دخپریدو نیټه : 2015-01-05 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
د هلمندیانو خیمه چا ټوله کړه !
کله چي د سنګین دردناکه پیښه رامنځته سوه نو په سبا یې مدني فعالانو د مطبوعي په تالار کي د غونډي پلان درلود خو کله چي موږ تالار ته راورسیدلو په کرزي لوبغاړي کي د سنګین زیات شمیر کسان راټول سوي وه تر څو خپل ږغ پورته کړي ، موږ هم پریکړه وکړه چي له همدې خلګو سره یوځای سو او سټیډیوم ته ورغلو .
داچي څه باید تر سره سي او په کوم ترتیب تر سره سي نو لاندي کړیو او سړیو چي په سټیډیوم کي یې شتون درلود سر جرګه سول چي دغه کړۍ او سړي عبارت وه :
• لښکرګاه میشت ځوانان او مدني فعالان
• د سنګین د ټولنیزي شورا یو شمیر وکیلان
• د اصلاحي شورا غړي
• د سنګین یو شمیر مشهور اشخاص
پریکړه پر دې وسوه چي په همدې ورځ به په کرزي سټیډیوم کي یوه احتجاجي غونډه تر سره کیږي او هم به د ولایت مقام مخته یوه خیمه درول کیږي . ټول په دې نظر وه چي نور چوپ پاته کیدل مرګ دی او د حالاتو د مثبت تغیر لپاره باید ولسمشر اشرغني خپله هلمند ته راسي تر څو هم د پیښي مسول کسان د قانون منګولو ته واچوي او هم په ټول هلمند کي د حالت د ښه کیدو لپاره اقدام وکړي . ځکه دا نه لمړي ناورین دي او نه هم اخري بله داچي دا مسایل د والي او وزیر تر کچي لوړ دي .
د غونډي لپاره د پریکړه لیک د جوړولو دنده شریف الله دوست ، داود فرهنګ او هاشم نوراني ته ورکړه سوه . او پریکړه لیک په لاندي مادو کي ترتیب او جوړ سو :
• هلمند په تیر ۱۳ کلن بهیر کي همیشه د فساد ، د مرکزي اداري د نه پاملرني او ولایتي اداري د بې کفایتي له امله په اور کي سوزي . د دې ستونزو د حل او د پیښي د قربانیانو سره د غم شریکۍ په موخه باید ولسمشر خپله هلمند ته سفر وکړي.
• د پیښي عاملین باید په ګوته او محاکمه سي .
• د حالاتو د مثبت بدلون په موخه باید ولسمشر په ولایتي ادارې کي اړوند تغیرات راولي .
• تر څو چي ولسمشر هلمند ته نه وي راغلي او زموږ پورته غوښتني نه وي منل سوي زموږ سولیز لاریون به جریان ولري .
غونډه د ولایتي شورا د ریس ، په پارلمان او مشرانو جرګه کي د هلمند د خلګو د استازو اویوشمیر نورو ولایتونو د وکیلانو تر راتګ پوري ۲ ساعته وځنډول سوه . د غونډي برخوالو داسي هیله لرله چي راغلی پلاوی کیدای سي غونډي ته راسي او له دوی سره په غونډه کي برخه واخلي خو پلاوی چي کله راغی نو ولایت مقام ته ولاړ او هلته داسي زهنیت ورکول سوي چي ګواکي د امنیتي حالاتو له امله لازمه نده چي پلاوي غونډي ته لاړ سي بلکه د لاریون کوونکي یو شمیر استازي دي ولایت ته ور سي خو خلګو دا غوښتنه ونه منل.
د پلاوي له جملې څخه د ولایتي شورا ریس او په مشرانو جرګه د هلمند د خلګو استازی هاشم الکوزی او د زابل د خلګو استازی ډاکټر زلمی زابلی غونډي ته راغلل . د ولایتي شورا ریس حاجي کریم اتل تر خپل خبرو وروسته له خلګو غوښتنه وکړه چي که چیري تاسو ولایت ته نه ورځي نو د ولایتي شورا تالار ته راسی او زه به پلاوی هلته درته راولم خو خلګو ورته وویل چي پلاوی باید غونډي ته راسي . اګر چي کریم اتل ولایت مقام ته ورغی او پلاوي ته یې وویل چي خلګ ستاسو په تمه ناست دي خو پلاوي ورسره ونه منل .
د یادوني وړ ده چي د غونډي په لمړي ورځ او دریمه ورځ د پارلمان وکیل محمد ولي علیزی هم خلګو ته راغی او یو شمیر وړاندیزونه یې وړاندي کړه چي که چیري غواړی لاریون او یا هم غونډه وکړی نو زه درسره همکاره یم خو ټینګار یې پر دې کاوه چي باید په دې لاریون کي خلګ زیات وي او زرګونو ته ورسیږي . خو له دې ویري چي سیاسي نه سي د لاریون زیاتره مشرانو د وکیل صاحب څخه د کومک غوښتنه ونه کړه .
د ځوانانو او مدني فعالانو کوښښ پر دې وو چي لاریون باید د خلګو تر نامه د خلګو لپاره مخته یو وړل سوي .
