دخپریدو نیټه : 2015-01-05 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
د ګلاب منګل اوازه او جنجالونه
ګلاب منګل د ماویزم یو مخکښ غړی دی چی د دی کړی اصلی هدف په پښتون میشتو سیمو کی د پښتون لوی ټبر له مینځه وړل دی. د ګلاب منګل په کندهار کی د ټاکل کیدو د اوازو سره سم د هغه په اړه اختلافونه راپورته سوی او قومی مخورو هغه د کندهار د والی په توګه رد کړی. د سرو لښکرو دا ملګری د روسانو د یرغل پر مهال د کمونیسټی فوځ ډګروال او د افغان مجاهد ولس په وینو یی لاسونه سره او د اسلام دښمنه څیره ده چی د مجاهدینو او طالبانو په دوره کی ورک او د امریکایانو او انګریزانو په راتګ سره یو وار بیا یی د پردیو د غلامی پړی و غاړی ته کړی او د هغوی امر څخه یی د اطاعت له کبله د خپل ولسمشر د اوامرو څخه هم سرکښی وو چی ویکیلیکس یی جنایات بربنډه کړی. ګلاب منګل د حامد کرزی د حکومت پر وخت یی پوره ۸ کاله ولایت کړی دی په لغمان پکتیا او هلمند کی والی تیر شوی دی او دوه کاله مخ کی د اداری اصلاحاتو په لړ کی چی کله پنځه والیان د فساد په خاطر لری سوه نو ګلاب منګل هم په فساد کی د ککړتیا له سببه ګوښه سو.
اوس نو محمد اشرف غنی چی د ولس سره یی دا وعده کړی چی فاسد افراد او د کرزی د اداری هیڅ چارواکی به په نوی کابینه او حکومتی لوړو چوکیو کی ځای و نه لری نو بیا څنګه په ټول افغانستان پخوانیو چارواکو ته په یوه سترګه او ګلاب منګل ته په بله سترګه ګوی نور یو لا نه مقرروی او یوازی ګلاب منګل چی هغه هم د پخوانی حکومت تر ټولو لوړ پوړی او با صلاحیته مقام تیر سوی په څه خاطر او په کوم استدلال کندهار ته استوی؟ دا د ولسمشر غنی استدلال کیدلای نسی چی ګلاب منګل حامد کرزی لیری کړی وی نو د هغه د حکومت برخه نه وه. ګلاب منګل ۸ کاله د هغه حکومت والی وو.
یو څه وخت دمخه ګلاب منګل ننګرهار ته د والی په توګه وړاندیز سوی وو خو د ننګرهار مجاهد ولس مظایری پسی وکړی چی ګلاب منګل نه غواړو او ننګرهار ته دی مسلمان والی راواستول سی همداسی ګلاب منګل څو نورو ولایاتو ته کاندید وو خو ولس یی موافقه نده ورسره کړی نو بیا اشرف غنی باید سر خلاص کړی چی ولس له دی د سرو لښکرو د ملګری څخه کرکه لری او ولس ځینی متنفره دی.
نن د کندهار ولایتی شورا په خپله فیصله کی وویل چی په هیڅ صورت ګلاب منګل د کندهار د والی په توګه نه غواړی او نه به یی هم و منی. نو کله چی د یو چا د راتګ له مخه دومره زیات مخالفتونه وی نو کله چی اشرف غنی هغه راواستوی نو ددی مخالفتونو نتیجه به څه وی دا مخالتونو به په تربګنیو او شخړو واوړی چی په پایله کی به یی کندهار د یو بحران سره مخ سی چی تاوان یی بیا هم عام ولس وینی او بیا هر څه له لاسه وتلی وی. نو ښه خبره داده چی اشرف غنی د ګلاب منګل په راستولو ستونزی خپله په سترګو وینی نو باید عالمانه اقدام وکړی.
حکمت خلیل کرزی چی د کندهار د ځوانانو څخه دی باید پر اشرف غنی داسی بیځایه فشارونه را نه وړی چی یو فاسد او کمونیسټ او د کرزی د حکومت لوړ پوړی په فساد لړلی سړی دی د کندهار په شان له برمه ډک تاریخی او په اسلامی عقایدو کلک ولاړ ولایت ته د والی په صفت وټاکی.
میوند افغان