکل .مګرمحمد ظاهر شاه او سلطنتي کورنۍ نه غوښتل ملت وېښ شي.
په د ی وختو نو کي دافغانستان اقتصا دي حا لت ورځ تربلي مخ پر خرابئ روا ن وو.په سيا سي لحاظ وضعه کړکيچنه وه،پا کستا ن او ایرا ن په ښکار ه بیله کوم ترسه د خپلو طرفدارو او جا سوسا نو پر لا س د ولسو په منځ کي د علم ضد پرو پا ګندي کولې ،کله به يې د عربو دیوشيخ د خوب لید و اوبیا دهغه خوب تعبیر چي قیامت را نژدې سو د د نیا کار ونه پر ېږدئ ، د توبې وخت دی .
مکتب لوستل خود کفا رو پیشه ده، سرتور سرګرځیدل ،دږیری خریل، پطلون اغوستل خو دقیا مت نښانه وه، چي نه کار په هغه دي څه کار ، نیمه ډوډۍ د کوټي پاي ، پاچا پردې مځکه دخدای سیورۍ دئ او ډ ېر به یي د خپلوټګا نو او اجنټا نود ملا،پیراو شيخ تر پوښښ لاندي ولسونه ګمراه کول او په تیاروکي ساتل.
د شاهي دولت د لټۍ ،غفلت،عیاشۍ ،ناپوهی او په نهایت کي د ولس سره د د ښمنۍ پر اساس هرچاچي هرڅونه د ولس دګټو ضد څه چي کول کولاې يې سوای سلطنت يې مخه نه نیول . شاهي کورنۍ په هرڅه اګاه اوخبره وه دمثا ل په ټوګه:
نوربیا