د ستونزو را منځته کیدل
• لمړي ستونزه داوه چي د مدني فعالانو او د سنګین د مشرانو د دې لاریون څخه بیل تعبیر درلود . ځوانانو دا لاریون د سنګین د پیښي تر څنګ د ټول هلمند د ستونزو د حل لپاره یوه مبارزه ګڼله خو د سنګین مشرانو د نورو قومي مشرانو بیا دا یوازي د سنګین په مسله پوري تړله .
• دوهمه ستونزه دا وه چي د لاریون خلګ د یو شمیر کسانو لخوا د پردې تر شاه کنترولیدله او د پردې تر شاه کسانو په دې لاریون کي د حاجي کریم اتل او هاشم الکوزي د برخي اخستني سره مخالفت کاوه . په دې اساس نو ولایتي شورا هم د لاریون کوونکو سره اړیکي سړې سوې .
• د ولایت مقام هم کوښښ کاوه چي لاریون کوونکي پر ډلو وویشی او ژر لاریون ته د پای ټکي کښیږدې .
• د لاریون کوونکو په منځ کي قومي مشرانو دا غوښتنه کوله چي هر پلاوي باید د پیښي د قربانیانو سره په خیمه او یا هم د خیمې له ادرسه وګوري خو لښکرګاه میشتو ځوانانو بیا ویل چي د پیښي د قربانیانو سره چي هر څوک ویني او هر چیري چي ویني دا د پلاوي کار دی او د هلمندوالو په صفت باید د لاریون کوونکو غوښتنه یوازي د پریکړه لیک مادې وي . خو د سنګین یو شمیر کسان چي لاریون یې په غیر مستقیم ډول حمایه کاوه دا غوښتل چي د قربانیانو سره باید د دوي له طریقه خبره وسي چي دا سمه خبره نه وه او دا په ورستیو شیبو کي په ډاګه سوه .
لاریون څنګه او ولي پایته ورسیدی
کله چي د ولسمشر اشرف غني له خوا د سنګین د پیښي د څیړلو لپاره رسمي پلاوي د حاجي دین محمد په مشری هلمند ته راغی نو یې د پيښي دقربانیانو او لاریون کوونکي سره د ناستي غوښتنه وکړه . د پیښي د شهیدانو او زخمیانو د کورنیو غړو زیاترو د حاجي کریم اتل او د هاشم الکوزي له لاري د پلاوي سره وکتل او یو شمیر یې د لاریون د استازو سره یو ځآی غونډي ته ورغلل .
په غونډي کي ولایتي اداره ، ولایتي شورا او نور اړخونه هم موجود وه ، هر اړخ په خپل وار سره خبري وکړي خو د لاریون په استازیتوب چي کوموکسانو ته د خبرو وخت ورکړل سو هغو یوه هم د لاریون اصلي موخه بیان نکړای سوه .
پلاوي تر دې غونډي وروسته د لاریون په استازیتوب ورغلو مشرانو ته وویل چي ستاسو ټولي غوښتني موږ منو ، هم د پیښي عاملین محاکمه کوو هم په دا ژمنه درسره کوو چي ولسمشر به راځي نو په دې اساس به تاسو خپل لاریون ته د پای ټکي ږدی .
د سنګین هغه مشران چي په غیري مستقم ډول یې لاریون حمایه کاه د پلاوي سره ومنله چي لاریون به پایته رسوي خو ځوانانو بیا دا خبره نه منله او ویل یې چي زموږ لاریون د وعدو لپاره نه پیل سوی بلکه زموږ د لاریون اساسي هدف دا وو چي باید ولسمشر خپله هلمند ته راسي او د هلمند دې حالت ته پاملرنه وکړي .
خو دا چي د مدني فعالانو او ځوانانو شمیر کم وو نو لاریون په داسي حال کي پایته ورسیدی چي نه یې والي او نه هم د پلاوي کوم غړي د پایته رسولو لپاره راغی . د سنګین یو شمیر کسان خپله راغلل او خیمه یې ټوله کړه .
د لاریون پایته رسولو تاوان
موږ باید لاریون د ولسمشر تر راتګ پوري نه وای ختم کړی په داسي حال کي چي ولسمشر خپله لاریون کونکو ته زنګ وواهه او وعده یې وکړه چي هلمند ته به درځم او تر درتګ وړاندي په ویډیوې کانفرانس کي د خلګو سره غم شریکي کوم خو زموږ د لاریون موخه داوه چي دا یوازي د سنګین پیښه نده بلکه په هره ولسوالۍ کي داسي ډیري پیښي هر ورځ کیږي او دا به تر کومه رواني وي .
زموږ هدف دا وو چي د پلاوي پرځای ولسمشر راسي او موږ د دې تکراري پلاوو څخه خسته یو .
خو د سنګین مشرانو د پلاوي په وعدو قتاعت وکړ او د لاریون د پایته ریسیدو غوښتنه یې ومنله .
که چیري مدني فعالینو او ځوانانو خپل منځي اختلافات د موقت وخت لپاره هیر کړي وای او په لاریون کي یې د هلمند لپاره برخه اخستې وای نو بیا یو شمیر کسانو دومره نفوذ نه سو کولای او دغه لاریون یې په خپله خوښه نه سو چلولای . زموږ نه ګډون او زموږ تر منځ اختلافاتو دوی ته ښه زمینه برابره کړه .
زموږ د دې لمړنۍ خیمې حرمت باید موږ ټولو په ګډه ساتلای وای.
بریالی هلمند