دخپریدو نیټه : 2015-01-07 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
ملا رباني وو، ملا عمر سوو ، الله د خیر کړي نن سبا د ملا معنوی آوازي دي!
دا یو څرګند واقعیت دی، چې د ټولو ملي ستونزو مسقط الراس سوسیال امپریالیزم او د ګاونډیو هیوادونو د سیاسي اغراضو لاسونه دي، چې هیواد ته را اوږده سوي۰ او دا هم نه پټیدونکي واقعیت دی، چې ځینې نا عاقبت اندیشه افغاني ډلې ټپلې د ملي مصالحو خلاف او ضد لور ته ښویېدلي او له پردیو سره یې شرم آوره قراردادونه او عهد نامې لاسلیک کړي۰ خو په هر حال بیا هم افغانان دې حقایقو له درک څخه چې ډیرې ستونزې او مصایب موږ په خپله په خپل ځان راوستلې یا ترې سترګې پټوو او یا اغماض کوو۰
افغانستان په دا ورستیو درې پیړیو ګې د بې کفایته ملایانو د ازمویلو لابراتوار کرزیدلي، ملا رباني وو، ملا عمر سوو، الله د خیر کړي نن سبا د ملا معنوي آوازي دي۰
د ملا برهان الدین رباني د اسلامي صوبدارۍ په دوران کې د افغانستان وسلوال پوځ نیست او نابود سوو، ټولې درنې او سپکې وسلې، نظامي تجهیزات، د مهماتو ډیپوګاني، جبه خاني د البسي ډیپوګاني او ګدامونه لوټ چور او چپاول سول او عامه شتمنۍ، د موزیم په ګډون د با ارزښته تاریخي آثار ، د بانکونو ذخیرې لوټ او غارت سوو۰ د تولیدي موسساتو او فابریکو تاسیسات ویجاړ اوتر څنګ یې ټول ماشین الات په پاکستان کې خرڅ سول۰
د ملا رباني د نامشروع صوبدارۍ په دوران کې یوازې د کابل په ښار کې شپیته زره انسانان په شهادت ورسیدل ، پنځه لکه نور په یوه کمیس او پرتاګه کې جلال آباد او پیښور ته وتښتیدل او کابل په کنډواله بدل سوو۰
د رباني او د احمدشاه مسعود شورای نظار ، د دوستم یا د ګیلم جم ملیشې او د هغوي پلویانو دا ړه مارو او لوټمارو ډلو ټپلو جرمونو او جنایاتو، طالبان د قیام او پاڅون لپاره راوپارول او د شمالي ټلوالي جنایت سالارانو، اولوټمارانو او خاطیانو ټغر یې په ټول هیواد کې ورونغښت، نسبي امنیت یې د خلکو د خپلواکۍ د سلبولو په قیمت په هیواد کې ټینګ او ملوک الطوایفي ته یې خاتمه ورکړه۰ طالبانو د خپل غورځنګ په پیل کې وعده وکړه او شعار ونه یې ورکول ،چې د افغانستان د سیاسي واک د غصبولو او حکومت اراده نه لري او د واکمنۍ د مشروعیت لپاره به د ملت ارادې ته رجوع وکړي او د افغانستان زعامت واګي، چې یو دروند ملي او اسلامي امانت دی، دا به هغه اهل کار مومن افغان په لاس کې ورکړي، چې د سري او یل مستقیمو ټاکنو له لارې او یا د افغانستان د عنعنوي لویې جرګې له خوا، چې د ملت د ارادې مظهر دی د یوې لنډې مودې لپاره وسپارل سي۰ خو طالبانو د خپل کوربه پاکستان د ارتجاعي احزابو او استخباراتي شبکو په لمسون او ملاتړ افغانستان ته ودانګل او له جنګ سالارانو څخه وسلې ټولې کړې او د لاس او پښې پریکولو، ارعاب او وحشت خلق کولو په پایله کې په هیواد کې ډیر ښه امنیت ټینګ کړ، اما کله چې خپله سلطه او حاکمیت یې له تېري او تجاوز څخه مصؤن اټکل کړ، کرار کرار یې په دیکتاتورۍ او ارتجاعیت لاس پورې کړ او په پایله کې قهار او جبار قدرت ترې جوړ سوو۰
د کرزي د حکومت په هکله ډیر څه لیکل سوي او چون دا لیکنه په اوږدو کیږي نه غواړم اوس د کرزي په حکومت څه ولیکم۰
په هیواد کې میشته ولسونه، له دې ویریږي، چې د اوسنې حکومت له سقوط وروسته به بیا بل له شر او فساده ډک استبدادي رژیم د هیواد د چارو واګي په لاس کې واخلې، بنآ مجبورآ له ستونزو ډکه اوسنۍ وضعه، په پټه خوله او په سکوت کې زغمي۰ ولې ګڼ شمیر ولس له ولسمشر غني څخه خوابدۍ دي، ځکه ولسمشر غني د ټاکنو د کمپاین په دوران کې له ملت سره وعدې کړي وي، او شعارونه به یې ورکول چې سهامي شرکت نه جوړوي، مجرمین به د قانون منګولو ته سپارې، کار به اهل کار ته سپاري او د قانون حاکمیت به پلې کوي۰ ولې د ښاغلي اشرف غني د لومړۍ ورځې ګفتار او شعار د هغه د نن ورځې له رفتار او کردار سره سمون نه لري، د هغه ګفتار او شعار هغه وو، چې پورته ورته اشاره وسو، او کردار یې دا دی، چې د رباني، طالبانو او جهادي تنظیمونو په شان سیاسي واک د ځان لپاره په انحصار کې نیول غواړي۰ سلیمان لایق وایې:
د ملت په مخ یې وکړلې متیازې د قدرت او د چوکیو لیونیو
پروني ستمګاران یې رانه هیر کړل دی بد عهدو بې وجدانو ننیو
په پای کې دومره ویل غواړم، چې افغانستان د تجربو لابراتوار نه دي، چې لومړۍ ملا رباني وو، بیا ملا عمر سوو، او اوس ملا معنوي وزغمي؟ آیا ملت له داسې قحط الرجال سره مخامخ دي، چې ملا معنوي به یې د کورنیو چارو وزیر ټاکل کیږي؟ کورنیو چارو وزارت یو مسلکۍ او با تجربه زړور وزیر ته اړتیا لري او دا کمیس پر ملا معنوي ډیر لوي دي۰ که ولسمشر اشرف غني په رښتیا سره غواړي چې د کورنیو چارو وزارت کې بدلون راولي نو پخواني وزیر سید محمد ګلاب زوي او یاهم د کندهار اوسنې د امنیې قوماندان لوی پاسوال عبدالرازق اڅکزي باید د کورنیو چارو د وزیر په توګه وټاکل سي، او که نه دا وړۍ خدای خبر چې شړۍ سي!
احمدشاه ملګري (پاچا خان)
افغانستان